د ستونزو پايله

د ستونزو پايله/ سید اصغر هاشمي

په نړۍ کې هر شی یو د بل لپاره ضد لري او دنیا له همداسې توکو نه جوړه ده.

د پوه او ناپوه توپیر هغه وخت ښه کولای شو، چې خپله مو پوهه تر لاسه کړي وي او د پوهې له ارزښته باخبره اوسېږو.

ډېر خلک دي چې د اولادونو پیدا کېدو، ښځې کولو، د مور او پلار زړه لاس ته راوړلو او داسې نورو ….. شیانو په ترلاسه کولو کې د خوشحالۍ احساس کوي.

رښتیا چې د انسان د ژوند سره خوشحالي تړلې ده اوپه یوه نه یوه ډول انسان په ژوندکې ډېرې خوږې شیبې ویني او د خوشحالۍ دورانونه پرې راځي.

له خوشحالیو سربېره د انسان ژوند له خفګانونو نه هم خلاص نه دی او چې انسان ژوند کوي، له خوشحالۍ سره به خفګانونه هم زغمي، که د انسان خوښه وي او که نه وي، له دې ضدینو سره به د الله تعالی په رضا وخت تیروي.

هو! له انسان سره خفګانونه شته دي او د همدې خفګانونو نتیجه ده، چې انسان یې په ژوند کې ویني او فکر یې روزل کېږي.

د پریشانیو او زحمتونو نتیجه ده، چې انسان کې فکري قوت پیدا کېږي، خوخفګانونه او پریشانۍ د هغه انسان فکر ښه روزي، چې علم او پوهه لري.

د نړۍ ډېر لوی فیلسوفان او عالمان د ټولنې غریب او بیچاره خلک وو او د دوی د فکري روزلو له لاملونو ځینې یو مهم لامل د دوی ټولنیزې ستونزي او خفګانونه وو.

کله کله انسان ته له خوشحالیو خفګانونه ډېرې مهمې شي او له خوشحالو نه په خفګانونو کې یې ګټه وي.

اهنګر د اوسپنیزو شیانو د جوړولو لپاره اوسپنه ښه سره کوي او بیا وروسته له ښه ټکولوترې یو شی جوړوي، څومره چې اوسپنه ښه سره کېږي، هم کلکیږي او هم ښه څیز ترې لاس ته راځي.

په انسان هم چې څومره تکلیفونه راځي، هماغومره کلکېږي او په دې انسان کې فکري او جسمي قوت پیدا کېږي.

هینر وايي: ( څه شی دی چې په انسان کې ژور فکرونه پیدا کوي؟ علم او پوهه نه ده، کار نه دی، د عواطفو او احساساتو هېجان هم نه دی، یوازې رنځ او مشقت دی، چې د انسان په فکر کې ژوروالی پیدا کوي او ښایي، چې د همدې لامله په دنیا کې غمونه او رنځونه ډېر شوي دي.)

د هینر خبره پرځای ده، خو هغه کس چې پوهه او علم لري، نسبتا هغه کس ته چې پوهه نه لري، رنځ او مشقت پرې یو ډول تاثیر نه کوي، هغه کس چې پوهه لري فکري ژوروالی او فکري قوت یې پیاوړی کېږي او هغه چې کمه پوهه لري، په هغه کې له فکري قوت نه جسماني قوت ډېر پیاوړی کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button