دمور شيدوسره د ماشوم تغذيه

 ډاكتر پاينده محمد ارغندابى

هغه ميندى چه كومه روغتيايي ستونزه نلري بايد هڅه وكړي ترڅو خپلو كوچنيانو ته لږ تر لږه تر شپږ مياشتنۍ پورې خپلې شيدې وركړي . دمور شيدې وكوچنيانو ته ډيرې ګټې لري ،دمورشيدې په كافي اندازې سره خوړني مواد لري چې كوچني ته وده وركوي او په يوه غښتلي اوروغ رمټ كوچني يي بدلوى. دمور په شيدوكې ځينې داسې اړين توکي (ضروري مواد) هم شته چې كوچنی د مكروبونو اوناروغيوڅخه ساتي . په هغو ميندوكې چې كوچنيانو ته خپلې شيدې وركوي، د سرطان دځينو ډولونو ډير لږ واقعات ليدل شوي دي. ځيني داسې حالتونه هم شته چې بايد مور خپل كوچني ته شيدې ورنكړي .د ساري په ډول، كله چې مور په ايدز يا فعال توبركلوز اخته وي بايدكوچني ته خپلى شيدې ورنكړي، داځكه چې دمكروب د لېږدولو خطر پكې شته . ځيني درمل، غيرمجاز درمل او الكول هم دمور په شيدوكې تېرېږي او دماشوم روغتيا اغېزمنه کوي.

دمور په شيدو سره دتغذيي ګټې:
دمور شيدې دكوچنيو ماشومانو لپاره ډېر ښه طبيعى خواړه دي، داځكه چې دهغوى دغوړو، قند اوپروټينو دمناسبو اندازو له كبله يي هضم آسانه دى، همدارنګه دمورشيدې دداسى موادو درلودونكي دي چې دمكروبونو په وړاندې دبدن مقاومت زياتوي،او پرهغه سربېره د ماشوم د  ودې  لپاره ډيرې مناسبې دي.
تر شپږمياشتينۍ پورې بل كوم خواړه اصلاٌ ضرور نه دي او تر شپږ مياشتينۍ وروسته داډيره اړينه ده چې لږلږ نور خواړه هم ماشوم ته وركړل شي خو دمور شيدې به اصلي خواړه وي،حتى دژوند په دوهم كال كې هم دمور شيدې دماشوم په وده كې مهم رول لوبوى .
دمور دشيدو نورې ګټې دادي:
–   دمور دشيدو څخه پروټين، اوسپنه اونورخوړني مواد ترنورو شيدو په پرتله ښه جذبيږي.
–   دمور دشيدو جوړښت دكوچني دعمر سره سم اود هغه داړتياپه تناسب بدلون مومي (پداسى حال كې چې وچې شيدې ثابت تركيب لري).
–   هغه نوي زېږېدلی كوچنى چې دمور شيدې خوري، دشيدو سره سره اورږه هم خوري، اورږه ( يااغوز يا كانډياتى ) هغه شيدې دي چې تر زېږون (ولادت) وروسته دلمړيو دريو څخه تر پنځوورځو پورى ترشح كېږي. چه دا اورږه ښه تغذيوي اومعافيتي ځانګړتياوې لري(دساري په توګه نوزوكړى دانتان په وړاندې ساتي او دويټامين آ (A) مقدار يې تر معمولوشيدو چې تر اورږووروسته ترشح كيږي ډير دى.)
–  دمورشيدې تل پاكې اوصحي دي، داځكه چې په مستقيمه توګه دمور د تيو څخه دكوچني خولې ته داخلېږي، نورې شيدې كيداى شي په آسانۍ سره  دلوښو په وسيله ، په لاسونو اونوروتوکو سره ککړې  شي ( خوبيا هم كه دمور دشيدوپرته دنورو شيدو وركول اړين وي بايد لمړی هغه ښه جوش كړای شي).
–   دمورشيدې كوچنى دناروغيو په وړاندې ساتي (داځكه چه داسى مواد لري چې دټوخي اوذكام دميكروب او داسهال دميكروبونو ضد دي).
–   دمورشيدې  ۲۴ ساعته آماده وي اوهرڅومره يې چې كوچنى ډيرې وروى په هغومره اندازه ډيرې شيدى توليدېږي. خودمور دشيدونه پرته نورې شيدې بايد ترخوړلو دمخه حتما وايشول شي.دكوچنيو ماشومانو لپاره بايد جوش كړل شوې اوبه ورسره ګډې شي او حتى بوره هم ورسره ورزياته شي. دموردشيدو پرته نورې شيدې وخت نيسي، ‌‌ډېر زيار غواړي اوګرانې دي.
–   دمورشيدې رانيول نه غواړي اوترنورو شيدو ډيرې ارزانه دي، خومصنوعى شيدې بايد په بيه راونيول شي، پرهغه سربيره كله چې ماشوم دموردشيدوپرته نورې شيدې  خوري، ډير ناروغه كېږي اودهغه ددرملونې لپاره بايد ډيرې پېسې خرڅى شي.
–   دمور په شيدوسره تغذيه دموراوماشوم ترمنځ ځانګړي عاطفي اړيکې منځته راوړي، ماشوم ته دمحبت اوامنيت اومور ته درضايت ځانګړی احساس پيداكيږى،ځكه  نو:
 د مور شيد ې وركړئ او د بو تل شيدې مه وركوئ .
–   هغه مور چه خپل اولادپه خپلوشيدو تغذيه كوي دهغوى په بدن كى يوزيات شمير بدلونونه منځته راځي، له هغې جملې څخه درحم انقباض يا ټوليدل دى . ترولادت وروسته دهغوميندو مياشتنى عادت چې ماشوم ته خپلې شيدې ورکوي، دهغو ميندو په پرتله چې خپل كوچني ته دبوتل شيدې وركوي، دير وروسته شروع كيږي اوداميندې په معمولي ډول ډېرې وروسته حامله كېږي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button