له سیاسیونواو سیاسی ګوندونو سره یوڅواړیني خبرې

اسدالله پیام
د۲۰۱۵کال دمې دمیاشتې پنځه ویشتمه

څوورځې مخکی می دخپل ځان یو څو عکسونه له خپلو فیسبوکي انډیوالانو سره شریک کړل چه تصادفآ ګڼ شمېر دوستانو دمینې او پیرزوینې په ولولو بدرګه کړل او یوه ګران دوست خو مي لا په مینه تر نیوکې لاندې هم ونیوم چه لکه چه دبالیووډ او یا«پغماني»شوق او هوس را سره پیداشوی دی.زه پداسې حال کي چه له

هماغو ټولو دوستانو یوځل بیا مننه کوم باید عرض وکړم چه ماهغه عکسونه نه پدې موخه شریک کړي وو چه دځوانو او یا زړو اکټرانو په لیکه کي ودرېږم او نه هم پدې موخه او شګوم خپاره شوي وو چه زما دوستان زما«مبارک مخ!!!»وویني ترڅو ددوزخ اور پرې حرام شي بلکه له تاسو«هموطنه»ځوانو اوپوخکوله سیاستوالو سره دهمدې اوسنیو اړینو خبرو اترو لپاره یو مقدماتی پیغام وو چه وښیي چه زما انځورنه او انګیرنه که هرڅومره نیمګړې هم وی نه د«ایفل» دبرج له دنګو څوکو څخه خپرېدونکي«ارشادات»دی او نه هم دذاتي«بړاس»دتشولو هڅه،بلکه دکابل او هېواد دستي او ټپي زړه دهغه سوځوونکی درد مستقیم انعکاس ده چه درملنه یې لاډیر دمخه زموږ ټولو ګډ ژمنتوب او دین وو

له دې لنډ سروکی چه اصلي آړ ته راوګرځم نو لکه چه تاسو ډیرکی یا خو خبر او یا هم په خپله په جریان کی یاست ما او ګران دوست کبیر کمال له اړیني مخامخ ارزونې او جاج اخیستنې وروسته دخپل ملي او سیاسی ژمنتوب له مخې دا وپتېیله چه دهیواد په دننه کی له یو شمېر سوچمارو،مخورواو آغېز لرونکو ناپېیلو سیاسی شخصیتونو او همدارنګه دځینو سیاسي ګوندونو او سازمانونو له رییسانو او ددوی دمشرتابه له یو شمیر غړو سره نېغ په نېغه موخه لرونکي خبرې اترې وکړو اودهغو چارو او مسایلو په هکله چه دحل مسولیت یی مستقیمآ موږ ته متوجه دی په ګډه سره دټولو یا ډیرکیو لپاره دمنلووړیوې پایلې اوپرېکړې ته ورسیږو.له نېکه مرغه دیوې میاشتنیو پرله پسې او نه ستومانه کیدونکو لیدنو کتنو پایلې راوښووده چه موږ ټول دخپل وطن دننګونو،شوونتیاوو،ژمنتیاوواو دبېړنیو سیاسي او ملی دندو په اړوند یا یو شان او یا هم یوبل ته ورته هم سوچ او هم تکل لرو،دلوڅو او بې آلایشه خبرو اترو بهیر له دې سره هم مرسته وکړه چه متقابل باور رامینځته او یا هم پوخ شی اودتوپیرلرونکومسایلو لپاره هم دپوهاوي اوحل ګډې لارې چارې وموندل شي
هم دغو لیدنو کتنواو هم مخامخ او مستقیمو مشاهداتواو ارزونوله ما سره مرسته وکړه چه دمینځته راغلو او یامینځته راتلونکوفرصتونواو شوونتیاوو،نویو اوله پخوا نه راپاتې ستونځو او ننګونو او ددې دواړوپر بنسټ لنډمهاله،مینځمهاله او اوږدمهاله ملی دندوپه هکله یوروښانه،لوڅ او واقعبینانه انځورتر لاسه کړم.دا انځورما په بشپړ تفصیل او استدلال په کابل کی له یو ګڼ شمېر ځوانانو اوسیاسی پارټنرانوسره شریک کړی او داخپل ملی ژمنتوب بولم چه له تاسو ټولو وطني سیاستوالو او سیاستپوهانو سره یی هم درغنده بحث په موخه مطرح کړم خونه په هغه تفصیل چه په مخامخ بحثونو کی پرې تبادل نظر شویدی.ددې ادعا نلرم چه دا انځور به ډیر سوچه او دقیق وی خودراتلونکوارزونو او سنجول شویواقداماتولپاره به چه باید په ملي کچه تر سره شي بې ګټې نه وي نوځکه یی په نښتېځلې توګه او دسروکوپه شکل وړاندې کوم
الف – بنسټیز فرصتونه او شوونتیاوې
اول -دجمهوری ریاست ټولټاکنو له خپلو ټولو ستونځواوسازمان یافته ورانکاریو اولنډه غریو سره سره دافغانستان په تاریخ کی یو نوی څپرکی پرانستی دی کوم ته چه په وروستیو سلوکلونو کی په مختلفو بڼوددولتونو او سیاسي بنسټونو له خوا ناکامې هڅې روانې وې.داځل افغان ولس په بیسارې توګه په خپله ددې نوي څپرکي پرانستونکی دی.دادی دتیرو څلوېښتو کلونو خونړیو ترخو تجربواو په تیره بیادتیرو درویشتو کلونوجهادی-طالبی-جهادی وحشتونو او لوټماریودولس غوڅ اکثریت له اوږده خوبه راویښ کړی اودهمدغه راویښ شوی ولس په اراده او همت د«ملت جوړونې»تاریخي اوږدمهاله بهیرپیل شوی دی.خو له بده مرغه ددې بهیر خورا اړین موسسات او بنسټونه چه«ملی دولت»،سیاسي ملت لمنې لوی ګوندونه اوپر اقتصادی او فرهنګي بنسټ بنا شوی ټولنیزسازمانونه او موسسات دی،داځل ترملت وروسته پاتې شوي او لا هم په دې ستر ملی بهیر کی دګډون تیاری نلری.په بل عبارت دملت جوړونې بهیر په غیرسیستماتیک اوغیرمتشکله توګه پیل شوې چه که په بېړه ددې دریګونونهادونو اساسی رغونه بشپړه نشي کیدای شي شاته تګ پرې وتپل شي
دوم -په یوویشتمه پېړئ کی دآسیا نیمه وچه دیوه ستراقتصادی زون او هممهاله ددوهم نړیوال اقتصادی ځواک په توګه عملآ په ټولوسیمه ایزو او نړیوالو معادلو اومحاسبوکی مطرح اوپر همدغه بنسټ دنوې نړیوالې «سترې لوبې»،ویش اوآرایش ترتنظیم او اجرا لاندې دی.زما باور او ارزونه داده چه وافغانستان ته دمتحده آیالاتو او ناتوراتګ دهمدغو ستراتیژیکو محاسباتو له مخې ووچه دالقاعدې او طالب له پروژو نه داپراتیفی ستر او وسیلو په توګه استفاده وشوه.ددې انکار نه کیدونکی حقیقت معنی داده چه افغانستان دنولسمې او شلمې پیړئ پر خلاف یو ځل بیا دآسیا پراقتصادی محور بدل شوی او دهمدې فکتور پربنسټ دسیمې او نړئ دمطرحو زبرځواکونو اوږدمهاله ګټې حکم کوی چه افغانستان د«بفرستېت»،«ستراتیژیک عمق»اود«نیابتي جکړې دجولانګاه»له بندې خانې نه راووځي او د«محراق»،«محور»اویاد«اتصال»دستراتیژیک موقعیت داحیا لاره ورته هواره شي.زما باور دادی چه زموږ منتخب ولسمشردهمدغه لرلید پربنسټ بهرنیو هیوادو ته خپل لمړني سفرونه تنطیم کړیدی چه تر ډیره حده دافغانستان دهمدغه موقعیت له بیا راژوندې کیدو او تثبیت سره آغیزمنه مرسته کولای شي خو داهم بیخي جوته ده چه دهمداسې یوه موقعیت دتلپاتیوالې لپاره دنورو جدی ګامونو اوچتولو ته هم دهیواد په دننه او هم په بهر کی بیړنئ اړتیا شته
دریم -طالب او القاعده له هماغه لمړنیو شیبو بیا تر دا اوسه هغه پروژې وې او دي چه افغانستان ته دامریکې دمتحده ایالاتودراننوتلو او همدلته دپاتې کیدو لاره هواره کړی چه لویه موخه یی دمنخنئ،سهیلي اوجنوب ختیځې آسیا اقتصادی زیرمو ته لاسرسی او یا کنترول دی.دافغانستان او امریکې ترمینځ دستراتیژیک تړون او امنیتی موافقتنامی له لاسلیک کیدو سره سم دامریکې متحده آیالات دخپلې ستراتیژیکي موخې لمړنی پړاو ته بالفعل ور ننوتی دی نو دطالب او القاعدې اودهغو دواړو دسرپرست وکیل(پاکستان)دنیابت ماموریت هم په افغانستان کی پای ته رسیدلی دی.له همدې امله په ډاډ ویلای شم چه که دافغانستان منتخب دولت دهمدغو محاسباتو پربنسټ سنجول شوی او دقیقه پوځي،سیاسي او دیپلوماتیکه ستراتیژی او کړنلاره پلي کړای شي دلمړی ځل لپاره دا شونتیا رامینځته شویده چه له څلوېښت کلنې نیابتي جکړې نه وتلپاتې او رښتینې سولې ته ګذاروکړو.د«داعش»په هکله زما ارزونه داده چه دا پروژه سره له دې چه دطالب او القاعدې بدیل دی خو اصلی اوږدمهاله ماموریت یی دافغانستان لپاره نه بلکه زموږ دشاوخوا سیمې او منځنی ختیځ لپاره پلان شوی دی،دداعش تر نامه لاندې ځني وروستي عملیات یا خوریکلامی او تبلیغاتي جنبه لري او یا پاکستان په مهارت سره ددې هڅه کوی چه په مصنوعي توګه ځان دداعش سرپرست معرفی کړی ترڅودمذاکراتو په اوسنئ لړئ کی د مانور دوسلې کارځني واخستلای شی.البته داپه دې معنی نده چه دداعش لاسوهنواوراننوتلو ته لاس تر زنې کښېنو
څلورم -دانتخاباتو بهیر او له انتخاباتو را پدې خوا واقعیتونه دا راښیی چه دولس غوڅ اکثریت او دځوانانو اوپړاوو ښځواتفاق ته نژدې ډیرکی دجهاد او ددین له درواغجنو ټیکه دارانو او پردي پالوشوکمارو سیاستوالو څخه مخ اړولی ،دجهاد له کارت نه دګټې اخیستنې بازارسوړ شوی ، د«هیڅ افغان له بل افغان نه کښته او پورته نه دی»شعار ته په ټولنیز وجدان کی لاره هواره شویده او دامنیتي قواوو په ځوانانو کی هیوادپالنه په مسلط اصل بدل شویدی
پنځم -دسیمې بازارونو ته دلاس رسي مسابقه خورا توده شوې،دافغانستان دطبیعی زیرمو راایستلو ته هم نړیواله اوهم سیمه ایزه لیوالتیا په زیاتیدو ده اودهیواد دمواصلاتی کرښو پراختیا اوګلوبالیزې کیدل دیوې سیمه ایزې اقتصادې اړتیا په توګه مطرح شویدی،نوله همدې کبله دلندن د وروستني کنفرانس پروعده شویو مرستو برسیره دسیمه ایزې پانګې اچونې اوحتی وړیا مرستو نوې شوونتیاوې رامینځته شویدي
ب -ننګونې اوستونځې
اول – جرمي اقتصاد هغه ستره او توره بلا ده چه دنیابتي جګړې،مافیایی څومخه شبکې،دجنایی جرایمو دسازمانونو،فقر،راننوتي جګړه ایزفرهنګ،مخدره موادو اواداری فساد په مټواوس په یوه ښاماري سیستم بدل شوی دی چه دافغانستان دولتی جوړښت یی یو فرمان منونکی او اجرایی برخه جوړوی،دټولنې پراجتماعي وجدان اوفرهنګ لکه د«تورې خپسې»په شان دراپریوتلو په درشل کی دی او په خورا منظمه توګه دسیمه ایز و او نړیوالو ورته شبکو اوسازمانودډاډمنې انډیوالي پر لورې روان دی.داسیستم چه لمړني عاملین او زیږونکی یی شیعه او سني جهادی تنظیمونه دي که همدا اوس اوس دیوې جامع اوټول لمنې ملي ستراتیژی له لارې مهار اوړنګ نه شي په ټوله پېړئ کی به زموږ داوسنی او راتلونکو نسلونوژوند اوښیګڼې له ستر ګواښ سره مخامخ کړي
دوهم – تپل شوې او نیابتي کابو څلوېښت کلنه جګړه لکه دتل په شان زموږد ملی بقا،ملی واکمنی(نه یواځې دولتي واکمني)،ملی ښېګڼو،ملی ثبات او پرمختګ پروړاندې لوی اوبنسټیز خطروو او لا هم زموږ پر سر ولاړ دی،او که دداعش له جګړه ایزې ستراتیژي سره په دقیقومحاسباتو مقابله ونه شي کیدای شې دغه پردئ جګړه هم په موږوتپل شي.دجګړې لاملونه،کورني او بهرنی ابعاد،دپیل اوپایښت څېرې او دداعشي جګړو څیړل یو لوی او جامع ملی بحث ته اړتیا لری خوتلپاتې سولې ته ګذار چه لا ډیر دمخه دټول ملت غوښتنه او اړتیاوه همدا اوس اوس یوه پیچلي اوحساس پړاو ته ورننوتونکی دی،دښوییدنې او غولیدنې خطرونه شته خصوصآ له دې آمله چه موږ دپاکستان په شان له یوه مکار او فریبکار دښمن سره ناګزیرآطرف یو.زه پداسې حال کی چه دهیواد دبهرنی سیاست په هکله دولسمشر غنی لمړني اخستل شوی ګامونه ستایم،دپاکستان او دسولې دپیل شوې هڅو په هکله می سپارښتنه داده چه دافغانستان نوي کارتونه او فرصتونه باید دپاکستان دژغورنې لپاره نه بلکه دهغه دوروستني کشت او مات لپاره وکارول شي،پاکستان به دخپل موجودیت په اوږدو کي په موږنه رحم وکړی اونه به مو ثبات ته پرېږدي مګر چه پرې تحمیل شی
دریم – د«ملي دولت»تاسیس اوبشپړول لا ډیر پخوا هم دیوې شوونتیا او هم ديو ملی آړ په توګه مطرح ووخود۱۳۹۳کال دټولټاکنوبهیراو ددوهم دورپایلوداواقعیت وځلاوو چه دولس غوڅ اکثریت یوه تاریخي ګذاراوبدلون ته تیاردی او دټولټاکنو ددوهم دور دپایلو پربنسټ باید منتخب ولسمشرالزامآ اوقانونآ له همدغه تاریخي فرصت نه په استفاده د«ملي دولت»له پېژندل شویوارزښتونه سره سم دولتی هډانه رغولې او سمبال کړې وای تر څو د«دولت – ملت»جوړونې تاریخي ګذار هممهال پیل اودبشپړیایی پړاوونو په لوریی یوځای او متوازن حرکت کړی وای.خو له بده مرغه دډاکترعبدالله او دهغه دجهادي ټیکه دارانو دشهکاریو اوځینو بهرنیانو دلاسوهنو له برکته یوناقص الخلقته موجود چه«دملی یووالې حکومت» نومیږی موقتآ پر پیل کیدونکي بهیر وتپل شو چه دادی اوس په یوه جدي خنډ اوننګونه اووښتي دی چه هم یی ولمسشر ،هم ملت اوهم یی بنسټیز بدلونونه برمته کړي دي.دحکومت دستګاه دماشومانه چانې وهلو له امله نه داسې چه رغول شوې نده بلکه عملآ او په لوی لاس دفلجیدو په خوا ټیلوهل کیږي،قضایی دستګاه لکه دپخواپه شان دفساد،زورواکی او جرمی سیستم دفاعی سنګر دی چه لالمړنی اوخورا اړین تغیرات ندي په کي پیل شوي او خدای بښلې مقننه قوه چه له ولسه پرته دهرچا او هرهیوادپه چوپړ بوخته ده داحتضار په حالت کی بیا ساه واخیسته ځکه چه پارلمانی او دولسوالی شوراګانو ټولټاکنې کم له کمه یوکال ځنډیدلې دي او که طالب جان ته هم له دې دولتي غنایمو څخه یوه ونډه ورکړل شي نوبیا خو ددولتي دستګاه شوم برخلیک معلوم دی چه کومې خواته به ځي.زه قصدآ دملی مصالحو درعایت لپاره هغو نورو بوګنوونکو جزییاتو ته نه ځم کوم چه په ملکي او پوځي برخه کي ددولت او هیواد برخلیک ننګوی او مامستقیمآله نژدې یا ولیدل او یا په امانت داری راته وویل شول خو دومره باید هرومرو ووایم چه جلالتمآب ولسمشر غنی(چه زه یی لا تر اوسه هم په درایت،پوهه،لرلید اووطنپالنې باندې شک نلرم)باید دجوړجاړي او برمته شوي حالت څخه په قاطعیت او چټکي راووځي او دمنتخب جمهوررییس پرهغو صلاحیتو،رسالت او ژمنتیاوو ډډه ولګوی کوم چه اساسي قانون،ملت او ملي ښېګڼواو تاریخ ده ته ورکړې اومطرح کړېدي
څلورم – سیاسي ګوندونه اوقانونی سیاسي پلورالیزم هم ددموکراسي او هم د«ملت سازی»بنسټیزه او اړینه مولفه ده چه لا ډیر دمخه آن دخپلواکي دبیا ترلاسه کولو سره بلود باید دولتي واکمنانودقوانینو په محدوده کی ورته پاملرنه کړې وای خو له غازی امان الله خان نیولې بیا دخلک دموکراتیک ګوند تر واکمني پورې دغي تاریخي غوښتنې اوضرورت ته چا دقانونی لارې دپرانستلواراده او یا هم جریت ونکړ.دې تاریخي غوښتنې ته دلمړي ځل لپاره ډاکتر نجیب الله، په خورا ستونځمنو او پېچلیو شرایطوکی چه په خپل سراو یا دبهرنیانو په نقشه مینځته راغلي ګوندونه په وسله والوجوړښتونو بدل شوي وو،مثبت او قانونی ځواب ووایه چه دنوموړی دزعامت دوخت دسیاسی ګوندونو دتصویب شوي قانون پربنسټ اودوام دادی نوی ګوندی او سیاسی پلورالیزم خو په غربی رنګ او سټایل بیا را پیل شواو په خورا بېړه هم دودې او هم دزوال په لورروان دی.په دې هکله به ددې لیکنې په وروستنئ برخه کی زه یو څه په تفصیل خپل آند،ارزونه اووړاندیزله تاسو سره شریک کړم اما باید دې اساسی او تریخ واقعیت ته ستاسو پام راواړوم چه دپروژه یی،سلیقه یی،قومی،کاغذی او کاپی شویو ګوندونو او دګوند جوړونې مسابقې،سیاسې ګوندونه چه همدا اوس یې راجسترشوی شمېر۶۸ ته رسیدلی دی یوې داسې مرحلې ته رسولي دي چه په خپله هم ددموکراسي او هم دملت سازی پروړاندې په یوه خنډ او ننګونه اوښتي دي چه یواځې دبیارغول شویو اولویوملی ګوندونو چه ټولټال شمیریی پنځویا شپږو ته هغه هم دمشخصواقتصادی مدرنو موډلونوپرمفکوره راټیټ شي له دغه ستونځې او ننګونې څخه راوتلای شی

پنځم – د«ملی یووالی حکومت»یوه تپل شوې پروژه ده چه دټکني حالت څخه دعبور په موخه دوو سیالونوماندانو دانتخاباتو دقانون،اساسی قانون اوملت په غیاب کی پرې جوړجاړی کړی دی او تر هغو چه دانتخاباتو په قانون او اساسي قانون کی قانونی تعدیلات نه وی راغلی ددوی دواړو ترمینځ شوی توافقات چه دقانون داحکامو نه بهر اویا په خلاف وی دهیڅ حقوقي او حکمی شخصیت لپاره نه یواځې داچه اساس او الزامیت نلری بلکه دهرې ورځې په تیریدو نوي کړکیچونه او ستونځې زیږوی همدغه وجه ده چه په تیرواتو میاشتو کی دهیواد دننه ستونځې نه یواځې داچه حل شوي نه دي بلکه نوی ابعاد یی زیږولی دي
شپږم – انځوریزي،رادیویی،انترنیتي او چاپی رسنئ او خپرونې هغه بیسارې مثبته لاسته راوړنه ده چه دنابللیو میلمنوله !!!برکته مو په برخه شوېده.خو له بده مرغه ورو ورو همدغه هم پر یوې ملي ننګونې داوښتو په حال کي ده.تلویزیوني کانالونه چه شمېر یی اوس ۶۲ ته رسیدلی دی او ورسره داف ام او منځني څپو خوریدونکي رادیو ګانی دبهرنیو موسساتو او یا هم بهرنیو څارګرو ادارو له خوا هم تمویلیږي اوهم لوری ورکول کيږي.مافیا اونور جنایت کاره سازمانونه چه دافسانوی شتمنیو خاوندان شوی هم ددې خپرونو په کږولو او فاسدولو کی لوی لاس لري.دهمدغو نوموړو خپرونو مالکان او چلوونکي بهرنیو سفارتونو ته مستقیمآ غوښتل کیږي او دخپلو موخو اوګټو سره سم ورته لارښوونه او سپارښتنه کوي.ډیری تلویزیونونه او رادیوګانې داسې خپرونې کوي چه لیدونکي او اوریدونکي ګمان کوی چه دابه دایران او دپاکستان مستقیم نشرات وي.ګردی میزونه اومخامخ خپریدونکې مرکې چه په لمړي پیل کی یې مثبت اولوری ورکونکي آغیز درلوود او س د جمیع الکمالاتو«شنونکو!!!»او«کارشناسانو!!!» له برکته دتربګنیو،نفاق او ابتذال دترویج په وسیله بدل شوی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چه تردااوسه درنګارنګ بې فرهنګه بیکارانو او یا د«خانقایانو»ډیپو وونه یواځې داچه سیل بین پاتې شویدی بلکه په ډیرو مواردو کي له همداسې انحرافاتو سره مرسته کړیده.دانترنیتی خپرونو او شبکو اود چاپي خپرونو حالت هم دژورې اندېښنې وړدی،له مطبوعاتی آزادیو نه ډېره ناوړه ګټه اخستل کیږي او کوڅه یی فرهنګ نه ډیره استفاده کیږی
.
محترمو دوستانو
داچه دپرتوستونځو،ننګونو اومطرحو ملی دندو په هکله دولتی چارواکې مسولیت لری هيڅ شک نشته او داددوی ژمنتیاده چه یا دوتلو لارومومي او یا دملت او تاریخ ځواب ووایي خو

له دولتی هډانې نه دباندی سیاسیونو او سیاسي ګوندونو هم -که دهیواد دننه او یا بهر دی -خپل ژمنتوب او رسالت ندی تر سره کړی اویایی له خپلو ژمنو او همدارنګه له پرتوستونځو سره نیمګړی،سرسریزاو متداول چلند کړیدی او په نتیجه کی په هماغه کچه چه ددولتی مسولینو اوسیاستوالوپرغاړه دمسولیت دروند پېټی پروت دی،سیاسي ګوندونه او ناپېیلي سیاسیون هم براءت نشي اخیستلی.له همدې کبله زه دخپلې دغې لیکنې په وروستنئ برخه کی دسیاسی ګوندونو اوسنی حالت،دسیاسی او تشکیلاتي بیا رغونې او دلویوملی ګوندو درامینځته کیدولامل او ضرورت ته ځغلنده کتنه کوم اوهم به تر هغه حده چه اجازه لرم دهغه لمړنی خوځښت په هکله معلومات وړاندې کړم چه زما او کمال صاحب دهڅوپه برکت په کابل کی راپیل شویدی

لمړی فکتور – دسیاسی ګوندونو اوسنی حالت
دسیاسی ګوندونو دتعدیل شوی قانون له مخې چه هر ګوند یی دلسوزرو غړو،په ۲۰ولایتو کی دنمایندګئ په درلودلو او په هغه صورت کی چه له تعدیل مخکې راجستروي په بیاراجسترولو مکلف کړیدی،دادی تر دې دمه ۶۸ګوندونه دافغانستان دعدلیې په وزارت کی راجسترشویدی او که دناراجسترشویو ګوندونوشمېر هم پرې ورواچوونوداشمیر۱۲۲ ته رسیږی او که دځوانانواو مدنی ټولنوپه نامه ظاهرآټولنیزخو په حقیقت کی سیاسی سازمانونه هم پرې ور اضافه کړو نوداشمیرله ۱۶۰ نه هم اوړی،ددوی ترڅنګ بې توله قومی شوراګانی او دیني ټولنې چه راجسترشوی شمیر یی کم له کمه ۱۸۰۰ ته رسیږی ددولتی او غیر دولتی زورواکانو او سیاستوالودزړو اومنسوخو سیاستو او موخودوړیا ابزارو په توګه کارول کیږي.دټولنیزو سازمانو او قومی شوراګانو لپاره دشمیرقانونی قیودات نشته خوسیاسی ګوندونه ددولتی هډانې له فاسد جوړښت نه ناوړه ګټه پورته کوی اوخپل ټيټ کمیت په لوړشمیر او خیالی او کاغذی شتون په حقیقي شتون اړوی،په ولایاتو کی دنمایندګیو او دفترونو شتون هم دهمدغې فرمولې له مخې بې خاره حل کیږی.داسې ډیرې بیلګې شته چه دراجستر او فورمودډکولو لپاره دبیکارانو اومعتادانو له تذکروځخه یوګوند او ډیرګوندونه څوڅو واره استفاده کوي،دځوانانواو ښځو له سازمانو او دقومي شوراګانو له غړو دګوندي غړیتوب لپاره نمایشي کار اخلی او هغو ی هم ددوی په مرض پوه شوی او دیوه ګوند پر ځای له ډیرو سره ځان راجستر کوی خو په عمل کي له یوه سره هم په لاره نه ځي،دامنیتي ځواکونو له غړو دخپلو ګوندونو دشمیر دلوړولو او قدرتنمایی لپاراستفاده کیږی او هغوی هم دبازاریا جهاد دفرهنګ تر آغیزي لاندی له ډیرو سیاسی ګوندونو نه همزمان ناوړه ګټه اخلي.داسې ګوندونه او سازمانونه هم شته چه ټول تشکیلات يي له هیواد نه بهر دی یایی په رهبرانو باندې دافغانستان دوړي او خاورې بدې لګیږي نو رهبر ان له هیواده بهر او ددوی ملکیت او رعیت چه هماغه ګوند دی دننه درهبر دمعجزې اوالهاماتو په هیله شپې ورځې سبا کوی.ځني داسې ګوندونه او سازمانونه هم شته چه اصلي رهبران او پیشوایان یی له هیواده بهردی اوددوی دخلافت سرپرستان دګوند درییس په نقش کی ددوی داهیانه ارشادات دهیواد دننه پلي کوي.ډیرکیو جهادي تنظیمونو او ځینوغیر جهادی ګوندونو خپل پوځي تشکیلات اوسپکې او درنې وسلې په پټه ساتلې دی چه په خاصو حالاتو کی دارعاب او تهدید دابزارو په توګه اوپه عادی حالاتوکی دغصب،ترور،تښتونو،غلاوو او همدارنګه دسیاسی شانتاژ دمخفي وسایلو په ټوګه ترې ګټه پورته کوي.ډیرهغه ګوندونه چه دشلمې پېړئ په دوهم نیمایي کی دبهرني څارګرو له خوافراز شوي وواو یو شمېر نور چه دیوویشتمې پېړئ په لمړئ لسیزه کی نوی دبهرنیانو له خو افراز شول لا تر اوسه دهماغه بهرنیانو له خوا تمویلیږي او ددوی ددفترونو کرایې،ددایمي کارمندانو معاشونه اوددفترونووسایل او فرنیچرهم په پټه دهمدغو په مرسته تامینیږی،دحامد کرزي دواکمني په اوږدو کی دځینو جهادي تنظیمونو مشرانو ته دمیاشتې له ۵۰ تر ۱۵۰ زرو ډالرو دباج اویا تطمیع په څېر له هماغه معلومې مستوره په اصطلاح بودجې نه ورکول کیدې او ځني نوي ګوندونه د کرزی له همدغې مستوره!!!بودجې تاسیس او تمویل شول.یو شمېر ګوندونو ته مافیایی شبکی،لوی شرکتونه او دپارلمان ځني وکیلان منظمې نغدې مرستې ورکوي او یو شمیرنور ګوندونه په بهر کي دخپلو غړو په اعانه تمویلیږی.ددې ټولو ګوندونو غوڅ اکثریت دهیواد په دننه کي نه دحق العضویت او نه هم دحق الشمول سیستم لري او ددوی اکثریت استدلال کوی چه دلته خلک غریب دی دنغدی مکلفیت په صورت کی څوک ددوی دګوند غړیتوب ته نه حاضریږي.دټولو ګوندونو په دننه کي ګوندي هیرارشي له پورته نه وکښتې خواته جوړه شوې اومادون کادرونه درهبریا رهبري په سپارښتنه په خورا دموکراتیکه!!!توګه انتخابیږی.داکثریت ګوندونو رهبران مادام العمر پاتې شویدي اواوس خوحتی وزامنو ته دګوندی مشرتابه دوراثت فرهنګ هم رامینځ ته شوی دی.هغه څه چه دکنګرو،مجمعو،کنوانسیونونواو کانګرسونو او دموسسانو دمجلسو په نامه دایریږی دختم ،خیرات،میلمستیا او توی له نمایشنامو سره هیڅ توپیر نه لري او نمایندګان!!! دډوډئ خوړلو اویو دوه ساعته بانډار اودلاسونو دپورته کولو او کښته کولو لپاره رابلل کیږی ځکه د کړنلارو اومشرتابه په هکله لا ډیر دمخه متفکروماغزو!!!دولیانو او پیرانو په څېر غایبانه او داهیانه فکر کړی وی اورابلل شوی رعیت باید همدې ته په آزادانه !!! ډول لاس پورته کړي،له ولس،تولیدی او سوداګری موسساتو،له صنفی اتحادیو او مدنی موسساتو،،له پارلمان او دولتی نورو نهادو سره دګوندو له ادرسه مشخص تماسونه او یا دعمده ملی ورځنیو مسلو په هکله دګوندی مشخصو طرحوورکول او اخیستل خو لا زموږسیاسی فرهنګ ته ننوتي هم ندي.که مو کله ناکله یوه رواجی اعلامیه دانترنیت په پاڼو کي خپره کړه فکرکووچه نور نو د«فتح مبین»څوکو ته رسېدلي یو.کله ناکله که تلویزیوني او رادیویی شبکې دخپلو موخوله مخې پرموږ مهربانه شي نو زموږهغه قراردادی مرکچیان او «کارشناسان»چه دشهرت تږي دی داسې مرغلرې بادوي چه له خپل ګوند او سیاست نه لیدونکي او اورېدونکي خواتورې کړي.دګڼ شمیرګوندونو مشران او دمشرتابه غړی خویادتلویزیوني اورادیویی خبرو اترو او مرکوپوهه او سوادنلري او یا دولس پرګنو ته چه دهغو له ستونځو او غوښتنوسره اړیکي ولري داسې څه دویلونلري .کابو ټول سیاستوال او دګوندونو سترګورې او مخورې څېرې په تېرو «افتخاراتو!!!»کي اوړي رااوړی اوهغه هم دخپلو اوسنیو بي وسیو او سیاسي فقراوحتي دتېرو او روانو جنایتونودپوښلولپاره. همدغه لامل ددې سبب شویدی چه له یوې خوا اوسنی ګوندونه چه پخوانئ عبا اوقبا یی ظاهرآ بدله کړیده نا پېژندلی او تجرید شوي پاتې شي اوله بلې خوا دتېرې پېړئ افغانسوزه سیاسي تربګنیو ،تقابل،بې باوري او دښمنیو ته له سره پکی ووهل شي. دتېرئ پېړئ ګوندونه او تنظیمونه دوروستیو۲۳ کالوحوادثو ځپلي اوپه توپیر لرونکو کچو پکي انشعابونه راغلي دي،له اسلامي جمعیت څخه سره له دې چه په وروستنی راجستر کی په خپل نامه ثبت دی خو۶ټوټې ځنې بیلې شوي اونوی نومونه یی ځان ته غوره کړي،دحکمتیار اسلامي ګوند په ۵،دسیاف اسلامي اتحاد په ۴،دګیلاني اسلامي محاذ په ۳ دمجددی اسلامی نجات په ۵،دمحمدی حرکت انقلاب اسلامي په ۳،دخالص اسلامي ګوند په ۴،دطالبانو اسلامي تحریک په ۴،دخلیلي اسلامي وحدت په ۲،دمحقق اسلامي وحدت په ۴،دمحسني اسلامي حرکت په ۳،افغان ملت په ۴،ماوویستان په ۵ اوخلک دموکراتیک ګوند او وطن ګوند په ۳۸ ګوندونو او سازمانونوویشل شوی دي چه یو شمیر یی ځانونه په هماغه فارموله چه پخوا ورته اشاره وشوه ددوهم ځل لپاره راجستر کړي او یو شمیریی راجستر ندي خوددې لپاره چه کله ناکله که کوم خریدار پیداشي خپل سیاسي دوکانونه خلاص پرې ايښي دي.له بده مرغه دهمدغو ګوندونو او تنظیمونو تر سیاسی او یا هم اتنیک آغیز لاندی دځوانانو او ښځوځان ځاني سازمانونه رامینځته شوي چه له یو شمېر څخه یی دافراطي تربګنیو او شانتاژ دافزارو په توګه استفاده کیږي په داسې حال کی چه ددوی غوڅ اکثریت دتېرو نیابتی تودو اوسړو جګړو په مهال یا خو زېږېدلي نه وو او یا کوچني ماشومان وو
له تاسو ټولو سیاستوالو اودسیاسی ګوندونو او سازمانونو له غړو او مشرانو نه به مې سل ځله بښنه غوښتې وای که ددغو ترخو عیني او ژوندی حقایقو له انعکاس څخه موخه دچا خدای دی نه کړي سپکاوی وای او یا دپسیمیزم دتلقین په موخه مي تورې عینکې په سترګوکړې وای،له بده مرغه دغه او په لسهاوو نورې نیمګړتیاوي څو څو ځله ما مخامخ دژوندیو بیلګو په توګه په خپله لیدلي او بې له تظاهرڅخه ځان هم په یو ډول نه یوه ډول پکي شریک او ملامت بولم.موخه داده چه موږ ټول په دې له سره ژور سوچ وکړو چه آیا داډول ګوندی او سیاسي جوړښتونه اوپه همدې تون،تول او مېچ سیاست کول به زموږګډآبایی هیواد په کوم لورې سوق کړي؟دا به دملت جوړونې او دموکراسي له بهیرسره څنګه اوڅه مرسته وکړای شي؟آیا دهمدغورنځوروسیاسی جوړښتونو دپایښت اودڅو ځله ازمویل شویوورانونکو سیاستونو ددوام په صورت کی موږ له اوسني اوراتلونکو نسلونو سره یوځل بیا جفا نه کوو؟آیا په دغووړو او خورواو بې هدفه ټوټو به دکوم ملي دولت لپاره سالمه تکیه ګاه شو او دکوم فاسددولت پر وړاندې دفشاروسیله؟
دوهم فکتور – د«ملت جوړونې»داوږد مهال او پیچلي بهیر دتکوین اوبشپړتیا لپاره،داقتصادی، ټولنیزاو فرهنګي مولفوترڅنګ،دلویو ملي سیاسي ګوندونو شتون چه دقوانینو او ټولنیزو قراردادونو په رڼا کی دملت دسیستماتیک او دموکراتیک مشارکت اوپه ملي حاکمیت کي دهغوی دتمثیل وړتیا اوځواک ولري،حتمی دی.هغه ګوندونه اوتنظیمونه چه له تېرې پېړئ را پاتي دي اولآ دوارداتي ایدیولوژي ګانو پر بنسټ جوړ شویدي چه اوس نه په افغانستان او نه هم دنړئ په نورو هېوادوکی دپلي کیدو ډګرورپاتي دی ثانیآ دا حزبونه ددولتونو دقهري ړنګولو اوقدرت دغصب په هدف جوړشوی وو چه تر دااوسه له هماغه فرهنګ او سایکالوژي څخه ندی راوتلي ثالثآ دداود له کودتا وروسته داټول ګوندونه او تنظیمونه په تدریج په بشپړ پوځي سازمانو بدل شول چه له ۷۰ تر۹۰سلنې پورې غړی یی وسله وال اوغیر سیاسی هیوادوال او لاهم په پټه اوښکاره دغه مشخصه پکې پاتې ده رابعآ داګوندونه او تنظیمونه قسمآ یا کلآ په وړو ټوټو منشعب شوي چه نه یې ټوټې او نه یی اصلي هډانه دملی مشارکت او دیوه مدرن ملي دولت سره دمرافقت وس لري او خامسآ ددې تنظیمونواوګوندونو ډیر لارښوونکي کادرونه دنیابتي جګړې په اوږدو کي دسیمې داستخباراتي سازمانو له خواستخدام شوي او دهمدغو اړیکو پربنسټ دافغانستان له دولتونو او همدارنګه ملت سره ناګزیرآ چلند کوي سادسآ قومی او قبیلوی موسسات او دهغو نااعلان شوی فدریشن دملت جوړونې له بهیر سره هیڅ ګډ اړخ او وجه نلری اوهمدارنګه دجهادی او غیرجهادی پاټکونواو دیوالونو زمان پای ته رسیدلی دی،ددې منسوخو موسساتو او ارزښتونو ځای یواځې او یواځې مدرن ملي ګوندونه ډکولای شی
هغه سیاسی ګوندونه چه په نوی عیسوي پېړئ کی جوړشوي،ډیرکی یی دبهرنیو موسساتو اوراننوتیو غربی هیوادو له خواافراز شوی او تمویلېږي چه اصلآ څوک پرې خبر ندي او یا داسې کوچني اوبې لرلیده ګوندونه دي چه داشخاصوپر محور تاسیس اودهغو دمیلان اوګټوپر محور څرخیږي.داډول ګوندونه طبیعي ده چه دلوی مشارکت لپاره نه یواځې داچه بې وسه دی بلکه دهغه پروړاندی خنډ هم بلل کیږي
دریم فکتور- تر هغه ځایه چه ماته له باوری سرچینو راڅرګنده شوه منتخب جمهوررییس هم په دې باور دی چه دسیاسي ګوندونو دغه ډول تعدد نور دزغملو او ساتلو وړندی او له همدې کبله یی هم داحزابو مشرانو،هم په جمهوري ریاست کي دسیاسی احزابواوسازمانونو سره داړیکو مشاوریت او هم یی عدلیې وزارت ته لارښونه کړې ده چه ددریو یا څلورو لویو ګوندونود تشکیل په موخه مشخص اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.له بلې خوا احمدضیا مسعود،حنیف اتمراو ولسمشر غني ته ځني منسوب اشخاص له یوه اړخه او ډاکترعبدالله،ولي مسعود،سیاف،اسمعیل،عطامحمد، محقق اوحامدکرزی له دابل اړخه دګوندونو په ښکار او یوځای کولو په خورا جدیت لګیا دي،بې توله پیسې مصرفیږی چه ددې قرن په نوي معادلاتو کی مطرح او برلاسې پاتي شي دهمدې کار لپاره یی ځني پرونی چپیان تطمیع او استخدام کړیدی چه ځني همداسې ګوندونه ددوی ترچترلاندې راولي
څلورم فکتور – هم جهادی ګوندونه،هم لیبرال ګوندونه او هم دوطن ګوند له هډانې نه جوړشوی یا جلاشوی ګوندونه اجبارآ پردې متیقین او باوري شویدی چه له دې وروسته ددوی تنظیم،ګوند او سازمان که همدغسي یواځې او په همدغه کیفیت پاتې شي ډیر ژر به له سیاسی ډګر څخه څپ وهل شي نوځکه دوو دوو یا دریو دریو په خپلو مینځو کي دمعاملې او جوړجاړي پټې خبرې اترې پیل کړیدی چه دمشرتابه په غنایموسره توافق ته ورسیږي او بیا داخپل رعیت ته هم له پاسه دیووالې فرمان صادرکړي.داډول هڅې لا اوس داسې ښکاریدې چه دلویو او مطرحوګوندونو دجوړیدو په موخه نه بلکه دځینو نا اعلان شویو آنی ګټواو یاخطرونو ددفع لپاره پیل شوې او نتیجه یی طبیعي ده چه نه دولس اونه هم د همدغه لوی الزامآ پیلیدونکي دور په ګټه ده اما مثبت اړخ یی دادی چه دنوي کیدو یا نوې پرېکړي په لور قانع شویدی

هم دسیاسی ګوندونو،تنظیمونو اوسازمانونو اوسیاستوالو دغه دردناک او مخ په ځوړحالت،هم هغه ننګونې چه اوسنی دولت او هیواد ګواښوی،هم دغه فکتورونو اولاملونه چه پورته ورته اشاره وشوه ،ټول په ګډه حکم کوي چه وداسې لویوملی اوسرتاسری ګوندو ته ګذاروشي چه پدې پېړئ کی دبقا او پایښت ځواک ولری او د«ملي اقتدار»دمتناوب لېږد په باوري بنسټونو واوړی.زما باور هم دادی چه دا اوسني ۶۸ راجسترشوی او ۱۲۲ ناراجستر شوی ګوندونه هم ددموکراسي او هم دملت سازی لپاره په یوه سرطان بدل شوي او که دااوس اوس سنجول شوې قانونی او بنسټیزه بیارغونه پکي پیل نه شی ددی واقعي امکان شته چه هم پر دموکراسي،هم پر ملت سازی او هم دملی دولت پر جوړیدو یوځل بیا دشلمې پېړئ شاته تګ او غمیزې وتپل شی چه په هغه صورت کی به نه لوی اونه هم کوچني ګوندونه پاتې شي او نه به دغه نیمګړې مدني ټولنې وي
خو څنګه؟؟؟
که دتیرو ۱۲ کالو له ناکامو تجربو نه ډډه وکړو زما په اند کیدای شي چه دلاندینیو اقتصادی موډلونو پرمحور او بنسټ له دا ټولو موجوده ګوندونو څخه شپږ ځواکمن ملی ګوندونه رامینځ ته شي(زما برداشت دافغانستان په اوسنیو شرایطو کی دادی چه ۳ یا څلور ګوندونو جوړیدل چه دتحول اوتداوم منشورمطرح کړیدی عجالتآ عملی نه ښکاري)ا
اول – داسلامي لیبرال اقتصاد داساساتو پر بنسټ ۲لوی ګوندونه چه ټول شیعه او سني جهادی تنظیمونه او ګوندونه پردموکراتیکومعیارونو پکي راټول شي
دوهم – دآزاد بازار داساساتو پربنسټ ۲ لوی ګوندونه چه ټول لیبرال ګوندونه پردیموکراتیکو معیارونه پکښي راټول شي
دریم – دټولنیز لورې لرونکي دبازار داقتصاد پر بنسټ چه غایی هدف یی دعامه هوساینې ددولت ایجاد وي(دمدرنې سوسیال دموکراسي پر موډل)۲ لوی ګوندونه چه دوطن ګوند له هډانې نه جوړشوی یا بیل شوي ګوندونه او سازمانونه پر دموکراتیکو معیارونو پکښي را ټول شي
څلورم – ولسمشرغنی دی له یوې مشخصې ملی طرحې سره چه دملي ګټو سرې لیکي دټولو لپاره پکی په نښه شوې وی،دلویی جرګې په خیمه کی دټولوګوندونو یو ملی کنفرانس راوغواړی اود۶ ملی ګوندونو په هکله دی ددولت له خوادنړیوالو معیارونوسره سم مشخصې قانوني ژمنې هم وکړی(رسمی مالی مرستې،دسیاسی ګوندونو په ګټه په اساسي قانون ،دانتخاباتو او سیاسی ګوندونو په قانون کی قانونی تعدیلات)کیدای شي چه ولسمشر ټولو ته سپارښتنه وکړی چه دا پروسه په ټاکلی وخت مثلآ شپږ میاشتو کی بشپړه شي

درنو دوستانو!ما او محترم کبیر کمال په همدغو ټولو مسایلو باندې چه پورته یی یادونه وشوه دوطن ګوند له هډانې نه دجوړو شوواویا بیل شویو۱۱ ګوندونو او سازمانونو له مشرتابه هییت ،د۱۳۶۹ کال په ګوندي کنګره کی داجراییه هییت ددریو محترمو منتخبو غړو اویو شمیر زیات دنظر خاوند ناپېیلومحترمو کادرونوسره یو ځل یا څوځله په کابل کی تبادل نظر کړی،دهمدغو ګوندونو او سازمانونوټاکلي او مساوی شمیر مشرانو ته مو بلنه ورکړې چه لمړی په یوه مشورتي او بیا په یوه لویه رسمی غونډه کي سره کښېنو او یوه واحد ګوند ته دګذار په اساساتو او لارو چارو مسولانه اوګډغوراوبیا پرېکړې وکړوچه له نیکه مرغه زموږ بلنه ومنل شوه اولمړنئ مشورتي غونډه مو دمکروریانو په«قصردنیا»ګی دایره شوه چه دهغې لنډ توضیحات به تر هغه ځایه چه د همدې غونډې او۱۵ کسیز جوړشوی کمسیون فیصلې اجازه راکوي دهمدغې لیکنې په دوهمه برخه کی وړاندی کړم.په درنښت ا.پیام نـــــــــــــور بیـــــــــــا

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button