پاکې جامې

عطایي

فقیر جان له خپلې زړې مور سره له ښاره لرې په یوه کلي کې اوسیده، دی ډیر غریب او بې اسرې ځوان وء، یوه زړه مور او یوه ښکینۍ ووزه یي درلورله چې هر کال به یي دوه درې بچیان راوړل، فقیر جان به کله نا کله له یوه اوبل سره مزدوري کوله، فقیر جان دومره با حیاء او له مخه نازک وء چې سهار وختي به هر څوک چې د ده د دروازې شاته مخکې راغلل نو سوبه به هغه وکړه، دې به یي له لاسه ونیو او له ځان سره به یي کار ته روان کړ، با انصافه به مذدوري ورکړه او بې انصافه به نیمې روپۍ ورکړې او نورې به یي وعدې ورکولې، دی هم ډیر قانع او عاجز سړی و او له هیچا سره به یي ناندرۍ نه وهلې او خپله لاره به یي نیوله ، له ډیرو یي د شرم سترګې رڼې وې. 

د ښه قد او اندام خاوند و، ځکه هر چاو ورته د کار لپاره زړه ښه کاوه، ډیرې ښې تاثیرناکه خبرې به یي کولې، مجلسي سړی وء.

کله نا کله به د کلي هلکانو را ګیر کړ او ترې را تاو به شول او د ټوکو او خندا تود مجلس به یي پرې جوړ کړ فقیر جان د ژوند اړتیاوې په مزدورۍ او د ووزې د بچیانو په خرڅولو نیمې نیمګړې پوره کولې او د شپې ورځې ګزاره به یي پرې روانوله، فقیر جان نه په چا ظلم کړی و ، نه د سر پور وړی وء او نه هم د پیسو،قانع فقیر طبعیته او شپه او ورځ د یوه او بل په کار کې ورک انسان وء.

د فقیر جان سر ببر، جامې یي شلیدلې او زړې څپلۍ یي به پښووي، نه یي سرمایه درلوده نه یي اپارتمان، بلډنګ او نه هم موټر، خو نور یي هر څه درلودل، عزت، غیرت، نیک نوم، غرور او سرلوړي ، په ننګ او نوم او جامو یي هیڅ داغ نه وء لګیدلی او پاکې صفا وې.

په درنښت

پوهندوی ذبیح الله عطایي

ویرجینیا، امریکا              ۸/۱۵/۲۰۱۴

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button