دکندز له سقوطه څخه زده کړه

محمدآصف خواتی

ژمن سیاستوال اومسؤلیت پروره واکمن پخپلو هیوادونوکې له هرې ناوړه اومنفي پيښې اوبهیرڅخه زده کړه کوي۰داډله سیاستوال دداسوپیښودنه تکرارچاره پدې کې ویني چې دهرڅه دمخه دپيښې لاملونه اوپه هغوکې اصلي لامل پیداکړي ۰ دسپتمبرپه اته ویشتمه چې طالبانو ددولتي ځواکونودخورا کمزوري مقاومت اودټیټ مورال له امله دکندز په ښارخپله ولکه ټينګه کړه اودپوځیانوپه خبره کندز سقوط وکړ په پلازمیینه کې ناستوواکمنوته هم په کار ده چې دکندزله سقوطه  درس واخلي اود نوموړي ښار دسقوط اوپه هیوادکې دروانوجګړواوبدامنیو لاملونه ولټوي۰ البته پدې وروستیو کلونو کې دطالبانواودولتي ځواکونوترمنځ دځینو ولسوالیو اوعلاقداریودلاس په لاس کیدو لړۍ پیل شوې خو دهیواددیوه مهم اوستراتيژیک ولایت په مرکزدطالبانو واکمنیدل کمسارې او هیښونکې پیښه ده۰ په دې ښار باندې دطالبانوواکمنیدل دیوه وطنوال په وینا امریکایانواودکابل ګوداګې حکومت ته بدلمنۍ ته ورته یوه پیښه ده۰ دې قلم  دطالبانووروسته جمهوري ریاست ته د لومړیوټاکنوپه درشل کې پردې ټینګاردرلودچې ټاکنې  دهیواد  دروان کړکیچ اوپه هغوکې دسولې او جګړې مسئله نشي حل کولی ۰ که داشغال ترسیورې لاندې څوځله نورې هم ټاکنې ترسره شي دا دافغان وژنې جګړه به دوام لري اودلسګونوزروافغانانوککرۍ به ترخاورولاندې کړي۰ دنوموړې لیکنې څخه څه کم لس کاله تیرشول خوګوروچې دجګړې او ناامنیوکچه پراخه شوې اودواکمنۍ مخالفان تردې کچې غښتلي شوي چې کولی شي دولایتونو مرکزونه هم وننګوي۰ هغه ویدیوګانې چې دکندزدښاردسقوط په اړه په رسنیوکې خپرې شوې ددې واقعیت څرګندوی دي چې کندوزي ځوانان دطالبانوپه راتګ خوښي ښيي چې معنایې دځایي چارواکو له کړووړوڅخه  ترپوزوراغلي وو اودهیواد ننۍ واکمني اوسیاستونه یې ورته دمنلو وړ نه دي۰ دکندز دسقوط یوه ورځ وروسته دامریکایي جنګې الوتکوله لوري دکندزپه ښار بمبارۍ وشوې  چې ګواکې دافغان دولت په غوښتنه یې  ترسره کړې دي۰ همداراز افغان دولت پتييلې ده چې دکندز دښارڅخه طالبان وباسي۰ په کندزباندې هوایي بمباریو او دنوموړي ښاردبیا نیولولپاره ددولت تابیا ښيي چې امریکایانو او  دهغوی پرمټ په پلازکینول شويو واکمنو دڅوارلس کلنې جګړې اوپه هغې کې دکندزله سقوطه هیڅ زده کړه نده کړې اوغواړي چې خپلو څوارلس کلنو بربنډوناکامو اوافغاني ضد سیاستونوته چې پرزوززیاتي اوجګړه څرخیږي دوام ورکړي۰

داقلم چې نه دطالب اونه دبل کوم دولتي ضدخوځښت ترجمان دۍ ، نه دننۍ شړیدلې بیواکه واکمنۍ خواخوږی اونه  دلسګونوجوړوشووپه اصطلاح سیاسي ګوندونو! سره سازماني تړاولري خودیوه افغان په توګه ځانته اجازه ورکوي اوخپله ملي وجیبه ګڼي داخبره وکړي چې افغان ولس دنړۍ د نوروولسونوپه شا ن حق لري چې خپلواک واوسي، خپل برخلیک پخپله وټاکي او دخپلواکۍ دګټلو په موخه  مبارزه وکړي اوهغې ته ورسیږي۰ داقلم پوهیږي چې همداشپې اوورځې حتي همدا شیبې یومیلیوني شریف خو مظلوم کندوزیان  کوم چې هلته ازبکان، پښتانه ،پشه یان ، تاجکان ، ترکمنان  اوهزاره ګان ژوندکوي کوم احساس لري ، په کومو ګواښمنوحالاتوکې قرارلري اودجنګ جګړې دناوړو پیښو دپیښیدو له ویرې اندیښمن دي۰  چارواکوته که دسلیم  فکر خاوندان وي  پکارده چې دخپل کندوزي ولس دې ځورونکې اوویرونکي حالت ته په کتوسره اودافغانستان روان ناتارته دپاي دتکې دایښودلوپه موخه  د کندزپه ښاردبمباریواوپه ښاردبیا بریدپرځاي دستونزې په سوله ئیز حل فکروکړي۰ وبه منو چې دامریکایي بمباریو اوددولتي ځواکونو په پایله کې طالبان اړشول له کندز څخه ووزي اوپه کندزولایت کې به بیا دولتي واکمني ټینګه کړي ۰ آیا دابه دطالبانو بشپړله منځه تلل اوپه افغانستان کې دسولې اوټیکاوټینګښت وي ؟ ابدآ اوپه هیڅ صورت داسې نه ده۰ په همدې کندز کې د۲۰۰۱ کال دنومبرپه میاشت کې  لسوزرو څخه زیات طالب جنګیالی امریکایي – انګریزي یرغلګرو اودهغوی افغان ملګرو(شمال تلوالې) ته تسلیم شول چې دنړیوال  کنوانسیون خلاف دا اسیران په پوره بیرحمۍ سره  ووژل شول۰ طالبان چې دافغان ولس یوه نه بیلیدونکې برخه ده هغه له منځه نه لاړل بلکې بیرته په پښوودریدل ، پیاوړي شول اوناټویي اشغالګروته یې افغانستان په دوزخ اړولی دۍ۰ البته دایولړلاملونه لري او یولامل یې دادۍ چې دطالبانو وروسته واکمنۍ دخلکوزړونه خپل نکړل بلکې خلک یې دخپلو غلطوسیاستونواوناوړه کړووړوله امله چې دافغانانو له نرخونو او رواجونو، فرهنګ،  تاریخ اومذهبي مقدساتوسره په ټکرکې واقع شول ولس یې خوابدي کړ، دنورو مخالفینو او په هغوکې دطالب خواخوږی اودهغه سره همغږی شو۰ بل لامل یې چې دافغان ولس له رواني ځانګړتیاووسره تړاولري هغه دخپلواکۍ سره لیونۍ مینه اودپردیوښکیلاک اوغلامۍ ته غاړه نه ایښودنه ده  اوپه تیره چې داپردۍ نامسلمان هم وي۰ طالبان دهیواددخپلواکۍ دګټلو اوداسلامي شریعت دټینګولو ترشعارونو لاندې خپل جهاد ته ادامه ورکوي ۰ داشعارونه  دهرملتپال آزادخیال مسلمان افغان درواني ځانګړتیاواومزاج سره  برابرشعارونه دي۰ لدې امله دطالبانو سره خواخوږي  ښيي ،  دهغوی په لیکوکې دریږي او دوطن دآزادولواوداسلامي شریعت دټینګولوپه موخه سرشندنې ته چمتوکیږي ۰ دابیا ښيي چې دهیواددخپلواکۍ په خاطرمبارزه به ادامه مومي  چې په هغوکې به  هم دآزادۍ دلارې مجاهدین اومبارزین ، ددولت دامنیتي ځواکونومنسوبین ، اربکیان اوملکي بیګناه وګړي چې ټول ددې وطن بچیان دي وژل کیږي اوپه هره کورنۍ کې به دویرپه ټغر دجګړې دقربانیانو خپلوان ناست وي ۰ دې حالت ته په کتوسره چارواکو ته پکارده چې دجګړې ددوام اصلي لامل چې په هیوادکې دبهرنیولښکروشتون اودامریکایي اشغالګروسره دامنیتي تړون مسئله ده باید هغه حل کړي څرنګه چې پدې هکله دلوی اخترپه مناسبت دطالبانو دنوي مشرملااخترمحمدمنصورپه پیغام کې داسې راغلي دي :«د کابل اداره که غواړي چې په هیواد کې جګړه ختمه او سوله راشي نو د جګړې پایته رسول د اشغال په پایته رسولو او له اشغالګرو سره د هرډول پوځي او امنیتي تړونو نو په فسخه کولو کې ممکن دي۰»

پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button