مسعود د شهید سیلاب صاحب شعر څه لټوم

شهیدامان الله سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي احساس شاعر او لیکوال :


ارواښاد امان الله سیلاب ساپي زموږ په پښتو ادب کې نامتو، پیاوړی د لوړ تفکر او سپیڅلي احساس لیکوال او شاعر وُ. د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو دروند او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی . دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې وُ.
سیلاب صیب د شعر او شاعري سره یوه ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د ده د ژوند دایمي مصروفیت و. دی یو پیژندل شوی اولسي شاعر وُ. د ده شعري کلام یوه خوږه ژبه لري، د خدای بخښلي سیلاب صاحب په شعرونوکې د ده د زړه خبرې، سوزاودرد، انساني، اخلاقي او وطني پیغامونه نغښتی دي.
ما د سیلاب صاحب یو خوندور او په زړه پوری شعرانتخاب او دیکلمه کړې دی تاسو درنو مینه والو ته یې ډالۍ کوم.
په ډیره ادبي مینه او درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button