ايا رښتيا نوښت نه شته؟

نقيب احمد عزيزي

چېرته د کوم لوی ليکوال نظر مې لوستی و، وايي چې دا فکر مه کوئ چې نوي څه به وليکئ، ټولې خبرې شوې دي؛ يوازې دومره ده چې زړې خبرې په نوي انداز کې وکړو.

په نوي انداز کې د خبرو کولو هيله او تجربه هم اوس په زړېدو ښکاري. آن دا خبره پخپله يو ډول زړه شوې چې وايو نوښت په کار دی.

ګومان کوم له نوښته سره مينې له تکرار سره حساسيت را منځ ته کړی دی. په شاعرۍ کې له تکراره په تکليف يو، د ژوند په موډ کې له عادي او معمولي چارو ښه خوله نه وهو، په ليکنو کې په نويو خبرو پسې ګرځو، زړې ټوکې ته خاندو نه بلکې ورپورې خاندو، اختر او نورو خوشاليو ته د اظهار لوی ډول مو د جامو نوی والی دی، هر نوی شی خوږ بولو يا خوږ را باندې لګېږي او

د انسانانو جمعي لاشعور پر نوښت مين دی مګر بيا يې هم د غوښتنې لپاره هڅې چندانې نتيجه نه ورکوي.

لوی شاعر په نوښت پسې ګرځي. غالبا ټولو باذوقه لوستونکو معيار نوښت ټاکلی. لوی ليکوال ځان هلته ډاډه احساسوي چې خيال کوي نوی فکر يې توليد کړی يا يې نوې خبره کړې ده. اينجنير پر دې وياړي چې تر نورو يې د ساختمان په نقشه کې پلانۍ نقطه نوې موندلې ده، ملا په همدې توقع کې ممبر ته خېژي چې نن خپله خبره له داسې نوې لارې وکړې چې پر اورېدونکو يې اغېز ښکاره کېدل دی پر ځان قناعت ته ورسوي.

داسې خو به نه وي چې د نوښت هيله پر ځان د قناعت پيدا کولو مينه وي. يا په بله ژبه، ايا له نوښت کولو وروسته پر ځان ډاډ د نوښت ګټه يا نتېجه ده؟ که ځواب مثبت وي بله پوښتنه دا ده چې دا بيا کوم حس دی چې موږ د نوښت او زړښت، خوندور او بې خونده تر منځ توپير ورباندې کوو. که دا پوښتنه هر ډول ځواب شي ګټه نه کوي، ضرور دا ده چې پر همدې حس هم شک وکړو، هسې نه چې د کعبې پر ځای يې ترکستان ته روان کړي يو.

موږ له ځانه نه دي پوښتلي چې ايا نوښت رښتيا هم شته، که هسې د فکر او ذوق تېروتنه ده؟ ايا داسې خو به نه وي چې چينه زړه را ته ښکارېږي او په سراب پسې د نوښت په تمه په منډه يو؟ ايا د ژوند اړتياوې مو ټولې نوښت ته اړتيا لري؟

ايا زوړوالی او تکرار رښتيا بې خونده شيان دي؟ که ځواب هو وي پر زاړه فکر ولې نوی فکر نه کوو؟ که ځواب هو وي زړې مجسمې ولې د کولتور مهمې برخې ګڼو؟ د زاړه شوي انسان احترام ولې ضرور بولو؟ پخپله د احترام چاره تکراري ولې کوو؟ د غنمو د ډوډۍ مکرر خوراک مو ولې زړه نه وهي؟ جنسي اړيکې ولې په تکرار خپله تلوسه له لاسه نه ورکوي او هر ځل يې تکرار نوی برېښي؟

راځئ چې بيا هم په تکرار دا فکر وکړو، چې څه شی زړېږي؟ څه شی نوښت ته اړتيا لري؟ څه شی د تکرار تاب لري؟ د نوښت مفکوره چا مطرح کړه؟ انسان رښتيا پر نوښت مين دی، که دا يو ډول تقليد دی؟

که هر څه زړېږي، مينه ولې نه زړېږي؟ که مينه زړېږي بيا ولې په تکرار دا وايو چې نه زړېږي؟ د خپل مين د يادونو تکرار ولې بې خونده نه وي؟ د پخواني يا لومړني ديدن او د مينې پخوانۍ مرحلې ولې تر نويو ليدونو خوند راکوي؟ ولې کوښښ کوو چې له مينې د وتلو نوښت و نه کړو؟

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button