Home لنډي کيسې مکتبي انجلۍ

مکتبي انجلۍ

لنډه کيسه

کرار کرار په زينو پورته کېدله،شېبه وروسته راستنه شوه او ټولګي ته ورننوتله يوه عادي ورځ يې پيل کړه؛ له مخامخ سيمې څخه د ښوونځي ډېری نجونو ورته پام و  په يو ټولګي او يو قطار کې وو، مخکنۍ ورځې يې وريادې شوې.

د هر وخت په څېر يې له کړکۍ څخه کتل، د خپل ملګري په انتظار وه چې کله به ښوونځي ته راځي، زده کوونکو د ښوونکي درس ته غوږ و، خو دې خپلې سترګې په دروازه کې ګنډلې وې د خپلې ملګري د نه راتګ په اړه اندېښمنه غوندې شوه.
درنه درنه راروانه وه، په پوړۍ کې د هغه په فکر کې وه، « ولې ولې رانغلی؟ » د ځان د ډاډګېرنې لپاره به يې ويل: کېدای شي چې کار ورته پيدا شوی وي، نه داسې نه ده شايد پرې ناوخته شوی وي ځکه رانغلی.

هغه نفر څوک و چې مکتبۍ نجلۍ يې دومره اندېښمنه کړې وه چې؛ پر لاره يې ګڼې ګوڼې ته هم ورپام نه و، طاقت يې ونشو، بې صبره شوه، په لاره کې يې د يو ماشوم څخه پوښتنه وکړه، يو ناڅاپه يې د لاس څخه کتابونه وغورځېدل او همداسې پاتې شوه.سترګې يې کرار کرار تورېدلې، يوه تازه ونه پر ځمکه پرېوته.
چې سترګې يې خلاصې کړې خپله مور يې وليده، حيرانه شوه؛ مور يې ورته وويل « په تا څه وشول لورې؟»، نجلۍ خبرې نه کولې، فقط خپل ځان ته يې حرکت ورکاو ناڅاپه يې چيغې کړېهيچا ته يې پام نه و څه پيښ شوي وو، او ولې يې ژړل؟ په خپل عاشق پسې يې ژړل، هغه عاشق چې په ځوانۍ کې تورو خاورو ته تللی وو. دومره يې وژړل چې د سترګو کاسې يې سپينې شوې نور يې له سترګو اوښکې نه راوتلې.
ښوونځي ته لاړه او بيا يې هم د تېر په شان د مکتب په دروازه کې د هغه په انتظار وه هغه ټولګی او هغه قطار وو خو دوست يې نه وو. د کړکۍ ترڅنګ په خپل ځای کښېناسته او د ښوونځي دروازې ته يې کتل، په يو بل ډول يې کتل او هغه ولې؟ خپل مئين ته يې کتل او هغه ته يې لاس ښوروو، په دې وخت کې د کړکۍ ښيښه ماته شوه او په خاليګاه کې لاندې وغورځېده خو دې د ماتې شوې ښيښې اواز نه وو اورېدلی او نه پرې خبره وه ټولګيوال يې سرته راټول شول او ژړل يې خو هغهمسکۍ شوه د واده سپينه جوړه يې اغوستې وه، د ښوونځي په دروازه کې د خپل عاشق په خيال کې ډوبه وه.
کېدای شی چې تر اوسه دوی دواړه يو ځای چا ليدلي هم نه وو اجل هم د دوی روحونه له يو بل څخه جدا نه کړل، هيڅوک نه پوهېدل…

ليکوونکی: جان بيې
ژباړه: سعيدالله سجاد

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ډېر لوستل شوي

د راتلونکي لنډمهاله حکومت مشر درانی بارکزی که کابلی؟؟؟

نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د راتلونکي لنډمهاله حکومت د مشر په اړه بحثونه او ځینې لیکنې کیږي،...

جنازو وتل نه، د جګړو نوغې ايستل غواړو.

عبدالوحيد وحيد د افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نيمګړتيا ده چې مونږ يې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکئ...

د سولې په مذاکراتو کې پښتانه چیرې دي؟

غازي اکبر افغانستان د وروڼو قومونو ګډ کور دی او پښتون د میرویس نیکه له وخته راپدې خوا د روسانو تر یرغل پورې د...

چرا پاكستان استقرار مجدد امارت اسلامى طالبان را نميخواهد ؟

میر عبدالواحد سادات كسانيكه مسايل افغانستان را بدقت تعقيب مينمايند ، بايد دريافته باشند كه : ديگر استقرار مجدد...

Recent Comments