ودریږه !!!‏

طنز
محمود نظری

ودریږه !!!‏

زموږ  دولت دی یو موټر غورازه
اصلي یې نه ده خپله یوه هم پرزه
‏ بس دی زنګ وهلی مات پینه پینه
نه دشا دلیدو هېنداره لري نه پزه
دوه اشترنګه لري  ټایرونه اووه
‏ ښه ورته وګوره که بد وایم زه
تل چلانیږي په اوربلولو او تیله ‏
دانډل اوسلف وهلو دی بې نیازه
نه تیل خوري نه مبلایل نه اوبه ‏
‏ دډالر په زور چلیږي دا معجزه
د یوشتمي پیړۍ دعلم ده نمونه
دافغان په سړکو ځغلي داجایزه
یو ټایر یې دلاري   دی بل د بایسکله
ټایرونه  یو لوی یو وړ چالداره کاږه ‏
نه ور لري نه کړکۍ نه هم کومه تکیه
په اروپا کې یې د پوش موټر ده آوازه
دمخ په ښېښه یې میخ ده یوه تخته
په رسۍ یې تړلې ده ورته د کور دروازه
دکاربېټر یې وځي  مرداره خړسکه ‏
نفس دچاربولولا بندوي  دهغه ډډوزه
دا عراده تر کله چلیږي په دې راسته
ایم اوټي  یې ده یوازې پنځه روزه
دا جوړ سوی دی دامریکا په نخشه
‏ پرزې یې بدلې انجینریې الم غلیزه
داسې موډل چا نه ده لیدلې  تر اوسه
‏ بې عرابې ټریلرلري پرسر دلرګوخوازه
نه سیټ لري نه  یوه سمه هېنداره
دیو پر ځای دوه لري لګام او کیزه
‏ نه لري هارن او بغبغی او چراغونه
‏ چې وکړي  مخي ته د خبر دار انګازه
د تیز تیریدو یې غنګا ده  او تړتړه
په  هره کنده  یې لګیږي خړیته پزه
راسته اوچپه یې ځې باډۍ اوجنګله
په هرپوټکی یې د دپرزوسي ډزه ډوزه
یوه یوه پرزه یې لویږي لکه خوسا میوه
د موټروانانو ده په اشترنګ ستیزه
نوتل رهي دی  د اهن بریک نسته پته ‏
بانټ یې پورته کښته کیږي بې نیازه
تیاره ده  یو بې ښېښې لاټین ځړیږي
هغه یې د جنګلې پرسر ځړولې په خازه
د موټروانانو تر شا ناست دي نا اهل کاره
چا پرسر لاس نیولی چا په خپله سپوغزه
په جنګله کې تخته سوي دي مفتخواره
‏  د کلینر په ترخه تروه یې خولې دي  بد مزه
دواړو موټروانانو سر ایستلی  له کړکیه
‏ لاروي لیري کوي په ښکنځلو او ډوزه
یو درېور اشترنګ راسته کاټوي بل چپه
دموټره له سلنسره پورته کیږي توره لوخزه
‏ هم لکه د کلاشینکوف ټکان کوي  ضربه
څوک چې وایي دا موټر سوی دی هیزه
یو ه یې په  اکسېلټر ټینګه ایښې پښه
بل  یې زورونه  وهي دګیر په غوزه
په ټریلرکې د خلکو بد حال دی له جمپه
دچا ملا درد کوي دچا پښې دچا غازه ‏
‏ ددریورد  ګیر بکس سیټ نه لري پنبه
میخونه ننوځي دناست دریور په ډزه
‏ آخ یې سي   که هغه  تصادفي کښېني ‏
‏ یوه خبره یې له خولې ووځي بې تمیزه
‏ مخي ته یې یوه  کنده ده ډیره ژوره
‏ رهي دی چکله  دغره له سره په تیزه
بریک او کلچ یې غلو وړی  نسته
په سلو کي رهي  دی مخ  په کوزه
بس که« نظری»  نور څه مه لیکه ‏
‏  ساډنګ کله پوهیږي په دا پچموزه
‏  خدای دی موخلاص کړي له مار دوسره
هغه یې ښه وایی چې لرې چونګه پزه
دا غورازه چې روان دی په کومه راسته
دا د ژوندي ولس هدیرې ته وړي جنازه ‏
دچکلې دنمبر پلیټ لمبر دی  ۰۰۷‏
ترافیکه دا ودروه!!!!‏
‏***‏

 ډډوزه ( تریخ دود)، الم غلیزه(دوکه باز)، ډزه (مقعد)، ،لوخزه( ډیر دود)،خازه ‏‏(لکړه)،پچموزه ( ملنډه)، ډوزه ( لاپه)، غازه ( دشا  دهډوکي پورته خوا )،هیزه( دنسه ‏اوخولې ایله)‏

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button