دسوچه شاتو دپیژندنې لارښود

دسوچه شاتو دپیژندنې لارښود
که غواړی چې اصلي او تقلبي ګبینه وپیژنی نولاندینی لارښوونې په پام کې ونیسی.
۱ یوه کاچوغه شات داوبوپه ډک ګیلاس کې واچوی.پرې یې ږدی مه یې ښوروی.که چیرې اصل اورښتیني شات وي هغه په اوبو کې نه حل کیږي.که چیرې کچه یا مصنوعي ګبینه وي هغه په اوبو کې ویلي اوحل کیږي.
۲ دخالصوشاتودپیژندنې لپاره دشمعې یوي پلتې ته اړتیاده له شمې دمالوچو پلته راوباسی اوبیا یې په شاتولمده او ولړی او په اورلګیت اور ورته کړی که چیرې یې اور واخیست نو پوه شی چې دا اصلي شات دي .او کنه تقلبي دي.
۳ د شاتوڅوڅاڅکي په کاغذي ټوټه اودستمال چې جذب کولای شي توی اوواچوی که چیرې په کا غذ کې جذب اوننوزي نودا شات سوچه اواصلي نه دي.ځکه رښتیني شات په کاغذ کې نه جذبیږي.
۴ د ګبینوڅوڅاڅکي په یوه سپین ټوکرتوی اووشیندی یوه شیبه یې پریږدی اوبیا ټوکرپريمینځی که چیرې په ټوکرکې نښې اوداغونه پاتې شول نوداهم سوچه اواصلي شات نه دي.
دشاتودروغتیایي ګټوپه اړه به په یوه ځانګړي لیکنه کې معلومات وړاندې شي خوتاسو په دې پوه شی چې دشاتوپه جوړښت اوتولید دشاتوغالبوزي اوموچۍ خوراسترې ستونزي ګالي اوله تصوره پورته واټنونه وهي .د نیم کیلویا۵۰۰ ګرامه شاتودتولید لپاره دشاتوموچۍ لس میلیونه ځلې آلوتنې ترسره کوي په بل عبارت په دې الوتنه کولای شي یونیم ځلې دځمکې په کره را وچورلي.دشاتوموچۍ دزوکړې له دمه په هڅو هاند اوستړوپروازونولاس پوري کوي له ډول،ډول ګلانوپه داسې ځانګړي مهارت چې ګل ته زیان ونه رسیږي خوږه شیره راټولوي او زبیښلي اوراټوله شوي شیره خپلې ټمبکې ته رارسوي کله ناکله دراټولي شوي شیرې وزن دغالبوزې دوزن په کچه وي خودا هڅاند اوهوډمن مخلوق دشاتوکندوته رالیږدوي.
دشاتوموچۍ یاغالبوزي ۲۵۰۰۰پنځه ویشت زره بیلابیل ډولونه لري چې له بده مرغه ځیني کورنۍ اوډولونه یې دمنځه تلو په حال کې دي.څه دپاسه ۸۰۰۰،اته زره کاله دمخه بشریت شات پیژندلي اودمیلاد دمخه ۶۰۰۰شپږزره کاله پخوادهسپانیادوالنسیاپه سیمه کې دغڼوپه یوه غار کې دشاتونښې اوپاتې شوني موندل شوي اوپیژندل شوي دي.
په مصر کې دارکیالوژي یا دلرغونواثارودپلټنو په لړکې دفرعونانوپه مړستونونواوقبرونوکې شات موندل شوي دي دزیږديزڅخه ۴۰۰۰ کاله دمخه شاتوشتون دهیښتیا وړځکه وو چې شاتو خپل اصلیت ساتلی اورښتیني شات وو.په زړه پوري داده چې دفرعونانوپه قبرونو کې دغنمو دانې موندل شوي اوکله چې رطوبت ورکړشو زرغونه اوراوټوکیدل.
دغنمواونوروغلودانو دژوند جوهراو ژوه نکې دهغه په دننه کې شتون لري که راټوکیدلي اوزرغون شوي حبوبات وخوړل شي دروغتیا اودعمر داوږدوالي ضامن دي له بده مرغه زیاته تودوخه اوداورپه وسیله دحبوباتوپخلی دهغه حیه جوهر وژني اوخوراکمه سلنه غذایې اغیزپه کې پاتیږي له دې کبله دخوړوپوهان دپروتیني خوړوترڅنګه دسابوترکاریواوتازه میووخوراک اړین بولي.
دشاتوموچۍ دبشریت په چوپړکې دي پخپل لنډه کي عمرکې انسانانوته خواږه اوخورا ګټور خواړه وړاندې کوي چې دهغه دګټواوروغتیایي ښیګڼوپه اړه به بله لیکنه وړاندې شي.هیله ده دټولګټې له کبله دا لیکنه هم شیر کړی.
مننه اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button