دسولی په پروس کی دسیاسی ګوندونو رول

محمدالف فروتن
دسولی په ټینګښت کی دګوندونو درول په اړه دغه پرتمینی غونډی ته راغلیو دګوندونو استازو پوهانو دټولنیزو چارو څیړونکیو او ګرانو ملګرو اسلام علیکم ورحمت لله وبرکاته
زما لپاره دویاړ ځای دی چی په داسی علمی بحثونو کی ګډون کوم چی دګران خو سوځیدلی او دردیدلی هیواد دغمجن تقدیر دبدلولو په لاره کی دیوه موثر تدبیر درامینځ ته کولو په خاطر دګران هیواد دڅو دردیدلیو علمی ټولنیزو څیرو او دنیشنل دیموکراتیک انستیوت په ابتکار اوهڅو رامینځ ته شوی غونډه کی ګډون کوم
دلوی الله (ج) له درباره غواړم چی ددغی پرتمینی غونډی ټول لرلیدونه او نتایج به زمونږ دګلالی او ښایسته هیواد افغانستان کی دیوی دایمی سولی درامینځ ته کیدو او ددغه غیرتی او باتور قوم دتاریخی فرهنګی او دینی ارزښتونو ته په پام کی درلودلو دیوه سو کاله اوپر ولسواکی ولاړ افغانستان دبیا جوړولو په لارکی اغیزمن تمام شی
نو ځکه خو په همدی دلیل دټولو نه اول ددغه هیواد دټولو نظر پوهانو لیکوالانو او څیړونکیو تاریخی او ملی رسالت او دنده بولم چی دهر ډول قومی ژبنی  سمتی تعصباتو پرته چی په خواشینی سره  زمونږ ددغه روان کړکیچ او بحران داوږدیدو لوی عامل بلل کیږی زمونږ دګران هیواد افغانستان تاریخ هغه دټولو نا خوالو کږ لیچونو پرمختګ اود وروسته پاتی والی عوامل او دلایل په ګوته کړی اودغه شان  له هر ډول غرض او مرض پرته دڅیړنی په نتیجه کی دګران افغانستان دراتلونکی ځوان نسل پر وړاندی خپل رسالت ترسره کړی او دخپلی علمی کتنی ترڅنګ دیوه علمی پلان چی پرسیاسی ریالیزم او اجتماعی عدالت ولاړ وی او دګران افغانستان ټول وګړی او قومونه دهر ډول امتیاز پرته هغه دخپل ځان او دافغانستان دلرغونی ملت په ګټه وبولی او دګران افغانستان په دغه تاریخی ټاټوبی کی ټول شریک قومونه او ولسونه لکه هزاره ګان تاجیکان پښتانه او بلوڅ او نور یی دیوی ملی اجندی او پروګرام په توګه ومنی او ددغه باتور ملت ټول وګړی واړه او زاړه دهغی تر شا ودریږی ترڅو وکولای شو مونږ ټول دتاریخ او راتلونکی نسلونو به وړاندی سرلوړی پاتی شو  
دافغانستان خلک دتیرو دریو لسیزو دسولی له نعمت څخه بی برخی دی نه یوازی داچی سوله نشته بلکه دسولی نشتون ددی باعث شو  چی یوازی هیواد مو نا امنه ندی بلکی هیواد مو په مادی او معنوی کنډوله بدل شو هیواد وال مو هجرت ته مجبور شول چی دنړی په هرګوټ کی میشت شول په هیواد کی پراته افغانان له یو بل دول بشری نورین سره مخامخ وو ځکه دلته هیواد کی دپوهنی لوړو زده کړو روغتیا او نورو عامه حدمتونو بی برخی وو له جګړی پرته افغانانو نور څه نلرل  
دسیبټمبر دیولسمی دپیښی را وروسته او دخارجیان دتحلیل له مخی په ګران  هیواد کی یوه موقته اداره جوړه او دولسونو سره دنوی ژوند هیلی پیدا شوی ځکه دلته دیوه دیموکراتیک نظام تهداب کیښودل شو
دپخوانیو قوی ګوندونو ترڅنګ ځینو نورو واړو ګوندونو دګروپونو په شکل په فعالیت شروع وکړه چی شمیریی ترنن ورځی پوری په واړه او کم نفوسه هیواد کی  کوم چی  ثبت دی تر سلو اوړی د دوه زره یو میلادی کال را وروسته خوشبختانه  په افغانستان کی دسیاسی ګوندونو ترمینځ هماهنګی مینځ ته راغله اوحتی هغه ګوندونه هم چی دقدرت پرسر یی سره وسلوالی جګړی کولی د یوه میز ترشا کښیناستل په هر  صورت ګران هیواد افغانستان مو په ډیری چټکی دبیا رغونی او پرمختګ ګامونه اخیستل چی په ۲۰۰۴ میلادی کال کی نا ببره دهیواد جنوبی سیمی نا امنه شوی او مخالفینو یو ځل بیا دتیر په څیر وسلوالی مبارزی ته مخه کړه چریکی جبهایی جنګونه  ځانمرګی بریدونه  دسړک غاړی مینونه هدفی وژنی او نور ورځ ترورځی زیات شول چی تر نن ورځی پوری دوام لری
راڅو دیته چی څنګه سیاسی ګوندونه کولی شی چی دسولی په پروسه موثر تمام شی که دافغانستان حالاتو او جګړی ته وګورو په افغانستان کی روانه جګړه دکلی او قوم په سطحه نه بلکی یوه نړیوواله جګړه چی ټوله نړی پکښی ښکیل ده بللی شو
موثر قوی او مخالیفنیوته  دعقیدی په لحاظ نژدی سیاسی ګوندونه کولی شی چی دسولی په روانه پروسه کی مثبت رول ادا کړی څکه تیر وختونه همدا سیاسی ګوندونه وو چی دنن ورځی مخالفینو یی  غړیتوب درلود خو دا دسیاسی ګوندونو دمشرانو په سالم سیاست او ریښتنوالی پوری اړه لری سالمه رهبری او ریښتینی سیاست کولی شی چی ولسونه په ځان راټول او دبد بختیو مخه ونیسی
په لنډ ډول  لاندی څو ټکی دسولی راتلو لپاره مهم بولم
(۱)لکه مخکی چی وویل شول هغه سیاسی ګوندونه چی دعقیدی په لحاظ مخالیفینو ته نژدی دی ځکه همدغه ګوندونو او افرادوتیر وختونه  دیوه مشخص هدف لپاره په ګډه مبارزه کوله چی ددی ګوندونو او اشخاصو رول زیاتوی
(۲) هغه نوی زیږدلی سیاسی ګوندونه چی هدف یی صرف اوصرف ګران هیواد افغانستان ته حدمت دی په مذاکراتو کی شریکول
(۳)سیاسی ګوندونه باید داسی لاری چاری ولټوی چی مخالفنو باندی فشار راوړی ترڅو دجنګ پرځای مذکراتو ته حاضر شی
(۴)په افغانستان کی دجنګ دوام او دسولی نه راتګ دخارجی استخباراتو مداخله هم بللی شو دسیاسی ګوندونو مشران باید نړیوال پدی پوه کړی چی په افغانستان کی سوله دسیمی او نړی په ګټه ده
(۵) افغان دولت ته پکار ده چی دسولی پروسه دهغه ګوندونو په لاس ورکړی چی دمخالفینو سره دخبرو کولو توان لری او هغوی ته قناعت ورکولی شی
محمدالف فروتن

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button