د پاکستان له لارې خبرې اترې که د طالبانو سیاسي انتحار؟!

کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ظاهرا د شیخ اسامه په سپارلو شخړه راغله، طالبانو د کلک دریځ په نیولو سره د نوموړي له سپارلو ډډه وکړه، چې بالاخره په ۲۰۰۱م کال د امريکا په مشرۍ نږدي ۴۹ هیوادونو پر افغانستان د بريد په ترڅ کې د طالبانو حکومت رانسکور کړ، او ډیر زیات ځاني او مالي زیان یې ور واړاوه، داسې سخت حال راغی چې چا به د طالب نوم نه شو اخستلی که نه یا به تر ګونتانامو رسېده او یا به سمدستې بي ۵۲ الوتکې ورته رارسېدلې. په طالبانو د داسې بد حال په راوستو کې تر ټولو ستر رول د پاکستان و، چې هم يې امریکا ته په افغانستان د یرغل زمینه برابره کړه، غټې غټې پوځې ای ډې یې په لاس ورکړې، او هم یې ډېر زیات هغه طالبان ونيول او په امریکا يي خرڅ کړل چې د پخواني جهاد راهیسې یې کورنۍ په دغه هیواد کې د هجرت د ټاټوبي په توګه استوګن وو ، په لومړي وخت کې به چا فکر نه کاوه چې طالبان به بیا ځواکمن شي خو چې کله طالبان د خورا زیاتو پوځي او تبلیغاتي بریدونو له ځپلو با وجود هم سر راپورته او د مقاومت د پیاوړي ځواک په توګه راڅرګند شول، نو له یوې خوا امریکا او د کابل حکومت د سولې خبرو ته اړ شول، که څه هم پکې رښتینې نه ول، خو له بلې خوا پاکستان بیا هم د طالبانو د ځپلو لړۍ ونه دروله، خو په دريځ يې کې دومره توپیر ترسترګو شو، چې پخوا به یې طالبان امریکایانو ته سپارل، خو دا ځل به یې له ځان سره ساتل او د سختو شکنجو او فشارونو په راوړلو سره به يې پرې هڅه کوله ترڅو طالبان هم تر خپل اغیز لاندې راولي، او د دې موخې لپاره يې له ټولو ستره هڅه طالبان په څو ډولو ویشل وه، هغه دا چې هر طالب مشر به یی چې ونيو نو د خوشې کولو شرط به يې پرې دا و ، که طالبانو ته د سرخوږۍ په توګه نوې ډله جوړوې نو سمدستي خوشې کېږي او که نه وژل کېږي او نادرکه کېږي.
خو له دې ټولو سره بیا هم طالبان د بهرنیانو او د کابل حکومت په وړاندې د یو پیاوړي ځواک په څېر څرګندیدل چې ستر لامل يې د طالبانو یو موټی والی او له خپل دريځ څخه د دومره فشارونو با وجود نه تېریدل و.
د طالبانو کلک دريځ په افغاني او نړیواله سطحه خورا شهرت ترلاسه کړ، چې هم يې په هیواد او هم یې په نړۍ کې ملاتړ ورځ تر بلې په زیاتېدو شو.
په دې وخت کې که څه هم طالبان په پوځې او سياسي ډګرونو کې برلاسي وو، خو هغه تبلیغات يې د خپلواکۍ په ثبوت وړاندې کولو کې خنډ و، چې ګواګې طالبان د پاکستان خلک دي، افغان حکومت په ولس کې د طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره پاکستان سره په ګډه دې هدف ته د رسېدلو لپاره کار وکړ. او تر ډیره يې طالبانو ته سياسي زيانونه ور ورسول او خلک يې پرې بې باوره کړل.
له دې امله طالبان اړ شول ترڅو د پاکستان له فشارونو د خلاصون او د خپل سياسي استقلال د خوندي کولو او ولس ته په ثبوت رسولو لپاره څه وکړي ، او له پاکستان پرته په یو داسې هیواد کې له ځان لپاره یو سياسي ادرس ترلاسه کړي چې نه یې له یرغلګرو سره پر افغانستان د تيري پرمهال پوځي مرسته کړې وي او نه يې استخباراتي او سياسي مرسته، بالاخره په نړۍ کې يې د ډېرو هلو ځلو وروسته د قطر په هیواد کې د سياسي دفتر په پرانستلو بريالي شول.
د دغه دفتر ویاند ډاکټر محمد نعيم ودرګ هغه وخت رسنيو ته په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې د سیاسي دفتر پرانستلو لپاره ملا محمد عمر مجاهد پنځه شرطونه ايښي و، هغه دا چې اسلامي هېواد به وي، ګاونډی هېواد به نه وي، داسې هېواد به نه وي چې د یرغل پر مهال یې د طالبانو په وړاندې دښمنانه پالیسي غوره کړې وي. او داسې هېواد به هم نه وي چې په افغانستان کې د امریکایی یرغل په ملاتړ پوځي شتون ولري. او بل دېته به تیار وي چې د طالبانو د استازو کوربه توب وکړي.
کله چې طالبانو په پورتنيو پنځو شروطو برابر سياسي دفتر په قطر کې پرانیست، نو دا د طالبانو سیاسي ځیرکتيا، پرمختګ او ستره لاسته راوړنه وه، ځکه په دې سره طالبانو له پاکستان څخه خپل استقلاليت د لمر په څېر روښانه کړ. هیوادوالو او نړيوالو ته یې له پاکستان څخه خپل استقلال وښود، د طالبانو په اړه افغان ولس سره ډیر سوالونه پخپله ځواب شول.
استخباراتي ادارو چې ولیدل چې طالبانو ولس ته خپل استقلالیت په ثبوت ورساوه، او نور يې ولس د پرديو او په ځانګړي ډول د پاکستان د تالي څټو په توګه نه پيژني، بلکې د یو ازاد خپل واک ولسي مقاومت په توګه به يې پيژني. نو بيا يې په خلکو کې بل ډول اوازې خپرې کړې چې ګواګې طالبانو خپل دریځ نرم کړی، حکومت سره مذاکرات کوي، د پردیو ګټو خوندي ساتلو لپاره یې دفتر خلاص کړي، ترڅو په طالبانو کې درز پیدا کړي. ولس سره يې بیا یو څه شکونه او شبهات پیدا کړل. خو کله چې طالبان د سیاسي دفتر د نوم او بیرغ په کړکيچنه موضوع کې له خپل دريځ تیر نه شول نو د طالبانو په اړه پاتې شکونه او شبهات هم له منځه لاړل، آن تر دې چې د سیاسي دفتر په هلو ځلو د امريکايي اسير پوځي بروګډال په تبادله کې د طالبانو نامتو مشران له ګونتانامو راخوشې شول، چې دې سترو لاسته راوړنو، طالبانو ته سياسي اتلولي ورپه برخه کړه. او دا یې خلکو ته ثابته کړه، چې د طالبانو په اړه ټول شکونه بې اساسه و، او پوره خپلواکه دي، خلک پوه شول چې دوی د څه لپاره دفتر پرانستي ؟ موخې يې څه دي؟ او په خپل دريځ څومره کلک دي؟ او هم يې یو موټی والی ثابت شو چې په ډلو ټپلو نه دي ويشل شوي بلکې یوه ډله یو مشر او د سیاسي فعالیتونو پرمخ بیولو لپاره یو ادرس لري.
بيا کله چې استخباراتي ادارې د طالبانو په وېشلو کې هم پاتې راغلل، او په ولس کې د طالبانو نفوذ کمولو کې هم پاتې راغلل، له پاکستان څخه يې هم خپل استقلالیت ثابت کړ. او پوځي ډګر کې يې هم له پخوا څخه ډیر پرمختګ وکړ، تر دې چې زیاتې سيمې يې تر ولکې لاندې راوستې په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې پرمختګونه او فتوحات. نو افغان ولسمشر او استازو يې پاکستان ته په تللو راتللو ځانونو ستړی کړل، ترڅو په طالبانو فشار راولي او دوی ته یوه د خټو پوزه جوړه کړي، که دوی په خپلو هلو ځلو کې رښتينې وای نو دوی مستقیما هم د قطر هیواد په مرسته له سیاسي دفتر سره په یو ډول نه یو ډول حتمي اړیکه نیولی شوه، خو د دوی یوه ستره موخه دا وه چې خلکو ته ثابته کړي چې طالبان د پاکستان خلک دي. نو پاکستان چې په مکر او چل کې نړيوال اتل دی، د خپلو چلونو او مکرونو څخه په استفادې يې یو څو پخواني طالب مشران خبرو اترو ته په هر ډول چې وو حاضر کړل تر څو افغان حکومت سره خبرو ته اترو ته کښيني.
که څه هم پوره څرګنده نه ده، چې د پاکستان په هلو ځلو خبرو ته حاضر شوي طالب مشرانو په خپله خوښه په دغو مذاکراتو کې ونډه اخستې وه او که یرغمل شوي او په زوره یا چل به خبرو ته راکش کړل شوي وي. خو چې کله د طالبانو اعلامیه نشر شوه پکې څرګنده شوه چې د سياسي دفتر غړي په کې ګډون نه لري، نه يې دغه خبرې اترې ستایلې وې او نه يې رد کړې وې. خو بیا یې هم هغو خلکو ته یو څه امید پیدا کړ، څوک چې په دې ناسم کار زورېدلی و.
په هر حال، د پاکستان لخوا افغان حکومت سره د جوړ جاړي لپاره د طالبانو کښیناستل به دوی ته ډير په زیان تمام شي، او د طالبانو پورته ذکر شوې ټولې سیاسي لاسته راوړنې به په اوبو لاهو کړي، او نه یوازې د دوی په اړه خلکو سره پخواني لرې کړل شوي شکونه به بیرته راتازه شی، د بې شمېره نورو شبهاتو دروازه به هم خلاصه شي لکه چې د دغې وروستۍ ناستې څخه وروسته مو چې له ډیرو افغانانو ډول ډول شکونه واورېدل.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد چې له خپل دريځ څخه د نه تېرېدلو په نړیواله ازموینه کې د افغانانو او د نړۍ مسلمانانو په زړونو کې لومړی مقام کټلی و، خپله واکمني يې د یو مسلمان د نه سپارلو په بدل کې قربان کړه، د پاکستان او نورو هر ډول فشارونو ته یې له غاړه ايښودلو په کلکه ډډه کړې وه. خو په اسلام اباد کې افغان پلاوې سره د طالبانو ناستې خلکو سره یو بل تشویش هم پیدا کړ، چې هسې نه د طالبانو مشر د نه شتون خبره رښتیا نه وي، ځکه هغه په ثبوت رسولې وه چې د چا تر اغیز لاندې نه راځي، اوس څنګه د بل په خوله روغه جوړه کوي؟ بې له شکه چې دا کار د طالبانو په یوموټي والي هم د بد اغیز احتمال لري.
په هر حال د پاکستان له لارې افغان حکومت سره د جوړجاړې خبرې طالبانو ته سیاسي انتحار دی، ایا دوی خپل هغه طالب مشران هېر کړل چې د پاکستان په زندانونو کې شکنجه شوي، وژل شوي او یا ترې تم شوی دي؟ ایا په دې پنځلس کلن جهاد کې د دومره سترو سترو سرښندنو او فداکاريو او سرښندنو ثمره دا شوه؟
د دې پوښتنو ځواب باید په راتلونکې کې طالبان په خپل پخواني دريځ باندې په کلک ودرېدلو او د پاکستان له لیارې حکومت سره د مذاکراتو په ټپه اودرولو او بیا نه تکرارولو سره ووايي. او داسې تګلاره غوره کړي چې د پاکستاني ادارې لاس وهنه او ورسره د نامشروع تماسونو مخه د تل لپاره بنده شي. همدارنګه دا سوالونه د خپل مشر د هغې پرېکړې څخه د سرغړونې په نه کولو سره هم جواب کړي چې سیاسي فعالیتونه په سياسي دفتر پورې اړه لري ځکه د همدې هدف لپاره جوړ شوی دی.
بهتره خو دا ده چې د بهرنيو د شتون په صورت کې هیڅکله له کابل حکومت سره خبرې اترې ونه شي او کله چې بهرنیان ووځي بیا بین الافغانی تفاهم ته لاره هواره شي ځکه دا د طالبانو پخوانی دریځ دی. خو که طالب مشرانو ته د اسلامي او ملي ګټو په بناء له کابل حکومت سره خبرې ګټورې او مهمې وبرېښېدلې، نو بیا هم چې اوس ونه شي او په داسې وخت او ځای کې ترسره شي چې ورسره په ډاګه شي چې طالبانو د خپلې خوښې او خپلې تګلارې په اساس ورسره خبرې وکړې نه د پاکستان او نورو په فشار او اشارې سره.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button