د مديريت په اړه ۱۶۰ ټکي

 

 

ژباړن: انبيا ژمن

 

۱- د کارونو په ترسره کولو کې په ځانګړو لارو ټينګار وکړئ. ښايي څوک وکولاى شي له لنډې او غوره لارې مو خپلو موخو ته ورسوي.

۲- پام مو وي چې پوهه او تجربه هېڅ يو په يوازيتوب سره نه شي کولاى ستونزه اواره کړي، لکه اکسېجن او هايدروجن چې له ټاکلي ترکيب څخه يې زموږ د تنفس هوا جوړېږي، کولاى شو د پوهې او تجربې په تر لاسه کولو سره پايېدونکي او استثنايي تګلارې جوړې کړو.

۳- د ګومارنې په هره موکه کې د پياوړو او نامتو وګړو له ټاکنې څخه استفاده وکړئ.

۴- په ياد ولرئ چې د کاري چاپېريال د نورمونو منل د کار کوونکو په کارونه کې اغېزناک دي.

۵- د ډلې د وګړو تر منځ د بې ځايه توپير په رامنځ ته کولو سره، د هغوى کاري انګېزه له منځه مه وړئ.

۶- په مېړانه سره وګړي د هغوى د نظر په اړه وپوښتئ.

۷- د لاس لاندې وګړو په وړاندې خپل ډاډ په ناسم چلند سره له لاسه مه ورکوئ.

۸- د سالم سياليز چاپېريال د رامنځ ته کولو لپاره ډېره هڅه وکړئ.

۹- د کارکوونکو د پوهې د لوړتيا او له هغوى څخه د ګټورې استفادې په اړه پوهنيز ټولګي چمتو کړئ او له پوهنيزو مرستندويه وسايلو څخه ګټه واخلئ.

۱۰- پام مو وي چې د کارکوونکي غندنه د هغه له تېروتنې سره سمه وټاکل شي.

۱۱- ډاډ ترلاسه کړئ هغه مامور چې په اداره کې يې د پېردولو لپاره ټاکۍ د کاري پوهې او مارکېټ موندنې د اصولو په منلو سربېره د ډاډ وړ، ځيرک، هوښيار، خوږ ژبى او د ښې سليقې خاوند هم وي او لکه څنګه چې د توکو بيو ته پاملرنه کوي، د هغوى ښايست او څرنګوالي ته هم ډېر ارزښت ورکړي.

۱۲- د اړتيا په صورت کې په کلکه نه ووايئ.

۱۳- هڅه وكړئ د اروا پوهنې له ساده اصولو سره ځان بلد کړئ.

۱۴- داسې چلند وکړئ چې نور مو بېلګه وټاکي او د خپلې غوښتنې وړ کاري راتلونکې ستاسو د شخصيت په چوکاټ کې انځور کړي.

۱۵- هېڅکله د کارکوونکو په سوبتيا نورو خپلو ملګرو ته په وګړو پسې بدې خبرې مه کوئ.

۱۶- چارواکو او مسؤولينو ته د يو شمېر کاري مراتبو د تر لاسه کولو او منلو غوږ وهنه وکړئ.

۱۷- د خپلو کار کوونکو د ازمويلو لپاره په بې ارزښته او بې بنسټه ازمويښتونو سره د هغوى شخصيت تر پوښتنې لاندې مه راولئ.

۱۸- د هرې غونډې په پيل کې وخت پېژنده په عملي توګه ګډونوالو ته ور زده کړئ.

۱۹- د خپلو ويناوو په زړه پورې کېدو لپاره تل د مشرانو او نامتو وګړو څو کليدي ټکي په زړه کې وساتئ او د اړتيا په وخت کې يې وکاروئ.

۲۰- د کار ترسره کولو په وخت کې دريو ټکو ته له نورو ټکو څخه ډېره پاملرنه وکړئ: په خپل نفس تل ډاډه و اوسئ، په خپل نفس تل ډاډه و اوسئ، په خپل نفس تل ډاډه و اوسئ.

۲۱- د نيوکو منونکي و اوسئ.

۲۲- په نه پاملرنې سره د لاس لاندې وګړو هڅې او کوښښونه مه بې ارزښته کوئ.

۲۳- په ټاکنه کې په بې ځايه اندېښنو سره وخت له لاسه مه ورکوئ او په ياد ولرئ چې وخت ستاسو لپاره نه درېږي.

۲۴- د اټکل شوو ستونزو د اواري لپاره وړاندې فکر وكړئ او ډاډه اوسئ چې د څو ځانګړو تګلارو په پام کې نيولو سره به هېڅکله په بېړنيو موکو کې هک پک نشئ.

۲۵- د ادارې لپاره د ګټو د ترلاسه کولو په اړه د سوداګريزو خبرتياوو رول له پامه مه غورځوى.

۲۶- خپلې غوښتنې روښانه او په څرګند ډول بيان کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې کارکوونکي په ښه توګه د خپلې دندې چې په غاړه يې لري، د جزياتو په اړه باخبره دي.

۲۷- له هر وګړي څخه د هغه له پوهې او تجربې سره سمه هيله ولرئ تر څو تر ټولو ښه پايله ترلاسه کړئ.

۲۸- د کار کوونکو دندې د هغوى له فزيکي او مسلکي ځواک سره سمې وټاکئ.

۲۹- که د علمي موضوع په اړه مالومات نلرئ، يا ډېرو سپړنو ته اړ ياستئ، له هېڅ ډول ستونزې پرته پوښتنه وکړئ.

۳۰- په کړکېچنو موکو کې خپله وينه سړه وساتئ او د خپلې ادارې له کړنو سره سمې څو سټراټېجۍ چې وکولاى شي کړکېچ له منځه يوسي اټکل او پلان کړئ ترڅو د اړتيا په وخت کې ورڅخه استفاده وکړئ.

۳۱- له هغو چلندونو څخه چې تاسو په اداره کې توند خويه ورپېژني، ډډه وکړئ.

۳۲- غچ اخېستونکي مه اوسى.

۳۳- د تصميم د پلي کولو او پرېکړې وخت د موخې د تر لاسه کولو په اندازه مهم دئ، ځکه کېداى شي په ناوړه وخت کې د سوداګرۍ د يوې ښې نقشې پلي کول له ماتې سره مخ شي.

۳۴- د هغه څه په اړه چې نه پوهېږئ، چا ته ناسم مالومات مه ورکوئ او د نه پوهېږم له ويلو څخه مه وېرېږئ.

۳۵- هوښيار، ځيرک او پنځوونکو کارکوونکو ته په مسؤوليت سپارلو سره هغوى ته د ودې او پنځونې غولى (زمينه) برابره کړئ.

۳۶- له فکر او ځنډ پرته چاته ځواب مه ورکوئ.

۳۷- د کار کوونکو مېزونه او کاري ځاى داسې ترتيب کړئ چې وګړي له ياده ونه باسي چې په کاري ځاى کې دي او له اندازې ډېرې خبرې يو له بله سره ونکړي.

۳۸- تر ټولو ښه او مسلکي محاسب او حقوقي سلاکار وټاکئ.

۳۹- د وګړو مالي ستونزو ته پام وکړئ او د تاديې وړ غوښتنې يې مه ځنډوئ.

۴۰- تل په ياد ولرئ چې نرمي او درنښت ستاسو څېرې او شان ته ځلا ورکوي.

۴۱- که د مدير قاطعيت په درنښت سره وي، په خوا کې وګړو باندې حيرانوونکې اغېزه کوي او په وېرې سره پيروي کول خپل ځاى په باحسه مسؤوليت منونکې دنده اړوي.

۴۲- د وړانديزونو د تر لاسه کولو لپاره يو بکس ځانګړى کړئ او کارکوونکو ته ډاډ ورکړئ چې د بشپړ راز په ساتلو سره به د هغوى په وړانديزونو غور کېږي.

۴۳- ډاډ تر لاسه کړئ چې د نورو حقوقو ته د ادارې د مسؤولينو او واکمنو له خوا درناوى کېږي.

۴۴- په مياشت کې د يوې ورځې څو ځانګړي ساعتونه د ادارې د بېلابېلو برخو د بياکتنې او له کارکوونکو سره د مخامخ خبرو لپاره وټاکئ.

۴۵- د خپلې دندې او فعاليت اړوندو غونډو کې برخه واخلئ.

۴۶- په مرستندويه مراسمو کې د مرستې په اړه ځان مخکښ کړئ.

۴۷- تل د طلايي چانسونو د ښکار لپاره په ځيرکۍ او هوښيارۍ سره په سنګر کې و اوسئ.

۴۸- زغم او حوصله د برياليتوب له تر ټولو غوره بنسټونو څخه ګڼل کېږي.

۴۹- مسؤليت منونکي و اوسئ.

۵۰- د نويو علمي مطالبو د تر لاسه کولو لپاره د څو اړوندو انټرنېټي وېب پاڼو غړيتوب تر لاسه کړئ.

۵۱- څو ځانګړي او هېښنده تکيه کلامونه ځان ته وټاکئ.

۵۲- د ځانګړي بدلون د پلي کولو په اړه له ځواب ورکولو څخه مخکې فکر او هوښ وکړئ.

۵۳- کله چې غواړۍ کوم کار چا ته وسپارۍ، د ترسره کولو لاره يې ورته وټاکئ ترڅو د وګړو د مسؤوليت انګېرنه رامنځ ته شي.

۵۴- د ادارې د ماتې دلايل تر خپلې څېړنې او شننې لاندې راولئ ترڅو ناسم تګلوري او تېروتنې وپېژني او د هغه د بيا څرګندېدو مخنيوي وکړئ.

۵۵- د کار کوونکو کړنو ته په ارزښت نه ورکولو سره د هغوى هڅې مه بې ارزښته کوئ.

۵۶- له فکري ځواک څخه په ګټه اخيستنې او تمرين سره خپلې ‌ذهني وړتياوې پياوړې کړئ.

۵۷- هر چاته د هغوى له وړتيا او کړنې سره سم بدله ورکړئ او د مساوي بدلو په پام کې نيولو سره د ټولي د وړ وګړو خوځښت مه پڅوئ.

۵۸- د ژمنو او مسلکي سلاکارانو په کارولو سره د کار د مارکېټ ځاى وڅېړئ او داسې سټراتېژي په کار واچوئ چې تل له سيالانو څخه يو ګام وړاندې وئ.

۵۹- پرېنږدئ چې د لټ او پڅو کارکوونکو د مسؤليت بار په مسلکي او هڅانده کار کوونکو وتپل شي ځکه وګړي د دې بې عدالتۍ په درک سره خپله انګېزه له لاسه ورکوي.

۶۰- خپلې مسلکي پوهې ته پراختيا ورکړئ ترڅو وکولاى شى د اړتيا په وخت کې ټولو مسلکي پوښتنو ته ځواب ووايئ.

۶۱- د ګمارنې پر وخت وګړي د ځانګړو ازموينو سربېره داسې و ازمويى چې ډاډ تر لاسه کړئ، څوک چې تاسو ګومارلي لټ نه دي ځکه لټ کسان د نورو کاري فشار ډېروي.

۶۲- د لاس ورکولو په وخت کې د وګړو لاسونه په صميمانه توګه وخوځوى.

۶۳- کله چې تاسو کركجن ياستئ د نورو په هکله پرېکړه مه كوئ.

۶۴- تل وخت پېژندونکي و اوسئ او په وخت سره د سوبتيا لپاره کولاى شئ خپله ګړۍ پنځه دقيقې وړاندې کړئ.

۶۵- هېڅکله د تر لاس لاندې کسانو د پرمختګ هيله له منځه مه وړئ، ځکه په رښتينې توګه د هغوى د هڅې انګېزه له منځه ځي.

۶۶- هڅه وکړئ د اړتيا په وخت کې شتون ولرئ او د ادارې ټولو وګړو ته د خبرو موکه ورکړى. په دې سره ښايي له ځلانده پايلو سره مخ شى.

۶۷- هڅانده او ژمنو کار کوونکو ته وواياست چې ادارې ته څومره ګټور دي او ورته وښيئ چې تاسې له دوى سره مينه او ډاډ لرئ.

۶۸- هېڅکله مه پرېږدئ چې څوک مو د نهيلۍ او خواشينۍ په وخت کې وويني.

۶۹- بې بنسټه ګونګوسو ته خوږ مه نيسى او د لاس لاندې کسانو په اړه د هغوى له انګېرنې سره سمه پرېکړه وکړئ.

۷۰- بې پايلې اوږدې غونډې په طبيعي خوښۍ سره د زغم وړ وګرځوئ.

۷۱- په غونډه کې د نورو له سپکونې څخه په کلکه ډډه وکړئ.

۷۲- د ادارې ټولو نارينه او ښځينه وګړو آن خدمې او ليک رسوونکي ته درناوى ولرئ.

۷۳- له خپل منشي څخه وغواړئ چې د کارکوونکو د زوکړې ورځې د مبارکۍ هغه کارت چې تاسو لاسليک کړى ورته ورسوى.

۷۴- د مکتوبونو او ليکونو د لاسليکولو په وخت کې هغه په ځير سره ولولئ او کله چې زغم او تمرکز نه لرئ له لاسليکولو څخه يې ډډه وکړئ.

۷۵- ښه خوځښت او ښې خبرې کوئ او په غونډه کې په شوق او شيمه سره ګډون وکړئ.

۷۶- د کار کوونکو په ستايلو سره د هغوى کاري شيمه ډېره او د پنځونې ځواک يې پياوړى کړئ.

۷۷- د خبرو کړلو په وخت کې د نفس په ډاډ سره د وګړو سترګو ته ګورئ او تل په موسکا سره خبرې کوئ.

۷۸- هېڅکله د خپلو کاري موخو د پرمختګ لپاره نور په بې بنسټه ژمنو سره مه تېر باسى.

۷۹- هڅه وکړئ د کار کوونکو نومونه په ياد ولرئ او د خبرو په وخت کې هغوى ته خپل نومونو په خوله راوړئ.

۸۰- تل په ياد ولرئ د ادبي ټکو په کارولو سره ستاسو له ځواک او شان څخه هېڅ نه کمېږي.

۸۱- تر لاس لاندې کسان مو په تېروتنو سره له اندازې ډېر په غوږ مه وهئ.

۸۲- امين او د وګړو راز ساتونکى و اوسئ.

۸۳- په خپلو تېروتنو ټينګار مه کوئ او له تعصب پرته خپلې تېروتنې ومنۍ.

۸۴- په پېغوري او نېش لرونکو ټکو سره نورو ته د پند لوست مه ورکوئ.

۸۵- په آرامۍ او پاملرنې سره د نورو خبرو ته غوږ کېږدئ او خبرې يې مه بندوئ.

۸۶- د مالي محاسباتو ډېره پوهه ترلاسه کړئ ترڅو د مالي رپوټونو د شننې او څېړنې وړتيا ولرئ.

۸۷- په غونډو کې تل خپلې ګړۍ ته ګورئ.

۸۸- خپلې ظاهري بڼې ته پاملرنه وکړئ.

۸۹- ترڅو د موضوع روغتيا او ناسمي نه ده څرګنده، په اړه يې څوک مه تورنوئ.

۹۰- خپل غوړه مالان شريکان کوټلي (جدي) مه نيسئ.

۹۱- هغه کتابونه چې لولئ يې، جالب او ګټور ټکي يې په يوه کتابچه کې وليکۍ او د اړتيا په صورت کې يې وکاروئ.

۹۲- بدلون منونکي و اوسئ.

۹۳- له سپکاوي پرته د خلکو د عقايدو په اړه د هغوى مخالفت وکړئ.

۹۴- د خپلو ژمنو پابندي وکړئ.

۹۵- په کړکېچنو حالاتو کې په ځان ډاډ پيدا کړئ او مه پرېږدئ چې تر لاس لاندې کسان ستاسو له پارېدنې او انګېرنو څخه خبر شى.

۹۶- د خبرو لپاره ښکلي او ښه غږ لرونكي ټکي وټاکئ.

۹۷- زيان منونکي و اوسئ.

۹۸- د خپل کار اړوند پوستکالو څخه استفاده زده کړئ.

۹۹- د نويو اندونو او نوښتونو لپاره چې په ناڅاپه ډول مو ‌‌‌ذهن ته راځي، تل يو قلم او کاغذ له ځان سره ولرئ.

۱۰۰- په اداره کې کتابتون جوړ کړئ او هغه کتابونه چې کتابتون ته اچول کېږي، نوملړ يې د کارکوونکو په واک کې ورکړئ.

۱۰۱- ډاډ تر لاسه کړئ چې د وګړو خوښي او رضايت د مسؤلينو او چارواکو د وېرې او فشار له امله نه دي.

۱۰۲- د دې په خاطر چې تاسو مدير ياستئ له نورو څخه بې ځايه هيله مه كوئ.

۱۰۳- د کار کوونکو ترمنځ چې کومه شخړه او جګړه رامنځ ته کېږي منځګړيتوب يې وکړئ او تر منځ يې سوله او پخلاينه رامنځ ته کړئ.

۱۰۴- له وګړو سره د ګمارلو په اړه د مرکې په وخت کې د هغوى کاري شاليد (سوابقو) ته پاملرنه وکړئ او په ياد ولرئ چې بريالي کارکوونکي تل خپل ګټور بريليکونه او ستاينليکونه له ځان سره لري.

۱۰۵- د ادارې د هوساينو او خدمتونو له محدودولو څخه ډډه وکړئ او پرېږدئ چې ټول وګړي ورڅخه ګټه واخلي.

۱۰۶- د چمتو شوو پلانونو د پلي کولو لپاره دقيق وخت وټاکئ، ځکه کېداى شي د يوې ښې نقشې پلي کول په ناسم وخت کې پلان له ماتې سره مخ کړي.

۱۰۷- د اداري مالوماتو د ساتنې لپاره له تر ټولو غوره او عصري خوندي سېسټم څخه ګټه واخلئ.

۱۰۸- د مارکېټ موندنې تر ټولو غوره او د خپلې خوښې کدرونه راټول کړئ او آن که ستاسو اداره د ګټې له اړخه په ښه حالت کې هم وي، له هغوى څخه وغواړئ څو خپلې کړنې ګړندۍ کړي او په کوټلې توګه ادامه ورکړي.

۱۰۹- د کسيز تګلوري او ناسالمې سيالۍ د مخنيوي په اړه د ګروپي کار د وګړو روحيه ځواکمنه کړئ.

۱۱۰- د اجرا نه وړ او غيرمنطقي فرمانونو له رامنځ ته کولو څخه په کلکه ډډه وکړئ ځکه ستاسو د مسلکي شخصيت له داغلو پرته بله هېڅ ګټه نلري.

۱۱۱- د اضافه کارۍ په وخت کې د وګړو کړنې کنټرول کړئ ترڅو له دې لارې ناوړه کسان ونشي کولاى د اضافه کارۍ په پلمه ناوړه استفاده يا خپل ځاني کارونه ترسره کړي.

۱۱۲- د داسې ټکو له کارولو څخه ډډه وکړۍ چې د املا په اړه يې ډاډمن نه ياستئ او د لغت د سمون د ډاډ لپاره چې له ياده مو وتي، تل د لغاتونو يو قاموس له ځان سره ولرئ.

۱۱۳- کله چې د پټې موضوع په اړه خبرې کوئ، پام مو وي چې نور خلک مو خبرې درڅخه غلا نکړي.

۱۱۴- د ادارې مهم توکي بيمه کړئ.

۱۱۵- د سلام ورکولو او دوستانه اړيکو رامنځ ته کولو په برخه کې ځان مخکې کړئ.

۱۱۶- خپلې روغتيا ته پاملرنه وکړئ او هېڅکله له ياده مه باسئ چې سالم عقل په سالم بدن کې دى.

۱۱۷- ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسو مالي مسؤول د حسابونو د تاديې په اړه په وخت سره ګام پورته کوي او تاديه د بې بنسټه دلايلو له امله نه ځنډېږي، ځکه په تاديه کې ځنډ ستاسو مالي اعتبار ته ډېر زيان اړوي.

۱۱۸- عيب پلټونکي او پلمه کوونکي مه اوسئ او مه پرېږدئ چې دا دوه خويونه مو په عادت بدل شي.

۱۱۹- په هېڅ صورت له ياده مه باسئ چې انسان د مخلوقاتو اشرف دى او په ټينګښت او کاري مقاومت سره کولاى شي هرې ستونزې ته د اواري وړه لاره پيدا کړي.

۱۲۰- ځينې شاته شوي وګړي له شاته کېدو وروسته د کار ادامې ته ميل لري، که غواړئ چې دا وګړي کار ته ونيسي پام مو وي چې د ادارې د موخو تر لاسه کولو په اړه دا وګړي وړتيا، ځواک، او کافي انګېزه و لري او د هغوى غوښتنليک يوازې د هغوى د مالي ستونزو د حل لپاره نه وي.

۱۲۱- تل ځير اوسئ چې په اداره کې څوک د خپلې دندې د سرليک او موقف لوړولو لپاره له ناوړې هڅې څخه استفاده ونکړي.

۱۲۲- له خپلو تېروتنو څخه پند واخلئ او نورو ته يې هم وښيئ.

۱۲۳- کېداى شي داسې پېښه شوې وي چې تاسو له هغه څخه ډېر وېرېدلي وى، پرې نږدئ چې شاو خوا وګړي په دې اړه ستاسو له انګېرنې څخه خبر شي.

۱۲۴- د ادارې په خپرندويه برخه کې مسلکي وګړي وټاکي.

۱۲۵- هېڅ څوک کم مه ګڼي.
۱۲۶- د بېوزلو ساتندوى و اوسئ او مه پرېږدئ چې د چا حق لوټ شي.

۱۲۷- که په داسې غونډه کې ياستۍ چې د موضوع په اړه خبر نه لرئ او د موضوع څرګندتيا ستاسو علمي اعتبار ته زيان اړوي، اړينه نه ده چې د هغه په اړه خپله ناپوهي ښکاره کړئ. چوپتيا غوره کړئ ترڅو د غونډې په لومړيو موکو کې د موضوع په اړه مالومات تر لاسه کړئ.

۱۲۸- په رڼه او آرامه توګه خبرې وکړئ.

۱۲۹- کله چې څوک تېروتنه کوي، په رټلو او ښکنځلو سره نه بلکې په ښه او منطقي چلند سره يې خپلې تېروتنې ته پام واړوئ.

۱۳۰- په کافي اندازه آرامي وکړئ او مه پرېږدئ چې ستړيا او فشار ستاسو رواني روغتيا ته زيان ورسوي.

۱۳۱- تل د پوښتنو او ځوابونو په اړه د مسؤولينو تر منځ غونډې جوړې کړئ ترڅو د هغوى له پلانونو او کړنو څخه باخبره شئ.

۱۳۲- مسؤولين او څارونکي د مديريت او کارکوونکو تر منځ د اړيکو پلونه دي، ترڅو چې د دې پلونو له پياوړتيا څخه ډاډمن نه ياستئ له فکر پرته ګام مه اخلئ ځکه کېداى شي له دې عمل پرته ودرېږئ.

۱۳۳- کارکوونکي وهڅوئ چې د لګښتونو او ستونزو د کمولو لپاره نوښتونه رامنځ ته کړي.

۱۳۴- د سوداګرۍ د قوانينو کتاب بايد له ځان سره ولرئ.

۱۳۵- ځينو وګړو ته له اندازې په ډېرې پاملرنې سره د نورو کرکه مه پاروئ.

۱۳۶- نورو ته د تېروتنو د جبرانولو موکه ورکړئ.

۱۳۷- د خپل ځواک او کمزورۍ ټکي په ګوته کړئ.

۱۳۸- ډاډ ترلاسه کړئ چې د برېښنا هېڅ سرچينه بې ځايه نه لګېږي. د بېلګې په توګه يو څوک وټاکى چې د څيراغونو د مړه کېدو او د اوبو د نلونو د بندېدو په اړه د کاري ساعتونو په پاى او د کارکوونکو د وتلو څخه وروسته ډاډ درکړي.

۱۳۹- په لومړي ځل کتو سره د چا په اړه پرېکړه مه کوئ.

۱۴۰- خپل شپږم حس هېڅ مه ګڼى.

۱۴۱- هر څوک يوازې له ځان سره پرتله کړئ نه له بل چا سره.

۱۴۲- د هرې برخې د لومړنيو مرستو لپاره يو صندوق چمتو کړئ.

۱۴۳- د تأکيدي او مثبتو ټکو اعجاز ته پاملرنه وکړئ.

۱۴۴- د خپلې کاري خونې لپاره له تر ټولو هوسا او ښکلي فرنيچر چمتو کړئ او له فضا څخه د ښې استفادې او د چاپېريال د سينګار لپاره له کورني انځورګرانو څخه مرسته وغواړئ.

۱۴۵- کړکۍ مه بندوئ، پرېږدئ چې ټول د لمر له رڼا او تازه هوا چې د خداى (ج) له تر ټولو ارزانه نعمتونو څخه ده، ګټه واخلئ. کله کله لوبې کولاى شي د چاپېريال لپاره د ليدو وړ هوساينه رامنځ ته کړي.

۱۴۶- د انساني ځواک لپاره په کاري چاپېريال کې د هر ډول ځاى په ځاى کولو څخه نشو کولاى له غوښتنې سره سمې پايلې تر لاسه کړو. که د کارکوونکو ځاى پر ځاى کونه اصولي او په ځير توګه نه وي، د کارکوونکو د کاري چټکۍ د كمزورۍ او له کار څخه د هغوى د زړه وهلو لامل کېږي.

۱۴۷- هوښيار اوسئ او مه پرېږدئ مسؤولين او چارواکي د خپلو شخصي نظرياتو او فرمانونو د پلي کولو په اړه ستاسو له اجازې پرته فرمان ستاسو په نامه اعلان کړي، ځکه که دا ښوونه سمه او د اجرا وړ نه وي، د وګړو پر وړاندې ستاسو شهرت او محبوبيت کمېږي.

۱۴۸- مالي پانګه، وخت او د انساني ځواک انرژي په داسې زده كړو مه لګوئ چې اړتيا ورته نه وي. د هر وګړي لپاره داسې زده کړه چمتو کړئ چې وکولاى شي له لارې يې خپله کاري پراختيا لوړه کړي.

۱۴۹- د مسايلو په اړه بې لوري پرېکړه وکړئ ترڅو مو د ليد زاويه پراخه شي.

۱۵۰- له هر ډول بې نظمۍ سره مقابله وکړئ.

۱۵۱- ورځ د ځواکمنې سهارنۍ په خوړلو سره پيل کړئ.

۱۵۲- د ادارې د ټولو وسايلو د امنيت په اړه ډاډ تر لاسه کړئ او که د ځاى بدلون او يا بيارغونې ته اړتيا لري، وخت له لاسه مه ورکوئ او لاس په کار شى.

۱۵۳- ستاسو عمر آن که له کارکوونکو نه هم کم وي، د هغوى د مسايلو په اړه په زړه سوي توګه غبرګون وکړئ ترڅو د ادارې د پلار لقب ترلاسه کړئ.

۱۵۴- د خپلې روغتيا ساتنې او ځيرکۍ لپاره هره ورځ ۱۵ دقيقې نرمښ کوئ.

۱۵۵- په ځينو پلان جوړونو او پرېکړو کې له کارکوونکو څخه د هغوى آند وغواړئ ترڅو له دې لارې د کارکوونکو او مديريت تر منځ مينه ټينګه او د وګړو د مسؤوليت منلو انګېرنه ډېره شي.

۱۵۶- له کارکوونکو څخه وغواړئ که له ستونزو سره مخ کېږي، د هغه له څرګندولو سره سره د ستونزو د اواري په اړه څو وړ او اغېزناکې لارې وړاندې کړي.

۱۵۷- کله کله د کارکوونکو له خبرتيا پرته د هغوى کاري خونې ته ورشى او خپله له دوى سره خبرې وکړئ.

۱۵۸- په چاپېريال کې د کاري امينت او ډاډ په رامنځ ته کولو سره د وګړو کاري روحيې ته وده ورکړئ.

۱۵۹- که وګړو ته سرلوړي ورکړئ او په ناسم چلند سره د هغوى درنښت او عزت تر پښو لاندې نکړئ، هغوى د جبل په شان کار کوي او وړتيا تر لاسه کوي هغه مسؤليتونه چې د دوى په غاړه دي له روحي فشار پرته په ښه څرنګوالي سره ترسره کړي.

۱۶۰- ډله ييز کارونه غوره وګڼۍ او مينه ورسره پيداکړئ ترڅو د کارکوونکو غږملي او هملوري د ناسالمې سيالۍ ځاى ونيسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button