که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ
ډاکټر بهیج عثماني
که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.
ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.
په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.
په ورزشي او سپورټي فعاليتونو کې فوټبال، تکواندو، کانګفو او نور چې منظم قوانين او اصول لري ډېره ګټه کوي. ورزش چې څومره هلکانو ته ضروري دی هماغومره نجونو ته هم ضروري دی. نجونو ته هېڅ ډول زيان نلري په ډاډه زړه يې دې کوي. حتا پېغلې نجونې د مياشتنۍ ناروغي پر مهال هم خپل ورزشي فعالیتونه کولای شي.
په هنرونو کې موسيقي تر بل هر هنر د ماغزو پر ودې ژور اغېز لري ځکه نو د ماشوم روزنې کارپوهان سپارښتنه کوي چې ماشوم بايد د ژوند له لومړنۍ مياشتې څخه په منظمه توګه آرامه او که امکان ولري کلاسيکه موسيقي واوري. له درې کلنۍ وروسته بايد ماشوم ته د موسيقي يوه آله ورکړل شي چې ځان ورسره روږدی کړي. له پينځه کلنۍ وروسته بايد په مسلکي توګه د موسيقي د زدکړې څه ناڅه امکانات ورته چمتو کړل شي.
هغوی چې له مذهبي او يا کلتوري اړخه نه غواړي ماشومان يې موسيقي زده کړي او يا د موسيقي آلې وغږوي نقاشي او خطاطي يې مرسته کولای شي.
د چا چې يو هنر زده وي په سختو او ناوړه شرايطو کې ځان بوختولای او خپل غم غلطولای شي. دوی ډېر کم پر ژور خپګان او نورو اروايي ستونزو اخته کېږي.
زموږ د هېواد شرايطو ته په پام خپل اولادونه داسې څانګيزو او مسلکي زدکړو ته وهڅوئ چې د نړۍ په هر ګوټ کې ورباندې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړای شي. د سيمه‌ييزو ژبو ادبيات، حقوق، تاريخ، او ورته نور د نړۍ په يوه بل ګوټ کې په درد نه خوري. هلته به ستاسو اولادونه مجبور وي له سره زدکړې وکړي او يا ټکسي وچلوي او په هوټلونو کې لوښي ومينځي. ډېری هېوادونه هڅه کوي خپل نوی نسل د خپل هېواد پر شرايطو برسېره د ټولې نړۍ لپاره وروزي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د ژوند کولو لپاره چمتو وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button