د سولې خبرې له چا سره پاکستان او که طالبانو سره؟

 

د سولې د خبرو اترو په تړاو په تازه مورد کې له افغانستان څخه یو هیت چې مشري یې د باندنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په غاړه لري  اسلام اباد ته په یو سفر تللي دي.

په ظاهره ویل شوي چې ښاغلی کرزی به د سولې د عالي شورا د غړو سره یوځای په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو له استازو سره نېغ په نېغه د سولې او پخلاینې لومړۍ خبرې پیل کړي.

حکومتي سرچینو رسنیو ته په خبرو کې ویلي، دي پاکستان ددې غونډې کوربه ، چين او د امريکا استازي د څارونکو په توګه په دې ناسته کې برخه لري.

د پاکستان د وسلوالو ډلو له جملې د حقاني ډله هم په دې خبرو کې نېغ په نېغه گډون لري دا هغه ډله ده چې په افغانستان کې ډېر وران کاره  کړنې وخت نا وخته کوي.

په دې خبرو کې د  افغانستان د باندنیو چارو وزارت د  سياسي مرستيال حکمت کرزى په ګډون د ولسمشر سلاکار حاجي دين محمد او د سولې د عالي شورا ځینې  غړي برخوال دي چې تر دې مهاله یې نومونه نه دي په ډاګه شوي.

خو، د وسلوالو  طالبانو له لوري مولوي جليل ، ملا عباس ستانکزى او قاري دين محمد شامل دي چې طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف امنیتي سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو، په نږدې راتلونکي کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

د سولې په تړاو په قطر، دوبۍ، ناروې او چين کې د طالبانو استازو او له افغان پلاوو ترمنح غیر رسمي ليدنې هغه پړاونه ول چې پایلې یې اوس سوکه،سوکه راڅرګندیږي.

له دې اخوا ولسمشر غني ډېر مخکې د افغان حکومت دریځ داسې بیان کړی وه چې د سولې خبرې به لومړی له پاکستان سره کوي او بیا له طالبانو سره .

د هغه په وینا هېڅ کله هم نه غواړي چې د کمزوري دریځ له مخې له چاسره د سولې او پخلاینې خبرو ته چمتو شي.

هغه داسې چې پاکستان په تېرو څو کلونوکې د وسلوالو طالبانو ملاتړ کړی او په افغانستان کې روانه جګړه دوی رهبري کړې، نو ځکه باید لومړی له پاکستان سره سوله وشي او وروسته په دویم پړاو کې د طالبانو سره خبرو تیاری ونیسي.

اوس له دې ټولو سره سره داسي نتیجې ته رسیږو چې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره لا وخت شته او تر هغې چې له اسلام باد سره کابل اصلي خبرو ته داخل نه شي له دې ډلې سره د خبرو اترو پیل د وخت ضایع ده.

هغه ځکه چې پاکستان د جګړې اصلي لوبغاړی دی او وسلوالې ډلې د دې هېواد په هو اونه دي او په هغو هېوادونو کې تازه ناستې وشوې د فکر جوړلو کې اغېزمن رول لوبولی خو په حقیقت کې څه پایله نه شي ورکولای .

اوس فکر کوم په دې  خبرو کې افغان حکومت ته په کار دی چې له پاکستان سره سیاست وکړي داسې سیاست چې د اسلام اباد دوه مخې لوبې ته په نطفه کې ماتې ورکړي.

تر کومه چې ښکاره ده  افغان حکومت دا کار کولای شي ځکه ولسمشر پاکستان د سفر پرمهال  د پوځ څخه لیدنې دغه هېواد په کنایه کې پوه کړی چې دی د پاکستان قوت او کمزورتیا پېژني.

له بلې خوا  ټوله نړۍ پوهیږي چې اسلام اباد د ترهګرۍ مرکز دی او پاکستان هم کومه بهانه اوس  نه لري چې خپلو جنایتونو ته مشروعیت ورکړي او په دې لا ښه پوه دی چې د افغانستان له ثبات پرته اسلام اباد په ثبات کې نه شي پاتې کېدلای .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button