امريکايي داعشيان په افغانستان کې

له روهی ویب پاڼی
سيد حسين پاچا

سيد حسين پاچاکمونېستانو خو زموږ د مجاهدينو ښځې نه ځان او نورو بهرنيانو ته په نکاح کړې او نه مجاهدينو په خپلمنځي جگړو کې او نه مجاهدينو او طالبانو په خپلمنځي جگړو کې، خو نن داعشيان وايی چې د طالبانو ښځې به د وينزې په ډول بهرنيو جنگياليو ته ډالۍ کوي. اوس خو لا د سرونو په غوڅولو هم قناعت کوي او نه اسرائيلو د فلسطينيانو ښځې په نکاح کړي

 

اسلام د عمل دين دی نه د دعواو، القابو، مختاړيو او وروستاړيو، ځکه خو کلام پاک په زغرده وايی چې ((لم تقولون ما لاتفعلون))، القاب، دعوی، مختاړي او وروستاړي څوک مسلمان ومجاهد کولی نه شي



مسلم دوست :د طالبانو تحريک پخوانی غړی او د ګونتامو له زندان نه خلاص شوی بندی مسلم دوست چې د ننګرهار ولايت د بټی کوټ ولسوالۍ اوسيدونکې دی په دغو سيمو کې د داعش لپاره پر فعاليتونو بوخت وو خلګو ته به يی ويل چې د مياشتی پنځه سوه ډالره ورکوی او بهرنيو جنګيالو ته به د طالبانو ښځې د وينزې په ډول ډالۍ کوي.ټپه :اول چرسي وې اوس بنگي شوېالله دې خير کړي شرابي نه شې مينهزه خو چې ورته گورم زموږ وتلې هنرمنده نغمه ښاپېرۍ د ډېرو جهاديانو او جهادي مشرانو پورې ښه مسلمانه او د ملي احساس خاونده ده. پوښتنه دا ده چې دوی دا ۵۰۰ ډالري تنخواه في نفر ته له کومه کوي؟دويم دا چې نوموړی په کوم جرئت دا خبره کوي چې د طالبانو ښځې به بهرنيو جنگياليو ته د وينزې په ډول ډالۍ کوي؟ دی خو خپله لومړی طالب ((چرسي)) وو، اوس داعش ((بنگي)) شوی، نو لومړی دې خپله خور و مور يا خپله مېرمن بهرنيو جنگياليو ته ډالۍ کړي چې ايمان يې تازه شي، بيا دې د نورو ورکوي. د بل د خور و مور او د عزت سپکه خو هر لوچک، اوباش ولنډه غر وبېباکه او بېنسبه کولی شي، خو نر هغه دی چې لومړی د خپل ځان سپکه وکړي.تاسو گورۍ چې دا د اسلام وامارت او د اسلامي دولت له پرېښتو يا په بله مانا له مغز پرېمينځل شويو brain washed نه اخر هم دغسې بېعزته او سپکه خبره له خولې نه راووته. هسې بېځايه څڼې او ږيره څوک مسلمانولی نه شي. د نورو اديانو پيروانو هم ږيرې لرلې. ان تر دې چې سيکان هم ږيرې لري. که موږ يوازې پر څڼورو او ږيره ورو حساب وکړو، نو بيا خو اصلاً هېڅوک په نړۍ کې غيرمسلم نشته، نو بيا جهاد ته څه ضرورت دی؟پوښتنه دا ده چې دې ولې له گوانتنامو نه راخلاص، څنگه له طالبه واوښت او اوس څنگه له داعش سره يوځای شو؟ که د ((داعش يا Islamic State of Iraq & Syria or Sham)) نو دا خو يوه خاصه جغرافيه رانغاړي نه ټوله نړۍ او اسلامي خلافت.هم پر هماغه نقطه کې رامينځته شوی. دا چې وروسته وروسته يې ورته نورې خبرې په خوله کې ورکېښوول شوې چې اوس ايران وافعانستان او د پاکستان يوه برخه هم د پښتنو برخه په کې داخله شوې، ځکه چې آ خوا ته پنجاب د چا امارت وخلافت نه مني او نه هغه ځمکه د امارت وخلافت لپاره جوړه ده.په پنجاب کې خو خپله ځانته لا له مخکې نه نبوت چليږي او هلته لا مخکې نه د ميرزا غلام احمد قادياني په نوم باندې پېغمبر(!) شتون لري. د انگليستان په ځينو مهمو ښارونو ان دا چې دلته په اکسفورد کې هم ځانته پنجابي پيروان لري او هغه د ځان پېغمبر بولي. که اسلامي وتاريخي مخينې ته وگورو، نو بيا چې نبوت وي، نو خلافت ته څه ضرورت دی؟ که موږ خپل اسلامي تاريخ ته ځير شو، نو خلافت له نبوته وروسته راغلی. کله چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم وفات شو، نو بيا د راشده خلفاو دوره راغله او څلور راشده خلفاء لرو چې د هغوی له وفات وروسته بيا په اسلامي ټولنه کې اختلافات ژور شول چې خبره ورپسې اميرانو او امامانو او نننيو شاهانو او تش په نامه اميرانو او خليفه گانو ته بيا ورسېده.د پېښور په پوهنتون کې قلندر مومند هم د دې قادانيانو له ډلې نه وو چې کله ناکله په ورسره زموږ د لرې وبرې خوا پښتانه ليکوالان د پټې خزانې د اصليت او جعليت په سر ورسره په ټکر کې ول.د پېښور په صدر کې د مرحوم شيخ الحديث مولوي حسن جان مدني د مدرسې امداد العلوم ترڅنگ د عيسويانو کليسا churchاو هم هلته د هندوانو مندړ وو. هلته مدرسې له ځان سره په خوا کې کليسااو مندړزغملی شو، خو موږ بيا په افغانستان کې يو بل نه شو زغملی. په بله مانا هلته هغوی له ځان سره عيسويت او هندويت په خپله ټولنه کې زغملی شو، خو موږ بيا هم د مجاهدينو په نوم يو بل نه شو زغملی، ځه هغه کمونېست پکې مه حسابوه، کنه هلته خو د خلکو گوند People Party هم زغملی شو. له ټولو بر ورسره زموږ د مجاهدينو او د طالبانو خواخوږي درباري سياسي ملايان ورسره بر د بېنظيرې په څنگ کې ناست ول. ان تر دې چې د مشرانو په جرگې يا د ((سنا مجلس)) مشري يې پر غاړه وه او د چا بيا د ((دفاع پاکستان کونسل)) مشري پر غاړه وه. هلته له کمونېستانو سره کار جايز خو موږ ته بيا ناجايز او له بهرنيانو او کمونېستانو ته کار کول کفر وو، خو خپله يې بيا همدې بهرنيو ته څلور هوايي ډگرونه په اختيار کې ورکړل او هم يې ورته خپل هوايي، بحري او زمکنی حريم په اختيار کې ورکول چې بيا يې ترې د سلالې پوستې په سر د شمس هوايي ډگر په کراچۍ کې واخېست او د دريو پاتې لا اوس درک نه لگيږي.هلته د هېرا منډي خلاصه او ماليه يې دولتي بانک ته راځي چې له هغې نه بيا ټولو ملکي ونظامي واسلامي بنسټونو ته معاشونه ورکول کيږي، خو هېچا دغه مساله راپورته نه کړه او بېغمه معاشونه اخلي. که د سود پيسې او گټه حرامه ده، نو د ((زنا)) پيسې حلالې دي؟ پاکستان خو ايران هم نه دی چې ((صيغه)) پکې جايز ده. دلته خو هغه هم نشته. دېته ورته نورې ډېرې نارواوې درواخله.وزما طالب گله،وروستی انجام دې دا شو چې يا به له داعش سره يو کېږې، يا به دې سر غوڅيږي، کور به دې هم سېځل کيږي او هم به دې مېرمن لا بهرنيو جنگياليو ته د وينزې په ډول ورکول کيږي.د حديث په استناد خو د يو مسلمان پر بل مسلمان باندې درې شيان حرام دي چې :سرمالاو عزتد تېرې اعلاميې پر اساس خو داعش خلکو ته ويلي وو چې يا به له طالبيته لاس اخلې او له موږ سره به يوځای کېږې او يا به دې سر غوڅيږي او هم به دې کور سېځل کيږي، خو دا ځل خلکو ته ۵۰۰ ډالره معاش هم ورکوي او هم به ستاسو ښځې بهرنيو جنگياليو ته د مينځو په بڼه ورکوي.د مخکېنۍ او اوسنۍ دواړو اعلاميو او گوتڅنډنو او گواښنو له مخې خو ستاسو درېواړه لاړل چې هم مو کورونه سوځوي، نو ((مال))؛ هم مو سرونه غوڅوي، نو ((سر)) او اوس مو مېرمنې بهرنيو جنگياليو ته ډالۍ کوي، نو ((عزت)) مو له مينځه لاړ.خلک چې مجاهده او سرښندنه کوي، نو د همدې درېواړو د ساتنې لپاره يې کوي، نو چې سرومال او هم دې عزت خوندي نه وي، نو په دې جهاد څه کوې؟ستاسو له دې وروستاړيو او مختاړيو نه، لکه : مسلم دوست، مؤمن دوست، مسلميار، مؤمنيار وپلانی يار نه ايله همدا پوره شوه چې اوس د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د حديث په مخالفت کې واقع شئ. تاسو ته دا د حرمت مساله بې ارزښته ښکاري که څنگه؟ که درته بې ارزښته ښکاري، نو بيا ستا او د غيرمسلم يا له اسلامه منکر څه توپير شو؟ بيا خو دا درست ده چې ډېر خلک به داسې وي چې اسلام به يې په ججوره کې نښتی وي او لاندې سينې ته به نه کښته کيږي.وزما طالب گله،دا چې وايی چې د پردی کټ تر نيمې شپې وي. دا د پردۍ وسله وکارتوس او ډبل ډاټسنو پايله اخر همدا شوه چې يا به د پرديو د څارگرو ادارو منې او يا به دې ايمان واسلام او ژوند خراب خو لا څه ان چې اوس به دې مېرمن هم د مسلم دوست په وينا بهرنيو جنگياليو ته د وينزې په توگه ورکوي او هم به دې کور سوځول کيږي. ځکه چې په يوه بله مخکېنۍ خبرونه کې يې د کورو د سوځولو او د سرونو د غوڅولو گوتڅنډنه هم شوې وه. ستاسو د جهاد او اسلام او د اسلامي امارت پايله اخر همدا شوه.وزما طالب گله،که ته خپل تاريخ ته ځير شې، نو پېغلې ملالې يوه لنډۍ ويلې چې :که په ميوند کې شهيد نه شوېخدايږو لاليه بېننگۍ دې ساتينهله سکندره مقدوني نه تر دې دمه ستا تر پيره پورې داسې نادوده نه ده رامينځته شوې. اگر چې تاريخي لاسوندونه دا ښيي چې د مقدوني يوه مېرمن پښتنه وه چې هغه يې هم د وينزې په توگه نه ده کړې او د مجاهدينو په وخت کې ځينې پېښې ثبت شوي چې چترالي ملا يا برهان الدين رباني په کابل کې د يوې مېرمنې خاوند له شپږ مياشتو سرگردانۍ وروسته ايله همدومره ليکلي وو چې ((زنش بدهيد!)). هغه هم د شورای نظار د مسعود لوچکانو او لنډه غرو ترې برمته کړې وه.وزما طالب گله،ستا سرکاري مفتيان او ملاتړي يا خواخوږي ملا فضل الرحمان، مولوي سميع الحق، مفتي منير، جنرال نصيرالله خان بابر او جنرال حميد گل او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او ترې مخکې منور حسين او قاضي حسين احمد خو معلوم وو، خو د داعش مفتيان به څوک وي؟ خبره زړه په زړه ده او که نوې؟پوښتنه دا ده چې که ابوبکر البغدادي داعش ته په عراق کې فتوی ورکړې، خو ځه هلته خو يزيديان دي، نو ته خو يزيد هم نه يې، نو ستاسو مېرمنې (ښځې) ولې بهرنيو جنگياليو ته د مينځې په توگه ورکوي؟يزيدي ملايانو او علماو خو دا فتوی خپلو خلکو ته ورکړې چې که کومه ښځه د داعش له منگلو خلاصه شي، راوتښتي، نو تاسو يې مه ملامتوئ، بيرته يې خپلې کړئ او بيرته خپل عادي ژوند ورسره شروع کړئ. ځکه دا د ظلم واکراه او زور زياتي صورت دی او د زور زياتي په صورت کې ښځه ملامته نه ده.زما پوښتنه له تاسو نه دا ده چې که ستاسو خور ومور يا مېرمنې يوسي او د عراق غوندې يې درته په کمپ کې ساتي او وخت ناوخت پرې خپله جنسي غريضه او تنده ماتوي، هم يې خپل ځانته په نکاح کوي او هم يې د ښځو منډي يا بازار ته وړاندې کوي او سيلانيان پرې گرځوي، نو ستا به څه حال وي؟اگر چې لا په رسنيو کې د اسماعيليه فرقې او د اهل تشيعو له مېرمنو سره داسې چلند نه شوی، ځکه چې هغوی يو د اسد او بل د ايران ملاتړ له ځان سره لري، خو د يزيديانو ملاتړ له عراقي حکومته هم نشته. يوازې همدغه بهرنيان، کوردان او نور بشري ارگانونه يې ملاتړ کوي. ستا ملاتړ او خواخوږۍ ته به څوک رادانگي. داسې برېښي چې هېڅ خواخوږي نه لرې.وزما طالب گله،زه دا پوښتنه ستا مشرانو وړندو اخوندانو، متوکليانو، ضعيفيانو، جليليانو، ستانکزيانو، يوسفيانو، مجاهديانو او نورو بې ايمانو مخې ته ږدم او پوښتم چې ستاسو د اسلامي امارت د غوښتنو او ارمانونو وروستۍ پايله همدا شوه چې نن د مسلم دوست غوندې يو مجهول الهويته، بېپرنسيپه، بد اخلاقه او بې ادبه، بې ايمانه او بېناموسه رسنيو ته وايی چې ((زه به د طالبانو ښځې بهرنيو جنگياليو ته د وينزو په ډول ډالۍ کړم))، نو ته او خدای چی تاسو به خپل ضمير او وجدان ته څه ځواب وايئ؟اخري پښتونولي مو همدا شوه؟دوه خبرې دي :يا خو ته مسلمان وپښتون نه يې چې ستا په شتون کې اوس مسلم دوست داسې اپلتې وهي.يا خو مسلم دوست مسلمان وپښتون نه دی چی ستا په حق کې د نورو په لمسون د فشار د يوې وسيلې په توگه داسې گواښنې او گوتڅنډنې کوي چې د زړې پروژې يعنې له طالبيته توبه گار او له نوې پروژې يعنې داعش سره دې يوځای کړي.دېته استخباراتي سياست وايی چې هم يې اوس له ايمانه خلاص، هم دې ورته کور سېځنه روا، هم دې ورته سر غوڅونه روا چې مخکې خو تا د خلکو غوڅول، خو نن دې خپل وار دی چې دا خو لا څه کوې نن له دې وروسته به دې مېرمن هم بهرنيو جنگياليو ته د مينځې په توگه ډالۍ کوي. اخر ته له ځانه وپوښته چا چې تا ته مخکې دا ډول فتواوې درکولې، نو نن ستا په حق کې نورو ته هم له تاسو خطرناکې فتواوې ورکوي چې هم به له ايمان خلاصېږې، هم به دې کور سوځيږي، هم به دې سر غوڅيږي او هم به دې مېرمن نورو وړيا ډالۍ کيږي، خو ته لا بيا هم نه پوهېږې او د پردی ټوپک دې لا د خپلو خلکو د وژلو او هېواد ورانولو پسې اوږې ته اچولی، نو له تا به بل لوی ناپوه څوک وي؟له تاسو خو پنجابيان هم شرف لري. لږ تر لږه خو يې په خور ومور او په مېرمنو څوک داسې ملنډې نه وهي.ايا ښه به دا نه وي چې لږ په گرېوان کې سر ښکته کړې او خپل ملي واسلامي رسالت وپېژنئ!

 

https://lh5.googleusercontent.com/oxWsE18rq4s1TJUJFGm9OR-Xm1C1lUih0dTKDR1zbd3sE4O47yc2p5IIK4ud9-VqJKMFH2T3KVOVA4NZdGlbdhkWhAtbI1wqETWTegTQbvBC2FuCx0jhJFYx4IjDKpePPhL4HhwrohHK6N4Q

تاسو يې شکل ته گورئ چې د ده او د gangster ترمينځ څه توپير دی؟ له ده به د جهادي واسلامي ارزښتونو د مراعات څه تمه وشي؟

 

زموږ مفسر صاحب د قرآني پلوشو او د حکمة الباري ليکوال په دې تړاو څه وايی؟ کلام پاک خو سرتنبه خلکو ته د ((ان الله لايحب کل مختال فخور)) کليمات کارولي دي. خولې يې چېرې اېښې ده ايا يو معقول انسان به داسې وکړي، لکه ده چې کړي دي؟

 

نوټ :

اگر چې زموږ د شپولې په ياغي بند نومي قريه کې يو تن د مجاهدينو په وخت کې حکومت ته وتښتېده او له ځان سره يې يو ميل وسله يعنې کلاشينکوف وړې وه چې بيا حاجي عبدالقدير د هغه پلار ونيولو او لور يې ورته يو پارسيوان عسکر ته چې ده تسليم شوی وو او ورسره مجاهد وو په ((زور)) په نکاح کړه. اگر چې د هغې جنۍ خوښه نه وه او د زور فيصله پرې تحميل شوه چې ډېر وخت سره ناباندي ول.

 

عجيبه انصاف وعدالت چې گناه چا کړې وه او پکې دل څوک شول؟

 

پېغمبر د خدای خو پر بريره رضی الله تعالی عنها خپله خوښه ونه شوه منلی. سره له دې چې څښتن يې په سرو سترگو د الله تعالی پېغمبر ته ژړل او ورته زياته گرانه هم وه، خو د بريرې رضی الله تعالی عنها خوښ نه وو او د هغه غوښتنه يې هم ورته وويله، خو هغې مبارکې ونه منله اوترې ويې وپوښتل چې يا د الله تعالی پېغمبره ((دا ستا خوښه ده او که حکم؟))، نو هغه مبارک ورته وويل چې نه، دا زما خوښه يا نظر يا غوښتنه ده، نه حکم. نو هغې مبارکې ورته وويل چې، نه، دا ستا چې خوښه ده، زه يې نه منم او که دې حکم وي، نو منم يې. د پېغمبر صلی الله عليه وسلم خوښه يې ونه منله او هماغه وو چې طلاق يې واخېستل او ځان يې خلاص له خپل څښتنه خلاص کړ، خو موږ مجاهدين له پېغمبره هم څو درجې مخته وو.

 

نو لنډه غر او بېباکه مسلم دوست د کوم شرعي صلاحيت له مخې د طالبانو ښځې بهرنيو جنگياليو ته د مينځو په ډول ډالۍ کوي؟ په داسې حال کې چې د الله تعالی پيغمبر د خپل صحابي او صحابۍ ترمينځ د زور فيصله نه شي کولی، نو د ابوبکر البغدادي پيروان يې په کوم شرعي مجوزيت باندې کولی شي؟ هيله ده چې يوځل ابوبکر البغدادي او پيروان يې خپل ځانونه په اسلامي هېنداره، مدني او د بشري قوانينو او اخلاقو په رڼا کې وويني.

 

نتېجه :

ايا ټوپک به ډېر مهم وي او که زده کړه؟ برابره خبره ده چې اسلامي وي او که عصري او که دواړه شي، نو بيا خو نور علی نور. په کار خو دا ده چې پر علم او پوهې باندې تمرکز وکړو، نو بيا به زموږ دواړه جهانونه يعنې دنيا وآخرت دواړه پسې ښه شي. کنه، نو دنيا خو مو تباه ده او آخرت به مو هم تباه شي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

امریکایی داعیشیان په افغانستان کې!

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39483

 

هادي مشهور په سعد امارتي وتښتید

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39471



نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button