د تور او سپين، توره سپينه

اجمل روهي

 

څو لسيزې وړاندې په رسنيو کې يوه موضوع ډيره د ورځې سوژه او تر بحث لاندې وه، چې حق زور دی، که زور زور دی؟ په دې هکله ډير بحثونو ګرم وو او چا به ويل، چې حق زور دی او بری مومي او نورو به بيا ويل چې زور زور دی.

په دې وروستيو وختو کې د افريقايي هېواد زيمبابوې نوي جمهور رييس هم د تور او سپين په هکله توره سپينه کړې ده. د ده په وينا، چې د تور او سپین قاعده اوس په نړۍ کې پاتې شوې او تور ته په بد نظر کتل کيږي او سپين ته بيا برعکس.

د ده په وينا، چې که پاس موټر سپين رنګ ولري خو لاندې ټايرونه يې بيا ورته تور جوړ کړي دي. په دې خبرې سره دی په نړۍ کې د توکم پر بنسټ د خلکو طبقاتي موقف ته اشاره کوي. همدا راز بيا وايي، چې ولې بد خلک په تور لست کې نيول کيږي او ښه خلک په سپين لست کې وي. او يا دا: چې لومړی سپين کالي په پاکو اوبو کې مينځل کيږي او بيا په هغه خيرنو اوبو کې تور کالي مينځل کیږي.

د ده څرګندونې په تاريخي لحاظ که څه هم تر اوسه سمې ښکاري خو د تامل وړ دي. که د موټرو ټايرونه سپين هم جوړ شي، تر کارولو ورسته به يې رنګ تور شي او که لومړۍ تور کالي ومينځل شي او بيا سپين، د پايلې اټکل يې هر څوک کولی شي.

ځينې قوانين تل پاتې وي او ځينې بدليدی شي؛ ښايي د حيواناتو په نړۍ کې به د دې قانون بدلول ناشوني وي، چې پړانګ هوسۍ ښکار کوي، باز نور مرغان خوري، او ليوه به پسونه داړي خو د انسانانو په تاريخ کې بيا داسې نه وه او مدنيت کله يو ځای او کله بل ځای وده کړې ده.

د ختيځ خلک وايي، چې لمر په ختيځ کې راخيږي او لويديځوال بيا وايي، چې دا خبره سمه ده خو لمر بيا لويديځ ته حرکت کوي. له دې خبرې نه مطلب مدنيت دی؛ هغه مهال چې په مصر، شام، هند، چين او افغانستان کې مدنيتونه وو په اروپا کې خلک وحشي او بربري ژوند درلود خو اوس دوی پرمختللي دي.

دا خبره هم بايد هيره نشي، چې که لمر په لويديځ کې ډوب شي بيرته بيا په ختيځ کې راخيږي، چې همدا اوس د چين، هند، … او ځينو نورو هېوادونو پرمختګ يې نوی څرک ښکاري.

د زيمبابوې جمهور رييس که څه هم له دې حالت نه سر ټکوي او زړه يې ترې تور دی، خو بيا په يوه خبره يې ځان ته تسلي ورکړې او وايي: له دې ټولو خبرو سره سره زه په تشناب کې خپله توره ګردۍ بيا په سپين کاغذ پاکوم.

 زما په اند انسان که هر رنګ وي، نو انسان دی او په ځان کې د بدلون سره به يې په ژوند کې هم بدلون راشي. غوا که که توره ده، شيدې یې سپينې دي.همداراز حق د الله (ج) نوم دی، چې هم زور دی او هم حق.

ښايي ځينې لوستونکو به بل ډول انګيرنې لري، کولی شي راسره يې شريکې کړي!!!

په درنښت

16.06.2015

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button