د سهامي شرکت تاریخي او نه جبرانیدونکي اشتباه

خوشحال اصفي
افغان دولت د خپل کمزوي کورني او بهرني سیاست له امله د پاکستان په مقابل کې د پرله پسې اشتباهاتو په لړۍ کې یو ځل بیا یوه لویه او نه جبرانیدونکې اشتباه وکړه چې اصلا اشتباه نه بلکه د افغانستان، افغان ولس او افغاني غیرت سره یې

ستر ظلم وکړ. تیره ورځ افغان دولت د خپل تاریخي دښمن، پر افغان ولس د تیرو څوارلسو کلونو د وحشت، بربریت او وینې تویونې ستر مجرم او مهم لوبغاړي؛ د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی سره د امنیتي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د پاکستان استخباراتي سازمان آی اس آی او د افغانستان ملي امنیت د افغان استخباراتي ځواکونو د روزنې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دواړو استخباراتي سازمانونو مشرانو د افغانستان د استخباراتي اطلاعاتو او له بېلتون غوښتونو سره پر مبارزه ټینګار وکړ.
د راپورونو له مخې دغه هوکړه لیک د افغانستان له خوا د ملي امنیت د عمومي ریاست د لومړي مرستیال له خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې له مشر رضوان اختر سره په کابل کې دوه ورځې وړاندې لاسلیک شوی. د سهامي شرکت د مشر ویاند اجمل عابدي چې د ډيپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو د الف او ب څخه هم خبر نه دی؛ وایي چې دا هوکړه لیک تازه نه دی، بلکې په تېرو وختو کې هم دغو استخباراتي ادارو دغسې هوکړه لیکونه درلودل.
د افغانستان د سهامي شرکت مشران په داسې حال کې دغه هوکړه لیک لاسلیکوي چې افغان حکومت تل د پاکستان استخباراتي اداره آی اس آی په افغانستان کې په لاسوهنو تورنه کړې ده او وایي چې دغه سازمان په افغانستان کې جګړو او ناامنیو ته لمنې وهي.
د دې امنيتي هوکړه لیک پایلې او زیانونه به ډير ژر افغان دولت او افغان ولس ته په ډاګه شي. دغه تړون به هم افغان ولس او هم دولت ته په لویه بیه تمام شي.
د پاکستان استخباراتي ادارې آی ايس آی سره د افغان حکومت د امنیتي همکارۍ تړونونو په لاسلیک کولو سره پاکستان لاندې موخې تر لاسه کوي:
۱ـ د افغانستان ملي ګټي له خطر سره مخامخ کول، د کورني امنیت ، د هیواد د ملي ګټو، د اساسي قانون او د ملي مصلحت پر ضد اقدام کول
۲ـ له ترهګرو سره د افغان امنیتي ځواکونو د مقابلي ملي روحیه او انګیزه کمزوري کول
۳ـ په افغانستان او سیمه کې د لومړي لاس امنیتي معلوماتو او اطلاعاتو ته لاس رسی
۴ـ په افغانستان کې د هندوستان ملي ګټي له خطر سره مخامخ کول او دلته د هندوستان او پاکستان استخباراتي جنګ پیاوړي کول
۵ـ د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز په نامه له امریکا او انګلیستان څخه په میلیون هاو ډالر تر لاسه کول
۶ـ افغانستان ته د وسله والو مخالفانو او دولت سره د سولې د خبرو په نامه دوکه ورکول
۷ـ د افغانستان په ناروغ، کوږ، غیر فعال او په نورو تړلي بهرني سیاست کې د هندوستان او پاکستان تر منځ نا انډولي رامنځته کول چې افغانستان په دغه کار سره په لوي لاس هندوستان خپل دښمن کړ
دا ډول شخصي، سلیقوي، غیر عقلاني او نه ارزول شوي اقدامات د ځانګړو افرادو او کړیو چې د پاکستان ملي ګټو ته وفاداره دي؛ هیواد د سیمي تر منځ هیوادونو عملا یو نوي نیابتي خونړۍ جګړې ته بیايي. دا لویه تاریخي اشتباه لکه د زمونږ د تیرو تش په نامه مشرانو د اشتباهاتو په شان؛ افغانستان ته به نه جبرانیدونکې اشتباه وي او افغانستان به په دې کار سره یولوي او دروند قیمت پرې کړي. پاکستان پوهیږي چې څه وکړي، یوازې دا مونږ یو چې په دې خبر نه یو چې څه کوو او څه به وکړو؟
زمونږ په ۶۸ کلن تاریخي دښمن پاکستان باندې زمونږ د چارواکو او زورواکو دا پرديپالنه، ساده ګي او بې ځایه خوشبیني او باور، څو لسیزي کیږي چې د غمزپلي، فقير او ټوټې ټوټې ولس نه قرباني اخلي خو افسوس دا دی چې زمونږ د تش په نامه او پرديپاله مشران د تاریخ څخه پند او عبرت نه اخلي.
خوشحال اصفي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button