دخوست دخونړۍ کلیزي تلین

دلوی ځواکمن اونیاومن خدای (ج) په سپیڅلي نامه

ورځې، اوونۍ، میاشتې،کلونه او وختونه تیریږي خو تاریخي درنې سټې او تاریخي درنې پیښې دزمانې یون له منځه نه شي وړای د هغو یادونه او خاطري تلپاتې، نه هیریدونکي ځلانده ډیوي دي چې دملت تاریخ ورځیني تومنه او قوت اخلي او ولسونه پرې ویاړي. د افغانستان تاریخ داسې ویاړلي، نومیالي او سر هسکي میړونه او درنه شخصیتونه لري چې تل ژوندي او د خلکو په زړونو کې اوسي دوی ته دالله پاک له درباره فردوس المکان او د منان رب عطوفت اومغفرت غواړم.

تیرکال په همدې شپو او ورځو کې دیوه نیږدې دوست دفاتحې په مراسمو کې دګډون لپاره دجرمني هیواد دفرانکفورت ښار ته تللئ وم او د افغانانو په متبارکه جومات کې ګڼ شمیر د متوفی دوستان، مینه وال او افغانان حاضروو د جومات ملا امام جید دیني لوی عالم جناب سادات صاحب دفاتحې په ترڅ کې دیني وعظ او تبلیغ کاوه او په خپلو خبرو کې یې دخوست غمجنې، زړه بوږنوونکي درنې غمیزي په اړه دردوونکي خبرې وکړې اود دي پیښې عاملین او مسببین یې دخدای (ج)، رسول کریم (ص) او اسلامي امت دوښمنان او دوزخیان وبلل او د خوست دټولو درنو شهیدانو د یاد په څنګ کې یې د ارواښاد شهید خان زمان په اړه د درنښت او وجاهت څخه ډکه وینا واوروله اود دغه ویاړلي، رښتیني او نومیالي قومي مشر شهادت یې یواځې دخوستیو غیور وولسونو غم نه بلکې دټول افغانستان غمیزه او نه جبیره کیدونکي ضایعه وبلله او په سپینو ټکو کې یې وویل دادی سیمي او نړیوال ښکیلاک توطیې او چلوټې دي چې په اسلامي امت په تیره بیا دافغانستان په غیرتمنو ولسونو کله دطالب ،القاعده او کله د داعش په نومونو مرګ ژوبله روانه ده او لیرې نه ده چې په راتلونکو کلونو کې به په نورو نومونو او ادرسونو دافغانانو وژلو او شهادت ته دوام ورکوي.جناب سادات صاحب هر اړخیزې خبرې وکړې خو ما یې یو څو ټکي بیان کړل.

د فاتحې د درنو مراسمو په پای کې یوه دوست هغه ته وروپیژندم چې ارواښاد الحاج خان زمان زما د کاکا زوی دی په بې ساري خواخوږی او پیرزوینه یې په غیږ کې کلک ونیولم. سپیڅلي مینه یې راکړه او د غم شریکۍ احساس یې راسره شریک کړ او اوږده شیبه مو د زړه خواله سره وکړه سادات صاحب زموږ د هیواد دعلمي ځلانده ستوري فیلسوف او استعمار ضد مجاهد علامه سید جمال الدین افغان درنه پښت ته منسوب دی.

دخوست درنو او قدرمنو مشرانو، کشرانو، وروڼو او خویندو!

دخوست د درنې غمجنې تراژیکي کلیزي له امله تاسو ټولو ته د ژور زغم ، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم. ټولو شهیدانو پاکو او سپیڅلو ارواګانو ته دمغفرت لاسونه لپه کوم او په ویرجن، غمجن او دردمن هیواد ګران افغانستان کې دسولې او امن دټینګښت دوعا کوم.

لویه خدایه!په ګرده نړۍ کې دویرژلوساندو،کوکارو او سوو چیغو او ژړاګانو هیواد زوریدلی افغانستان دی ستا له مقدس درباره پرته افغانان ناهیلي شوي اوستړي شویدي ته پرې رحم وکړه او د افغانستان سخت زړي او تور زړي دوښمنان دافغانانو د وحدت په توره ورک او نابود کړه. آمین ثم آمین

په پای کې دوطنپالو، شهیدپالو او افغان پالو درنو مشرانو، قدرمنو دیني عالمآنو، مدنې فعالینو او روڼ اندو څخه دزړه له کومې مننه کوم چې دشهیدانو او مظلومو ټپیانو د درنه یاد دکالیزي دنمانځنې تابیا یې نیولي او د غمجنو کورنیو سره مو یو ځل بیا خپله ژوره خواخوږي او خپګان شریک او د شهیدانو روح مو تاند اوښاد کړ.

د خوست په غیرتي ولسونو ستاسو دروند سیوری همیشنی او تلپاتې غواړم .نیکمرغه اوسرلوړي اوسی

بسم الله اکبري
۰۱-۰۴-۲۰۱۶هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button