د غازي امان الله خان دردونکي کیسه…

د غازي امان الله خان دردونکي کیسه…
“په انګليسي مې وويل: په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟
سړي را وکتل، ويې خندل وایی : -د اس سورلۍ. او بېرته يې سر وځړېد.
يوه شېبه ناست و. بيا ور ولاړ شو. ګام يې واخيست. په پښتو مې وويل:
– مېلمه يواځې پرېږدې؟
نېغ يې را وکتل. سترګې يې وځلېدې. په خوند يې وويل:
-افغان يې؟
راغی، تر لاس يې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ کې نيولی وم. نه يې پرېښودم.
و مې ويل:
-نه! پرنګی يم.
– ويې ويل:
ټوکې مه کوه! پرنګيان او داسې صافه پښتو! ډېر سره لېرې دي.
– ومې ويل:
ډېوېډ جونز يم. په ۱۹۱۹ کال کې ارګ ته درغلی وم. درې کسه و. د چانسلر ليک مو در وړ. په کابل کې مو د خپلو څو نماينده ګانو فتوا غوښته.
د سړي لاسونه مړه شو. تر څنګ مې کېناست. سر يې څو ځله يوې، بلې خوا ته وخوځاوه:
-اه! پرنګيانو دلته هم نه يم درنه خلاص!
– ومې ويل:
-خو اوس مې تقاعد اخيستی. له سياست سره کار نلرم. ايټاليا ته مې د خپلې مور جنازه راوړه. په ذهن کې مې را وګرځېدې. ليدو ته دې راغلم.
امان الله خان ودرېد. تر لاس يې ونيولم. په موسکا يې وويل:
– راځه کور ته ځو. بيا و نه وايې چې يوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره کړې وه.
تر پارک ووتو. تنګه کوڅه راغله. امان الله خان په يوه زاړه کور کې اوسېدو. پورته وختو. وړه کوټه وه. پر زړې، رنګ خوړلې شوې غالۍ يو کټ، کوچينی مېز، دوې څوکۍ…. ښکارېدې. کېناستم. شاوخوا مې وکتل. وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه. پورته د لرګي په چوکاټ کې کليمه نيول شوې وه. کټه ته نږدې په تاقچه کې جاينماز پر سر کوچنی قران شريف ايښی و.
امان الله خان دباندې ووت. زاړه وره چولې درلودې. غږ يې راته، يو چا ته يې وويل:
– څه مو پاخه کړي؟
ښځينه غږ راغی.
-لوبيا!
– مېلمه لرم. قابلي پلو پوخ کړئ.
دروازه خلاصه شوه، امان الله خان بېرته راغی. ويې ويل:
کړکۍ ته کېنه، کوټه سره ده.
-څوکۍ مې وکښوله. د لمر وړانګې مې اوږو ته سيخې شوې. امان الله خان په کټ کېناست. و يې خندل:
اوس مې نو سم زړه ولوېده چې ډېوېد جونز يې. فکر کوم يو ځل مو بيا هم سره ليدلی و.
و مې خندل:
-هو، زه او سفير دې په نيمه شپه کې در وغوښتو. ويل دې چې انګرېزان د افغانستان په شمال کې مداخله کوي. خلک يې مسلح کړي. سفير ته دې د هغه لخوا امضا کړی سند ورکړ. ورته ودې ويل چې په دوه اوياوو ساعتونو کې به له افغانستانه وځې. يوه اونۍ وروسته دې زمونږ انګرېز جاسوس اعدام کړ.
امان الله خان سړه ساه و اېسته:
-اې پرنګيانو، وطن مو را غرق کړ.
و مې خندل:
– ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې.
راته ويې کتل، څه يې ونه ويل.
د کوټې دروازه وټکېده. امان الله خان ولاړ شو. بېرته له پتنوس سره راستون شو. دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل.
کړکۍ ته ودرېد، ويې ويل:
-هاغه ماشومان وينې؟!
ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان و. خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسې تړلې وې.
امان الله خان وويل:
-دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفريح لري، تلويزون ته ګوري، غم نه ويني، د ټوپک ټک يې نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي….
غلی شو، ويې ويل:
-د هاغه دکان مخ ته ناست بوډا زمونږ ګاونډی دی. پنځه څلوېښت کاله يې په يوه فابريکه کې کار وکړ. اوس کرار ناست دی. د تقاعد پيسې ورته راځي. نه زوی ته احتيآج دی، نه لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او په تن پټ وي.
هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده. اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري. کونډه ده خو دومره پیسې پيدا کولی شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتيا، خوراک، تفريح…. ته ورسېږي.
دا د روم تر ټولو غريبه سيمه ده. خو کورونه يې څلورويشت ساعته برق، ګاز او اوبه لري. کوڅې يې پخي. مکتب او روغتون نږدې دی. په دې ټوله غريبه سيمه کې به يو سوالګر هم ونه وينې.
غلی شو. بېرته په خپل ځای کېناست، پياله يې ور پورته کړه. ويې ويل:
– سم وايې. زه تېز تلم. ځکه وخت کم و. ما ويل چې په خپل ژوند کې يو پرمختللی افغانستان ووينم. داسې وطن چې اوسېدونکي يې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري. لوږه ونه پېژني. تعليم وکړي. د ځان او نورو په حقونو پوه شي. ښه او بد ور مالوم شي. په کورونو کې د مورچو جوړولو په ځای د کتابونو ځای جوړ کړي او نور يې په يوه او بل نوم غلط نه کړي.
……….
غلی شو. له پيالې يې غړپ وکړ. سوړ اسوېلی يې و ايست:
-ايټاليااوان له دوهمې نړېوالې جګړې را ووتل. ټوله ايټاليا خاورې شوه. خو خلک يې پوه او تعليم يافته و. په لسو کلونو کې يې بېرته ايټاليا، ايټاليا کړه. اوس موټرې او طيارې جوړوي. خو زما خلک بې سواده و. ماغزه به مې ور سره خوړل. په عادي خبرو به يې قناعت نه کاوه. غلی شو، ترخه يې وخندل:
-يو وخت يو څو سپين ږيري راغلل. دوی په کابل کې روان رېل ليدلی و. غوسه يې نه کنټرولېده. ويل چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستی، خوراک يې اور دی، شيطان يې چلوي.
ور سره ووتم. په رېل کې مې کېنول. دوره مې ورکړه. پوه مې کړل چې رېل د مسافرو او تجارتي اجناسو لپاره تر ټولو ګټوره او ارزانه لاره ده. ورته و مې ويل چې دا رېل د اوسپنې او لرګيو جوړ دی. د ډبرو په سکرو کار کوي. بنيادم يې چلوي… هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رسېل ودرېد، بېرته به يې هماغه پخوانۍ خبره را واخيسته. تور شيطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.
راديو يې نه منله. ويل يې چې په منځ کي يې واړه واړه شیطانان ناست دي… خلک له دينه باسي…تيلفون کوپر ورته ښکارېده. ويل يې چې له دينه اوښتی يې، شیطان سره غږېږې.
دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شیطان ليده… پوهېږې چې ولې؟ علت يې بې سوادي وه.
ما بايد دا ستونزه حل کړې وای. مکتبونه مې جوړ کړل. غوښتل مې چې دا خلک له تيآرې را وباسم. په هر څه يې پوه کړم. خو دوی مکتبونه هم نه غوښتل. د کفر ځالې يې بللې….
و مې ويل:
– نو فکر نه کوې چې په داسې يوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکيې ته د نجونو لېږل ښه نه و؟
امان الله خان پياله ور ډکه کړه. سړه ساه يې و ايسته:
– په ټول وطن کې ښځينه ډاکټره نه وه. ښځې به په ډېرو عادي ناروغيو مړې کېدلې. فکر مې وکړ. په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکيه ښه را ته واېسېده. تر عربو مخکې وه. ما بايد په خپل وطن کې ښځينه ډاکټرانې درلودای. سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخانې…. خو مې غريب افغانستان ته نشوای راوړلی. چاره نه وه. نجونې او هلکان مې ترکيې ته ولېږل. د شرعې خلاف کار مې نه ګاڼه. ترکيه اسلامي هېواد دی. د نجونو ليليه، خوراک، څښاک، هر څه بېل ول.
و مې ويل:
د چادري په اړه څه وايې؟ تا په کابل کې چادري منع کړه.
امان الله خان سر وخوځاوه:
– زه دينې عالم نه يم. خو اسلامي نړۍ مې ليدلی ده. مطالعه لرم. ما په يوه اسلامي نړۍ کې هم دا ډول شنې رنګه چادریانې و نه ليدلې… زمونږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دين او رواجونه يې سره ګډ کړي دي.
زه به د بند، فابريکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتون… د جوړېدو په اړه ورته غږېدم. ګټې به مې ورته بيانولې. د دې شيانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته… خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولې. پوخ سرک او په موټر کې هوسا تګ ته يې پام نه و. ويل به يې چې نه، بيا له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په منځ کې ښځې ښکاري.
د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړې شوه. خو په اخير کې به يې را ته ويل چې نجونې مو کوپر او فحشا ته مه باسه…
د روغتون فايدې به مې ور يادې کړې. ويل به يې چې ته عياشي غواړې، تور سرې به مو څنګه له کوره دباندې وځي؟
خواځواکه ماشومان او ښځو ته مې د تقويې دواورې ور لېږلې، خو خلکو اور ور اچاوه، ويل يې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی. دا دوا زمونږ ښځې را وچوي. اولاد نشي پيدا کولی.
ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې. خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتی…. د ښځو له نوم سره تاړه…. وی په دې کې خو زمونږ ښځې راځي. خلک به يې مخ وويني. بې بندوباره به شي…. دوی هر څه ته بدبينه و. هر پرمختګ يې خامخا د ښځو د ښځو د مخونو له لوڅوالي او عیاشي سره تاړه….
امان الله خان اوږدې خبرې وکړې. سترګې يې لندې شوې. غټې غټې اوښکې يې وبهېدې…..”
د ډېوېډ جونز(بغدادي پير) خاطرات. ۱۹۶۰ کال، د اپرېل ۲۶ مه- لندن
ناول: بغدادي پير
ليکوال: نصير احمد احمدي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button