توردېب اوسپین دېب

طنز
محمود نظری

توردېب اوسپین دېب

واوره درییس صیب جمهور د ټاکنو کیسه
چې درزنونوخلکو ورته ځان کړ ی وو پینه
کمیسیون ورته ونیول سنګ پای اوکیسه
دهغو یې ویستله په اند خپل ټول بې اودسه
یوازی لس پاته سوه کاندیدان ترټولو یرغه
چې په ټوله ګله کې وه همدا له اوله شرغه
د هغو تر منځ کمیسیون پيل کړه کچه کچه
نور ټوله پوچ سوه یوازې دوه یې سوه پاخه
دهغو ددوو نرانو تر منځ پيل سوه شخړه
دیو بل په ضد یې سمدسې پیل کړه بړه بړه
‏***‏
اې افغانه راسه واوره ددېبانو کیسه
د تور اوسپین دېب اوبنیادمانو کیسه
ویل کیده سپين دېب دی پوه او دانا
تور دېب دی له اوله د سروغلو کدخدا
د سپين دېب وه څه پلویان لږ پوهان
پوځ د تور دېب وو ډیر وطنفروشان
چې شپلاق ووهل سو دازادو ټاکنو
دوی پيل کړه یو بل له مړغټانو نیولو
تور دېب یې زنګی کړ ویویشت پر شا
دهغه سوه لکه د ټپې زمرۍ غړمبا
رېفري چې راغی لاس پورته کیدوته
توردېب ښکنځا پيل کړه دې دووته
ول تاسو دواړه له اوله شریکان یاست
له پخوا څخه ښه ټینګ یاران یاست
ځان یې ورته ببرکړلکه نرطاووس
ول زه یم دټاکنووړونکی بې تپوس
ملا یې خلکوته لکه لیوه چنګه کړه
خوله یې ورته لکه سپي چینګه کړه
دهغه مکارې ډلې نارې سورې کړې
هر ې خواته یې جوړي مظاهرې کړې
ول وطن کې به دوینو ویالي وبهیوو
د خلکو به وینه د پزې اوخولې وبهیوو
یو ویل ما پریږده زه ژیړ حرکتونه کوم
بل ویل زه دبدن رنګارنګ ځوښتونه کوم
دخبرو ماشیندار چالانه او توپونه سول
دخبروهاوانونه او دټانکونوټکونه سول
هرې خواته د غرتو سو درم دوروم
هر یوه په زوره د زور اوجبر وهه توروم
دتوردېب عرعر پورته سو ترآسمانه
ول هله راسه جان کیري تر دې مکانه
هغه لډر لوڅي پښې سو را ایله
چې یې واوریده دخپل زوی بوغاره
دېب یې پښې ونیولې لکه بګوان
ول ته یې له اوله زموږټول توان
زما په خپلو مرداریو کې وښویده پښه
سپين دېب زما څخه ټوله ووټونه یو وړه
یو ه ته مې پیدا کړه یوه ښه بهانه
راته وکړه د نوی پلان سکښتنه
اوس ته صادروه یوه بسلماني فتوا
چې زه سم یا صدراعظم یاشهنشاه
هغه ویل ښه دی تاسو ته ملي نفرت

دواړه چلوئ دا غورازه موټر د دولت
دا ښه کار دی ویل ټولوبزرګانوعلما
هر کار ښه دی په اجماع او شورا
مفت خوران چوپ اوغوږ په هوا وه
ټول غلي ناست منتظر دفتوا وه
سوڼ پورته نه سو ان د سپین دېب آه
دهغه هم جان کیري وو رهبر او پیشوا
کیري ویل دېبانو تاسو ته قانون څه مانا
څه چې زه وایم هغه ته کوئ ګډانڅا
د سپین پلویان لکه په تیاره کې کونګیان
دتور پلویانو لکه خوله خلاصه سوسماران
وطنفروشو چې واوریده دا خبره د اولیا
دواړه دېبان سوه یو ځای کړس په خندا
ول موږ هم ارمان دی یوسهامي شرکت
ښه ده چې سم چور سي دا جنګي ملت
په دواړ وبه ورکړو ملت ته سمه سزا
یو به یې د مخي وهو بل به یې له شا
سپین دېب باچا سوتور سو شهنشاه
تور دېب غږول پيل کړه دکرکې سورندا

‏***‏
تور دېب ته تقدیم سو دوه لاسه ټول دولت
هغه ویل زه نور نه منم دلته افغان ملیت
هغه راټول کړه ټول خپل دنفاق بدماشان
ول موږ اصلي ایرانیان یو نه یو موږ افغانان
هغه سره منظم کړه د ایران ټول غلامان
عطا،پیدرام، منصور او ورسره نور خرکسان
ول موږپه شورا منلې ده نه مسلمان نه افغان
وروسته ګام مو دی ددې وطن نوم خراسان
‏***‏
د واک لپاره دواړه دېبان مداریان سول
دیوه پر ځای زموږ دوه باچاهان سول
لوبه ده یویې مقررکړي بل یې برطرفه
څوک نه پوهیږي کوم یو دی باغیرته
لکه بنې هیڅ خبره دیو بل نه مني
په وطن کې لوبه سوه د رسۍ کشي
دوی اله مانۍ کوي تر هغه چې چلیږي
تر هغه یې ژوند دی چې خلک غولیږي

‏***‏
سپین دېبه !که ا فغانیت ساتلی نسي په تذکره
له وطنه خپل رنګ ورکول دي درته بهتره
ددې وطن متفکر نه ځیږ پښتون په کار دی
که رښتیا خدمت کوی همدا نن دي وار دی
د لوچک سره په کار ده سمه لوچکي
نه چلیږي یو دولت کې شیرکي اوسادګي
لوچک په خوله غواړي له اوله موکه
که غواړې چې هغه کړې چوپه خوله
کچه لکه کوچنی هر شی غواړي په ژړا
دهغه کار دی هر شی د خاورو ډکا
دداسو لوچکانو خوله سموي سوک
بیا خلاصیږي ولس اوځان ددې دوک
هغومره چې تا ته اهمیت لري واک
مه ویریږه هغوی هم دواک لري تپاک
که دا موشه خره نه کړې له اوله خصي
هر ورځ به په اسانو وي دهغو ذکر کشي
دچا چې خوله وخوندیږي کوي لوچکي
چې نه وي ډب نه وي ادب
شرغه( هغه اس چې تندی يا سترګې يې سپينې وي )‏‎ ‎بړه بړه( ګډې وډې خبرې ، په وُچت اواز)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button