حریص سوداګر

 فولکلوریکه کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
  یوه سوداګر اوه زامن  لرل ، مګر لور یې نه درلوده . دا سوداګر دومره حریص او کنجوس وو ، چې حتی یوه روپۍ یې هم بې وزله او غریبانو ته نه ورکوله . هغه د هر شي په پرتله له پیسو سره ډېره مینه درلوده .
  د سوداګر د ماڼۍ په وړاندې یوه بې وزله کوچي خیمه وهلې وه ، د کوچي کورنۍ به چې کومې شیدې او مستې له خپلې رمې څخه ترلاسه کولې ، په کمه بیه به یې د سوداګر په کورنۍ پلورلې . یوه ورځ ، یوه بې وزله بوډۍ ښځه ، چې شلېدلې جامې یې پر تن وې د سوداګر ماڼۍ ته ورننوته . د سوداګر زامنو او نوکرانو فکر وکړ ، چې  سوالګره ده ، غوښتل یې ، چې هغه له ماڼۍ څخه وباسي ، مګر بوډۍ ښځه له هغوی څخه وتښتېده او ځان یې د سوداګر مېرمنې ته ورساوه .
  بوډۍ ښځې له خپل خورجین څخه یوه مڼه را بهر کړه ، هغه یې د سوداګر مېرمنې ته ورکړه او ورته وې ویل : د دې مڼې په خوړلو سره به ته د یوې ښایسته لور څښتنه شې .    د سوداګر مېرمن د دې  خبر په اورېدو ډېره خوشاله شوه ، مڼه یې د بوډۍ ښځې له لاسه واخیسته او په ډېره مینه او لېوالتیا یې وخوړه . په همدې شېبه کې د سوداګر زامن کوټې را ننوتل. بوډۍ ښځې د سوداګر له مېرمنې سره مخه ښه وکړه او له کوره ووته ، مګر مخکې تردې چې له کوره ووځي ، نو د سوداګر مېرمنې ته یې وویل ، چې هغه د واده پرښته ده او ستا د راتلونکې لور بخت یې د هغه کوچي له زوی سره تړلی ، کوم چې ستاسو د ماڼۍ په وړاندې یې خیمه وهلې ده ، د دې خبرې په کولو سره له کوره ووته او لاړه . د سوداګر مېرمن او زامن په هغې پسې له کوره ووتل او هغې ته یې عذر و زارۍ وکړې ، چې دا کار ونه کړي ، مګر بوډۍ ښځه ډېره چټګه روانه وه او ډېره ژر له سترګو پناه شوه .
  په همدې وخت کې سوداګر کورته راننوت او له خپلې مېرمنې څخه یې د هغې د پرېشانۍ  د لامل پوښتنه وکړه . کله چې مېرمنې یې ټوله کیسه ورته وکړه ، نو هغه هم ډېر خواشینۍ شو . سوداګر پوهېده ، چې کوچی یو شپږ میاشتنی زوی لري . سوداګر په لومړیو کې په دې فکر کې وو ، چې هغه ته پیسې ورکړي او هغه دې ته اړ کړي ، ترڅو یو بل ښارته لاړ شي ، مګر په ناڅاپي ډول له خپلې خبرې تېر شو او له ځان سره یې فکر وکړ :         که چېرې هغه ژوندی وی ، نو خطر یې تل شتون لري ، ولو که هغه په بل ښار کې هم ژوند وکړي . هغه پوهېده ، چې کوچی یو بې وزله او بده مرغه شخص دی ، نو هغه یو بل فکر وسنجاوه ، کوچي ته ورغی او ورته وې ویل : ای مهربان سړیه ! زه ستا له زوی سره ډېره زیاته مینه لرم ، تر هغې کچې ، چې پرته له هغه ژوند خوند نه راکوي . که چېرې اجازه دې وي ، زه غواړم ، چې هغه د خپل زوی په صفت ومنم او هغه ته خپل کورکې د خپل اولاد په څېر روزنه ورکړم . د هغه له پاره چې هر څومره پیسې وغواړې ، نو در به یې کړم او دا ژمنه هم درسره کووم ، هرکله چې  ستر شو ، نو بېرته یې در سپارم .
  کوچي د خپل ژوند د ستونز په باب ، چې ورسره مخامخ وو ، فکر وکړ ، چې تل له خپلو څو  مېږو او وریو سره یو ځای څخه بل ځای ته سرګردانه وي . هغه دغه راز له ځان سره فکر وکړ چې زوی به یې د سوداګر په کور کې ، چې یو شتمن سړی دی هوسا او آرامه شي . کوچی له اصلي خبرې ناخبره وو ، د سوداګر دا غوښتنه یې ومنه او خپل زوی یې سوداګر ته ورکړ او خپله له  یو اندازه پیسو سره ، کومې چې له سوداګر څخه یې اخیستې وې ، بل ښار ته کډه شو .
  سوداګر د کوچي زوی خپل یوه نوکر ته وسپاره او ورته وې ویل : دا ووژنه او وینه یې په یوه بوتل کې واچوه او ماته یې راوړه . نوکر یې ماشوم یوې دښتې ته بوته ، مګر هغه یو زړه خوږی او مهربان شخص و ، پر بې ګناه او مصوم ، ماشوم یې زړه وخوږېده ، د ماشوم پرځای یې د یوې کوترې سر پرې کړ ،  وینه یې په یوه بوتل کې واچوله او سوداګر ته یې وروړه . نوموړی ماشوم یې په هغې بې سره او بې پایه دښته کې ، چې پرته له الله (ج) هیڅوک نه وو  خوشې کړ .
  سهار وختي هغه کوچی د خپلو اوښانو ، غویانو او خرو له کاروان سره ، له هغې سیمې تېرېده په ناڅاپي ډول یې د دښتې په منځ  کې په یوه ښکلي ماشوم سترګې ولګېدې چې پر ځمکه پروت دی . هغه د زړه خوږي له مخې ، ماشوم له ځمکې را پورته کړ ، ګوري چې ماشوم یې زوی دی کوم ، چې سوداګر ته یې سپارلی وو . هغه د الله (ج) ډېر شکرونه پر ځای کړل ، وتوانېده چې بېرته خپل زوی تر لاسه کړي ، له دې وروسته هغه یوه بل ښار ته لاړه او هلته د سوداګرۍ په چارو بوخت شو . ماشوم ورځ تر بلې غټېده ، تر دې چې یو ښکلی ، مټور او د لوړ قد خاوند ځوان ترې جوړ شو . هغه به د سوداګرۍ په چارو کې له خپل پلاره سره مرسته کوله ، تر دې چې هغوی ډېرې پیسې پیدا کړې او د ځان له پاره یې یو کور جوړ کړ .
 د کوچي کیسه په همدې ځای دروو او د سوداګر له کورنۍ څخه یې اورو ، مېرمنې یې یوه ښکلې لور دنیا ته راوړه ، چې د کوچي له زوی سره  هم مهالې غټېدله ، تر دې چې په یوه ښکلې پېغله بدله شوه ،  په ټول ښار کې یې ساری نه لیدل کېده .
  یوه ورځ سوداګر د یوه سوداګریز سفر په تکل له کوره ووت او یوه بل ښارته لاړه ، چې هلته هغه کوچی ، چې اوس مهال ستر سوداګر وو ، هستوګنه لرله . سوداګر د کوچي په کور کې شپه وکړه او په هغه ځای کې یې یو ډېر ښکلی ، مټور او ځواکمن ځوان ولیده ، چې د ده له پاره یې دسترخوان وغوړاوه او خواړه یې چمتو کړل . د کوچي زوی د سوادګر ډېر پام د ځان خواته را واړاوه ، بالاخره یې له کوچي څخه وپوښتل : دا ځوان ستا زوی دی؟
  سپین ږیري کوچي سوداګرته د  هغه څه باب چې مخکې تېر شوی وو ،  کیسه وکړه . سوداګر پوه شو ، چې دا همغه هلک دی ، کوم چې ده د وژلو له پاره دښتې ته لېږلی وو . سوداګر په اندېښنه کې شو ، که چېرې دا هلک د ده له لور سره واده وکړي ، نو په ټوله پانګه او شتمني کې به یې شریک شي ، حریص سوداګر ، چې له خپلو پیسو سره یې ډېره مینه درلوده ، په دې فکر کې شو ، هرڅنګه چې کېدلای شي ، باید د کوچي زوی ووژني . هغه په ډېرې ځیرکۍ ، کوچی قانع کړ ، تر څو خپل زوی ته اجازه ورکړي ، چې د ده یو ډېر مهم پیغام  کورنۍ ته یې ور ورسوي ، د دې کار له پاره هغه یو اندازه پیسې هم پیشنهاد کړې ، چې د کوچي له خوا ومنل شوې . سوداګر په لیک کې خپل مشر زوی ته لارښوونه کړې وه ، کله چې لیک مو ترلاسه کړ ، نو د لیک دروړونکی ژر تر ژره ووژنئ .
   د کوچي زوی د سوداګر د لیک د رسولو په موخه له کوره ووت ، هغه د ډېرو ستونزو له ګاللو وروسته ځان ښار ته ورساوه . هغه د سوداګر کورته ورغی او دروازه یې وټکوله. په دې وخت کې د سوداګر ټول زامن له کوره بهر وتلي وو او یوازې د سوداګر لور ، چې ډېره ښکلې او جذابه شوې وه ، په کور کې پاتې وه . د سوداګر لور دروازه پرانیسته . هغه په هماغه شېبه د کوچي په زوی مینه شوه . هغې له ځوان څخه په رېږدېدلي غږ پوښتنه وکړه : څه غواړې او له چا سره دې کار دی ؟ د کوچي زوی هم د هغې د ښکلا تر اغېزې لاندې راغی . لیک یې ورکړ او غوښتنه یې ترې وکړه ، چې  خپلو وروڼو ته یې ورکړي .
  د کوچي زوی د دوی د کور په مخکې د ولاړې ونې لاندې اوږد وغځېده او آرام یې وکړ. د سوداګر د لور ټول هوښ او حواس د کوچي زوی ته وو او د هغه په اړه یې فکر کاوه . په دې همدې شېبه یې فکر ته ورغلل ، چې هغه ځوان یو لیک ورکړی دی او وې غوښتل چې لیګ وګوري ، چې څه پکې لیکل شوي دي . کله چې هغې لیک پرانیست ، له لوستلو یې ډېره حیرانه شوه ، لیک یې څیرې کړ ، ژر یې قلم او کاغذ را واخیست او یو بل لیک یې ولیکه او په هغه کې یې ولیکل ، چې د هغې  واده له لیک راوړونکي سره وکړي ، هغې دا هم ولیکل ، چې د واده  یو ستر جشن دې هم جوړ شي ، تول خلک دې را وبلل شي او هغوی ته دې ډوډۍ ورکړل شي ، د لیک په پای کې یې د خپل پلار لاسلیک وکړ او هغه یې په یوه پاکټ کې واچاوه . کله چې د شپې وروڼه یې کورته راغلل او لیک یې ولوسته ، نو حیران شول، وې لیدل چې د پلار لیک یې دی او په پای کې یې لاسلیک کړی هم دی ، نو د پلار امر څخه یې سر غړاوی نه شو کولای . هغوی د کوچي زوی کور ته را وسته او هغه یې ښه استقبال کړ . هغوی ژر د هغه جامې ور بدلې او نوې جامې یې ور واغوستې او بله ورځ یې د واده مراسم ترسره کړل .
  د څو میاشتو له تېرېدو څخه وروسته ، سوداګر خپل کور ته راغی . هغه په دې فکر کې وو ، چې خپله لور خپل وراره ته ورکړي ، چې هغه هم سوداګر وو ، دې شخص مخکې تر دې هم په دې اړه د نجلۍ له پلاره سره غږېدلی وو ، تر څو لور یې هغه ته په نکاح ورکړي ، مګر نجلۍ په هماغه لومړۍ شېبه د رد ځواب ورکړی وو . ځکه چې لومړی د کاکا زوی یې د ډېر عمره خاوند او دویم دا چې هغه یو کنجوس او پیسه پرسته و ، تر هر څه یې له خپلو پیسو سره ډېره زیاته مینه لرله ، د دې ترڅنګ هغه یو غوسه ناک شخص و ، تل به یې وچوېلی تریو او خواشینی به معلومېده .
  کله چې سوداګر خپل کورته ننوت ، سترګې یې د کوچي په زوی ولګېدې ، چې په صالون کې په یوه توشکه اوږد غځېدلی دی او لور یې ورته چای اچوي . هغه د دې صحنې په لیدو لومړی ډېر غوسه شو ، مګر کله چې زامنو یې ورته وویل ، چې هغوی  د ده د لارښوونې سره سم له دې ځوان سره د خپلې خور واده کړی دی ، د یوې شېبې له پاره غلی شو ، وروسته له ټول جریان څخه خبر شو ، مګر کوښښ یې وکړ ، تر څو خپل حالت وساتي او په ظاهره یې هغوی ته د واده مبارکي ورکړه او په ساختګي خندا یې د امکان تر حده هڅه وکړه ، تر څو هغوی ته ځان خوشاله وښیي .
  کله چې د خوب بسترې ته لاړه ، نو هلته یې د خپلو زرګونو روپیو په باب فکر وکړ ، چې د ده له مرګه وروسته به یې زوم څښتن کېږي ، دا تشویش د دې لامل شو ، چې هغه تر سبا خوب ونه کړي ، تر دې چې له دې ځوان څخه د خلاصون یوه بله لاره یې وسنجوله .
په سبایي خپلې لورته وویل ، چې نن یو شمېر مېلمانه غواړي ، چې د دوی کورته راشي . هغه له خپلې لور څخه وغوښتل ، تر څو خپل خاوند ته ووایي ، چې نانوایي ته ورشي ، د غوړو ډوډیو او کلچو فرمایش ورکړي ، که چېرې خپلو نوکرانو ته ووایي ، نو نانوای به د هغه خبرې ته ارزښت ورنه کړي ، له دې وروسته خپله سوداګر نانوای ته ورغی او ښې ډېرې پیسې هم ورکړې او ورته وې ویل : نن سهار وختي یو ځوان د غوړو ډوډیو د فرمایش له پاره تاته راځي ، ته باید هغه تود تناره ته ور ټیل وهې او د تناره سر ورپسې پټ کړې .
  کله چې سهار شو ، نو د سوداګر لور خپل خاوند له خوبه را پاڅاوه او دا دنده یې یوه نوکر ته وسپارله ، ترڅو یې ترسره کړي ، په ناڅاپي ډول د کوچي زوی بیداره شو او ور په یاد شول ، چې باید نانوای ته ورشي ، مګر مېرمنې یې اجازه ورنکړه او ورته وې ویل،چې دا دنده یې خپلو نوکرانو ته سپارلې ده .
  سودا ګر هم له خوبه را پاڅېده ، خپله چپنه یې واغوسته او د حمام په لوري وخوځېده . له حمام څخه د بېرته را ګرځېدو پرمهال یې له ځان سره فکر وکړ ، چې باید یوځل نانوایي ته لاړشي او د خپل زوم له حاله خبر شي ، هغه مخامخ د نانوای هټۍ ته لاړ او له هغه څخه یې وپوښتل : آیا هغه ډوډۍ مې چېرته درته ویلې وه ……. لا خبره یې پای ته نه وه رسېدلې،نانوای په دې ګومان چې دا هماغه شخص دی کوم ، چې باید تناره وغورځول شي. هغه یې په ډېرې سختۍ د تناره لورته را کش کړ ، ور وې غورځاوه او وروسته یې د تناره برغولی پرې ورکېښود .
  د سوداګر زامنو ډېر انتظار وویست ، مګر هغه هېڅکله بېرته کورته را ونه ګرځېده . هغوی ډېر ولټاوه ، مګر په موندلو کې یې پاتې راغلل ، بلاخره ناهیلي شول او فکر یې وکړ ، چې هغه مړ شوی دی .
  د سوداګر زامن لټ او بېکاره ول او وې نشو کولای ، چې د خپل حریص پلار کاروبار ته دوام ورکړي . هغوی پوهېدل ، چې د کوچي زوی ، په کارپوه او فعال شخص دی ، نو دوی د خپل پلار ټول کاروبار هغه ته وسپاره او د کوچي زوی هم په ډېره کمه موده کې د سودا ګر ټوله شتمني د ځان کړه . 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button