د رواني/ذهني فشارونو د کمولو او رغولو لارې چارې

ډاکټر کامران وزیري
که چېرې غواړئ چې روغ شئ او ذهني فشارونه مو له منځه لاړ شي تر ټولو اړینه خبره دا ده چې پوه شئ او دا خبره ومنئ چې موږ ټول خپل ځان او ژوند کې ځانګړې ستونزې، نیمګړتیاوې او اندېښنې لرو ځکه چې د ستونزو همدا منل په خپل اصل کې د هغو د حل او درملنې لپاره ډېر اړین او بنسټیز ګام دی.

بله اړینه خبره دا ده، کوم څه چې کرې، هغه به رېبې (څه چې دېګ کې وي، هغه به په کاسه کې وي) نو باید خپل ذهن/فکرونو او چاپیریال کې پاک او ښه څیزونه وکرو او یوازې له ښو او پاکو څیزونو سره راکړه ورکړه وکړو چې بیا د ګټور او شین فصل او حاصل په تمه شو.

په دې تړاو هره لارښوونه، سپارښتنه او لاره چاره باید هر کس ته د هغه د ځانګړتیاوو او اړتیاوو سره سمه وي او هم اسانه او عملي وي چې دا د رواني او عقلي ډاکترانو او د ارواپوهانو/ سایکولوژیستانو د کار برخه ده.

ځینې عامې خو اړینې سپارښتنې شته چې دې موخو ته رسېدلو کې له هر چا سره مرسته کولای شي او بله د خوشحالۍ خبره دا ده چې د ذهني فشارونو کابو کول اسانه او شوني دي خو لږ څه خواري، هوډ او خوځښت غواړي.

که غواړئ چې هوسا او بې اندېښنې ژوند ولرئ نو اسانه او ښه لاره یې دا ده چې خپلو فکرونو، سوچونو، نیت او غوښتنو کې بدلون راولئ.

زما دا شپږ- اووه سپارښتنې چې ارزښت او اغېز یې تر درملو ډېر دی، دا دي.

* ځان او فکرونه/ذهن مو بوخت وساتئ (دا د ډېرو رواني ناروغیو درملنه ده. بوختیاوې باید ګټورې، سالمې او مثبتې وي).

* بله ډیره اړینه خبره قناعت کول او پر خپل حال او احوال شکر ایستل دي خو باید چې د لا پرمختګ هلې ځلې تل مدام روانې وي.

* درېیمه اړینه خبره پر ځان باور او په راتلونکې باندې هیله مندي ده (هر څیز کې یوازې ښه لټوئ او هر څیز ته په ښه نیت او باور ګورئ).

* بل دا چې په هر څه او هره کړنه کې صبر او حوصله خپل معیار ورګرځوئ.

* پنځم دا چې هر څه او هر کار ته د خیر او د پیرزوینې په سترګو وګورئ او نورو ته هم خیر وغواړئ.

* بله لا ډیره اړینه خبره دا ده چې له هیچا سره سیالي شریکي مه کوئ (تر خپلې وسې او وړتیا هر کار پر مخ وړئ او پر خپلې کمزورۍ او یا تکړه توب خپګان او یا غره توب مه کوئ).

* وروستۍ خبره دا ده چې انسانیت له پوره هوښ او حواسو سره ومنئ او د هر انسان فکر، ارزښتونو او غوښتنو ته د قدر په سترګه ګورئ (ځان تر هېچا لږ او یا ډېر مه ګڼئ).

په دې ډول به ستاسې ذهن او رواني حالت د یو دروند، ګټور او ارام سمندر په څېر شي.

د دې لپاره چې د اوږدو ليکنو لوستل ستونزمن نه شي، دویمه برخه به څو ورځې وروسته خپره کړو، که خدای کول.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button