روکفیلران دویمه برخه

روکفیلران دویمه برخه

ژباړن : نورالحق نبي زاده

    

 وینتروپ روکفیلر د روکفیلرانو په ټبر کې یو استثنا و . په ۱۹۳۴ کې یې د « یل » پوهنتون پرېښود او د تکزاس ایالت ته لاړ . هلته یې د نفتو په یوه کان کې د یوه فرعي کارګر په توګه کار کاوه . د دوهمې نړیوالې جګړې په کلونو کې یې د آرام سمندر تیاتر په پیاده ځواکونو کې خدمت وکړ چې د ښه خدمت لپاره د « پرپل هارت » او د بلوط د ونې دوه پاڼې لرونکي د ژيړو په مډالونو وستایل شو . کله چې بېرته خپل کور ته ستون شو نو په شرابو ، ښځو او د نیویارک رستورانتونو ته په تګ روږد شو . خو په ۱۹۵۳ کې له دغه ډول ژوند څخه ستومانه شو او په ناڅاپې توګه آرکنزاس ته لاړ چېرې چې په ۱۹۵۶ کې د « آرکنزاس د ښار تکړه سړی » اعلان شو . پېژندل شوي نوم هغه ته دا زمینه برابره کړله چې په ۱۹۶۷ کې د آرکنزاس ګورنر شي. دقیقأ په همدغه وخت کې د آرکنزاس هغه ځوان دموکرات چې ټول یې د بلکلینتن په نوم پېږني د روکفیلر پام یې ځان ته راواړوه . وینتروپ روکفیلر هم د سرطان د ناروغۍ له کبله په ۱۹۷۳ کال کې هغه مهال مړ شو چې یوشپېتمې کلیزې ته یې یواځې دوه ورځې پاتې وې .

       دیوید روکفیلر د روکفیلرانو د پنځو ورونو څخه تر ټولو کشر و ، که ډېر پېژندل شوی نه و خو تر ټولو ډېر بانفوذه و . هغه وروسته له دې چې د هارورد په پوهنتون کې یې علمي درجه واخیستله د لندن په اقتصادي ښوونځي کې شامل شو . د یاد ښوونځي مالي سمبالتیا د روکفیلر د بنیاد ، د انګلیس د کارنېګې د ترستي بنیاد او د مورګان د کونډې ، بلیار ستریت له خوا کېدله . دلته روکفیلر د عالم راسکین او د هارولد لسکي په شمول له نورو سوسیالیستانو سره پېژندګلوي پیدا کړه . هارولد لسکي وروسته له هغې چې د اکسفورد په پوهنتون کې یې زده کړې پای ته ورسولې ، په پیل کې پر سیاسي پلورلیزم باندې یې ټينګار کاوه خو وروسته یې مارکسیزم ته رجوع وکړه او د برتانیې د سوسیالیستي ګوند څراغ شو . ( ۱۶ ) .

         بېرته امریکا ته په ستنېدو سره دیوید روکفیلر د انګلیستان په تړاو خپل ژور احساسات « نیویارک تایمز » ته په یوه لیک کې څرګند کړل چې د ۱۹۴۱ کال د اپریل په میاشت کې خپور شو . د لیک په یوې برخه کې راغلي : « مونږ باید تر پایه او په هره بیه چې تمامېږي له برتانوي امپراتورۍ څخه دفاع وکړو . . . » . روکفیلر له جګړې نه لږ څه دمخه د شیکاګو په پوهنتون کې د دوکتورا علمي درجه تر لاسه کړه . د هغه د دوکتورا تېزس « نه کارېدلې سر چینې او اقتصادي خځلې » نومېده . شونې ده چې روکفیلر د خپلو ورونو خوځنده ځان غوښتنو دې ته هڅولی وي چې ولیکي : « د زیاتیو تر ټولو بده بڼه لټ توب دی . زمونږ په ذهن کې هغې اخلاقي نښې ژورې ریښې ځغلولې دي چې د بې ځایه او غیر عمدي لټ توب پر سر ولاړه ده » ( ۱۷ ) .

      دیوید روکفیلر د دوهمې نړیوالې جګړې په وخت کې د امریکا په پوځ کې د سرتېري په توګه شامل شو خو ډېر ژر د سي آی اې د سلف سازمان یعنې د ستراتیژیکو خدمتونو ادارې په لیکو کې ورګډ شو ، د افریقا په شمال او فرانسه کې یې خدمت وکړ . په انګلیستان کې د زده کړو تر څنګ دغې تجربې ، د بهرنیو چارو سره د هغه لېوالتیا زیاته کړه . ډېره شونې ده چې دسم په همدغه وخت کې روکفیلر د څارګرو کړیو د لوړو مقامونو سره خپل تارونه وغځول او دغه کار ده ته دا شونې کړه چې له ډېرو پټو عملیاتو څخه با خبره واوسي .

       په ۱۹۴۸ کې دیوید روکفیلر د روکفیلر د انستیتوت د امانت ساتونکې شورا مشر و . همدغه مهال د انستیتوت رئیس د انسان د عصبي سیستم کارپوه داکتر دېتلي برونک و . د ضد و نقیض اسنادو مطابق داکتر برونک نه یواځې د « ام. جې. ۱۲ » اشد محرم ګروپ غړی و بلکې د ۱۹۴۷ کال د جولای په میاشت کې نیو مکسیکو ته نږدې د « روزویل » په سیمه کې د « ماوراءالطبیعه بیولوژیکي څېزونو » د لوېدنې د څېړنې د ډلې مشر هم و .( ۱۸ ) .

          له جګړې نه وروسته دیوید روکفیلر د نیویارک د « چیس ملي بانک » سره یو ځای شو چېرې چې د هغه تره وینتروپ اولدریچ یې رئیس و . د « چیس بانک » تاریخي ریښې هغه مرکزي بانک ته رسېدلې چې « منهتن کمپنۍ » نومېدله او په ۱۷۹۹ کال کې جوړ شوی و ،  الکساندر همیلتون یې پر اړتیا ټينګار کاوه ، او د ۱۹۲۱ کال په شاوخوا کې په امریکا کې دوهم ستر بانک شو . په ۱۹۵۵ – م کال کې د « چیس بانک » او د « چیس منهتن بانک » په یو ځای کېدو کې روکفیلر اساسي رول ولوباوه چې پایله یې د « چیس منهتن بانک » تأسیس شو . د هغه تمایل سره سم چې د کارتلي ( ترستي ) کمپنیو د جوړښت په لور شته دي ، دغه بانک په ۱۹۶۹ – م کې د « چیس منهتن کارپوریشن » یو جز شو . د دغه شان کارتلي کمپنیو له رامنځ ته کېدو څخه موخه له بانکي قوانینو څخه تېښته ده . په همدغه کال کې دوید روکفیلر په نړیوالو بانکې چارو کې د خپلې تجربې له امله د یادې کمپنۍ اداري او اجرائیوي رئیس شو .

       له نړیوال سیاست او څارګرې نړۍ سره د دیوید روکفیلر اړیکې له هغې وروسته ښې شوې ، کله چې د هغه تره اولدریچ په ۱۹۵۳ – م کال کې د بانک مشري ده ته پرېښوده او په خپله په لندن کې د امریکا سفیر شو . اولدریچ د جان مک کلوی ځای ناستي شو . جان مک کلوی چې کله په لندن کې د امریکا سفیر و ، هم مهاله د نړیوالو اړیکو د شورا رئيس هم و . نوموړی « له جګړې نه وروسته د امریکایي څارګرو ادارو بنسټ ایښودونکی » بلل کېده ، د ۱۹۴۱ کال د اپریل له میاشتې نه د ۱۹۴۵ کال د نومبر تر میاشتې پورې د دفاع د وزیر دستیار ، له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۴۹ پورې د نړیوال بانک رئیس ، له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۵۲ پورې د المان لپاره د امریکا استازی او عالي کمیشنر و . همدا شان جان مک کلوی د « وارن کمیسیون » غړی هم و چې د اولسمشر کنیدي د قتل د پلټنې لپاره ګمارل شوی و . کله چې د کمیسیون غړو د اولسمشر په قتل کې د « یواځینۍ مرمۍ » پر روایت یو بل سره په مخالفت او لانجه کې وو ، جان مک کلوی د کمیسیون له غړو سره مرسته کوله تر څو یو ګډ دریځ ته ورسېږي .  لیکوال اېلوین ماسکو لیکي چې دیوید روکفیلر ډېر ژر د « مک کلوی منلی بړېڅی شو » ( ۱۹ ) .

       دیوید روکفیلر له دوهمې نړیوالې جګړې نه دمخه آن په ۱۹۴۱ کال کې د نړیوالو اړیکو د شورا غړی شو او په ۱۹۵۰ کال کې د دغې شورا د عمومي مشر مرستیال وټاکل شو .

       نړیوالو چارو سره د هغه لېوالتیا د بشر دوستۍ له کبله نه وه . د ډېرو اټکلي ارزونو سره سم ګڼ ملتي بانکونو چېرې چې مخکښ رول د « چیس بانک » و ، د ۱۹۵۷ – ۱۹۷۷ کلونو تر منځ یې مخ په وده هېوادونو ته له پنځوس میلیاردو ډېر دالر په پور ورکړل . له روکفیلر سره خواخوږي لرونکي بیوګرافي لیکونکي ماسکو لیکي : « د نړیوالو اړیکو د پراختیا لپاره د وسپنیزې پردې د دواړو خواو هېوادونو د حکومتي ، ټولنیز او اقتصادي پوهاوي کارونه یوه اړتیا وه چې په حیرانوونکې توګه د دیوید روکفیلر له لېوالتیا او هڅو سره په سمون کې وو چې ده په نړیوال بانکي بازار کې  د « چیس منهتن بانک » د بزنس د پراختیا لپاره کولې » ( ۲۰ ) .

       داسې ویل کیده چې دیوید روکفیلر په امریکا کې د بانفوذو کسانو څخه یو تن و ، مانا یې دا ده چې د هغه خدمتونه کم ښودل کېږي . ګاري آلن لیکي چې یواځې په ۱۹۷۳ کال کې « دیوید روکفیلر د روسیې او کمونیستي چین د واکمنانو په شمول د ۲۷ دولتي مشرانو سره لېدنې کتنې لرلې » ( ۲۱ ) . په ۱۹۷۶ کې کله چې د استرالیا صدراعظم     ( لیکوال په تېروتنې سره اولسمشر لیکلی دی – ژ . ) ملکوم فرېزر د امریکا متحده ایالاتو ته په سفر لاړه  ، مخکې له دې چې له اولسمشر جرالد فورد سره وویني لمړی یې له دیوید روکفیلر سره سلا مشوره وکړه . په دې تړاو رلف اېپرسن ولیکل : « دا په رښتیا هم حیرانوونکې ده ، ځکه چې دیوید روکفیلر هغه مهال په هیڅ دولتي مقام کې نه و چېرې چې هغه کولی شول په رسمي توګه د امریکا د متحده ایالاتو څخه استازي توب وکړي » .

      خو د روکفیلرانو نفوذ ( که چېرې کنترول نه وي ) د بانکي او نفتي ګټو له پولو څخه بهر پراختیا مومي . د روکفیلرانو د ورونو بنیاد چې په ۱۹۴۰ – م کې د پنځه واړو ورونو له خوا جوړ شوی دی ، د بېلګې په توګه په ۱۹۷۷ کې کابو ۵۰۰ ملیونه دالر پانګه لرله . له هم هغه وخت راهیسې بنیاد یو زیات شمېر بېلا بېلو بنسټونو ته له ۴۶۱ ملیونو ډېر دالر د ډالۍ په توګه بښلې دي . د دغو بنسټونو له ډلې څخه دا لاندني یې د یادولو وړ دي : د سمیتسونین مؤسسه ، د زون بودائي مرکز ، د آسپن انستیتوت ، د آسیا فرهنګي شورا ، د بروکینکز انستیتوت ، د اودیون ټولنه ، د پارکونو ملي بنیاد ، په نیویارک کې د زېږېدنې د پلانګذارۍ مرکز ، د مارشال الماني بنیاد ، د یل پوهنتون ، د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز ، د علومو ملي اکادمۍ او د نړیوال انکشاف ټولنه . ( ۲۲ ) .

        بنیاد په ۱۹۷۷ کې یو ملیون دالر د نړیوالو اړیکو شورا ته د بسپنې په توګه ډالۍ کړل . د دې لپاره چې افشا نشي په ۱۹۷۹ کې دغه شمېره ۴۵ زره دالرو ته راټيټه شوه چې له دغو پیسو څخه ۲۵ زره دالر « د کوریا د یوالي د اقتصادي او سیاسي پایلو » ( ۲۳ ) پر څېړنې ولګېدلې . په ۱۹۹۷ کې درې اړخیز کمیسون  له  بنیاد څخه ۱۲۰ زره دالر تر لاسه کړل چې د ۱۹۹۷ کال لپاره د بنیاد په صورت حساب کې ورڅخه یادونه هم نه وه شوې .

         همدا شان بنیاد په ۱۹۹۷ کې د نیویارک په بېلا بېلو پروژو ۱٫۲ ملیونه دالر ولګول . بنیاد د چارپېریال ساتنې په چارو کې رغنده ګډون درلود او په دغه ډګر کې لاندینیو فعالو بنسټونو ته یې ورکړل شوې بسپنې منل شوې هم دي : د چارپېریال ساتنې ملي ترست ، د ګرین پيس ترست ، د ژوندي طبعیت ملي فدراسیون ، د ساتنې امریکایي ټولنه ، د چارپېریال ساتنې بنیاد او داسې نور . هغه لیکوالان چې توطئې څېړي څرګندوي چې که چېرې د کوم چا هغو کمپاینونو ته لېوالتیا پيدا شوه چې کولی شي پر چارپېریال باندې ناوړه اغېزه وکړي نو په دغه شان څېرو باندې د اغېزې کولو ښه لار دا ده چې په ښو ډېرو پيسو یې لاس نیوی وشي .

       ایبي اونیل چې د پنځو ورونو روکفیلرانو خورځه وه ، یوه دوره یې د روکفیلرانو د ورونو د بنیاد د رئیسې په توګه کار وکړ چې په دغه مقام کې یې د ماموریت دوره په ۱۹۹۸ کې پای ته ورسېده . د هغې ځای ناستی د نیلسن روکفیلر زوی ستیون کې. روکفیلر شو . د روکفیلرانو د نظریو ګڼ قطبي توب د بنیاد د ۱۹۹۷ – یم کال د کلني صورت حساب څخه  له ورایه مالومېدلې . آغلې اونیل ولیکل چې     « بنیاد د داسې ګڼ قطبي ستراتیژۍ په لور مخه بدلونه وکړه چې ښکاره ګلوبالیسي لید لوري یې لرل او د ملي او نړیوالو جوړښتونو پر ګډيدو باندې یې ټينګار کاوه » ( ۲۴ ) .

       د بنیاد رئیس او د نړیوالو اړیکو شورا غړي کولین جي. کمپبل ولیکل چې د روکفیلر پیسې د « یو ډېر زیات شمېر د ګډو دلچسپۍ لرونکو ټولنو » د تأسیس لپاره کارېدلې « . . . کومې چې دغه شان یو بل سره نه تړل شوي بنسټونه سره ښکېل کوي لکه  نه ګټې اخیستونکي سازمانونه او ګټې اخیستونکې کمپنۍ ، دولتي ایجنسۍ او غیر دولتي سازمانونه ، څېړنیز پوهنتونونه او د فعالینو ګروپونه » ( ۲۵ ) .

         لیکوال ماسکو د بنیاد د کار په اړه لیکي : « د روغتیا ، معارف او هوساتنې په ډګر کې د امریکا د حکومتي پروګرامونو ډېری د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې عملأ د روکفیلر د بنیاد له خوا په لاره اچول شوي وو » ( ۲۶ ) . خو ماسکو له څه سببه د « فلکسنر راپور » څخه یادونه نه کوي چې مقرراتو یې دا شونې کړله چې په ۱۹۲۰ – ۱۹۲۵ کلونو کې ټول روغتیایي بهیر تر څارنې لاندې راولي او د روغتیایي ترور رژیم وتپي . د همدغه راپور سره سم چې مالي سمبالتیا یې د روکفیلر بنیاد کوله بې ازاره و زوره ونې روغتیا پالنه لکه هومئوپاتي ، فیتوتراپي ، اوستیوپاتي او مساژ عملأ له منځه یووړل شو . طبابت یواځې د الوپتیک درمل کارول او نور یې نابود کړل . په دې توګه پانګې روغتیایي بهیر تر خپل  څارنې لاندې راوست او له همغه وخت راهیسې د درمل جوړولو صنعت سترې ګټې تر لاسه کوي . دا د نړیوالو پانګې اچوونکو جهاني مانوره وه ، کومو چې په ټوله نړۍ کې د روغتیا ساتنې چارې تر خپلې څارنې لاندې راوستلې ، د درملو تولید یې عملأ  خپل کړ او له دې درکه سترې ګټې اخلی . ( ۲۷ ) .

       د روکفیلر د فعالیت موخه تل د نړیوالو لیډرانو ښکېلتیا او برابرونه اوسېدلې ده . له هنري کیسنجر څخه دمخه یادونه وشوه . د روکفیلر د بنیاد د هغې څانګې مشر چې له دوهمې نړیوالې جګړې څخه دمخه پر اقتصادي څېړنو لګیا و ، کانادایی ویلیم لیون مکنزي کینګ و . د کشر جان ډي. روکفیلر استاد ، مکنزي وروسته د کانادا صدراعظم شو .

       د خپل نوم د اغېزمنتوب له برکته د روکفیلرانو پروژې کابو تل بریالۍ وې . لیکوال او بیوګرافي لیکونکی ماسکو څرکندوي چې د روکفیلر د کورنۍ پنځو ورونو « مخې کې له دې نه چې د روکفیلر نوم په کومې یوې مالي یا کومې بلې نوې پروژې کې راڅرګند شي ډېر احتیاط کاوه . خو کله چې به یې پرېکړه وکړه نو تر اخره به درېدل او  د پیسو ، وخت او هڅو د ډېر لګښت په بیه به یې ټاکل شوې موخه لاس ته راوړله . په بېلا بېلو اولسي او ټولنیزو کړیو کې په دې پوهېدل چې که روکفیلر پروژه پیل کړه نو قاعدتأ دغه پروژه په بري سره پای ته رسېږي » ( ۲۸ ) .

       سره له دې چې روکفیلرانو له انګلیستان سره نږدې اړیکې او مینه لرله خو دغه کورنۍ سوچه امریکایي پدیده وه . بله امریکایي بانکي امپراتوري عملأ په انګلیستان کې راپیدا شوه .

اخیست ځایونه :

[ 1 ] – The Wise County Messenger . May 26.1897.

[ 2 ] – Alvin Moscow . The Rockefeller Inheritance ( Garden City, New York : Doubleday & Company ,Inc., 1977 ). P.64.

[ 3 ] – The Money Masters : How International Banker     Gained Control of America , Nexus . February March . 1999 . P.12 .

[ 4 ] – A. Ralph Epperson . The Unseen Hand : An Introduction to the Conspirational Vien of History . Tucson . AZ: Publius Press . 1985. P. 73.

[ 5 ] – David Wallechinsky and Irving Wallace . The people ‘s Almanac . New York : Doubleday & Company , Inc., 1975 ). P.211.

[ 6 ] – Alvin Moscow . The Rockefeller Inheritance  ( Garden City , New York : Doubleday & Company , Inc. , 1977 ) . P. 81.

[ 7 ] – John M. Blair . The Control of Oil . New York : Pantoen Books , 1976. P.149.

[ 8 ] – Ibid . P. 144 – 146.

[ 9 ] – Phillip J. Longman and Jack Egan . Why Big Oil is getting a lot bigger . U.S. News & World Report . December 14.1998 . P. 26.

[ 10 ] – Janathan Vankin and John Whalen . Fifties Greatest Conspiracies of All Times . New York : Citadel Press . 1995. P. 22.

[ 11 ] – Ibid . P. 23 – 24.

[ 12 ] – Webster Griffin Tarpley and Anton Chaitkin . George Bush  : The Unauthorized Biography . Washington. DC . : Executive Intelligence Revien, 1992. P. 49.

[ 13 ] – Ibid . P.54 – 56.

[ 14 ] – David Icke .  . . . And the truth shall set you free . P. 150.

[ 15 ] – Alvin Moscow . The Rockefeller Inheritance . P. 171.

[ 16 ] – A. Ralph Epperson . The Unseen Hand : An Introduction to the Conspirational Vien of History .Tucson. AZ: Publius Press . 1985. P. 195.

[ 17 ] – Alvin Moscow . The Rockefeller Inheritance . P. 130, 132.

[ 18 ] – Linda Moulton . Glimpses of Other Realities . – Volume 2 : High Strangeness. New Orleans , LA: Paper Chase Press . 1998. P. 408 .

[ 19 ] – Ibid . P. 228.

[ 20 ] – Ibid . P. 227.

[ 21 ] – Gary Allen . The Rockefeller File. Seal Beach , CA : 76 Press . 1976. P. 28.

[ 22 ] – Rockefeller Brothers Fund Annual Report , 1997. P. 20.

[ 23 ] – Ibid . R. 43.

[ 24 ] – Ibid . P. 5.

[ 25 ] – Ibid . P. 11.

[ 26 ] – Alvin Moscow . The Rockefeller Inheritance . P.93.

[ 27 ] – Anthony C. Sutton . America’s Secret Establishment . P. 21,22.

[ 28 ] – Alvin Moscow . The Rockefeller Inheritance . P. 420.

 

 

 

                                                

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button