اغلې زرغونه ژواک سره ځانګړې ادبي مرکه

د رادیو تیلویزیون د پخوانې خوږ ژبې ویاندې اغلې زرغونه ژواک سره ځانګړې ادبي مرکه:

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد کې، ازادي غوښتونکو، نامتو، او اتلو میرمنو د تاریخ په اوږدو کې د خپلو انساني عواطفو، اخلاقي، تربیوي او بشر پالو ولوو او احساساتو په وسیله د انساني ژوند په بیلابیلو برخو کې د پتمنو، میړنیو نارینه وو تر څنګ د ظلم، زورواکي، بې عدالتي او توتریخوالي پر وړاندې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خپل مقاومت، عادلانه او برحقه مبارزو ته دوام ورکړئ دی، او په دې لاره کې یې اوچت ګامونه پورته کړي دي، چې د دغو اتلو او نامتو ښځینه وو نومونه د میړنیو اتلانو ترڅنګ ځلانده او تلپاتې دي. زموږ د هیواد لیکوالو او ملي سټو د دوی کارنامې ، حماسې او اتلولي په خپلو ارزښتناکو او ګټورو اثارو کې کښلي دي او په ډیره درنه سترګه یې ورته کتلي دي.
زموږ په هیواد کې دغو درنو ښځو د خپلو لوړو استعدادونو، لیاقت، پوهې او میړانې په وسیله د هیواد په بیلابیلو برخو کې ارزښتناکه او اغیزناکه ونډه اخیستې ده، چې د دوی دغه کارنده دریځ د درنښت او خورا ستاینې وړ دی.
یوه له دغو فعالو او پیژندل شویومیرمنو له ډلې څخه اغلې زرغونه عطا ژواک هم ده.
اغلې زرغونه عطا ژواک د رادیوتیلویزیون هغه پخوانۍ خوږ ژبې ویانده ده چې په خپل خوندور غږ یې د رادیو تیلویزیون په بیلابیلو خپرونو کې برخه درلوده او په دغو خپرونو کې یې څرګند تبارز درلود.
اغلې زرغونه عطا ژواک د خدای بښلي محمد دین ژواک لور او د ارواښاد غلام محی الدین بارکزي لمسی ده چې پر (۱۳۳۲) لمریز کال د کابل ښار په (شهرارا) کې په یوه درنه کورنۍ کې زیږیدلې ده. دې خپلې لومړنۍ زده کړې پر (۱۳۵۲) لمریز کال د عایشی دراني په ښوونځي کې او لوړی زده کړې یې پر(۱۳۵۷) لمریز کال د اقتصاد په پوهنځي کې سر ته رسولي دي.
هغه ژوره مینه چې اغلی زرغونه عطا ژواک د ادب او فرهنګ سره لرله، د زده کړو په دوره کې همیشه به د خپل پلار سره رادیو ته هم تلله. د نطاقۍ سره یې ځانګړې مینه درلوده، په پښتو ژبه کې د خدای بښلې صایمه مقصودي او په دري ژبه کې د شفیقې محمود حبیبي نطاقي یې ډیر خوښیدله. دې به تل د خپل پلار په هڅونې په دې لاره کې اوچت ګامونه پورته کول. په پوهنتون کې پر (۱۳۵۵) لمریز کال کې په یوې کلتوري خپرونه کې چې د اقتصاد د پوهنځي له خوا جوړه شوې وه، اغلې زرغونه عطا ژواک په دې غونډه کې د پښتوژبې د نطاقۍ په برخه کې فعاله ونډه درلوده. په دې غونډه کې زموږ د هیواد وتلی ، نامتو علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان هم ګډون درلود، دی په هغه وخت کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د نشراتو ریس وُ. دغونډې په پای کې ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان د اغلې زرغونه عطا ژواک نطاقي ډیره وستایله او دې ته یې بلنه ورکړه چې په رادیوافغانستان کې خپله نطاقي پیل کړي. لنډه دا چې اغلې زرغونه عطا ژواک وروسته له څه مودې رادیو افغانستان ته ولاړه د ټاکلي کمیټې له خوا د ویاندې په ازموینه کې یې ګډون وکړ او له بریالیتوب څخه وروسته یې په اونۍ کې دوه یا درې ورځې همکاري پیل کړه.
اغلې زرغونه عطا ژواک د لوړو زده کړو وروسته د کانو او صنایعو په وزارت کې خپله رسمي دنده پیل کړه. دې پر (۱۳۵۹) لمریز کال کې په رادیو تیلویزیون کې د نطاقانو په څانګه کې د ویاندې په توګه خپل رسمي کارته دوام ورکړ. په بیلابیلو خپرونو کې یې نطافي کوله او په ورستیو کلونو کې د رادیوافغانستان د اطلاعاتو او خبرونو د مدیریت غړیتوب یې درلود.
اغلې زرغونه عطا ژواک لکه زموږ نورهیوادوال د (۱۳۷۱) لمریز کال وروسته، د جهادي ډلو ټپلو د جګړو او شخړو له کبله په جرمني هیواد کې د خپلې کورنۍ سره مهاجره شوه. اوسمهال په دې هیواد کې د پردیسې شپې او ورځې سبا کوي. دې په جرمني کې هم خپل ادبي اوفرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړئ. نوموړی د افغاني ښځو د حقوقو د لاسته راوړنو او یوالي په برخه کې د اروپا په کچه د افغاني ښځو په ټولنه کې فعاله ونډه لري.
د اغلې زرغونه عطا ژواک د پوره پیژندګلوي په اړه ما له دې سره یوه ادبي مرکه نیولی ده، چې ستاسو د ادب او فرهنګ درنو مینه والو پام ورته را اړوم.
قدرمنې زرغونه جانې سلام.
اجازه راکړئ خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران انجنیرعبدالقادرمسعود صاحب ډیره مننه زما سلامونه هم ومنئ. زه ستاسو په خدمت کې یم.

زرغونه جانې زه غواړم خپلې پوښتنې د ارواښاد استاد محمد دین ژواک صاحب چې زموږ د هیواد یو تکړه ادیب، شاعر، ژورنالیست، سیاست پوه، محقق او څیړونکې وُ پیل کړم.
مهرباني ډیره مننه.
پوښتنه : ارواښاد استاد ژواک صاحب د ادبي نثرونو په برخه کې ډیر ارزښتناک او ګټور اثار لري. تاسې د ده د نورو آثارو په پرتله ادبي نثرونه څه ډول ارزوئ؟
ځواب : ډیر محترم انجنیرعبدالقادر مسعود !
زه په ځان کې دا صلاحیت نه وینم چې د لوی استاد ژواک صاحب پر اثارو په تیره پر ادبی نثرونو وږغیږم. دې پوښتنې ته دده په شان لوی لیکوال باید خبرې وکړي، خیر دلته به د څو بهرنیو او کورنیو لیکوالو خبرې د استاد ژواک په هکله وړاندې کړم چې د ده د اثارو د مینه والو تنده په ماته سي : کاندید اکادیمیسین محمد ابراهیم عطایي لیکي : د محترم ژواک منثور شعر چې د ده د خاص سبک ډیره نمایندګي کوي ،ما سبک ووایه دا خبره پر ځای ده ځکه ژواک دا حق لري چې د سبک خاوند ورته وویل سي ، متاسفانه چې موږ تر اوسه د پشتنو ادبیاتو یو منظم او ټاکلی تاریخ ندی لیکلې نو دا خبره خو لا ډیره لری ده چې د معاصرو لیکوالو سبکونو، او دهغو خاوندان سره بیل کړو. زموږ په روان ادبي شخول کې چې کله کله سامعه خراشه غرږي او رمباړې یې هم اوچتیږي د ژواک ادبي زمزمه پر غوږو بده نه لګیږي ،دی د رازونو نړۍ لری خو زمزمه وایي رک ګویه دی. هلته چې د کوچی بوډۍ سره دیالوګ سازوي او د هغې په خوله وایي چې د دوی وینی په تیلو بدلیږي او تیل د نازولو د سپرلیو په موټرو کې مصروفیږي نو سړی نه بلکې د سړیو ټولنه د وجدان محاکمی ته راکشوي . هغه څه چې دی د کوچی په ډیالوګ کې زموږ د غیر منظمو ټولنیزو په رابطه کې بیانوي وزن او دروندوالې یې د هغو حقایقو څخه په کمه ندی، چې ( اناطول فرانس ) یې د (ریفوس) په ماجرا کې بیانوي او دغه بې رمزه راز د هغو حقایقو اظهار دی چې ژواک ته د (اناطول فرانس) ، فرانسوي نثر نګار ادبي حیثیت ورپه برخه کوي. په ادبي نثر کې تصویر نګاري یو خاص فن دی ، ژواک په دغه فن کې دلوی لاس خاوند دی، د ژواک کمال خو لا دا دی چې پښتو او فارسي کې یو شانته د لیکنې قدرت لري. دا نظر د دروند خدای بخښلي (محمد ابراهیم عطایی) دی چې پر( ۱۳۶۶ ) لمریز کال د لړم پر دوهمه یې د محترم استاد ژواک پر ادبي نثرونو کړی وو. (پروفیسور ګیورکي نیودوویچ ګیرس) د مسکو د علومو د اکادمي غړی او «د علمي مشر کارکونکې» د لقب خاوند د پښتو د ادبیاتو پوه او ختیځ پیژندونکی او د ډیرو اثارو لیکونکې په خپل هنري نثر کې چې پر( ۱۹۶۲)زیږدیز کال چاپ شوی داسې لیکي : محمد دین ژواک د ځوانو لیکوالو په ډله کې په زړه پوری اثار وړاندې کړې دي . دی د توان وروستی شپه د افسانی مولف دی ،پدی کیسه کې په ښکاره ډول سره د منورو پښتنو افکارو او نظریاتو ترسیم شوی دی . پروفیسور ګیرس « پښتو نثرونو کتاب » د توجه وړ بولي چی پر( ۱۹۵۷) زیږدیزکال کې چاپ شوی دی. ګیرس دا کتاب لومړی ادبي نثر بولي او وایي: د ژواک دا اثر چې مدون یې دی د هنري نثر ښه بیلګه بولي او ګیله کوي چې دا کار نه شو تعقیب !! دی داهم وایي چې د «ژواک » لیکنې له هغو شاعرانو او لیکوالو څخه بیلې دي چې ګل او بلبل ،غوټی او بورا ستایي بلکې د مجرد عشق جریان له طرفدارانو څخه ندی چې د « توان وروستی شپه » اثر د دې مدعا ثبوت دی …دی د ځینو پښتو لیکوالو په لړ کې د نوی زمانی استازی او لرلیک اتل دی .( ا.س ګراسیمووا ) د مسکو د علومو د اکادمي علمي غړی د فیلالوژی کاندیده ، ختیځ پيژندونکې او د پشتو اثارو لیکونکې په افغانستان کې د پښتو ژبې ادبیات چې په (۱۹۸۶ ) زیږدیزکال چاپ شوی کتاب کې وایي : د ژواک د اثار و څخه په څرګنده ډول مالومیږي چې دده زیات تمایل ټولنیزو پیښو ته وقف شوی دی نو ځکه دده په هکله باید وویل شي چې د ځینو نورو پښتنو لیکوالو په لړ کې د نوی زمانی د حقایقو ښکارندوی دی . (استاد عبدالله بختانی خدمتګار) د استاد ژواک په هکله وایي : منثور شعر که د پښتو ادب په ګل بڼ کې لرغونې عنعنه ولري او که دا په کې زموږ په لاسونو نوی کرل شوی ، زرغون شوی او غوړیدلی عصري ګل وي ،په دواړو صورتونو زموږ د ملي ادب ښکلا او غنایو ارزښتمنه پانګه ده ، د ژواک صاحب قلم د دې ژانر ډیری ښی نمونی ایحاد کړې دي چې په خاطرو ،طنزونو ،دیالوګونو ، سپینو شعرونو ادبی میناتورونو شامل دي.
پوښتنه : ارواښاد استاد ژواک صاحب لکه نورو لیکوالو د پښتو ژبې د پرمختګ ، ودې او پراختیا لپاره د نورو آثارو تر څنګ د پښتو د ژبپوهنې او ګرامر پوهنې په اړه هم ډیرښه او ارزښتناک آثار کښلي دي، او په دې برخه کې یې ډیرې هڅې تر سره کړې دي. مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
ځواب : استاد ژواک که له یوخوا د پښتو ژبې د ژب پوهنې او ژبې د زده کړې یا ښودلو په برخه کې پوره لس کاله د پخوانی نجات یا اوسنی امانی لیسی د پښتو ادبیاتو د زده کړې مسوولیت درلود همدا ډول یې د رادیو افغانستان له لاری تر لسو کلونو ډیر د پښتو ژبې د زده کړې لپاره یوه خپرونه درلوده ، همدغه شان د پشتو ژبې د غني فلکلور په برخه کې دپراخ کار له وجهی د څیړنملی اکادمیک لقب یې تر لاسه کړی، استاد ژواک د خپل وخت په زیاتو علمي ، فرهنګي سیمینارونولکه د خوشحال خان خټک ، بایزید روښان ، سنایي غزنوي ، د پشتو ژبې د چاپي اثارو نړیوال سیمینارد فلکلور نړیوال سیمینار او دا ډول نورو په لس هاوو علمي غوڼډو کې برخه اخیستې وه.
پوښتنه : تاسې د خدای بښلي استاد ژواک صاحب د فولکلوراو فولکلورپوهنې آثارو په برخه کې څه لید لرئ؟
ځواب : دلته غواړم یوازې د استاد ژواک د فلکلوري کارونو په ترڅ کې د بیلګې په ډول پر پشتو لنډیو د ده دزیار او هڅو یادونه وکړم ،استاد د محترم محمد ګل نوري نه وروسته د پشتو د بڼ نه پر لنډیو ډیر هڅنده کار سرته رسولی هغه داچې د دوهم ځل لپاره یې ډیری نوری لڼدۍ راټولی او هیوادوالو ته د ګلو د ګیډۍ په شان ډالۍ کړئ او دا لړۍ یی بیا هم په خپل یو تحقیقي اثر چې د افغاني موسیقي په نامه یې لیکلې دی. ده پر لڼډیو باندی هڅه او هاند سرته رسولی دی چې پر دې اثر یې د محترم عبدالقدیم پتیال نظر ستاسو سره شریکوم : ( د پښتو د موسیقي پر بیلابیلو ادوارو ، پړاونو او همدغه راز په دې کتاب کې پر څلورو خاصو سندریزو مکتبونو په عملي توګه استاد څیړنه کړئ ده : چی په هغه کې د کندهار سندریز مکتب ، د ننګرهار سندریز ، د پکتیا سندریز او د لوګر پر سندریزو مکتبونو د معرفي په ترڅ کې د پښتني فلکلور په چوکاټ کې د نظم بیلابیل ډولونه هم څیړلي او په مستقیمه توګه یې د هغو تړاوو له موسیقۍ سره ښودلی دی . د دې تر څنګ په دغه اثر کې له موسیقۍ سره په ارتباط کې د پښتو لنډیو پر کمیت او کیفیت ږغیدلی او دغه لنډۍ یې پر مختلفو ډولونو ویشلي او بیایې هر شکل د اجتماعي ، سیاسي او روحاني حالاتو په رڼا کې تر بحث لاندی نیولې دي .په لنډیو کې د منظری جوړولو او شکل مننی خصوصیت په لنډیوکې دانسان د غمونو هینداره ،مضمون په لنډیو کې د ویاړلو د عنعنی هستونکی د لنډیو د تغزلي ماڼۍ پر اساس مضمون ، په لنډیو کې دویاړلو د عنعنی هستوونکي د لنډیو د تغزلي ماڼۍ پر اساس مضمون ، په لنډیو کې د تغیر او بدلون پر پروسی په لندیو کې د ښځې د تاریخي ،اجتماعي موقعیت پر صادق ویندویی ، په ښځینو لڼدیو کې موزیکی پر ضد د ښځی اعتراض پر تاریخي سرچینی د لڼدیو د ټولنیزو تفاوتو پر کړو وړو او د ځانځاني دوران په لڼدیو کې د ښځی پر موقف په تفصیلي او تشریحي توګه ږغیدلی او هر سر لیک یې تر ژورې څیړنې لاندی نیولی دی ، کله چې د استاد ژواک د تشریحاتو له مخې څوک د لڼډیو ماهیت ته متوجه سي بیا نو ورته څرګندیږي چې د لڼډیو پرته له هغو علمي او تحقیقي ژورو معلوماتو چې د محترم اکادیمیسین سلیمان لایق له خوا «دپښتو لنډۍ » په نوم کتاب لیکل سوی دی دایې یوه بله په زړه پوری د منلو وړ نمونه ده چې علمي او هنري دواړه اړخونه لري، همدارنګه استاد ژواک دلنډیو په باره کې تیوریک معلومات وړاندی کړئ. همدا ډول استاد ژواک د خپل علمی څیړنیزو کارونو په ترڅ کې زیات شمیر اثار کښلي ترتیب، تدوین او چاپ کړي دي له هغو نه د پښتو متلونو ، دحنان بارګزی ددیوان تدوین دسریزی کښل اوچاپ ، پرونی هنداره ، رزمز او راز لومړی برخه ، افغاني حماسه ، د رزمز او راز دوهمه برخه ، دافغاني موسیقۍ ود ادبي مکاتیبو لړۍ ،د ګپ شپ لړۍ ،او په زرهاوو نور لیکنی د هیواد دننه او بهر په مطبوعاتو کې لري.
پوښتنه : مهرباني وکړئ د خدای بښلي استاد ژواک صاحب د تحقیقاتي او څیړنیزو آثارو په اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
ځواب : استاد ژواک د نورو ډیرو څیړنیزو او تحقیقاتي کارو په څنګ کې د پشتو او انګرزیزي ګرامر هم یو پراخ څیړنیز کار سرته رسولی وُ چې د یو کتاب په ډول خپلو هیوادوالو ته وړاندی کړئ وُ ،همدا ډول استاد د لومړی ځل لپاره لومړی د پشتو لوست کتاب د نړیوال میتود سره سم د ښونځیو د څلورم ټولګیو لپاره لیکلی وُ چې په هغو کلونو کې د یونسکو د جایزی وړ هم ګرزیدلی وُ.
پوښتنه : د ارواښاد استاد ژواک صاحب په آثارو کې سپیڅلي اوعاطفي فکتورونو، ملي او وطني احساسات اوپیغامونه، ادبي اوهنري ځانګړتیاوې زیاتره انعکاس موندلې دی؟ تاسې د دغو ښکلواو نوښتګرو انځورونو اغیز په څه کې وینئ؟
ځواب : استاد ژواک یو ریالیست ،لیکوال وُ او د خپل هیواد او هیوادوالو سره یې بې پراخه اندازه مینه درلوده او همدا مینه وه، چې دی یې د خوارو او مظلو مو خواته بیوه او لیکنې یې دهغو د ژوند انعکاس وُ ،د همدې وجې په درلودو دی دهغو ملي نهضتونو پلوی وُ او یا یې مستقیمه وڼده پکښی درلوده چې د ده له نظره په دې ملي هڅو کې د انسان او انسانیت ، ښيګڼې پکښې نغښتی وئ ، دی دظالمو په وړاندی د خپل لیکوالی او قلم په مرسته ولاړ انسان وُ ،همدا شان دی د اماني نهضت ددوران زیږنده انسان وُ، او د هغی لاری مین وُ ،همدا ټول دلایل دده د ژوند په جوړښت کې خپل وڼده درلوده او د استاد په ټولو اثارو کې دا سپیڅلتیا له ورایه شکاري.
پوښتنه : ویل کیږي چې خدای بښلې استاد ژواک صاحب شاعر هم وُ.خو د شعرپه پرتله د ادبي نثرونوپه برخه کې یې کارنده ونډه درلوده.تاسې د دغې دک ودلیل په څه کې وینئ؟
ځواب : د استاد ژواک منظوم اشعار ډیر لږ وُ، د ادبي نثرونو په برخه کې د هیواد وتلي او لوړ شاعر ښاغلي صدیق کاوون توفاني نظر درسره شریکوم : ( ژواک صاحب د مینې کرونګراو د خپل زړه په بیدیا کې یې د مینې شین او سمسور باغ کرلی وُ، هغه له کرکې کرکه درلوده، هغه د خپلو هیوادوالو په خوښیو خوښ او په غمونو غمجن وُ. هغه په صمیمیت او صداقت لیکنه کوله، کله چې موږ د هغه کوم شعر ادبي ټوټه یا کیسه لولو متوجه کیږو چې هغه خپل عاشق زړه او خپله ټوله مینه په لیکنه کې ځای پر ځای کړئ . د ژواک صاحب خبرې لکه د چینې اوبه رڼې او لکه د لمر وړانګې تودې او ځلانده دي . هغه په ځانګړي سبک د پښتو ادبیاتو او په ځانګړي ډول د پښتو هنري نثر ارزښتمنه شتمني ده. ) د استاد ژواک په سبک او لیکنه کې د ده دک او دلیل همدا دی.
پوښتنه : د خدای بښلي استاد ژواک صاحب پیاوړې ونډه په سیاسي فعالیتونو کې په تیره بیا د ویښ ځلمیانو په غورځنګ کې څه ډول ارزوئ؟
ځواب : خدای بخښلی استاد ژواک یو ریالیست انسان وُ او په ټولنه کې همیش د خوارانو او مظلومو په خوا کې د ظالمو او زبیښاګرو په وړاندی ولاړ انسان وُ دده ټول لیکلي اثار دده ددې ادعا ښه بیلګه ده ورسره استاد ژواک کورنۍ ماحول هم د اماني نهضت تر تاثیر لاندی وُ او دده پلار او د کورنۍ ډیر مشران یې د شاه امان الله خان سره په ارګ کې د هغه د شاهي یانو د ډلی نه وو او دی لا دیر وړوکی وُ چې د امان الله خان ددوستی په نامه د کابله نه د حبیب الله د سقاووی دوری د مظالمو سره مخامخ شوی وُ. کورونه یې په زور او جبر د هغو نه واخیستل شول او دوی په خالي لاس تبعید شول.
همدا پیښو د هغه پر ژوند ډیر ژور تاثیر اچولی وو او وروسته د استاد ژواک په هکله سر محقق عبدالله بختانی خدمتګار داسې وایي: پر (۱۳۲۵) لمریز کال د دلوی په میاشت کې د ویښ زلمیانو حزب جوړ شو لومړنی اساسی مرام یی دا وو.
دعلم اومعارف تعلیم او دافکارو تنویر
له هر راز ظلم او رشوت سره مبارزه
دناوړو دودونو او خرافاتو سره مجادله
دملي وحدت د تینګیدو لپاره هڅه
د دې حزب لومړنی مخکښان او غړي زیاتره د پښتو ژبې لیکوالان وو د استاد قیام الدین خادم ،استاد ګل پاچا الفت، استاد عبدا لروف بینوا او نورو مشرانو تر څنګ د ځوانانو له جملی نه ښاغلو محمدین ژواک ، محمد موسی شفیق ،محمد ګلاب ننګرهاري او زما دپلارغوندی نورو کسانو هم برخه درلوده.
اوس به راشو ستاسو په اړه پوښتنو ته :
پوښتنه : زموږ هیواد وال ستاسې له څیرې سره د یوې خوږ ژبې او تکړه ویاندې په توګه اشنا دي. څنګه موپه دې برخه کې خپل استعداد او وړتیا ته پام شو، د خپلې نطاقۍ د انګیزې او پیلامې په اړه څه وویاست؟
ځواب : له کومه ځایه چې زه به یوې روڼ اندې کورنۍ کې زیږیدلی یم نو لا ډیره وړه وم چې ماته دا سعادت را په برخه شوو چې د خپل ګران پلار سره کله کله رادیو ته لاړه سم او د رادیو د خپرونو ، ستدیو ګانو ،سندرغاړو او ویاندو له کار او څیرو سره اشنا شم او له همدی وخته ماته د ویاندې هیله را پیدا شوله ،د لومړي ځل لپاره زه د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم چې د شوونکی د لمانځلو په خپرونه کې مې په ښونځي کې د لومړی وار لپاره ونډه واخیسته ، او وروسته مې د کابل پوهنتون د زده کړی په دوران کې د خپلی پوهنځی په فرهنګي خپرونه کې چې د هغه وخت دمخکشو محصلینو له خوا جوړیدله ونډه واخیستله او دهمدی خپرونی له لاری مې رادیو او تلویزیون ته د محترم داکتر اکرم عثمان دهغه وخت د اطلاعاتو او کلتور د نشراتو ریس له خوا د ویاندې ازموینې ته ولیژل شوم او بیا مې د پوهنځی په دوهم کال دې دندی ته لاره پرانیستله.
پوښتنه : تاسې نطاقي څنګه را پیژنئ (تعریفوئ)؟
ځواب : نطاقي د ژورنالیز م له نړۍ څخه یو ژانر یا یوه برخه بللی شو، چې بیا هر ویاند دخپل ذوق، سلیقې او مسلکي ځانګړتیاوو په درلودو سره کولای شي چې د رادیو او تیلویزیون په خپرونو کې د ویاندې دنده سر ته ورسوي.
پوښتنه : ستاسې اصلي هڅوونکې د ویاندۍ په برخه کې څوک وو، او د لومړي ځل لپاره ستاسې نطاقي له کومې خپرونې څخه پیل شوه او څه احساس مو درلود؟
ځواب : زما اصلي هڅوونکې د ویاندې په ډګر کې زما خپل ذوق او جرئت، په ښوونځې کې زما ښوونکي او ټولګیوال او د پوهنځې په وخت کې هم ځینې ښوونکي او ځینې ټولګیوال او زما خپله کورنۍ، دوستان په تیره زما خدای بښلی پلار وُ.
پوښتنه : له نیکه مرغه تاسو په یوه روڼ انده او درنه کورنۍ کې را لویه شوې او روزل شوې یاست، خو بیا هم تاسې ته په خپل چم او ګاونډ کې د نطاقۍ په برخه کې د شرایطو سره سم امکانات شتوالی درلود او که نه؟
ځواب : بلی زه په یوه کورنۍ کې زیږیدلی وم چې دنجونو ، لوڼو او زامنو د تعلیم اوعلم هڅه او هاند یې خپل د ژوند لومړنی د کامیابي ګام باله .
خو له بده مرغه زموږ ټولنه چې د نړۍ د وروسته پاتو هیوادونو نه یو هیواد وو، اوپه خواشینۍ سره د افغانو ښځو ټولنیز ماحول د ډیرو ترخو او ستونزمنو حالاتو سره مخامخ وو او دی ، که کورنۍ دامنلی وای چې لوڼی یی یو مثبت پرمختګ ته زړه ښه کړئ او د هغه سرته رسولو ته عملي هڅې وکړي بیا په ټولنه کې د ځینو وروسته پاتو او زړو دودو دستور چی خپله توره سایه یی پر نوي نوښتونو اچولی د سختو دریځونو او غبرګونو سره لاس او مخ وي ، چې د نورو کارونو په څنګ کې د ښخو وڼډه د میدیا «رادیو او تیلویزیون » محیط ته ورتګ وو چې باید دډیرو ستونزواو ربړنو په زغملو یی دا لار پرانیستی وای ، او زما ورتګ او د کار کول هم خالي ددې ستونزو نه وو .
پوښتنه : تاسې هغه وخت چې په رادیوتیلویزون کې رسمي دنده لرله، په کومو خپرونو کې مو نطاقي کوله؟
ځواب : هو ما د رايو او تلویزیون په ډیرو ثبتی خپرونو لکه د کورنۍ ژوند ،د ځوانانو ، د ښخو او ټولنی ،داقتصادی ، کرنی او مالداري ، مطبوعاتو ته یو کتنه او مستقیم خپرونکو لکه د ورځی خبرونه او د شپی خبرونو او په څنګ کې مې څه کم دری کاله د تیلویزیون د شځو او ټولنی د خپرونی پرودیسوري او ویاندي هم کوله .
پوښتنه : ویل کیږي چې (خدای بښلې لطیفه کبیر سراج) لومړۍ ښځینه ویانده وه چې په رادیو افغانستان کې یې نطاقي پیل کړه.ستاسې لید په دې اړه څه دی؟
ځواب : د هغی درنی میرمنی روح دی ښاد وي هغوی په ډیره میړانه او سرښندنی لومړنی د ویاندی ګامونه پورته کړي چې افغانو ښځو په هغه وخت کې په ټولو برخو کې ډیری ستونزی او کړاونه درلودل اوورسره هغه وخت هر چا دا جرئت هم نه درلود چی ددوی په شان دی دا لوړ او د قدر وړ ګام واخلي او لاره دی و نورو ښځو ته پرانیزي. هغی زموږ د ټولنی د زړو او وروسته پاتو دودونو په وړاندی یوه کامیابه مبارزه پیل او سرته ورسوله چې موږ را وروستو نسلونو او همکارانو ته نه یوازې د قدر وړ ده ورسره باید دې ته په ډیر درنښت او ویاړ هم وکتل شي .
په څنګ کې د هغی ښکلی ږغ ، پوهه ، پر ژبې تسلط او په لوړو ادبیاتو سمبالتیا دا ټول دلایل د هغی د بریاوو او وړتیا نښی بللای شو ،په همدی شان ویلای شم چې د لطیفه کبیر سراج ځای به ټول وخت د افغان ژورنالیزم په نړۍ کې تل پاتی او د ځلا وړ دی .
پوښتنه : هر هنر ځانته خپل سبک لري.آیا په خبرونوکې هم ځانګړې سبک شتوالی لري او که نه، په لنډه توګه معلومات راکړئ؟
ځواب : بلی د ژورنالیزم په پراخه لمن کې هره برخه یې ځانته بیلی ځانګړتیاوې لري او د خبرونو ویل هم یو د دې پراخ ډګرنه يوه ډیره اړینه او مهمه برخه ګڼل کیږي ، ځکه په خبرونو کې د ویاند او اوریدونکي یا لیدونکو ترمنځ د مستقیمو اړیکو ، ربط او تړون وجه ده ،نو پکار ده چې دا اړیکی داسې وساتل شي چې د دواړو لپاره د زغم او حوصله ځای پاتې وي ، نو همدا خبره په خپل وار د ویاند د هنر او سبک بیان دی .
پوښتنه : د یو ښه او نوښتګر ویاند بریالیتوب په څه کې وینئ؟
ځواب : د یو بریالي او نوښتګر ویاند د بري په اند باید لومړی د ویاندی پر ډول وږغیږو چی هغه په رادیو او یا په تلویزیون کی ویاندي کوي ، د رادیو لپاره د یو ښه ویاند بری دهغه د پوهی ، ښه ږغ او د جملو په ښه ادا کی نغښتی دی ، خو په تلویزیون کې د پورتنیو ښیګنو په څنګ کې د ویاند د شخصیت او ظاهری بڼه هم رول لري ، ځکه په ټولنه کې د ویاند اجتماعي ،سیاسي جوړښت د ټولنی په وګړو ځانته تاثیر درلودلای شي.
پوښتنه : تاسې د یوې تکړه ویاندې په توګه نطاقي چې د ښځو او نجونو لپاره یوه ښکلې اوسپیڅلې دنده ده، څه ډول ارزوئ؟
ځواب : زما په اند هره دنده هغه وخت خپله ښکلا ساتلی شي چې د لاسته راوړلو او سرته رسولو لپاره یې ریښتنې هڅې او هاند تر سره شي یا په بله ژبه هره دنده بې له زحمته او کوښښه لاس ته نه راځي ،خو په څنګ کې یې د انسان ذوق او مینه د ټولو په څنګ کې هم لویه ونډه درلودلای شي.
داچې تاسو په مشخصه توګه نطاقی د ښځو او نجونو لپاره دیوې سپیڅلې او ښکلې دنده بللی ده ،تر یو حده ستاسو سره هم نظره یم خو په اصل کې دا دنده په ګډه سره د ښکلا نه برخمنه کیږي تاسو په ټوله نړۍ کې ګوری چی نارینه او ښځې په ګډه د هیواد په ټولو برخو کې مساویانه وڼده لري ،نو شه به وي چې په ټولو اجتماعي ،بنستیزو او سیاسي چارو کې د دواړو پر ګډون باندی تاکید وشي ،دلته به اجتماعي عدالت تامین شوی وي.
پوښتنه : د کومو شاعرانو شعرونه مو دیکلمه کړې دي، او دا را ته وویاست چې په دې وروستیو کلونو کې ، ولې ستاسې اواز د رادیوتیلویزیون په څپو کې نه دی پورته شوئ؟
ځواب : زه تر اوسه دیکلمه شوی شعر چې ثبت شوی وي نه لرم ،خو په ډیرو ناستو ، غونډو او فرهنګي خپرونو کي مې د محترم سلیمان لایق ، کاوون توفانی ، عبدالباری جهاني ،عبدالوهاب سرتیر ، قیام الدین الهام اشعار دیکلمه کړې دي ،او په راتلونکو کې خیال لرم چی په ږغ کې د اشعارو دیکلمه ولرم .
له کومه ځایه چې زه هم د هیواد او هیوادوالو نه د شلو کالو راهیسې د جلا وطنۍ ترخی شپی او ورځی تیروم او ورسره د جرمنی هیواد په یو داسې ښار کې ژوند کوم چې د هیواد نه بهر تیلویزوني چینلونو او یا یې د نمایندګیو له څانګو نه لری یم نو همدا وجه ده چې د هغوی په خپرونو کې هم لاس رسي نه لرم .
پوښتنه : د کومو ویاندو نطاقي او دکلمه مو ډیره خوښیږي؟
ځواب : زه د خپلو ټولو همکارانو د ږغ او ویاندی سره مینه لرم خو د خدای بخښلی صایمه اکبر ، ډاکتر ثریا خادم، داکتر صاحب سلام جلالی ، سیف الرحمن ابراهیم خیل او نبی پاکطین او په دری ژبه کی د خدای بخښلی مهدی ظفر او شفیقه محمود حبیبی ویاندي مې خوښه ده. د اشعارو په دیکلمو کی مې د تورپیکی خادم سنګین ، سهیلا حسرت نظیمی او به دري کې د ډاکتر صاحب اکرم عثمان ، او فریده جان عثمان انوري شعري دیکلمې مې خوښې دي .
پوښتنه : ستاسې په اند په نطاقي کې د مسلکي کورسونو زده کړه او لوست دیو ویاند په پیاوړتیا او امکاناتو باندې څه اغیز لري؟
ځواب : زما په اند د ویاندی مسلکي کورسونه د هر ویاند د پیاوړتیا لپاره لازمي ده په تیره په اوسنیو شرایطو کې چې د هیواد ډیر ویاندان غیر مسلکي دي او د ډیرو ستونزو
سره دندی سرته رسوي نو ددوی لپاره هم په کورسونو کې ګډون او هم د ځینو لڼد مهالو عملي وڼدی لپاره د سیمی نژدی هیوادو ته د تجربوي سیمنارو او ورکشاپو کې د ګډون او د اسانتیاوی برابرول یو ضروري کار بولم.
پوښتنه : نطاقي او ژورنالیزم پخپل منځ کې څه اړیکې لري، یو ویاند( نطاق) کومو ژورنالیستیکي اصولو او مقرراتو ته باید پاملرنه وکړي؟
ځواب : نطاقي د ژورنالیزم یوه برخه ده همدا نطاقان دي چې د ټولنی ټولنیزې ،بنسټیزې او سیاسي پيښې ،غوښتنې او خبرونه د ټولنې تر غوږه رسوې او یا په بل بیان د دولت ژبه ورته ویل شوې ده.
کوم مهم ټکي چې باید په نطاقي کې مراعات شي هغه ، د حقیقت بیان دی او د نطاق سپیڅلتیا هم دهغه په بې طرفي کې ده .دا د ژورنالیزم موازین اومقررات دي.
پوښتنه : په هغه وخت کې چې تاسې په رادیو او تیلویزون کې دنده درلوده، کومې برنامې مو خوښیدلې، او اوس مهال د رادیواو تیلویزونونو کومې خپرونې ستایې؟
ځواب : ما هغه وخت چی په رادیو او تیلویوزیون کې دنده درلوده د هغه وخت د شومه دم انګازی ، رادیویي مجله ، تیلویزیوني مجلی ، د ځوانانو ، د ښځو او ټولنی ،د ماشوم ، او د ‌ذهنی مسابقو خپرونی می خوښیدلې .
پوښتنه : ولې تاسې د رادیو تیلویزیونونو سره په تیره بیا هغه رادیو تیلویزیونوسره چې په بهر کې فعالتونه لري مرسته نه کوئ؟ ایا د دغو رادیوتیلویزنونو مسوولینو تاسې ته بلنه درکړئ ده او که نه ؟؟
ځواب : د مرستې نه مو مطلب حتما همکاري ده ، دلیل یې دا دی چې دا تیلویزونونه شخصي دي او خپل خاص پروګرام او کړنې لري او په هغو هیوادو کې چې دوی نشرات لري زما لاس رسی ورته مشکل دی او بل هر انسان خپل ذوق او سلیقه لري هغه پدې معني چې زه د هغو د ډیرو نشراتي کړونو سره هم ږغي نه لرم دا هغه دلیل دی چې نه هغوی راسره تماس نیولې دی او نه هم ما.
پوښتنه : په هیواد کې دننه او بهر یو شمیر رادیویي او تیلویزوني خپرونې او پروګرامونه په ډیره ټیټه کچه خپریږي، او یو شمیر نطاقان او د پروګرامونو پر مخ وړونکي د بیلابیلو برنامو سره بوخت دي، چې د پوره مسلکي زده کړوڅخه برخمن نه دي، تاسې د یوې مجربې ویاندې په توګه دا نیمګړتیاوې څرنګه څیړئ؟

ځواب : دا ټولی نیمګړتیاوی زه له یوی خوا د هیواد د اوږد مهاله سیاسي پیښو او جګړو له وجهی او بل دا چې بهر میشتی افغانان د لږو امکاناتو په لرلواو د مسلکي کسانود نشتوالی له کبله یادولی شو دا هغه ټکي دي چی خپرونې یې په کښته کچه خپریږي اوله بله پلوه دننه په هیواد کې د ډیرو رادیو ګانو او تیلویوزوني کانالونو نه فعالول او ورسره د هغو ځوانانو یا اشخاصو جذبول چې هیڅ پدی اړه مسلکي پوهه نه لري دا ټول هغه عوامل بلل کیدای شي چې خپرونی په ډیره ټیټه سطحه جوړوي او نشروي.
پوښتنه : مهرباني وکړې د خپل ادبي اوفرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې را سره شریکې کړئ؟
ځواب : خوږه خاطره می هغه وو چی د خپلی پوهنځی د یوی فرهنګي خپرونې له لاری چې زموږ د پوهنځی د محصلینو له خوا جوړه شوی او ما یې ویاندي کوله د هغی خپرونې نه مې د هغه وخت رادیو او تیلویزیون ته لاره اواره کړه غواړم یو څه وضاحت ورکړم ، د ټولو پوهنځیو و خپرونو ته به د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور د وزارت ځینو لوړ و منسیبونو به برخه اخیسته په همدی لړ کې زموږ د خپرونی میلمه د هغه وخت د وزارت د نشراتو ريس محترم داکتر صاحب اکرم عثمان وو او زه د هغه له خوا د ویاندی لپاره غوره شوم او څو ورځی وروسته تر یو ازموینې چې د ویاندو د غوره کولو لپاره جوړیدل زه هم بریالی شوم او خپله همکاري مې پیل کړه چې دا زما په ژوند کی یو دهغو خوږو یادونه ده .
ترخه خاطره مې هغه وخت وه چې یوه شپه د خبرونو د ویاندی دنده زما وه چې د تیلویزیون له لارې خبرونه ووایم ،معمول وو چې ویانده به د خبرو اخیستو او یو ځل ویلو لپاره نیم ساعت وړاندی د خبرونو دفتر ته تلله زه هم لاړم او خبرونه مې وویل او لس دقیقی د خبرو و پیل ته پاته وې چې د هغه وخت د تیلویزیون د نشراتو ریس محترم عبدالله شادان د تیلویزیون د نشر ستدیو ته راغی او په ډیر عجز یی راته وویل : زرغونه جان به امر صدراعظم صاحب شما امشب حق خواندن خبر را ندارید و اخبار را به شریفه جان پاڅون بسپارید و خودت به عوض شریفه جان اخبار رادیو را بخوان !!! واقعا د هغی شپی نه وروسته بیا زه د تلویزیون له خبر ویلو نه منع شوم او تر هغو چی د ګران هیواده راووتلم ، دا زما په ژوند کی ډیره بده ، ترخه او نه هیریدونکې خاطره وه او ده د ویاندی په نړی کی
پوښتنه : راته ووایاست، چې ولې مو د مهاجرت او پردیسی لاره وټاکله، او اوس مهال د کومو ټولنیزو، ادبي او فرهنګي فعالیتونو سره بوخته یاست؟
ځواب : ماهغه وخت خپل هیواد او هیوادوال په سرو سترګو پریښودل چې پر(۱۹۹۲) زیږدیز کال کې د داکترصاحب نجیب الله د دولت په وړاندې او د هغه وخت د ملګرو ملتنو د پروګرام په وړاندې خاینانه عمل تر سره شو او کوم کسان چې د هغه وخت دقانوني دولت پر ځای راغلل په لومړی سر کې یې له څو ورځو نه وروسته ښځوته د کور د ناستی امر وکړ او هم په کابل او ټول هیواد کې د جګړی اور بل او د کابل اوسیدونکو د ځان او کورنۍ د ژوندي ساتلو لپاره بله لاره بې له وتلو نه درلودله.
د کابل ښار ټول دولتي دفاتر ،سیمی او منطقی دمرګ د ډلو او ټپلو لپاره د چور او چپاول په میدان واوښت ،هره کوڅه ،هره سیمه د مرګ او نیستی د ډاړه مارو په لاس ورغلل دوی نه پر انسان او نه پر حیوان زړه سوئ د شپی او ورځی سری مرمی اوریدلی ، کورونه او ښارونه د مړو او زخمیانو نه ډک وو چا دا موقع نه درلوده چې حتی خپل مړی ښخ کړي ،څوک یوی خوا او څوک هم بلی خواته لالهانده روان وو ، د هغو لالهاندو د ډلی نه یوه هم زما کورنۍ وه چې په مجبوریت او د ځان او اولادو د ژوندي ساتلو په هڅه مو، ګران خو ربړیدلی ،سوځیدلی او ژوبل سوی وطن پریښود او دا دی تر شل کاله زیات د هیواد نه لیری د جرمنی په هیواد کې ژوند کوم او د هغی ورځی بیا تر اوسه مې د افغانو ښځو لپاره د خوځشت شورا د نورو منورو او فعالو ښځو په ګډون جوړه کړئ او له دوو کالو راپدی خوا مو دا شورا د اروپایي هیوادو په سطحه بیا هم د افغانو ښځو د ږغ د پورته کیدو لپاره فعاله ساتلی ده ورسره مې په اروپایي هیوادو کې د ډیرو فرهنګي کړیو سره هم ارتباط ساتلی ، د افغانو ښځو د پوهاوی ،د تاوتریخوالی ، د ښخو دنړیوالی ورځی ،دافغاني ټولنې دملي او نړیوالو ورځو لمانځل ،په سیمنارو ، محافلو کې د ویاندی او یا برخه والی په توګه برخه اخیستنه د افغانو ښځو لپاره مضامین ، کله کله د ځینو ادبي ټوټو په لیکلو ،په لس هاوو رادیویي او تلویزیوني خپرونو کې د افغانو ښځو د ژوند په اړه مرکې او د افغانانو په تیره بیا د مهاجرو افغانانو سره د هم ږغی لپاره د مظاهرو په جوړولو د افغانانو ږغ پورته کړی دی ،ورسره مو د افغانو ښځو د ژوند نه د انځورونو د شکاره کولوپروګرامونه ترتیب کړې دي او اوس مهال هم په اروپایي هیوادونو کې د افغانو ښځود خوځښت د فعالیتونو لپاره په فیسبوک کې یوه پاڼه لرو چې مسوولیت یې زما دی همدا ډول د ډیرو انټرنیټي سایتونو سره د لیکلو همکاري هم لرم.
پوښتنه : تاسې د یو ادبي او فرهنګي سټې په توګه د اوسني کړکیچنواو تراژیکو حالاتو اغیز پر علمي، ادبي او فرهنګي فعالیتونو څه ډول څیړئ، اوپوهانو، لیکوالواو شاعرانو ته د دغو حالاتو په اړه څه وړاندیزونه لرئ؟
ځواب : زموږ هیواد او هیوادوال د یو ناغوښتلي او نابرابری جګړی د اور په لمبو کې سوځیدلی انځور دی چې د ټولو بنسټیزو خرابیو سره یې زموږ د ژوند پر ټولو اړخونو ډیر بد اثر او زیان را رسولی دی په تیره بیا زموږ د هیواد جګړه چې سیمه ایز او نړیوال جاسوسي کړیو په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغیزه درلوده ،نو ټول ادبي او فرهنګي، او علمي فعالیتونه یې تر خپل اثر لاندی یا بیخی او یا نیمایی تر خپل سیوری لاندی راوستلي دي نو زما وړاندیز خپلو فرهنګي کړیو ، شاعرانو ، لیکوالانو او پوهانو ته دا دی چې دوی په افغاني انساني او اسلامي هوډ د قلم څخه د جګړی د بندیدو لپاره کار واخلي ځکه په یوی ټولنی کې فرهنګي کړۍ که یو لاس او یو موټی مبارزه پیل کړي نو په یقین سره ویلای شم چې تر ډیره حده به د قلم مبارزه د سلاحو په وړاندې مثبت او ګټوره نتیجه ولري .
ځکه په هر هیواد کې چې د ناپوهې کچه ډیریږي نو په هم هغه اندازه بدبختي هم خپل سیوری د هیواد پر ټولو چارو خپروي .
پوښتنه : ستاسې پیغام د یوې تکړه ویاندې په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې دننه او بهر د ټولنیز، ادبي اوفرهنګي فعالیتونو سره بوخت دي څه دی؟
ځواب : زه د هیواد ټولو ځوانانو ته که په هیواد کې دننه او یا بهر دي دا هیله څرګندوم چی په ټول قوت او توان سره د یووالي ،وروري او یو موټی افغانستان لپاره هڅه او هاند وکړي، ځکه که ځوان نسلونه د کرکی ،دښمني ،ژبنیو ،قومي او مذهبي تضادونو نه ځانونه پاک او منزه کړي او دملي وحدت او یوالي لپاره خپل ټول توان او انرژي نه ګټه پورته کړي.نو هله به موږ د نیکمرغۍ پوړی ته ورسیږو.
پوښتنه : په هیواد کې دننه او بهر ستاسې پیغام دیوې ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه د ژورنالیستانو ټولنو ته څه دی؟
ځواب : له بده مرغه چې زموږ به هیواد کې دی ټپل شوی جګړی د هیواد ټولو برخو ته داسې تاوانونه رسولي چې ساری یی په نړۍ کې نه لیدل کیږي ، نو دې حالت دهیواد په دننه او بهرکې د ژورنالیزم او ژورنالیستی کړیو او ټولنو باندی هم خپل ډیر شوم اثر شیندلی دی ، یا خو دا ټولنی نشته او که دی هم د هغوی اثرات چندانی نه احساسیږی، پکار ده چې ددې حالت نه دوتلو لپاره یو تولنیز ژورنالیستي مرکز جوړ شي چې ټولی رسنی د هغه مرکزه خپل ورځنی فعالیتونه تنظیم کړي ،موږ او تاسو ته معلومه ده چې له بده مرغه دا لګیدلی اور چې زموږ په هیواد کې تازه ساتل کیږي ددې اور لمبه د ژورنالیستانو خواته هم څرمه ده او په همدی څو ورځو شپو کې موږ دډيری بدی پيشی شاهدان وو هغه د یو ژورنالیست او د هغه د کورنی تباهي چې ټول افغان ملت یې وځوروی او هره ورځ موږ ددوی د ځورولو او ټکولو شاهدان یو.
پوښتنه : تاسې د یوې روڼ اندې میرمنې په توګه زموږ په هیواد کې د ژوند په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، ادبي او فرهنګي ډګر کې د ښځو مقام او منزلت څه ډول ارزوئ؟
ځواب : له بده مرغه زموږ په هیواد کی پدی ورستیو لسو دولسو کلنو کې تر هر وخت د افغانو ښځو ژوند د کړاونو ، زړه دردونکو حالاتو سره مخ شوی دی چې بیلګه به یی د نړی په ټولو هیوادوکې بې ساری وي .
افغاني ښځې د ظلم او وحشت سره هره ورځ لاس او ګریوان دي ورځ تر بلی دا د اسارت کړی د دوی ژوند د وحشت او بر بریت خواته بیایي .
د افغانو ښځو لپاره افغاني ټولنه اوس یوه دویری او وحشت فضا رامنځته کړی چې ساری یې لیدل شوی نه وو ،له بده مرغه هره ورځ دوی د ډول ډول تیریو او قربانیو ښکار دي ، د هغوی سنګسارول بې له محکمې له فیصلې او قانون نه ، د غوږ ، پزی ،شوڼدی پریکول ،د ځان د غړو غوڅیدل په ظالمانه ډول ،زندی کول ،په تبراو تیشی باندی وژل ، پر وړو نجونو تیری ،دښخو او وړو نجونو ودیدل بې د هغوی له خوښی ، د بدو په وړاندی د نجونو او ښځو ورکول ، د حیواناتو سره د ښځو تبادله د وړو نجونو او ښځو خرڅلاو په ګاوڼډیو اوعربی هیوادو کې او په زرهاوو نورې ترخې پیښې چې قلم یې له لیکولو شرمیږي .
پوښتنه : د ادبي اوفرهنګي ژانرونه او د ډلیزو رسنیو اغیز او نقش د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالي او ترهګرې په له منځه وړلو کې څه ډول څیړئ؟
ځواب : زما په اند د افغانو ښځو د ژوند ډول ډول مشکلات او تاو تریخوالي علت د ډله ایزو رسنیو ،ادبي ،فرهنګي کړیو نقش بیخي ضعیفه او یا خو هم نسته نو په کار ده چې د روحانینو ،دیني علماوو ،ښونځیو ، پوهنتونونو،اجتماعي ، فرهنګي ،سیاسي ،مدني ټولنو او دښځو د وزارت ګډ کاري پلان جوړ او په عمل کې ترینه کار واخیستل شي ، ورسره باید په هیواد کې د بیکاری د کچی راټیټول ،د ښځو دسواد ، زده کړې او روزنی لپاره په عمل کې کار کول او د کورنیو د پوهی دلوړولو لپاره کار ،هڅه او هاند دا ټول هغه عوامل دي چې کولای شي په راتلونکي کې ددې ټولو بدبختیو لپاره د پای ټکی وګڼل شي.
پوښتنه : ستاسې پیغام هغو ښځو ته، چې په هیواد کې دننه په ډیرو غمجنو، تراژیکواو کړکیچنو حالاتو کې ژوند کوي څه دی او د ژغورلو لاره یې په څه کې وینئ؟
ځواب : د لوی خدای څځه په خپل هیواد کې د یو واقعي ، زړسواند او د هیوادوالو په درد پوه سیاسي زعامت هیله لرم چې لومړی هیواد ته په خپل معقول هر اړخیز سیاست هیواد ته د سولی هیلی پلی کړي او ورسره د افغانو باهمتو ،نومیالیو ،سرښندونکو ، د مینی ، محبت درلودونکو اورنځیدلو ښځو ژوند ته پاملرنه او ددوی د ژغورولو لپاره علمي او عملي ګام پورته کړي .
او زه په اروپایی هیوادو کی د افغانو ښځو د شورا په استازیتوب زما د ګران هیواد ربړیدلو خو د لوړ همت لرونکو ښځو ته ډاډ ورکوم چې موږ به تر هغه وخته چې توان لرو د دوی د خلاصون ، پرمختګ او بسیا ژوند لپاره خپل هوډ تل پاتی وساتو .
اغلې زرغونه ژواک!
ستاسې نه ډیره مننه، چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل. تاسې ته خوشاله، سوکاله او برمیاله ژوند غواړم.
ډیر محترم او ګران انجنیر صاحب عبدالقادرمسعود ستا د دغې لوړې پیرزوینې نه زما په اند او د افغان فرهنګ د هڅو او هاند نه چې شپه او ورځ یې په ډیر صادقانه توګه سر ته رسوئ په ډیره مینه شکریه او مننه ادا کوم.خدای مو راته ژوندی، سرلوړی او د اوږد ژوند خاوند لره.
(
۱۴/۴/۲۰۱۴)زیږدیز کال
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button