پاکستان او شوم اهداف یې په افغانستان کې

پاکستان او شوم اهداف یې په افغانستان کې

لیکوال: څیړندوی محمد هارون ابراهیمي

(لومړۍ برخه)  

پاکستان زموږ په ګاونډ کې په نوم يو اسلامي هيواد دی، دغه هيواد په ۱۹۴۷ ز کال کي انګلستان  په اسلامي نړۍ کي د خپلو ګټو د ساتلو په منظور ايجاد کی. داسي ويل کيږي چي د عربي نړۍ له پاره اسرائيل او د منځني آسيا له پاره پاکستان د پلان له  مخي د غرب په مرسته دغرب د موخو ترلاسه کولو له پاره دوه بېلابېل نوي پيداشوی هيوادونه دي.

دپاکستان له پيدايښت څخه بيا تر نن ورځي ډير حکومتونه يې د پوځي جنرالانو له خوا څخه په مخ وړل شوي دي، چي دغه خبره خپله ددي ثبوت ده چي غرب پاکستان د يوه خاص هدف له پاره ساتلی دی.

داچي له انګريزانو سره د افغانانو جګړي په تاريخ کې ثبت دي، او انګريزانو ونه شوای کولای چې دغه هيواد خپله مستعمره وګرځوي، بل خوا په برطانوي هند کي هم د انګريزانو پهخلاف د هند مسلمانانو تحرکات پېل کړي وو، ددي له پاره چي د هند مسلمانانو توجه له بريطانيا څخه واړوي او دافغانستان له پاره له برطانيا سره د جګړو مخه په راتلونکي کی ونيسي، پاکستان يې د مسلمانانو په نوم يوه ټوټه ځمکه جلاکړه چی دا ځمکه د هند او افغانستان څخه په زور او دهغوي دخوشي خلاف غصب او اوسنی پاکستان پکي جوړ شو.

اوس هند هم د مسلمانانو له حملو او تهديد څخه په آمن دی، ځکه چي د افغانستان په ځای يې پاکستان ګاونډی شو، او دارنګه افغانستان هم د پاکستان له پیداکيدو ترنن ورځي ددغه هيواد له ناسمو او ناروا کړنو څخه کړيږي.

موږ منو چي پاکستان کي مسلمانان اوسيږي، خو هلته د دولت په اساسي قانون کی د مسلمان تعريف هم ګونګ دی، تراوسه هم په پاکستان کي د انګريز قانون په محاکمو کي کارول کيږي، د اسلامي شريعت پهځای د انګریز لايحي کارول کيږي.

د پاکستان ټول سياست کوونکي داخبره کوي، چي لومړی پاکستان بيا اسلام، ددي معنی څه ده؟ دا چي هلته اسلام او مسلمان هم بل ډول تعريف لري.

 مونږ دا هم ګورو چې زموږ ګاونډی پاکستان دامریکا تر غوړیدلې سیورې لاندې دافغانانو په عزت څه لوبې روانې کړي دي؟ پاکستان چې  په آسیا کې کلیدي رول اداکوي په چلبازي کې دومره ماهره دی چې ترډیره په وچه غوا شیدي کوي، په یوه بام کې دوې هواوې غواړي، په یوه حلق کې دوې ژبي لري اوپه یوه سرکې دوه مخونه لري ترڅو  دهرچاپه ژبه پوی شي، دهرچانه کار واخلي او هر څوک وغولوي چې ګواکې مخ یې ددوی په وړاندې دی، عرب یي داسلام داوسني اټومې قوت په نامه پوښلي دي چې ګواکې داسلامه اواسلامې هیوادونو به دفاع وکړي، امریکا او اروپا یې دتروریزم ضد اتحاد په نامه وخوړل، د پاکستان اونړۍ نور مسلمانان یې دکشمېر دجهاد په نامه تیر ايستلي دي آما د پردې شاته یې له هرچا سره د غدر او خیانت لوبه روانه کړي ده. اسلام او جهاد خو یې داسو چې یو ګاونډی اسلامې هیواد یې دخپلي خاوري نه په کفري قوتونو لوټې لوټې کړ، خپل هوايې ډګرونه یې دمسلمانانو د وژلو او د اسلامي هیواد د و رانولو لپاره دامریکاپه واک کې ورکړه، دعربو سره وفا خو داسوه چې عرب ډیپلوماټان، ژورنالستان، عام خلک، مجاهدین چې هیڅکله یې دوی ته تاوان نه وو رسولی د څو ډالرو په بدل کې په امریکایانو باندې دڅارویو په څیر په پیغورونو او ښکنځلو بالا وپلورل اوپه آيبټ آبادکې داسامه په سرلوبه لاتراوسه هم پوره نده معلومه چې څنګه روانه وه اوده؟ اوڅومره ګونګه اومرمووزه ده؟ اټوم خو لا خدای خبر چې دمسلمانانو او اسلام د دفاع له پاره وکارول سې بلکه ددې امکانات ډیر سته که داقوت د داسې لاسونو په کنټرول کې وې لکه چې اوس دی،  ډيرامکان لري چې د مسلمانانو په ضد ورڅخه کارواخستل سي.

دافغانستان په هکله یی کیسه د روسانو سره د افغان جهاد له مهاله شروع کوو، راځئ چې یوبل سره یې شریکه کړو او د لوستوونکو مو هیله ده چې ټولې برخی ئی ترپایه ولولی:

د روسانو سره د جهاد   پاکستان به غوښتل يا به يې نه غوښتل چې دافغانستان مهاجرو ته ځای ورکړي، خو دامريکا، انګلستان، سعودي او غرب په خوښه او دهغوی څخه د مادياتو او امتيازونو ترلاسه کولو له پاره او له روسانو څخه د پاکستان په خاوره  د حملې او پاکستان نيولو له ويرې يې په پرېمانه پېمانه افغان مهاجرينو ته په  کمپونو کي ځای ورکړ.

مجاهدينو ته د ټريننګ په وخت کي ډير افغان مجاهدين وايې چې پاکستان خپل شوم اهداف په هغه لومړيو وختونو کي ښکاره کړل، او په ټريننګ کي به يې افغان مجاهدينو ته ويل چي تاسي خپلو کليو ته ولاړشئ او هلته ترور وکړئ، داچي په نظامي ځايونو دحملي او له منځه وړلو توان او وس نه لرئ، عام المنفعه ځايونه تخريب او له منځه يوسئ، د هيواد په دننه کې ډار او ويره خپره کړئ.

ماته يوه افغان وويل چي موږ ته د جهاد په لومړي وختونو کي آی ایس آی ټريننګ راکاوو، هغوي وويل چي کله خپل کلي ته ولاړشي، نو د دولت کوم مامور پيداکړئ (ځکه چي عسکر او د اردو کسان په فرقو او پوځي اډو کې اوسيدل او د مجاهدينو وس هم په لومړيو وختونو کی دهغوي وژلو او نيولو ته نه رسيدی) هغه په کلي کي ووژنئ، که دولتي مأمور مو په کلي کي پيدا نه کي، ستاسي په کلي کي د مکتب معلم ووژنئ ترڅو خلک د مجاهدينو څخه ويره پيداکړي او په خلکو رعب ولويږي.

د آی ایس آی کسانو به ویل چي مکتبونه مو په خپلو کليو کي وسوځوئ، دحکومت ځايونه دي، او په حکومت به فشار راوړل شي. د مکتبونو معلمان مړه او يا يې له کليو څخه وشړئ.

دمجاهدينو په وخت کي آی اس آی وتوانيد چي په افغانستان کي دننه ګڼ شمير مکتبونه د مجاهدينو پرلاس وسوځوي، ويې تړي او له منځه يې يوسي، دا ډول افغان ماشوم او ځوان پري نه ښودل شول چي مکتب  او پوهنتون ته ولاړشي.

دمجاهدينو له وخت څخه ترنن ورځي پوري د پاکستان د آی اس آی شوم پلان دي چي افغانان د ښوونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې شي، او په ځانګړي ډول دغه پلان يې د پښتنو له پاره دی.

د ګوندونو مشران چارواکي وايې چي له موږ څخه اګاهانه غوښتنه کيدله چي د هيواد عام المنفعه ځايونه تخريب کړو، هغه ځايونه چي د جنګ له پاره يې کومه ګټه هم نه رسوله.

حاجي محمد سرور ذاکر چي د جنوب لويديځي حوزي له پاره د اسلامي حزب د اطلاعاتو مشر وو، هغه وايې چي په کويټه کی آی اس آی وغوښتلم او د افغانستان د سيندونو او بندونو يوه لويه نقشه يې پرميز ايښي وه، نقشه يې تشريح کړه  او په آخرکي يې دکجکي د بريښنا بند د ډېم په اړه راته وويل چي که تاسي دغه ډېم والوزوي او دغه ډېم له منځه يوسئ، نو په کندهار او هلمند به بريښنا قطع شي، او کمونسټ دولت به له دغي ستونزي سره لاس او ګريوان وي، بل داچي ، دغه بند به دخلاصيدو سره سم د لښکرګاه او له هلمند رود څخه لاندي ولسواليو سره د کمونسټ دولت لاري بندي کړي، ځکه که بند خلاص شي، نو د  لښکرګاه پل به هم له منځه يوسي او له ډيرو ولسواليو سره به د مرکز لښکرګاه لاره وتړل شي.

ذاکرصاحب وايې چي ما ورته وويل چي دلته خو د رود او ډېم لاندي ډير د مجاهدينو کورونه او کلي دي، هغه هم وړي، او ډير زيان يې مجاهدينو ته رسيږي.

کرنل آمام  وويل چي اوس هغسي هم هلته ډير خلک په کليو کي نه دي پاتي، تاسي داکار وکړئ چي حکومت يوه قوي ضربه وويني او په کندهار او هلمند بريښنا قطع شي او له ولسواليو سره يې لاري بندي شي.

ذاکر صاحب وايې چي خبره مي ورسره ډيره کړه، ماته يې وويل چي دا کار وکړئ، حزب اسلامي هلته قوت اومجاهدين لري، او تاسي داکار کولای شئ، موږ غواړو چي داکار ؤشي. که تاسي پيسو او مهماتو ته اړتيالرئ ماته ووايه چي زه يې درته برابر کړم.

ذاکرصاحب وايې چي ما ورته وويل چي موږ دبند ماتولو له پاره پيسو او مهاماتو ته اړتيا نه لرو او دا دهيواد له پاره شتمني ده، اسلامي حزب په هيڅ ډول داکار نه شي کولای.

ډير ژر د حاجي ذاکر شکايت په پېښور کي  ښاغلي حکمتيار صاحب ته ورسيد او له دندي ګوښه کړل شو. چي ترنن ورځي بيا په اسلامي حزب کي ذاکرصاحب د ښه موقف څښتن نه شو (د ا خبرې لیکوال ته د ذاکر صاحب دخولې څخه د اسلامي حزب د اجرائیه شوری غړي کړي) .

داسې غو ښتنې دټولو تنظیمونو نه کیدی البته دحزب اسلامی څخه په لویه کچه کیدی ځکه اسلامي حزب ته آی ایس آی تر نورو جهادي ګوندونو زیات امتیازات ورکول،  البته بعضو قوماندانانو یی لکه ذاکرصیب ورسره مخالفت کاوه چې پایله یی بیا ددوی ګوښه کیدل ؤ او یاله منځه تلل ؤ.

دکجکي د بند د ماتولو غوښتنه وروسته د حرکت انقلاب اسلامي له قومندانانو څخه وشوه، خو الحمدلله چي د حرکت اسلامي قومندانانو هم آی اس آی ته منفي ځواب ورکړی وو، او آی اس آی ونه توانيدی چی د کجکي بند او د لښکرګاه سره د ولسواليو د تګ او راتګ لپاره يواځني دهلمند په رود  د لښکرګاه پل له منځه يوسي.

 د حرکت اسلامي يوه مشهور قومندان حاجي صدیقي صاحب زما یونږدې ملګری ته داسي ویلي ؤ: چي آی اس آی يو قوي او لوی توپ ورته ورکړ، دهغه ټريننګ يې هم ورته ورکی، لښکرګاه ته په رسيدو کي يې هم مرسته ورسره وکړه، خو په پای کي يې غوښتنه وکړه، چي ددغه توپ په واسطه تاسي کولای شئ چي د لښکرګاه پل له منځه يوسئ.

قومندان وايې چې ما د نه او هو ځواب ورنه کړ، خو پوه شوم چي د آی اس آی جنرالان څومره شوم اهداف لري.

مامور جبارخان شلګری چي د غزني اوسيدونکی دی، او د اندړو په سيمه کې داسلامي حزب ځواکمن قومندان وو، هغه وايې چي زه آی اس آی وغوښتلم او ماته يې وويل چي د بند سردې بند مات کړه، چی دولت ته د مجاهدينو زور معلوم شي، او ښرنه به هم چي د خقليانو په لاس کي ده زيانمنه شي.

مامورجبار خان شلګری  وايې ما ورته وويل چي دا خو د خلکو د ذارعتي ځمکو له پاره اوبه دي، او په ماتيدو سره به يې ډير زيان مجاهدينو ته ورسيږي، خو آی اس آی جنرالانو ويل چي تاسي داکار وکړئ ترڅو په حکومت باندي فشار راشي او دمجاهدينو سره د جګړي توان دلاسه ورکړي.

دا ډول په اندړو کي د حرکت انقلاب اسلامي يو مشهور او پياوړی قومندان وايې چي ورته غوښتنه زما څخه هم شوي ده چي د بند سردې بند مات کړم او پر دي به حکومت ته تاوان ورسيږي او دحکومت د کمزورتيا لامل به شي. خو ما آی اس آی  ته وويل چي د دغه بند ماتيدل د دولت په ځای مجاهدينو ته زيات زيان رسوي.

انجنير غفار چی د ننګرهار دبهسودو ولسوالي په سېمه کي يې د جهاد په وخت کې مجاهدين لرل،آی اس آی ورنه د بهسودو د پل نړيدو غوښتنه کړي وه، هغه چي لوړي زده کړي يې لرلي، د پل دنړيدو په اهميت ډير ښه پوهيدی، دا رنګه د درونټي د بند ماتيدو غوښتنه هم د اسلامي حزب له قومندانانو څخه په هغه وخت کي شوي وه.

د جهاد وخت کې ترهرڅه لومړی د آی اس آی پروګرام داوو چي مکتبونه وسوځول شي، معليمان ووژل شي، عام المنفعه ځايونه د مجاهدينو له خوا تخريب شي.

دا ډول يې په پاکستان کي دننه د مجاهدينو په نوم اوه ګوندونه ايجاد کړل، ورسره ورسره يې د افغان ملت، او ستم ګروپونه هم د پردي ترشا سپورټ کول.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button