شین غمی : ګل رحمن رحماني

شین غمی  : ګل رحمن رحماني
دروغتون په انګړکې یې هرې خواته منډې وهلې او هرچابه چې سپینې جامې اغوستې وې څنګ ته به یې ورغی اوپه خواره خوله به یې پوښتنه ترې وکړه .
صیب ډاکتر لونګ پېژنې ؟
له سهاره تراوسه ټولو دنه ځواب ورکړی وو ځینو خوبه لا دلونګ په نامه پورې هم وخندل او دځینوبه چې دهغه په زهیر حالت زړه ودردېده نو یوڅه خبرې به یې ورسره وکړې
په کومه څانګه کې کارکوي ؟ ډاکتردی که نرس ؟ دی څه دنده لري ؟
ده به همدا یوځواب ورکاوه چې ډاکتردی دخوشرنګ مامازوی یادوم
خو هغه کس به دده په دې خبره پورې وخندل
وه وروره دلته خوټول ډاکتران دي څه موټروانان خو کارنه کوي
بېرته به خپلې مور ته ورغی چې هلته ددیواله سیوري ته ناسته وه اوپه یوه سترګه یې لاس نیولی وو، موربه یې په یوه سترګه ورته وکتل اوپوښتنه به یې ترې وکړه
زویه پیدادې نه کړ؟
ده به ځواب ورکړ نه مورجانې څوک یې نه پیژني کاکایې هسې وايي چې لوی ډاکتردی .
موربه یې سوړ اوسیلی وکړ .
زویه ریښتیا چې ټول بې سترګو دي اخر دسترګو روغتون دی څنګه یې کوې .
مورته یې وکتل چې په سترګو له نیولي دستمال نه یې مړې مړې اوښکې روانې وې زړه یې درد وکړ دمور سترګې ته یې سر ورنږدې کړ .
مورې درد خوبه نه کوي ؟
مور یې سوړ اوسیلی وکړ .
ګل ممد (ګل محمد ) بچیه څنګه یې کوې اوس راپېښه ده خدای به مې جوړه کړې ډېر زړه مه خوره لونګ به مو یوڅه مرعات وکړي خیراوس…
زوی یې په خبره کې ورلوېد له غوصې نه یې سترګې کش کړې .
مورې ! خدای مو دې بېرته کلي ته په خیربوځي اول خوبه دغه زېړۍ ستا دسر خیرات کړم چې بیا…
موریې ورته غوصه شوه .
زویه غوا څه ملامته ده خدای دې دغبرګ ښکرونه ورمات کړي .شوخي یې وکړه
زوی یې روان شو خولاڅو قدمه یې نه وو اخیستي چې یوه کس یې په اوږه لاس ورکیښود .والکه ! ګل محمد ته یې ؟
په خوښۍ یې ځواب ورکړ
هو صصص یب زه په خپله یم مور مې هغه ده .
ډیرښه زه ډاکتر لونګ یم کاکامې زنګ راته وهلی وو .بیایې ددیوال څنګ ته ناستې ښځې ته وکتل خو هغې مخ بل خواته تاوو کړ .ډاکتر لاسونه ومروړل او ګل محمد ته یې وکتل
راځئ خدای مهربانه دی .
دواړه په خوښۍ پسې روان شول ډاکترپه دویم منزل کې تاو راتاوو شو له څوشیشيي دوازو وړاندې ننوتل اوبیا په یوه کوټه کې چې ټوله په کې هنداره لګېدلې وه کښناستل یوه شیبه نه وه وتلې چې ډاکتر لونګ بیاراښکاره شو څوسپینې پاڼې یې په لاس کې وې او په ګل محمد یې غږ کړ .
مور به دې له ماسره لاړه شي چې سرطبیب صیب یې له نږدې وګوري ته همدلته اوسه
موریې درد پسې اخیستې وه زر پسې اوچته شوه وړاندې په یوه توره شیشيي دروازه په ډاکتر پسې ننوته ، لونګ مخامخ وکتل په کوټه اودهلیزکې دسترګو بېلابېل لوی او واړه عکسونه لګېدلی وو ، په دهلیز سره اوسپین رنګ خلک کارته پورته کېدل چې په نورو ژبو یې خبرې کولې ترڅنګ ناست سړي ته یې سر ور کوږ کړ .
وروره دلته یو عملیات په څو کیږي .
سړي سپږمه غونجه کړه او سریې ورنه یو څه شاته کړ.
پنځوس زره اوغانۍ !
بستردوا او نور هرڅه مفت دی دخارجیانو روغتون دی .
دګل محمد غوني زیږه شول په جیب یې لاس راتېرکړ یو شین دستمال یې راویوست غوټه یې خلاصه کړه دافغانیو لس زرګون نوي نوټونه یې وشمېرل او په ناهیلۍ یې بېرته جیب ته کړل .له خواشینۍ اوخفګان یې اړخونه بدلول رابدلول اوپه دروازه یې سترګې ګنډلې وې
شل پنځه ویشت دقیقې به وتلې وې چې ډاکتر لونګ له یوه بل ډاکترسره چې لوړ اوچاغ وو راووت ده ته مخامخ ودرېده .
ګل محمد ته یې ؟
په ځای کې ودرېد او ځواب یې ورکړ.
هو صیب !مور مې څنګه شوه سترګه یې جوړیږي ؟
خو ډاکترلونګ وار پرې مخکې کړ
سرطبیب صیب یې سترګه پاکه او معیاینه کړه سترګه یې له مینځه تللې یو خویې زخم ژور دی اوبل وخت ډیر پرې وتلی یوازې یوه …
دګل محمد شونډې دماشوم غوندې بوڅې شوې په ژړغوني غږ یې خبرې پیل کړې
وه خدایه داڅه اورم ولې نه جوړیږي جوړه یې کړی هغه خوماته ویل چې درد نه کوي
سرطبیب یې په خبره کې ورلویده
اوس له ورخه اوبه تېرې دي . یوه لاره یې شته اوهغه داچې غمی په کې اچوو چې کټ مټ به داصلي سترګې غوندې کارکړی فقط لږ اوښکې به یې تریوه وخت پورې زیاتې وي . په قیمت کې به هم درسره ګزراه وکړو .
ګل محمد یو قدم وړاندې ورغی .
څڅڅومره قیمت پرې راځي .
ډاکتر سپینه چپنه په اوږه کش کړه او له څه سوچ وروسته یې ځواب ورکړ.
له اویا زرو نه اوچت دی خو خیردی ته پنځه پنځوس زره ورکړه داشین غمی داصلي سترګې غوندې کارکړي له فرانسې نه مو راوړي .څنګه ور وايي چوو ؟
دګل محمد سرځوړند کړ په جیب ته یې وکتل څوسړې اوښکې یې له سترګو وڅڅېدې غږ یې له خولې نه ختلو په سوچونوکې ډوب وو .
ډاکتر غږ پرې وکړ.
څنګه ؟ وخت مه تېروه څه وکړو ؟
یوقدم شاته شو سریې په لاسونو کې ونیوه اوبې وسه کښناست اوبیایې تر ژبه لاندې ځواب ورکړ
پیسې نه لرم که …
ډاکتر خبره ور پرې کړه
وروره زموږ همدا وس وو چې د لونګ په خاطر مې وار درته ړومبی کړ او یوڅه مې درته وبښلې نور خوزموږ هم شخصي کار و بار دی پرسونل معاشونه غواړي .
ګل محمد اوښکې وچې کړې او ډاکتر ته یې مخامخ وکتل
صیب نه شي کيدای چې مورته مې خپله سترګه ورکړم دهغې به دوې شي زما دیوه وي څه پروا لري
دسرطبیب خوله وازه پاتې شوه ډاکترلونګ یې وکتل او دګل محمد په اوږه یې لاس ورکیښو د
ولې نه ته یې ورکوې !؟
ګل محمد خو شحاله شو خود یې ورکوم ولا که ری هم په کې ووهم مور مې ده .
سرطبیب دکوټې چت ته وکتل خپلې غټې سترګې یې چې اوږدې تورې وروځې پرې ولاړې وې وموښلې او ګل محمد ته یې وکتل .
بس جوړه خبره ده راځه
ګل محمد په هنداره کې وکتل په خپله ښۍ سترګه یې لاس ووهه او بیا چټک په سرطبیب پسې روان شو په څو کږو وږو دهلیزونو کې وړاندې لاړ ډاکتر لونګ اوسرطبیب یوڅه خبرې سره وکړي او بیا یې ګل محمد کوټې ته دننه کړ داغوستلو لپاره یې یوډول سپینې جامې ورکړې ، مخامخ دریمې کوټې ته دننوتو اشاره ورته وکړه په کوټه کې هره خوا ددوا اوبنداژونو بویونه لګېدل ټوله خونه له چړو بیاطي ګانو ، پلسترونو او یو ډول ماشینونو چې تلویزون ته ورته وې ډکه وه څلور پنځو کسوخولې ته ماسکون اچولي وو چې یوازې سترګې یې معلومېدې سرطبیب یوځل بیاغږ ورباندې وکړ.
څنګه چمتویې له خیره ؟
په ډاډه یې ځواب ورکړ
خود نو مور مې ده زرکوه چې زړه مې ریږدي .
دریو نورو ډاکترانو دوه ګولۍ ورکړې او بیایې په کټ څملاوه په مخ یې داسې یوپلاستکي پوښ ور هوارکړ چې په ټول مخ کې یې یوازې ښۍ سترګه معلومېده .سرطبیب پزې ته ماسک اوچت کړ او دګل محمد سترګې ته یې دبیاطې غوندې الې ورنږې کړې .
ګل محمد سترګه دوه درې ځله ورپوله او بیایې ډاکتر ته وکتل
زر یې دروکاږه چې خوږ مې نه کړې مور به مې په عذاب وي
دسرطبیب له خولې چیغه وخته ، چړې یې له لاسه پریوتې اوګل محمد یې په غیږ کې را اوچت کړ.
پاڅه بچیه ته په امتحان کې کامیاب شوې دمورسترګې ته به دې ترټولو قېمتې او اصل غمی وراچو م ټول مصرف زه ورکوم سرطبیب له خونې ووت ، ګل محمد ته ټوله صحنه دخوب غوندې ښکارېده ، څودقیقې لانه وې وتلې چې مور یې مخامخ ورته ودرېده اوپه ښۍ سترګه کې یې یوه شنه غمي ځلا کوله .
۱۳۸۹/ تله ۱۲جلال اباد – ښار – دصفاراډيو دفتر

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button