دتاریخ مرۍ مه غوڅوۍ!

 

ش،حصین

دتاریخ مرۍ مه غوڅوۍ!

لومړۍ او دویمه برخه

څه ناڅه یوه  اونۍ مخکې مې دښاغلي محمد داؤد مومندیوه لیکنه چې عنوان ېې و«دويښوځلمیانو دنهضت لوی مشر محمد رسول پښتون»، په«نهیمي » ویبپاڼه کې ولوستله. دلکینې له پیل څخه تر پایه له یولړ عادتي ستاینو پرته هیڅ داسې څه نه ووچې دویښو ځلمیانو پیژندګلتیا ته څه نوي ورکړي.له بده مرغه ډیره هڅه شوې وه چې دويښو ځلمیانو دمشرانو ټولنیز او آن اخلاقي شخصیت ته په سپکه وکتل شي اوددغه خوځښت د مبارزو تاریخ په ډیره بیرحمانه توګه واړول شي ،اوپه دې خبره یو اړخیزه ډډه ولږول شي چې دويښو ځلمیانو بنسټ په قندهار کې ایښودل شویدی اوددغه غورځنګ موسس او بنسټ ایښودونکی هم ارواښاد محمد رسول پښتون و.دغه ډول ناروغه هڅې مخکې هم په یوه یا بل ډول یوشمیر نورو لیکوالو هم دخپل ذوق یا ځانګړو اړیکو له مخې ترسره کړیدي. داسې چې یو شمیر لیکوالو هڅې کړې چې دویښو ځلمیانو دغورځنګ ځانګو ننګرهار وښيي اوارواښاد قیام الدین خادم ددغه خوځښت بنسټ ایښودونکی را وپیژنې. یوشمیر نورو بیا داسې هڅې هم کړي چې دهغه غورځنګ په مشرانوکې یوه ځانګړي شخصیت ته  دقومې پیوند له مخې داسې کیسه جوړه کړي لکه چې همدغه څوک دویښو ځلمیانو له قافله سلارانو څخه پورته دغورځنګ یواځنی وتلی مشر وي.په دې ډله کې ښاغلی ګل آغا احمدي وردګ د« محمد ارسلان سلیمي دافغانستان پیاوړې څیره» کتاب کې له ورایه داسې ښيي چې دویښو ځلمیانو تر ټولو اوچت او مخ ته مشر محمد ارسلان سلیمي و.دغه تر ډیره غیرې مستندې او په شخصي لیوالتیاوو او یا سیاسي اغراضو ولاړې لیکنې له لوستونکو څخه لاره ورکوي او نه پوهیږي چې دویښو ځلمیانو غورځنګ،څنګه،چیرته او دچا له خوا رامنځ ته شو، مشران ېې څوک او ددغه غورځنګ په تشکیلاتو کې ېې کومې دندې در لودلې. دخواشینۍ ځای دادی چې دغو لیکوالو تر ډیره یا خپلو ذهنیو اخیستنو او لیوالتیاوو ته لومړیتوب ورکړی او یا ېې هم له داسې آثارو څخه دخپلې خوښې یوڅه را قیچي کړي چې هغه آثار په خپله هم دسختې پوښتنې وړ دي.زموږ دزمانې دلیکوالو یوه کمزوري داده چې دپردویا بهرنیو څیړونکو څیړنې ورته دحقیقت یواځنۍ زیرمې ښکاري.همدا چې دیوه بهرني څیړونکي یو څه لولي، فکر کوي چې کمال ته رسیدلي اوخبره ېې دخلکو خبره دتیږي نقش دی.دغه ډول لیکوال دخپلو وطني څیړونکو آثاروته هم دنوم او شهرت له مخې ګوري خو دې ته پام نه ساتي چې همدغه آثار په تیره بیا هغه چې دنامتو څیړونکو له مړینې وروسته لیکل شوي ،ښايي له سختو ناروا اړونو سره مخ وي.دا هم یوه ښکاره فکري ناروغی ده چې زموږ لیکوال دورځې په نرخ دخپلو فکري، سیاسي، سازماني یا منفعتي دریځونو له مخې دپیښو اصلي زمان، مکان،او دوختونو امکاناتو او غوښتنو ته نه ورځي بلکې پرون دنن په تیږه تلي. هغه نن چې ډیر څه ېې پردي دي.

که د ګویته دې خبرې ته ور وګرځو چې وايي:« له تاریخ څخه زموږډیره باارزښته برخه هغه ده چې چې په موږ کې یو شور اوشوق را وهڅوي»نودافغانستان دتاریخ روانې ډیرې څیړنې نه یواځې داچې کوم شور اوشوق نه هڅوي بلکې له بده مرغه دکینې،کرکې ،نفرت،او شخصیت وژنې تخمونه کري.دا دهرچا حق دی چې څوک ېې خوښیږي او څوک ېې نه خوښیږي. خو له دې حق څخه داسې ګټه اخیستل چې دخپلې رواني ناروغۍ لپاره دتاریخ مري غوڅې کړي او وینې ېې وڅکي یو نه بښوونکی ،خطرناکه اوویروونکی کار دی. دنامتو مؤرخ آرنولد توین بي په خبره: کله چې مؤرخ دتاریخي پیښوواکمن نه بلکې د راپورونودقیچي اوسره نښلولوپه کار اخته وي او دمیږي په شان دزمان په کنډوالو کې ځغلي اولید ېې هم له میږي څخه پورته نه وي ( نو دتاریخ به څه حال وي) همدغه دنړیوال شهرت درلودونکی نامتو تاریخ پوه لیکي چې « زه سخت هغو تاریخ لیکونکو ته خواشینی یم چې فکر کوي چې له دولتي څانګو څخه لاسته راغلي لاسوندونه دځمکې د پوړیودپیژندنې په شان دعینیت شاهدان دي» .په داسې حال کې چې ددولتي څانګورپوټونه تاریخ ته نه بلکې داداري کړنودښودنې لپاره هغه هم په ځانګړي اداري مهارت تر ډیره دحقایقو په اړولو ولاړ وي.زموږ دزمانې ډیرې لیکنې یا له همدغودولتي راپورونو او یا دوخت له دولتي ورځپاڼو څخه په التقاطي توګه را اخیستل کیږي.یوستره کمزوري مو دا هم ده چې دپرله پسې ژورې مطالعې کلتور موکمزوری دی .دپوهې ټوله زیرمه مو له دوو درې کتابونو څخه نه ور اوړي .موږ دڅیړنې کوم ځانګړي متود نه لرو، ډیر څه موخبري بڼه لري.تر ډیره په اوریدولیکوال او پوهان سوي یو.هغه څه مو چې اوریدلي او یا ېې زموږ غوږونو ته را رسولي تر پوښتنې لاندې نه نیسواو دژورې څیړنې هڅه ېې نه کوو.زموږ ډیر لیکوال او له بده مرغه دټولنیزو واقعیتونو بې شمیره څیړونکي چې دمهاجرت بیکاریوهمدې لوري ته را ټیلوهلي دي  آن ډیرې لرې زماني دورځې په نرخ له خپل سیاسي ، سازماني او آن قومي اوسیمه ییز دریځ له مخې په ډیرو ناروغو معیارونو تلي.له همدې کبله دغه شان لیکونکي یا څیړونکي چې ډیر ېې هیځ ډول مسلکي تومنه هم نه لري له افراد او ځانګړو شخصیتونو سره دتړاو او یا مخالفت په وجه دواقعیتونو په ناروا اړولو سره ټول تیر تاریخ له پښو را ځړوي.دمحمد داود مومند لیکنه په دې برخه کې نه لومړۍ ده او نه به وروستۍ وي.ددې قلم خاوند په هیڅ ډول په دې هڅه کې نه ده چې له محمد داؤد مومند یا کوم بل ده ته ورته چاسره بې حاصله ناندرۍ په لاره واچوي.زه په دې باور یم چې دسردار محمد هاشم خان دصدارت استبداد په ښارونو یا سیمو نه و ویشل شوی . ټول افغانستان د محمد نادرشاه  دکورنۍ له مطلق العنانۍ څخه په کلکه زوریدلی و.دهغې کورنۍ دا نا اعلان شوی سیاست چې « ویده فیل مه را ویښوۍ» ددې موجب ګرځیدلی وچې خلک او اولسونه مو له  ټولنیزې لازمې پوهې او لوړ ټولنیز شعورڅخه بې برخې او له سیاست څخه لرې  پاتې شي او دواکمنوخرافاتي افکارو په تورولړو کې دوخت واکمنو ته دظل الله په سترګو وګوري.په همدې ځوروونکي حالت کې سره له دې چې طبقاتي کرښې ډیرې بیلې نه بریښیدې . خو دحاکمه طبقاتو لاس یو،زبیښاک ېې سرتاسري او استبداد ېې هیواد شمول و.له همدې کبله منطقاً حکم کولی شو چې دهیواد دخلکو او اولسو دبیدارۍ او داستبداد او خرافاتو په وړاندې دمبارزې اړتیا عامه وه.وګوري دویښو ځلمیانو دوخت یو وتلی غزل ویونکی ارواښاد نوید دهغه وخت دحالاتو څه انځور ورکوي .دی وايي

ملت ما جمله از پیر وجوان

نیست بریک را ویک مسلک روان

تا طرفدارفیودالیزمیم  ما

بې ره وبیکاره وبیماریم ما

دویښو ځلمیانو لومړنۍ هڅې هم ښيي چې له دهیواد له ګوټ ګوټ څخه  دبیلابیلو ملي ټولنیزو استبداد ضد بدلون غوښتونکو آواز را پورته شو.دغه آوازونه د دبینوا صاحب په نوښت دیوه کتاب په بڼه چاپ او خپاره شول . ددغه کتاب نوم هم ویښ ځلمیان و او دڅه ناڅه ۴۳ دوخت دوتلو لیکوالو پښتو او دري مقالې ېې په کې را ټولې کړې وې. ویل شو چې دلومړي ځل لپاره دلیکنو په دغه درانه ټوک کې دهیواد دښځینه لیکوالو طرحې او غوښتنې هم را پورته شوې.داچې کابل دهیواد پایتخت اودهغه وخت دملي ټولنیزو آګاه شخصیتونود دپراخه لیدنې کتنې یو مناسب ټاټوبی وله همدې کبله دويښو ځلمیانولومړۍ ناستې ولاړې او دهغوی دافکارو راڅرګندیدلوا و وروسته ددغه خوځښت بنسټ ایښودونکې کنګره هم په همدې ښار کې را جوړه شوه نه په قندهار، نه په ننګرهار او نه هم په پکتیا یا مزار او فاریاب کې. ښه او منطقي خبره داده چې ووایو چې دهیواد له ګوټ ګوټ څخه داستبداد ضد  را پورته شوی آواز په کابل کې را غوټه شو.دا خبره هم دیادولو وړ ده چې دویښو خلمیانو دخوځښت دمشرتابه ویاړ دغه یا هغه شخصیت ته ورکول ډیره لویه خبره نه ده او تاریخ ته کومه خاصه تومنه نه  هم وربښي ،بلکې دسیاسي سازماني خوځښتونوپه بهیر دغه خوځښت او ترسره شوې کړنې ېې دتاریخ یو ژوندی فصل جوړوي.باید په ټولو کې ددغه «ملي دموکراتیک » یا «بورژوا دموکراتیک » ډوله خوځښت آرمانونو ته وکتل شي. دغه خوځښت په ټول هیواد کې له درې یا څلورسووڅخه زیات غړي نه درلودل.په هره سیمه کې دغه خوځښت ته دخپلو ذهني لیوالتیاوو له مخې مشران اوبنسټ ایښودونکي ټاکل او دخوځښټ ټول ویاړ هغوی ته وربښل دخوځښت ټولنیز ې پانګې ته سخت زیان رسوي.دا هغه خواشینوونکی عادت دی چې موږبتان تراشو اونه یواځې خپله ورته په ګونډو کیږوبلکې تمه لرو چې نور هم زموږدناروغو ذهنیتونو تراشل شوو بتانو ته په ګونډو شي.

په هر صورت مخکې له دې چې ددې لیکنې اصلي برخې ته  راوګرځم باید یادونه وکړم چې دویښو ځلمیانوډیر مشران اوفعالین او دهغوی دهمغه وخت مینه وال نن له موږ سره نشته دهغوی روح دې ښاد اویاد د ې تل وي . هغوی چې ژوندي هم دي ورته ښه روغتیا او اوږد عمر غواړو. دلیکنې دمتن دلنډیز لپاره دمتن په اوږدو کې له ستایونکو، دعایه  اوتکراري القابو څخه تیریږو او یواځې دهغوی په اصلي نومونوبسنه کوو.

دپیل خبره مو داده چې دويشو ځلمیانو استبدادي ضد،بدلون غوښتونکی ملي غورځنګ څنګه او له کومه ځایه راپیل شو، مشران ېې څوک وو اوتشکیلاتي جوړښت ېې څنګه بڼه نیولې وه.آیا داسمه ده چې ووایو چې ددغه خوځښت دپیل ټاټوبی قندهار ، ننګرهار یا کابل و؟ آیا داسمه ده چې پردې خبره ټینګ پاتې شو چې ددې خوځښت بنسټ ایښودونکي« قافله سالاران »په قندهار کې رسول پښتون ، په ننګرهار کې قیام الدین خادم، په کابل کې بینوا ، نورمحمد تره کي یا هم ارسلان سلیمي وو؟دې پوښتنو ته له ځواب څخه مخکې دمحمدداؤود مومند په لیکنه کې څه تم کیږو. محمدداود مومند چې زه ېې له شخصي پیژندنې څخه بې برخې یم له یو ډول معمولو ستاینو وروسته لیکي چې:« دده (محمد رسول پشتون) دشخصیت په ابعادو کې هغه عمق او ژورتیا لیدل کیږي چې په څرګند ډول ددې قافلې څارنیان له هغه څخه بې برخې دي» . بل ځای «محمد رسول پښتون یو دروند سیاسي ، اخلاقي او ټولنیز شخصیت وه، په سیاسي ډګر کې دټولو قافله سالار و…په اخلاقي لحاظ دهمقطارانومهاتما وه»، بل ځای« دپښتون دډلې او حلقې یاران او دوستان وزارتونو، سفارتونواو نورو مقاماتو ته ورسیدل او ددنیوي نعماتو خاوندان شول…» اوبیا :« داسې څرګندیږي چې پښتون صاحب دچوکۍ او اقتدار  دپاره هره شپه په ځان «آیت الکرسي»  نه دموله او خپل اصول او عزت النفس ېې دمقام او اقتدار دپاره نه معاوضه کاوه…» همدې څو برخو ته که لږ ځیر شو په واقعیت کې نه یواځې دویښو ځلمیانو دجوړښت ټولو مشرانو ته په سپکه کتل شوي بلکې همغه دقندهار مشران چې له پښتون سره هم غږي، هم لاري او هم آرمانه وو هم په سختو ناروا تورنو ځپل شویدي. که دویښو ځلمیانو په مشرانو کې څوک وزارتونو ، سفارتونو او یا نورو مقاماتو ته رسیدلي وي داددې معنی نه لري چې هغوی دمومند په خبره دڅوکۍ او اقتدار لپاره هره شپه په ځان «آیت الکرسي» دموله او یا ېې خدای مه کړه عزت النفس نه درلود. وګوري همغه دقندهار دکړي په وتلو شخصیتونو کې عبدادالهادي هادي توخي چې دتجربې او پوهې له کبله په بحر معروف وشتون درلود .هلته  بینوا، قاضي بهرام ، عبدالصمد خان کاکړ، کاکا محمد انور خان، غلام جیلانی خان الکوزي ، عبدالخالق خان واسعي ، محمد ابراهیم خواخوږي ، علامه حبیبی، لوی استاد عبداشکور رشاد  اوپه  لسګونو نور وتلي سیاسي، اخلاقي او پوهنیز شخصیتونه وو. دا به ډیره بې انصافی وي چې وویل شي : دمحمد رسول پښتون له اخلاقو ، پوهې او ټولنیز شخصیت څخه دا نور ټول بې برخې اولرې پاتې وو، دچوکۍ  او اقتدار په لټه کې وو او خدای مکړه عزت النفس ېې نه درلود. که له مومند نه وپوښتل شي چې دغه ډول سپکې سپورې او له کلماتو سره کوڅه يي چلند تاریخ ته څه ورکوي . ځواب به ېې څه وي؟ ښکاره خبره خو داده چې دویښو ځلمیانو دوخت افغانستان ډیر لږ دلوست لیک درلودونکي او په اداري پوهه سمبال کسان درلودل . واکمنیو نه شوی کولی چې ټوله اداره له خپلو کورنیو څخه جوړه کړي ، په واکمنو کورنیو کې دا اهلیت هم نه و. له نادر خانه نیولې تر ظاهر خان اوداودخانه پورې یوه هم په خپله مورنۍ ژبه سمې خبرې نشوی کولی او دټولنیزې او کارې پوهې تومنه ېې هم په هیڅ شمیرل کیده .  دواقعیت یوبل اړخ هم داوچې واکمنو ځینې وخت دروښانفکرانو داخیستلو په څنګ کې هغوی په بیلابیلو پلمو له مرکز آن له هیواده بهر ساتل . داچې په دې لړ کې پښتون صاحب ته دچوکۍ او مقام څه نه دي رسیدلي ددې معنی نه لري چې دویښو ځلمیانو دغه وتلی مشر چوکی او مقان نه غوښت . وروسته به وښیو چې ده خپله هم لږ دولتي مهمې دندې نه دي تر سره کړي. دویښو ځلمیانو دمشرانو او پلویانو له ډیرو لیکنو څخه ښکاري چې محمد رسول پښتون مهاتما نه بلکې دډیر تند او ډیر ژر اووښتونکي مزاج څښتن و.په دې برخه کې دمحمد علم بڅرکي هغه اثر چې «ویښ ځلمیان دافغانستان یو سیاسي تحریک»نومیږي  او دمحمد ولي (ځلمي)«ملي مبارزي» کتاب په ټینګار ښيي چې محمد رسول پښتون دډیر تند مزاج څښتن واو آن دمحمد رسول پښتون خپل ځامن په دې باور دي چې پلار ېې دتند مزاج له کبله دژوند ډیر چانسونه له لاسه ورکړل.مهاتما ګاندي دهندوئیزم دنرمې« فلسفې» له مخې یو آرام، خونسرده،دپخې حوصلې او درنې ارادې څښتن و.په هغې لارې ېې چې باور درلود له اوږدو جیلونو او زورونو سره سره یو شیبه هم له خپلې لارې وانه ووښت.

محمد داؤود مومند بیا لیکي:«دپښتون فقر او درویشي دمعنوي جلال اوعظمت سره نغښتې وه…دی په باطني لحاظ لوی خان او په ظاهري بڼه درویښ و…» دغه ډول ستاینې تاریخ پوهنې ته څه نه ورکوي اوسمې هم نه دي. محمد رسول پښتون او دده ټولنیز شخصیت ته په ژوره درناوۍ دمجبوریت له مخې یادونه کوم چې محمد رسول پښتون دفقر او درویشۍ مزه کله هم نه وه څکلي. هغه دخپلې سیمې په یوه ډیره لویه خمکه واله کورنۍ پورې تړلی و.یوید کانګفسکي هغه چې لوی افغان پیژندونکی ښودل شوی او په حقیقت کې دکې ، ګې بي یو فعال جنرال و هم محمد رسول پښتون دقندهار یو لوی ځمکه وال ښيي .محمد رسول پښتون دده دنږدې یارانو له قوله هیڅکله هم  دفقر اودرویشۍ ښودنه نه کوله.هغه دوخت ددولتونو لوی لوی ماموریتونه ترسره کړي و،دکنډک قوماندان، دپولیسو قوماندان ، علاقه دار،د بیلوبیلو څانګو مدیریت او آن ریاست ېې در لود. دده دژوند حالات چې وروسته به راشي ښيي چې دویښو ځلمیانو دقندهار دڅانګې له ټولو مشرانو څخه دی دوخت واکمنو ته ور نږدې و.

مومند لیکي چې محمد رسول پښتون شاعر ، لیکوال او دفلسفي افکارو خاوند و.خواشینی یم چې زما لاس دپښتون صاحب لیکنو او فلسفي افکاروته نه دی رسیدلی او مومند هم کومه ښکاره بیلګه نه ده ورکړې. دویښو ځلمیانو مرکزي خپرونه دانګار په نوم وه ، دوطن او خلق جریدې هم دانګار په مطبعه کې چاپیدلې ، وروسته دګل پاچا الفت په مشرتابه داولس خپرونه هم را ووته په دغو څلور خپرونو کې ما دمحمد رسول پښتون کومه لیکنه یا شعر ونه موند.په نورو لیکنو کې مې دپښتون دشعر لږ څه لوستي دي. شعر ېې په رښتیا خوږ، له ادبي ښکلا او فنکاریو څخه ډک دی. خو له دې سره سره ویریږم چې ځینو څیړونکو محمد عثمان پښتون هغه چې بینوا په اوسني لیکوالو کې ورنه یادونه کړې له محمد رسول پښتون سره نه وي غلط کړی.

محمد عثمان پښتون په ۱۲۶۵هه ش کې دقندهار دمعروف په علاقه کې زیږیدلی دی . هغه په قد څه لوړ ،په بڼه سور سړی ښودل شوی دي ، ویل کیږي چې لږ غوندې عصباني او زیږ پښتون و. دښه ساده اوروان سبک درلودونکی و .محمد عثمان پښتون وايي: دپښتو مجله مې نشرکړه.دصرف اونحوې اساس مې کیښود،دلغاتو اساس مې کیښود، دپښتو مشاعره مې رواج کړه…،دپښتو کورسونه مې جاري کړل، دپښتو انجمن مې ددنیا لویو انجمنونو ته معرفي کړ…» اوسني لیکوال .بینوا ۱۷۲-۱۷۳ مخونه

دشعر بیلګه ېې:

لمر راوخوت پر تمام جهان رڼا شوه

دژوندون سودا په هر سرکې پیدا شوه

سبزه زبیښي دشبنم ځلانده څاڅکي

دښه بوی په طلب بیا رهي بورا شوه….

دمحمد عثمان پښتون دیوه ښکلي غزل دا دوه بیته مې ځکه راوړل چې دمحمد رسول پښتون دغزلونو رنګ ، سبک ،ښکلا اوفنکاري تر ډیره همدغه غزل ته ورته ده. هیله من یم چې دیوه ادبي شته بل ته نه وي تللي.

مومند لیکي چې محمد رسول پښتون خپل اوخشي (علامه عبدالحی حبیبي ته یو لیک سپارلی و او په دې لیک کې راغلي و« ریښه ائ تحریک من قبل از سال ۱۳۰۷ش در کندهار موجود بودوزمان وضع مقررات وکار سازماندهي آن حدود ده روز قبل از اغتشاش سقوي یعنې آخر سال ۱۳۰۷ ش خواهد بود. من مرام مشروطه خواهي وتشکیل اتحادیه ای را به رفقا پیشنهاد کردم که مورد تصویب قرار ګرفت…»  داسې ښکاري چې داود مومند علامه حبیبی ته دمحمد رسول پښتون لیک په خپله نه دی لیدلی .او داخبره له کوم دري متن څخه را اخیستل شویده. علامه حبیبي یو پښتون وتلی تاریخ پوه دی. محمد رسول پښتون هم دهمدې کورنۍ غړی دی. څنګه علامه حبیبی ته په دري لیک ورلیږي دا خبره لږ دپوښتنې وړ ده.له دې سره سره رسول پښتون په خپل لیک کې دیوه مشروطه خواه اتحاديي غوښتونکی دی او وايي چې دده فکر دده دملګرو له خوا تصویب شوی هم دی. دده په لیک کې دویښو ځلمیانو نوم نشته. دمحمد علم بڅرکي دڅیړنې او لیکنې له مخې هم داسې بریښي چې محمد رسول پښتون څه دپردې شاته پټ پټانه هم درلوده او په دې کار ېې دویښو ځلمیانو ځوانه برخه ورنه ناراځه هم وه. بڅرکی داهم ښيي چې داخوت په نامه څه هم تر ډیره دپښتون غوښتنه وه.

بڅرکی لیکي «دمحمد رسول پښتون اوحاجي خدای دوست کړه په حزب کې دډیرو غړو دانتقاد وړ وو، ښايي دغه وجه وه چې دوی حزبي کارو بار پټ ساته» ویښ ځلمیان، بڅرکی محمد علم ۵۷ مخ

همدغه لیکوال لیکي: محمد رسول پښتون داخوت دنظريي غوښتونکی واو دګوند دجوړوونکو له ډلې څځه و.زه دپښتون صاحب په حرکاتواو تحریکاتومشتبه وم او دی هم را باندې پوهیده چې زه ېې څارنه کوم. په دې لحاظ ېې حزبي مسألې له ماپټې ساتلې له ما څه چې له ډیرو کسانو څخه ېې پټې وې چې ددې پټ پټانې په وجه جمعیت کې دکیڼ لاس اړخ پیداشوکه دې سلسلې دوام پیدا کړی وای نو یقیناً به جمعیت په ځوان اوزاړه سره ویشل شوی وای» همغه اثر ۶۰مخ

محمد علم بڅرکی یوې عجیبې پیښې ته هم اشاره کوي هغه داچې وايي فضل محمد خان او پرواني نائب الحکومه عبدالغني خان ګردیزي ورغواړي اودوی ته وايي چې تاسو دواړه ووايي چې موږ ولیدل چې پرون حاجي محمد انور خان اڅکزی او مولوی بهرام دشپې په دوو یادرې بجو دپاکستان له کنسلګرۍ څخه را ووتل. بڅرکی لیکې چې دغه تهمت فضل محمد خان ډیر زورولی واو خپل وجدان ته ملامت اوپه خپلو کړو پښیمانه واو داخبره ېې خپله رسوا کړه. له دې کیسې څځه ښکاري چې دویښوځلمیانو دقندهار په ډله کې دغني خان ګردیزي قلعه بیګي تیره توره ډیره محمد انور خان او قاضی بهرام ته متوجه وه.

داود مومند بې له کوم لاسوند څخه ښيي چې غلام حسن صافي هم درسول پښتون په هڅه مبارزې ته هڅول شویدی. دا په داسې حال کې ده چې غلام حسن صافي ځان دقیام الدین خادم،ګلاب ننګرهاری،الفت،رښتین او نورودلارې پلوي او ځان دهغوی همغږی بولي.په لیکنه کې ښودل کیږي چې رسول پښتون له چمن څخه پیښور ته راځي او هلته له غلام حسن صافي سره چې له کابله راغلی ګوري او هغه ته وايي چې ته په ننګرهاراو کابل کې  او زه به په کندهار کې دنظر وړ یوه ګوند جوړولوته کار کوو او هرکله مو چې زمینه برابره کړه دویمه غونډه به کوواو حزب به جوړوو.متن بیا هم په دري ژبه دی. داچې ولې رسول پښتون هرڅه په دري لیکلي دپوښتنې یو اړخ دی خو داچې دی ددو تنو خپل منځي لیدنه لومړۍ غونډه بولي  او دویمې یا بنسټ ایښودونکې غونډې ته هم دبل هیچا نوم نه اخلي یو شمیر پوښتنې رامنځ ته کوي.دی بیا هم دهغه ګوند نوم چې په پام کې ېې لري دویښو ځلمیانو په نوم نه یادوي او ښکاري چې دی تر کوم بل نامه لاندې دڅه جوړولو په لټه کې دی.

مومند دلیکنې په دوام دمسکو موسیل او یوید کانګوفسکي لیکنو ته ګوته نیسې اوښيي چې هغوی دویښو ځلمیانو مشر محمد رسول پښتون ښيي. په دې برخه کې باید یادونه وکړو چې محمدداؤد مومند دیوید کانګوفسکي اثر نه لیدلی او نه ېې لوستلی دی. دده ټوله لیکنه ښيي چې دده لاس ته دمحمد علم بڅرکي دویښو ځلمیانو اثر ور رسیدلی دی او له هغه اثر څخه ېې هم یواځې هغه ژوره څیړنیزه اوږده سریزه دړې وړې کړې کومه چې ډاکتر طارق رشاد لیکلې ده. په خواشینۍ سره باید ووایو چې ددرانه څیړونکي طارق رشاد هغه ژوره څیړنه ېې داسې ځپلې ده چې دحقایقو یوکوچنۍ برخه ېې هم په سمه نده را اخیستې. مومند په دې کار سره نه یواځې دتاریخ مرۍ غوڅه کړې بلکې دطارق رشاد دڅیړنې رګونه ېې هم زبیښلي دي.

ش،حصین

دتاریخ مرۍ مه غوڅوۍ!

دویمه برخه

د« تاریخ مرۍ مه غوڅوۍ » دویمه برخه مې لا نه وه پیل کړې چې دمحمد داؤد مومند یوه بله لیکنه مې په افغان جرمن آنلاین کې تر سترګو شوه.دالیکنه په دري ژبه  او عنوان ېې و«فرمودهء استاد پژواک حدیث قدسي نیست». ددې لیکنې په لوستلو سره په خپل پیل شوي کار پښېمانه شوم.ځکه هغه ژبه او هغه جملې اوکلیمې چې محمد داؤد مومند نورو لیکوالوته پکار وړي، ښيي چې نوموړۍ یا خو ډیر احساساتي لیکوال دی او یا خو خدای مه کړه په څه روانې ناروغي اخته دی. دی غواړي یواځې په کلماتواو دنورود لیکنوپه  مروړلو سره دا ٍوښيي چې سردار محمد داؤد دده په خبره «افخم ومفخم» یو ملي خاین و او «سرطاني» کودتای هم  دشوروي طرح او پلان وه،او پایلې ېې هم د دسقأ دزوی داغتشاش پایلوته ورته ښيي.مومند نه یواځې ډیرو ژونديو هغولیکوالوته چې څه ناڅه محمد داود ته دیوه ملي زعیم په سترګو ګوري ډیرې سپکې سپورې ویلي بلکې ارواښاد عبدالرحمن پژواک  چې دافغنستان خلک او روښانفکران څه چې دسیمې اونړۍ دپوهې اوقلم خاوندان دهغه پوهې او قلم ته احترام لري هم په دې خبره چې «فرمودهء استاد پزواک حدیث قدسي » نه ده هم چیچلی دی.مومند په نوموړې لیکنه کې هڅه کړې چې دچا خبره غټ غټ کلمات ډیر هم عربي را ټول کړي او په ځای او بې ځایه ېې دغونډارو په شان دیوه اوبل په سر وروولي. دی دویښو ځلمیانو مشران«مردان نادر» بولي. او دا هغه دده په خبره نادر مردان دي چې ده په خپله تیره لیکنه کې داسې ښودلي ووچې دقدرت او چوکۍ لپاره ېې هره شپه په ځان آیت الکرسي دموله او هغه عزت النفس ېې نه درلود کوم چې محمد رسول پښتون درلود.په دوو لیکنو کې چې دوخت واټن ېې له دوو اوونیو څخه نه اوړي دادوه ډوله چلند په باوري توکه دیوه روغ انسان کار نه دی .مومند دویښو ځلمیانو خوځښت په توصیفي توګه «ملي، مردمي او مترقي» ښيي. داخبره په همغه خپل وخت کې دویښو ځلمیانو دخوځښت محتوايي رنګ ښيي خو ويښو ځلمیانو هیڅکله هم خپل خوځښت ته دغه نوم  نه دی ورکړی .بلکې د هغوی ډیرو مشرانو تل هڅه کوله چې خپل خوځښت یو اصلاحي او اخلاقي خوځښت وښيي .دلمریز هجري په ۱۳۶۴ یا پنځه شپیته کال زه (حصین) ورځې ورځې په خیر خانه مینه کې دعبدالهادي هادي توخي کورته ددې لپاره ورتلم چې زما دماسترۍ دتزس موضوع دویښو ځلمیانو په هکله وه او غوښتل مې دهغه غورځنګ له ژوندیو مشرانو سره لیدنه کتنه ولرم او دلومړي لاس معلومات را خپل کړم په همدې لیدنو کې  کتنو کې مې له ښاغلي استاد رشاد محمد، ابراهیم خواخوږي او څونوروسره پیژند ګلوي پیدا شوه. یوه ورځ مې له هادي صاحب څخه وپوښتل چې ما دانګار،وطن او ندای خلق او همدا شان داولس خپرونې ولوستلې هغوی سره له دې چې بیلابیلې لارې ېې در لودلې خو یوڅه ماته په کې دپام وړ وو او هغه داچې دوی هیڅ کله دیوه یا بل په وړاندې ترخې خبرې،بې ځایه ناندرۍ،ګوت څنډنې،ناسمې اشارې او کنايي نه درلودلې خو زموږ دزمانې دخوځښتونو هرڅه یو بل ته په دغو ناسمو ینو اوکړنو اخته دي. تاسو راته ویلی شۍ چې ولې دویښو ځلمیانو، وطن اوخلق په اخبارونو کې دغه څه نه وو. هادې صاحب په ډیره درنه اوخوږه ژبه راته وویل: دویښو ځلمیانو خوځښت مخکې له دې چې یو سیاسي خوځښت وي یو اخلاقي خوځښت و. په هیواد کې داصلاح او بدلون غوښتنې ېې هم په اخلاقي تومنه ولاړې وې. هغه وخت اصلاحي خوځښتونه دسیمې او نړۍ له سیاسي خوځښتونو څخه ډیرې اغیزه منې نه وې . زموږ په خپل فرهنګ کې بل چاته په سپکه کتل یا په ژبه او قلم  هغه ته سپکاوی یو غیر اخلاقي او دټولنې له معنوي جوړښت سره کنګولې لګول و. دغه ناسم څه چې ستاسو په زمانه کې په ژبه او قلم خوځې علت ېې دادی چې یو خو سیاسي سازمانې جوړښتونه تر اخلاقو سیاست ته ډیر ور مات دي او بل خو دا خوځښتونه دومره په پردو مزو تړلي دي چې  دپردو کنځلې په خپلو ژبو خپلو ته کوي. دا دپردیتوب یوه دردوودنکې نښه ده.   دمومند په وروستۍ لیکنه کې هیڅ کومه تاریخي څرګندونه نشته .همدا چې داکتر سید عبدالله کاظم څه ویلي او یا میرمن (ملالۍ موسی نظام )دداکتر صاحب کاظم په خبرو څه ورزیات کړي دده لپاره دتیږې نقش دی.دمومند دوروستۍ لیکنې انتخابي کلمې او جملې لکه «حدیث قدسی»، افخم ومفخم،مردان نادر،حر،نهظت های نجات بخشای،ارزشهای دارای طبیعی کرامت واصالت انسانی،مناطقه،ظلالت فکر، کودتای صادراتی سرطانی،بحران الدین ربانی،مصرحات ، وجدان معشری،پرجم وخلق،تحمیق ذهنیت وشعور سیاسی جامعه،«خر ساختن وخر نګاه کردن،لوی میوندوال،کودتای بزدلانه اودې ته ورته بې شمیره غونډاري ښيي چې دا خوار له فرهنګونو څخه له ناسمې را ټولونې پرته  چې املا او انشأ ېې هم ډیره شرموونکې ده نور څه نه لري په دې خاطردې ته اړ شوم چې نور دمحمد داؤد مومند په تیره لیکنه څه ونه وایم اوپه لنډه توګه دمحمد رسول پښتون دژوند پیژندنې او دویښوځلمیانو جوړښت او دهغوی دغوښتنو او دافغانستان داستبدادي ضد خوځښتونو په تاریخ کې ددوی نقش او مقام ته وروګرځم.

محمد رسول پښتون څوک و؟ دغه برخه به دده له خپل ژوند لیک څخه چې په دري ژبه لیکل شوي او تر هرچا زیات محمد ولي ځلمي را ژباړلی په لږ لنډیز وروسته راشي.محمد ولي ځلمی په خپل اثر«داستبداد او مطلقیت په مقابل کې دځینو افغانانوملي مبارزي» کې لومړی لیکې چې:دغه( ویښ ځلمیان)لومړی یوه فرهنګي او په راوروسته کې یوه سیاسي ټولنه وه» ۲۶۸ مخ.

حکومت دداسې اصلاحي او ملي ټولنودجوړولو سره علاقه مندي ښکاره کوله . ددغې ټولنې مهم غړي وخت او ناوخت در باراو (پاچا) خپل حضورته منل دتقدیرولو او نازولو علاوه ېې په ځینو دولتي اوملي چارو کې مشوره او مرسته ځینې غوښته» .(دوی) [دکندهاربرخه]«په یوه دکان کې راټولیدل، رسول پښتون،حبیبي،مولوی حاجي عطامحمد ،خدای دوست،محمد علي سترنجباز، دده خواجه حضرتانو رفیع الله آغا،محمد یوسف آغا ، قاضي عبدالصمد خان او نور هرکله حاضریدل» ۲۶۸-۲۶۹ مخونه له دې یادونې وروسته ولي ځلمی دنړیوالو حالاتو او پر افغانستان دهغوی په اغیزو څو لنډې جملې لري   او بیا لیکې: « دهیواد یو شمیر ځلمیانوچې دویښو ځلمیانو په نامه ېې اخبارونواو مجلو کې شهرت درلودد۱۳۲۷ هه ش کال دجوزا دمیاشتې په اوومه دویښو ځلمیانو دتدارک دکمیسیون دلارښونې له مخې دکندهار، ننګرهار او کابل یو شمیر ادبي او عرفاني ملګرو لکه عبدالروُف بینوا،فیض محمد انګار،نور محمد تره کي ، قیام الدین خادم،صدیق الله ریشتین،ګا پاچا الفت،نیک محمد پکتیاني ، محمد ارسلان سلیمي ، عبدالقدوس پرهیز، ابوالحسن هزاره، پاینده محمد روهیلي، عطا محمد شیر زوی ، محمد طاهرتائب،او ځینو نورو ليکوالانوچې شمیر ېې دوه ویشت تنو ته رسیدی ددارالامان په افشاروکې دعبدالمجید زابلي دنوې پروژې په یوه سالون کې دماسپښین په دوو بجودویښو ځلمیانو دجوړولو(تأسیس) او دبیلا بیلو ولایتونو دنمایندګانو درا ټولولو طرحه وړاندې کړه. دغې غونډې ته لومړی درې طرحې وړاندې سوې،چې یوه ېې دعبدالرؤف بینوا او نور محمد تره کي،بله ېې دقیام الدین خادم،او دریمه دصدیق الله ریشتین په حمایه وه.لومړۍ ېې مترقي او عصري،، دوهمه ملي او وطني،دریمې ېې مذهبي او کلتوري رنګ درلود» ۲۶۹ مخ

دمحمد ولي ځلمي له پورته څرګندونو  څخه ښکاري چې دويښو ځلمیانو دخوځښت عمده مرکز کابل او ډیر فعالین او وتلي لیکوال ېې هم په کابل کې وو.همدغه په کابل کې را ټول شوي وتلي مشران په دری ګونو طرحوکې ځان ښيي او په دې برخه کې دمحمد رسول پښتون نوم نه تر ستر ګو کیږي.هغه به دکندهار په کړۍ کې داوچت نقش درلودونکی وخو دویښو ځلمیانو دکنګرې په لست کې ېې نوم نه ښکاري.محمد علم بڅرکی هم په خپل کتاب «ویښ ځلمیان دافغانستان یوسیاسي تحریک» دیرشم مخ کې لیکي:« هغه کسان چې دا ډله( دويښو ځلمیانو ډله ) ېې جوړه کړه په کابل کې عبدالرؤف بینوا،ارسلان سلیمي،قیام الدین خادم،نورمحمد تره کي،فیض محمد انګار،غلام حسن صافي،رښتین،الفت ، په کورونو کې سره لیدل وروسته ېې له ولایاتو سره ارتباط پیدا کړ.(دويښو ځلمیانو) «تئوریسنان په کابل کې ناست وو» محمد علم بڅرکی لیکي چې دویښو ځلمیانو لومړۍ مرامنامه دکندهار له خوا کابل ته رالیږل شوې وه .( داخبره ډیره مستنده نه بریښي) په مرامنامه کې دغلام دستګیر خان،غلام حسن،فیض محمد انګار ،عبدالرحمن ، غلام قادر دارغنداب،نورالحق،پیر محمد اونورو لاسلیکونه شته چې هغه نه لوستل کیږی او عبدالشکور رشاد دامضأ پرځای لیکلی وچې له یوې مادې پرته نوره ټوله برنامه منم. په یادوشوو  نومونو کې بیا هم دمحمد رسول پښتون نوم نه لیدل کیږي خوبڅرکی وروسته په کندهار کې دهغو مشرانو نومونه اخلي کوم چې دده په خبره هغه وخت چې دویښو ځلمیانو خوځښت کندهار ته ورسیدی هغوي دغه خوځښت له نیست څخه اوج ته ورساوه، په دې نوم لړ کې بڅرکی پرته له دې چې محمد رسول پښتون ته دموسس یا بنسټ ایښودونکي په بڼه وګوري په نوملړ کې ېې نوم تر ټولو مخکې راوړي.اوبیا کله چې دکندهار دویښو ځلمیانوپه ډله خبرې کوي هغه په دوو برخو ویشي. په لویانو کې بیاهم دمحمد رسول پښتون نوم لومړی راوړي اوپه ځوانانو کې لومړی نوم دعبدالشکور رشاد راوړي . داهم باید ووایو چې داستادعبدالحی حبیبي نوم نه په مشرانو کې راوړي نه په کشرانو کې . محمد علم بڅرکی وايي چې دکندهار ملګرو یو لیک دکابل ملګرو ته را ولیږه . ددغه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي وچې ۱-«دحزب نوم «اخوت» تصویب شو» ۲- « اخوت» په ټولو هغو تصمیمونو کې چې دقوم په نفع او ګټه تمامیږي جداً دحکومت ملګرتیا کوي» بڅرکی زیاتوي چې داخوت دنظريي ډیر طرفدار محمد رسول پښتون و. له دې سره سره بڅرکی دکندهار دمدیره هیات دغړو په نوملړ کې بیا هم دمحمد رسول پښتون نوم نه اخلي. دبڅرکي څرګندونو ته په کتنه ښکاري چې محمد رسول پښتون په «خپله پټ پټانه» ( دااصطلاح دبڅرکي ده) نه ویښو ځلمیانوته  بلکې د«اخوت » په نوم یو بل خوځښت ته کار کاوه.داخوت په نوم هڅو په کندهار کې په قومي لویو مشرانو حساب کاوه او دهیواد په کچه ېې دسلطنت او حکومت ملا ور ټینګوله.

په دې برخه کې مخکې له دې چې دمحمد رسول پښتون بشپړ ژوند لیک ته وروګرځم محمد داؤد مومند ته څو ورور ګلویزې یادونې اړینې بولم:

لومړی – که مو دعمر لمرځما په شان دبام څنډې ته نه وي رسیدلی، هیله کوم چې تاریخې څیړنې په ژوره توګه دپرله پسې ژورې مطالعې له مخې په پوره دقت پر خپله پوهه ورزیاتې کړۍ.

دویم- دهر بل لیکوال مقاله یا کتاب په پوره پاملرنه ترپایه ولولۍ او دهر اثر اصلي مضمون اومحتوی ته ځان ورسوۍ.

دریم – دفرهنګونو لټونه سمه ده خو داهڅه چې دعربي کلماتو په انتخاب او په کار وړنه ځان کمال ته رسیدلی وښيي ،ستاسو دلیکنو اعتبار ته زیان رسوي.

څلورم – داستاسو او هر بل چا حق دی چې څوک مو خوښیږي او څوک مو نه خوښیږي. خو داحق ځانته مه ورکوۍ چې هغوی موچې نه خوښیږي نوم ېې له تاریخ څخه لرې وغورځوۍ.دتاریخ هر فصل خپل جوړښت او خپل فعالین لري.ستاسو به نورمحمد تره کی نه خوښیږي  خو هغه دويښو ځلمیانو له هغو مشرانو څخه وچې تاریخ ېې نشي هیره ولی.تاسو حق درلود چې دهغه دکړو وړو کمزوریوته دکره اسنادو له مخې ګوته ونیسۍ خو داحق ځانته مه ورکوۍ چې نوم ېې دویښو ځلمیانو دمشرانو له لست څخه وغورځوۍ. او یاهم همغسې چې برهان الدین رباني په بحران الدین رباني اړوۍ دنورمحمد تره کي له قومي تخلص څخه دهـ توری لرې او ترکي ولیکۍ ، داخبره که په دواړو حالاتو کې قصدي نه وای ما يي یادونه نه کوله.

پنځم- سردارمحمد داود یو واکمن سردار او مطلق العنان دیکتاتور یا دعلامه عبدالحی حبیبی په خبره یو لیونی سردار  و. خو هغه دملي خاين په نوم تاریخ ته ور پیژندل نه ستا صلاحیت دی او نه هم واقعیت درلودلی شي. ستالین په دیکتاتورۍ او مطلق العنانۍ کې تر ټولو نامتو واکمنو مخته و خو نه دشوروي او روسيي تاریخ هغه ملي خاین ګڼلی او نه هم دنورې نړۍ څیړونکو دغه ظالمانه حکم کړیدی.داسمه ده چې دویښو ځلمیانوپه وړاندې ده نه بلکې تر ډیره دده ورور سردار نعیم خان ملي کلوپ او بیا دپښتونستان(اتحادیه) را جوړه کړه او چې دغو هڅو څه ګټه ونه کړه نو په کندهار او کابل کې ېې دویښو ځلمیانو پر مشرانو په بیلابیلو ډولونو ور ودانګل. او داهم سمه ده چې دده دجمهوریت په دوره کې میوندوال  او ډیر نور ووژل شول.خو دې خبرې ته هم باید پام ولرۍ چې ډیر ځله تر لومړي لاس واکمنو ، هغه ددوی نوکران یعنې ددویم لاس واکمن هغه نادودې تر سره کوي چې  مسولیت ېې لومړي لاس ته ور ګرځي. دبیلګې په توګه دکندهار دویښو ځلمیانو مشر تابه دجنرال محمد حسین خان اوجنرال غني خان قلعه بیګي ګردیزي په توطئو کې را ښکیل شول او دمیوندوال وژنه هم تر ډیره دجنرال محمد حسین خان دزوی پوځي او پولیسي پلویانو ته منسوب شویده. په دې برخه  کې کتابونه لیکل کیدای شي خو فکرکوم « عاقلان را اشارتی»

شپږم- زه ډیر باوري نه یم چې تاسو به دمسکوموسل او یووید کانګفسکي اثر او هم دافغانستان در مسیر تاریخ دویم ټوک په خپله لوستی وي.له دې سره سره باید تاسوته ووایم چې : یووید کانګفسکي هغه چې په افغان پیژندونکی پیژندل شوی خودهیواد یوه وتلي تاریخ پوه محمد ابراهیم عطايي هغه تر شیطانه هم ناولي ښوده ، دافغانستان دوروستیو لسیزو په غمیزه کې دکې ګې بې له ډیروخطرناکو جاسوسانو څخه و.له مانه ېې دلته ټول تفصیل مه غواړۍ.دهغه هره کرښه دوخت دسیاست په مزو اوبدل شویده.خو دافغانستان در مسیر تاریخ ددویم ټوک په هکله به د محمد اسحق نګارګر داخبره درپه یاد کړم چې هغه لیکي: «دافغانستان در مسیر تاریخ دویم ټوک مخکې تر نورودارواښاد غبارحیثیت ته ګوزار ورکوي»او بیا لیکي:« دویم ټوک له پټونې اوابهام پرته  او له هغې برخې پرته چې دغبار دتبعید په وخت کې لیکل شوي  یو جعلي (څه) ګڼم.اوښاغلی حشمت خلیل غبار په دغه ناشیانه او خامه جوړونه تر هغه وخته   تورنوم چې دی  دارواښاد غباردخپل لاس لیکنه له کتاب سره یو ځای چاپ کړي»(متن له دري را ژباړل شویدی) . دنګارګر صاحب همدې څرګندونې ته په پاملرنه زه دهغه څه یادونه کوم چې زما له مخې تیر شویدي. دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دمرکزی خپرونې (حقیقت انقلاب ثور چې وروسته پیام شو) دلکینې دډلې غړی وم.ددغې خپرونې یو ټایپست چې زما خوږ شخصي ملګری و شیرمحمد نومیده.هغه یو دټولنیز احساس درلودونکی په وطن مین انسان و.داسې راته ښکاریده چې دمیر غلام محمد غبار له کورنۍ سره ېې نږدې خپلوي درلوده.له خبرو ېې پوهیدم چې دمیر غلام محمد غبار مشرزوی حشمت خلیل غبار ته ېې په ډیره درنه سترګه کتل او ورسره نږدې و. یوه ورځ ېې ماته وویل چې دغبار صاحب دافغانستان درمسیر تاریخ دویم ټوک مې راوړی اودلته ېې ټایپ کوم او بیا ایران ته دچاپ لپاره لیږل کیږي. که زه نه یم غلط شوی نو یا ډاکتر ظاهر طنین او یا هم  امین افغانپور هغه ته دنومړي کتاب دټایپ اجازه ورکړې وه.شیرمحمد دهغه اعتماد له مخې چې په ماېې درلود داصلې نسخې او څوټایپ شوو فصلونو دلیدلو او لوستلو اجازه ېې راکړه. مادکتاب هغه برخه چې دببرک کارمل په هکله وه  په ډیره بیړه ولوسته او اصلي نسخه مې هم  له سترګو تیر شوه .شیرمحمد پوهیده چې زه د پیام دورځپاڼې  په زیات شمیر کارکوونکو کې یواځنی خلقي یم.او دخپل تعصب له مخې دهغه کتاب همدا برخه راته دپام وړ ده..ده ټینګار کاوه چې ټایپي متن ېې ولولم خو زه دې ته لیوال وم چې قلمي نسخه ېې هم وګورم. ما ټول کتاب ونه لوست خو هغه برخې مې چې لوستې وې او وروسته دغه کتاب په دې وروستیو کلونو کې چاپ شوډیر څه مې په کې اړولي ولیدل. له همدې کبله په دې شک او تردید کې ولویدم چې ښايي دسیاسي موخو له پلوه ډیرڅه اړول شوي وي. په هر صورت ښاغلي محمد داود مومند ته په کار وچې لومړی ېې دغه اثر په ژوره توګه کتلی وای اوبیا ېې دهغه په اصالت هم څه فکر کړی وای.

اووم- یوه وروستۍ سپارښتنه مې داده چې  دنوروله مطالبو څخه دخپل مخکې منل شوي غرض له مخې څه را قیچي کول او سره نښلول لیکوالي نه ده اودغه کار په تاریخي څیړنو کې راتلونکي نسلونه کږو لارو ته باسي چې دا دهغو نسلونو په هکله یوه نه بښوونکې جفاده

دمحمد رسول پښتون ژوند لیک او دویښو خلمیانو جوړښت او دهغوي کړو وړو ته یوه ځغلنده کتنه به وروسته راشي. یار زنده وصحبت باقی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button