بې لومړيتوبه ولسي جرګه

 

ولسي جرګه د افغان ولس د استازو ګډ کور او د هیواد د قانون جوړولو ځای دی، دوی هغه قوانین تصویب یا ردوي چې د حکومت له خوا ورته وړاندې کیږي. همدارنګه د حکومت له چارواکو څخه د اړتیا پر مهال د استیضاح او استجواب دنده هم په غاړه لري او د ولس غوښتنې د حکومتي چارواکو تر غوږونو رسوي. اوس چې په وروستیو کې د هیواد امنیتي وضعیت ترینګلی شویدی نو ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د استیضاح پریکړه کړېده. دا ښه خبره ده چې د یاد وضعیت د قابو کولو لپاره باید یو اقدام وشي خو آیا د وزیر په استیضاح به حالات تغير وکړي، د هره ورځ کیدونکیو وژنو مخه به ونیولی شي، په ولایاتو کې د ولسوالیو د سقوط مخنیوی به وشي، د خلکو د شوکې، داړه مارۍ، اختطاف او بې عزتۍ مخه به ډب شي، د چارواکیو د تښتونې او د مرموزو وژنو چاره به وکړي، په رڼا ورځ په حکومتي او بهرنیو ادارو د بریدونو مخنیوی به وشي او د ولایتي چارواکو د خپلسرۍ او زور ویلو فرهنګ به پای ومومي؟

ځواب روښانه دی؛ نه یوازې دا چې د ستونزو کمی به رانشي بلکه د نورو استیضاحیه او استجوابیه غونډو په شان به هیڅ مثبته پایله ونلري.

له ولسې جرګې وار او پار خطا دی او نه پوهیږي چې د رسنیو تر څنګ؛ څنګه خپل ځان او ولس بوخت وساتي. دوي لومړيتوب نه پيژني او تل یې پریکړې، استضاحیه غونډې او استجوابونه د شخصي او ګوندي عقدو پر اساس وي. اوس یې د همدې ګوندي عقدې پر اساس د کورنیو چارو وزیر د  استیضاح پریکړه کړې ده. دلته باید د ولسي جرګې له وکیلانو پوښتل شي چې د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو؛ د وزیر استیضاح اړینه ده او که په پروان ولایت کې د جان احمد په نوم د نظار شورا د قوماندان په کور کې د شخصي سلاکوټ شتون څیړل او له قوماندانه یې د ساتلو موخه پوښتل؟
د وزیر استیحضاح اړینه ده او که په وردګو ولایت جلریز کې د کوچیانو پر ناموس د تیري کوونکو معلومول؟

د وزیر استیحضاح اړینه ده او که د پاکستان استخباراتي ادارې او د افغانستان د ملي امنیت تر منځ د تفاهم لیک څیړل چې اوس په یوه ګونګه معما بدل شوی دی؟

دا سمه ده چې؛ د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي څخه هغه هیلې چې خلکو لرلې؛ پوره نه شولې، د کورنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون رانغی او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جاسوسانو په پيژندلو او نیولو بریالی نشو؛ خو د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا او نه کنټرول پړه باید یوازې په کورنیو چارو وزارت ونه تپلی شي، په دې کې د ملي امنیت تر څنګ نور اړوند چارواکي لکه والیان، امنیه قوماندانان او ولسوالان او حتا ولس هم پړ دي.

د کورنیو چارو د وزیر استیضاح سیاسي بڼه لري، علومي اصلاً په ملي یووالي ګډ حکومت کې قوي سیاسي ملاتړ نه لري. دا له یو داسې بنسټه نه دی معرفي شوی چې په پارلمان کې زور ولري. زما په نظر د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ ژور اختلاف، له ده (علومي) سره د جمعیتیانو عقده او ضدیت او په نظام کې دننه مافیایې کړۍ ددې سبب شوي دي چې نوموړی د امنیتي وضعیت په کنټرول کې پاتې راولي. وزیر باید په استضاحیه غونډه کې دده د کارونو په وړاندې له پرتو ټولو خنډونو پرده پورته کړي. دی اړ دی چې د ولسي جرګې د استازو قناعت حاصل کړي که نه نو دا بې سترګو ولسي جرګه به یې سلب صلاحیت کړي. د علومي په سلب صلاحیت سره به افغانستان د دفاع وزیر د تشې تر څنګ د کورنیو چارو د وزیر له کمښت سره هم مخ شي.

د روانو حالاتو د قابو کولو اساسي لار دا ده چې په هیواد کې روان فکري او نظامي جنګ باید وپيژندل شي، د جګړې اصلي لوبغاړي وپيژندل شي، د جنګ لامل معلوم شي، د جنګ مرکزونه په نښه شي، د جګړې ریښې وپيژندل شي او د یو واحد چتر او نظر لاندې یې د لمنځه وړلو تاکتیک جوړ شي.

اجمل درمان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button