د معارف په چوکاټ کې دېکتاتور مديران

محبوب خان
هو دا روښانه خبره ده چې ښوونکی د زده کوونکي د معنوي پلار او سرښوونکی د نيکه حيثيت لري، زده کوونکی بايد همېش دخپل ښوونکي احترام د خپل حقيقي پلار په شان وکړي،ځکه که يې پلار ورته لباس،خوراک،خوب،د اوسېدو ځای او

نور شيان برابروي خو ښوونکی يې ورته بيا په دنيا اواخرت کې د بريآليتوب لپاره لارې چارې ښيي،علم ورته زده کوي او له يوې تيارې څخه يې د رڼا په لوري روانوي.
موږ هر هغه چاته چې يو څه ورنه زده کوو ښوونکی وايو اوهر ښوونکی دا حق لري چې زده کوونکی يې احترام وکړي،همدارنګه هر زده کوونکی په ښوونکي هم همدا حق لري چې لکه دخپل حقيقي او سکه اولاد پشان يې په روزنه کې کوښښ وکړي،داځکه چې داد ښوونکي ملي وجيبه ،دنده او مسؤوليت ده، بل داچې دهمدې زده کوونکي په سر له دولت څخه معاش ،کوپون او حق الزحمه اخلي.
خو له بده مرغه بايد ووايم چې دېری زده کوونکي بيآ دخپلو استادانو احترام په هغه ډول نه کوي څنګه چې پکارده،خبره يې نه مني ،درس ته يې نه کېني ،کورنۍ دنده يې په سمه توګه نه اجراء کوي،دهغوی بی احترامي کوي،ډېر وخت داسی هم پېښېږي چې ښوونکي ته دزده کوونکي لخوا د وهلو اوحتی د مرګ ګواښونه کېږي.
خو يواځې په زده کوونکيو کې دا عادت ځانګړی ندی بلکې ځينې استادان او سرمعلمان هم ورته عادتونه لري چې يو زده کوونکی بې ځايه توهينوي،وهي يې او يو ډول عقده يي برخورد ورسره کوي،چې داد   ښوونکي،زده کوونکي او ښوونځي ترمنځ فاصلې زياتوي.
زه په مرکز کابل کې داسې يوه ليسه پېژنم چې پکې ددې لېسې سرښوونکی( سرمعلم) له زده کوونکيو سره ډېره بده رويه کوي،بې ګناه يې وهي حتی تر دې چې زده کوونکيو ته د مور خور او پلار کنځلې کوي.
دا دکابل په اتمه ناحيه کې د ( استاد بېتاب) لېسې مدير ښاغلی شريف خان دی چې له زده کوونکيو سره دمور اوميرې سلوک کوي،شريف خان اصلاً د لوګر ولايت اوسېدونکی،په پښه معيوب هم دی او په ورسره لکړه يا امسا زده کوونکي دومره په بې رحمانه ډول وهي چې په هېڅ قانون کې نشته،دی له زده کوونکيو څخه په يوه او بل نامه د شيريني او ډالۍ په ډول د رشوت غوښتنه هم کوي چې ددې رشوتونو په اخستلو سره يې اوس د کابل سيد نور محمد شاه مېنې په ۳ سړک  کې ۳ منزله پوخ کور جوړ کړ،حال داچې درې کاله مخکې ښاغلی مدير په يوه کرايه کور کې اوسېده اوپه يوه زاړه بايسيکل به يې ښوونځي ته تګ راتګ کاوه.
څه موده وړاندې د معارف وزارت لخوا يوه لايحه راغله چې پکې د زده کوونکيو لپاره ځانګړی يونيفورم ټاکل شوی و،خو هغه زده کوونکي چې بې وسه او غريب دي له دې لايحې څخه مستثنا دي هغوی کولی شي چې په هر رنګ لباس کې ښوونځي ته راشي خو د استاد بېتاب په لېسه کې د مدير صيب شريف خان لخوا دغه لايحه په ټولو زده کوونکيو په زور تطبيق کېږي،اوکله چې کوم زده کوونکي وس او توان ونلري او انکار وکړي نو بيا دهمدغه ښاغلي لخوا ورته جبري سه پارچه ورکول کېږي اود بد اخلاقه،ګستاخ او بې ادبه په نامه تورونه پرې پورې کوي او له ښوونځي څخه يې شړي.
کومې خبرې چې ما وکړې داهغه څه دي چې که اړتيا پېښه شي نو ثبوتونه يې هم وړاندې کوم او داهغه څه دی چې د سترګوليدلی حال او هغو زده کوونکيو د خولې خبرې دي کومو څخه چې نوموړي مدير رشوت اخستی،کوم يوه ته يې چې جبري سه پارچه ورکړې او کومو ته يې چې ښکنځلې کړي دي.
زه له شريف خان،سره کومه شخصي دښمني نلرم اونه  مې تربور دی خو ديوه استاد په صفت يې خپلومسؤليتونو او غلطيو اوتېروتنوته متوجه کوم ،هيله ده په ځان کې هغه اعمال وروزي کوم چې نېک دي اوکوم چې په يوه سرښوونکي کې وي همدارنګه زه له ده  څخه دا پوښتنه کوم چې ته ديوه ښوونکي او بيا ديوه پلار په صفت دا ووايه چې دکوم حق او قانون له مخې زده کوونکي ته دمور او خور کنځلې کوي.
ښوونه او روزه بايد د تشويق له مخې په زده کوونکي وشي هېڅکله هم يو زده کوونکي په رټلو اووهلو زده کړې نشي کولی اوسنيو درسي ميتودونوکې د شاګرد لپاره وهل او رټل نشته،تشويق،هڅونه او ورسره مرسته کول دي،خو له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې اوس هم ځينې استادان او سرمعلمين د ۳۰ او ۴۰ کاله پخوا دېکتاتورانه چلند کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button