د کندهار له څنډو يونليک / حاجي محمد اسماعيل شريعت يار

د کندهار له څنډو يونليک / حاجي محمد اسماعيل شريعت يار

د ۱۳۹۴ کال د زمري د میاشتي شپږمه ورځ د ماپښین ۳ بجې وې چي ښاغلي فرهاد داوري صاحب په تلیفون کي راته وویل: چیري ئې ما ورته وویل کور ته یم. نو ئې راته وویل زه اوس دستي درځم ته تیار اوسه. لږ شېبه وروسته راغلئ.

په موټر کي عيسی خان ، عبدالحلیم استاذ، ښاغلي بریالی هلمند، محترم محمد داود فرهنګ هم ورسره ملګري وه، دوئ زما په لارښوونه د حاجي صالح محمد استاذ داوري دوکان ته ولاړل او دوې هندوانې مو د لاري له پاره ورڅخه را واخیستې.

کله چي د شیشک تر دروازه تېر سولو نو بیا ښاغلی مسعود ځلاند او انجینیر مطیع الله بهیر، ښاغلی استاد محمد هاشم نوراني هم راسره یوځای سول. دا وخت مو د سفر ملګري هم پوره، غوټه مو بسته او د سفر لاره مو خپله کړه.

په لاره کي مو د یوې او بلي خوا ښه خوږ بانډار راپیل کړئ وو او خپلي ډېري خبري به مو په یوه یوه کیسه هم پنډي کړې او د خندا سره به مو بدرګه کړې، خوند به ئې یو په دوه سو. لاپوهېدلي هم نه يو چي د میوند په سیمه کي مو سترګي ولګېدلې، دا وخت مو د خوږ بانډار پاڼه د تاریخ پر لور واړوله او د ملالۍ شهیدي د شجاعت فصل مو په ټولو په زیاته څېړنه تر کتلو لاندي ونیوئ. ښاغلي فرهاد داوري نور مخاطب کړل او وئې ویل چي په فیسبوک کي مو ولیدل چي د ملالۍ قبر اوس هم سلامت او په سور شال پوښلی دئ، موږ وویل چي پر پښتنو دا هم ډېره ده.

دا وخت د کشک نخود بازار منځ کي روان وو یوه دوکان ته ودرېدو څه ناڅه مشروبات مو را واخیستل، دوکان دار هم شناخته وختی او بیا چي کله ښاغلي فرهنګ صاحب د پنځه سوه افغانیو نوټ ورکړئ نو هغه دوکان موږ ته پرېښود او د نوټ په ماتولو پسې ولاړئ څه ګړی وروسته ئې نوټ مات کړئ وو او بیا ئې زموږ پاته پيسې بیرته را وسپارلې او په سفر مو پیل وکړئ.

د لاري په اوږدو کي مو د تاریخ لړۍ بیا هم د بحث په پوښ کي وغزوله. تر حوض مدد بازار پوري ښه ټوکر دښت مځکه مو د موټر تر ټايرونو ووتله او د حوض مدد بازار ته ورسېدو. په بازار کي ونه درېدلو، مګر د حوض مدد پر نوم او په همدغه بازار کي یوه لویه مسجدجامع وه ورباندي مو د بحث ټغر وغوړاوه.

سنځري ته رسېدلو، مو د سنځري سیمي په کلیو او بانډونو او په همدغه سیمه کي پاخه سړک ته څېرمه پرتې هدیرې کي د جهاد پر شهیدانو زیات بحث وکړئ. شا او خوا ۵ بجې او ۱۵ دقیقې وې چي کندهار ښار د احمدشاه بابا په نوم لوبغالي اړخ ته له موټرونو راکښته سولو.

هلته مو د قاضي مسلم صاحب انتظار کاوه تر څو هغه راغلئ او موږ ورسره د هغه تر کوره ولاړو، قاضي مسلم د … حاجي ډاکټر اخندزاده اوسنی زوی او د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اصلي او د کندهار ښار د چاوڼۍ سیمي اوسېدونکی دئ، د ښو اخلاقو خاوند، ځوان او تکړه مېلمه پال وو. په هلمند ولایت کي د ښاري محکمې د رئیس په توګه ئې دنده درلوده او اوس اوس د کندهار ولایت محکمې ته بیرته تبدیل سوی وو. موږ هم د نوي دندي مبارکي ورکړل. د هغه د پلار الحاج ډاکټر اخندزاده صاحب سره مو د پخوا څخه پېژندله او یو ځل بیا موږ ور وپېژندل سولو، هغه هم ډېر خوشحاله سو، هلته مو د مازدیګر لمونځ اداء کړئ، چای مو وچښلې، بیا مو د قاضي مسلم صاحب د پلار کتابتون څخه کتنه وکړه، د کتابتون شمال ختیځ لوري ته سړک، جنوب لوېدیځ لوري ته مېلمستون او مخ ته ئې یو ښه کوچنی چمن او د چمن یوې او بلي خوا ته ګلونه وه، چي د کتابتون د علمي پانګي ترڅنګ ئې د نندارې له پاره هم د ښکلا یو جاذبه انځور ئې درلوده.

په کتابتون کي د ښاغلي بریالي هلمند یو کتاب زیات خوښ سو چي دوه ټوکونه کتاب وو.

کله چي مو وخصت اخیست د قاضي صاحب پلار موږ ته زیات ټینګار وکړئ تر څو مېلمانه ئې سو او په دې اړه ئې څو د ټوکو په ډول کیسې هم وکړې خو د فرصت د مساعدیدلو پر مهال که وو نو وعده مو ورکړه چي ورځو به او د خدای پاماني کولو سره مو دا ځای پرېښود.

عینو میني ته ولاړو هلته د العزیز مسجد جامع اړخ ته د الحاج صديق الله پوپل کور ته ولاړو هلته څو دقیقې تم سولو، ډېر ښه په عصري وسایلو سمبال ځای ئې وو او مېلمه پالني ئې تر دا ښایسته تعمیر لاهم زیاته مزه وکړه.

دا وخت ناوخته ماښام وو چي الحاج صديق الله پوپل صاحب راغلئ اود شپې له پاره ئې خپل مېلمستون ته بوتلو.

ډېر جالب مېلمستون وو، د مستطیل بڼه ئې درلوده، دروازه ئې اوولسم سړک (وي/V) فرعي جادې د ختیځ لاس ته لومړۍ دروازه، دننه د مېلمستون د شرق لوری ټوله باغ ته ځانګړی وو، جنوب ته ئې د مېلمستون اطاقونو ته سړک مخ پر ختیځ غزېدلی پروت وو او د سړک راسته اړخ دېوال ته د هراتي ونو نیالګي کښېنول سوي وه او د دېوال پر سینه ئې خپلي څانګي غوړولي وې او د دېوال سره ئې د نندارې او مېلمه له پاره په خپله مینه خپله ښکلاء غبرګه او یو په دوه کړې وه، د پلي سړک شمال لور د باغ او سړک ترمینځ د ګلونو بوټي وه، چي ګلاب او ختمي، فتوني او نور ډولونه ئې درلودل، ګلونه هم په خندا وه، غوټۍ ئې غوړېدلي وې داسي مالومېدل چي مېلمنو ته د خندا په ډکه بڼه هرکلي او ښه راغلی وائي.

د مېلمستون ختییځ سهیل کونج ته ورسېدو پر زینو پورته سولو هلته د اوبو حوض وو، په ښه رنګ کاشي خښتو ښکلي وو دا حوض دوې دندي تر سره کولې یو داچي د مېلمنو د لمبېدلو له پاره ځانګړی وو او بل په اوبو ئې د مېلمستون باغ، ګلونه او نور خړوبېدله.

د حوض څخه د شمال پر اړخ پر زینو کښته سولو چي دا سیمه ټول ګلونه وه، پلي سړکونه وه، په مینځونو کي ئې چمنونه او د مېلمه پالني ښه هستوګن ځایونه وه، د چمنونو په مینځ کي چوکۍ هم د ناستي له پاره ډېري پرتې وې، شپه وه، هوا ئې سړه وه، پر زړه او دماغ دا هوا ښه لګېدله چي د سفر ستړیا ئې راڅخه لیري او ایسته کړل.

ښاغلي … پوپل صاحب هم تر ډېره راسره وو ځوان، توره برابره ږیره او غنم رنګه څېره ئې وه کرار او لږ خبري ئې هغه هم د تبسم په خندا کولې تر ډېره راسره وو، د ډوډۍ او چایو وروسته کور ته ولاړئ، موږ او خپل طبعیت ئې سره پرېښوولو.

شپه مو په خوب او بانډار سهار کړه د لمانځه د اداء کولو وروسته د ګلونو په مینځ کي ګرځېدلو راګرځېدلو او د نسیم شمال یخي هوا زیات خوند درلود.

نهه (۹) بجې مو دا ځای د کرز نومي سیمي ته د ورتلو په نیت پرېښود.

پر لاري زموږ ځیني انډیوالان هر یو لکه انجینیر صاحب مطیع الله عابد، استاد محمد هاشم نوراني، ښاغلی استاد ځلاند او انجینیر صاحب فرهنګ زموږ سره چم وکړئ او راڅخه پټ سول کله چي مو سره پیدا کړل دوئ د سهار نهاری کړئ وو او موږ وږي پاته سولو. خیر خدای(ج) به ئې کسات ورڅخه واخلي.

کرز نومي سیمي ته ورسېدو هلته د شهید حشمت الله خان کرزي کلاه ته ورغلو او هلته د شهید حشمت خان کرزي د شهادت د لومړي تلین مراسیم پيل سوي وه، ښه امنیت نیول سوئ وو، مګر نظم ئې زیات برابر نه وو.

کلاه مربع (څلور ضلعۍ) وه، د شمال لوېدیځ کونج کي ئې د دوازې سره نږدې مسجد وو، ورپسې د مېلمنو د مېلمستون اطاقونه وه، څه اندازه غولی ئې هم درلودئ د یوه دهلېز له لاري په څه ستونزو کي د سختي تلاشۍ وروسته د سهيل پر لور د کلاه کورنۍ برخي ته ورغلو چي د کور په برخه کي شمال لور ته دوه پوړیزه ډېره ښه جوع ودانۍ وه، ختیځ او شمال کونج هم زیاته ښه ودانۍ درلوده هغه هم دوه پوړیزه وه، د کلاه دروازې دوې وې چي د خاصو او عامو د راتلو لاري سره بېلي وې د کلاه  مینځ باغ وو او په زړه پوري صحنه ئې نندار ته ورپه زړه کوله. د ودانیو مخ ته د دباندي د ناستي پاستي له پاره هم په ګلونو رنګینه شین چمن وو چي د هوا د سمون او طبعیت د راسته کېدلو له پاره ئې وړتیا لرله، په دې چمن کي د شهید کرزي د لومړي تلین مراسیم پيل سوي وه د تر پالونو په واسطه سایه جوړه وه مګر هوا ګرمه وه او بیا هم پکې ډېري ایښوول سوي وې چي ګرمه هوا ئې ایستله خو بیا هم ګرمي وه.

مراسمو دوې برخي درلودې چي لومړی برخه د قران عظیم الشان ختم او ورپسې برخه د مخورو مشرانو ویناوي وې چي د شهید حشمت د شهادت او کورنۍ ته ئې د تسلیت وړاندي کولو په اړه وې، د شهید حشمت کرزي ورور ښاغلي حکمت الله خان کرزي هم خبري وکړې چي د راغلو خلګو څخه ئې مننه وکړه او د شهید لاره ئې خپله تګلاره وبلل. د هلمند په استازیتوب ښاغلي بریالي هلمند خبري وکړې چي د ویناوالو په قطار کي ئې د خبرو په هکله د ټولو خلګو خوښه وینا وه.

د مراسیمو په اخر کي ډوډۍ وخوړل سوه، بیا د ښاغلي حکمت الله خان کرزي سره د ملاقاتونو په لړ کي لومړۍ نوبت د هلمند له پاره زموږ وو او زموږ سره د ملاقات په لړ کي ئې زموږ څخه خوښي وکړه او زموږ سره ئې د ارتباط ساتلو ژمنه وکړه. په ډېر ښه اخلاص ئې رخصت کړو.

او موږ هم د عینو میني ته د ورتللو په نیت د کرز سیمه او دا کلا پرېښوده.

پر لاري د هلمند ولایت څخه زموږ د خیریت پوښتني وسوې ځکه هغوئ نه وه خبر چي موږ په مسافرۍ کي یو. او په هلمند کي د یوې چاودني له کبله چي په صافیانو نومي سیمي کي سوې وه خلګ په شک کي اچولي وه، خو ډاډه او زموږ په خبرو خوښ سول.

عینو میني ته په رسېدلو نظرونه سره ووېشل سول چي ماپښین چای به چیري خورو په پای کي پرېکړه وسوه چي د ښاغلي بریالي هلمند انډیوال محترم عبدالقاهر جان کور ته به چای چیښو، هلته ولاړو او چای مو وچښلې.

دا وخت د ښاغلي ځلاند یو ملګري ګران ورور محمد وېس مهربان هم راغلی او راسره ملګری سو.

نوي عینو مېني ته په څلورو موټرونو کي ولاړو هلته مازدیګر وخت وو دوړي او ګرمي زیاته وه، مګر باران په پوره پیمانه وسو دوړي او ګرمي ورکه سوه باد هم یخ او مناسب چلېدئ یخه هوا، په ازاده فضا کي مو تنفس کړل. مزه مو ورڅخه واخیسته، په رښتیا چي د محمد ویس مهربان او عبدالقاهر جان صاحب ملګري راپوري نیکمرغه سول. په ټوله دوبي مو داسي ښه هوا نه وه تنفس کړې.

وروسته راغلو او د محمد وېس مهربان شناخته وه، هغوی ځای ته او هلته مو د مازديګر لمونځونه وکړل، د ريحان ګل د تخم يخه خنکيانه مو وچښل او بيا مو په پاشلي او ويشلي ډول پر چايو د بانډار ټغر وغوړاوه. بانډار لا تود سوی نه و چې موږ د هلمند څخه ورغلي ګروپ د هلمند د پخواني والي ښاغلي ګلاب منګل لخوا د ليدو په هېله وروبلل سو.

نو هلته موجود ملګري هر يو لکه انجينر صاحب فرهنګ، ښاغلی هاشم نوراني، ښاغلی مسعود ځلاند او محترم انجينر مطيع الله بهير صاحب ورغلي وه، د ډېرې مودې وروسته بيا موږ او هغوی سره يو ځای سول، هغوی وويل چي ښاغلي منګل صاحب د شريعت يار او بريالي هلمند صاحب ئې زياته پوښتنه کوله او سلام ئې ورباندې وايه. د ښاغلي ګلاب منګل تر سرپرستۍ لاندي د فقير محمد ابراهيم عطايي ليکوال د تلين لپاره په کندهار ښار کي سيمينار جوړ سوی وو او کندهار ته زموږ د سفر يوه موخه هم دغه سيمينار ته د ورتلو وه.

ښه تياره وه چي د محترم ملګري عبدالقاهر جان کور ته ورسېدو.

هلته مو ډوډۍ وخوړله چې د ښې مېلمه پالني مننه ئې کوو، د بيدېدو لپاره مو د عبدالقاهر جان ځای د الحاج صديق الله پوپل صاحب د مېلمستون په نيت پرېښود، دلته محترم محمد وېس مهربان ډېر ټينګار وکړ چې سهار به زه راسم او ولاړ به سو زموږ کور ته، چای به هلته وچېښو، زما او د دوو ملګرو خوښه وه، مګر فيصله هغسې ونه سوه،  مهربان صاحب مو رخصت کړ او موږ ولاړو.

هلته د الحاج صديق الله پوپل په مېلمستون کي انډيوالانو د حوض  پر لامبو ښه خوند واخيست، ډېره ښه شپه مو تېره کړه، سهار د لمونځ د ادا کولو وروسته مو د کندهار ښار  د هلمند په نيت پرېښود، لښکرګاه ته نږدې پر لارې زموږ د ملګري فرهاد داوري صاحب له کوزدې هم خبر سولو، په هماغه موټر کي مو ښاغلي داوري صاحب ته مبارکي ورکړه او څه ټوکي مو هم ورباندي وکړې چي خندا به بدرګه کولې.

شاوخوا لس بجې وې چي په خير او سلامتي د خدای ج په فضل او ساتنه لښکرګاه ته روغ رمټ راورسېدو.

پای

۱۰/ ۵/ ۱۳۹۴هـ ش

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button