Home لنډي کيسې دابراهیم(ع) کیســــــــه

دابراهیم(ع) کیســــــــه

 

لیکوال: أ – علي خان صافي

دابراهیم(ع) کیســــــــه

 

   ابراهیم (ع)دتارُخ زوی ده،چه شاید په آزر باندی به یی شهرت درلود لکه څنګه چه په قرآن کریم کی راغلی دی[ واذ قال ابراهیم لابیه آزر…]الانعام:74 دی تـر اتم بنسټ یا اتو(8) پلرونونه ورسته نوح(ع) ته ورسیږې.

   دې ده دزیږیدو په ځای کی دتاریخ لیکونکو تر منځ اختلاف شته خو دډیرو  نظرداده چه دعراق په –بابل- کی  زیږیدلی ده، چه- نمرود- پری حکومت کاوه، کوم چه لمړنې ظالم په نړی کی ورته ویل کیږې،لکه ځنګه چه -ابن جریر- په خپل کتاب کی ـ العظمه ـ وایی 🙁 ان اول جبار فی الارض نمرود ).

   وایی چه په نړی باندی دوُومسلمانانو او دوُو کافرانو پرماندار ۍ کړی دي  مسلمانان چه دی هغوی: ذوالقرنین وسلیمان (ع) دي،او کافران چی دي هغوی : نمرود وبُخْتُنَصردي،په بابل کی چه –دنمرود- کیناست ځاې وه دبوتانو عبادت کیده او په حران کی چه بابل ته نږدی ده دطبیعت دمظاهرو لکه لمر سپوږمۍ ستورو او داسی نورو شیانو عبادت کیده ، ددغو دواړو فاسدو او باطلو عقیدو تر منځ ابراهیم (ع) به لوییدو وه ، چه بوتانوته به یی کتل له تیږو اودړو ـ لرګو ـ څخه جوړ شوی دی، او دهیڅ قدرت خاوندان نه دی،که چیرې انسان هغوی دخپلی استفادی لپاره په کار وانه چوی ،نوله هغوی څخه نه کټه او نه نقصان لیدل   کیږې ،له بلې خوابه یی چه دطبیعت مظاهرو ته لکه لمرسپوږمۍ ستورې.. کتل لیدل به یی چه له ختیز نه را ښکاره کیږی او په لویدیز کی ډوبیږې نو په د سوچ کی به شو چی داهم الله نشی کیدای ،ځکه د الله وجود ازلی ده هیڅ زوال نلرې چه بدایت او نه نها یت لری، اوپه خپل پاک فطرت اوپوره عقل سره کوم چه پا ک الله ورته ورکړی وُه ،دباطلو شیانوعبادت یی ونه مانه او دخدای دپیږندنی او عبادت کولو په لټه کی شو، چه پاک الله دهغه داسی صفت کوی :[ولقد آتَیْنا ابراهیمَ رُشْدَهُ من قبلُ و کنا به عا لمین ] الانبیاء:51 ـ ,,n

   ترډیر تأ مل نه ورسته دخدای په یوالی اووجود اوقدرت کی ابراهیم(ع) دې نتجی ته ورسید چه په بابل کی دبوتانو او په حران کی دلمر، سپوږمی او ستورو عبادت کول کفر وجهالت ده، او له دی تورو تیاروڅخه خلا صیدل یوازې  دیوه خدای په پیږندنه او عبادت کونه سره کیدای شی، هغه وه چی دیوه خدای عبادت کولو ته یی دخلکو غوښتنه پیل کړله،لمړی یی په خپل کوراو قوم کی لکه څنګه چه دپیغمبرانو دودوه دخدای دیوالی او عبادت تبلیغ شروع کړ،کله چی پاک الله هغه ته وُویل : [ و اَ نذِ رْعَشِیرَتَکَ الآقْرَبِیْن  ] الشعراء:214  نوځکه خپل پلار –آزر- ته یی وویل چی:ایا ته بوتان خدایان نیسی؟ زه تا او ستا قوم په توره تیاره کی وینم ، [واذ قال ابراهیم له ابیه آزر آتتخذ اصناما آلهة انې اراک وقومک فی ضلال مبین ]  الانعام:74 – کله چه ابراهیم (ع)وُپوهیده چه پلاریی خفه او  په غوسه شو،نوبیائی په ډیره نرمی او درناوی سره ورته وُویل : ای زما پلاره ولی ته دداسی شیانو عبادت کوی چی هغوی نه اورې او نه وینې اونه له تاڅخه هیځ شی لری کولی شې، یا زما پلاره زما لپاره هغه پوه- علم – راغلی ده کوم چی تالره نه ده راغلی، زماومنه دسیخې سمې لاری ښودنه درته کوم،دشیطان عبادت مه کوه ځکه شیطان دخدای له امر څخه سر غړوُنکې وه، اې پلاره زه ویریږم چی دخدای درد-عذاب- به درباندی ولګیږې، نو بیا به دشیطان ملګرې یی..

   مګر ابراهیم(ع) دخپل  زوی خبری وا نه وریدی او هغه ته په ګواښ شو چه یا ابراهیم که چیری نور زما له خدایانو نه تم نشوې نوپه تیږو ویشتلوبه د مړ کړم، اوزه لری راڅخه لاړشه،چه یوبل نه سره وینو، کله چی ابراهیم(ع) دپلارداخبره وارید له ، نوخپل پلارته یی وُویل چی سمه ده زما پرتاباندی سلام ده، زه به له خدای څخه تالره بخشنه غواړم،داچی هغه په ماباندی مهربان وه.په دې هکله پاک الله داسې دایی:[ اذقال لابیه یاابتِ لم تعبد ما لا یَسمَعُ ولا يُبْصِرُو لا يُغنی عنک شیئاً – یاابتِ انی قد جاءنی من العلم ما لم ْ یأ تک فاتبعنی اهدک صراطا سویاً –  یا ابتِ لا تعبد الشیطان ان الشیطان کان للرحمن عصیا – یا ابتِ انی اخاف ان یمسک عذابٌ من الرحمن فتکون للشیطان ولیا– اراغبٌ انتَ  عن الهتی یا ابراهیمُ لئن لم تنتهِ لار جُمنک واهجرنی ملیا – قال سلام علیک ساستغفرلک ربی انه کان بی حفیا ] مریم:40- 47.

   ورسته تردینه چی  ابراهیم(ع) دخپل پلار په قناعت کی بریالې نشو خو بیا هم دالهی تبلیغ په لاره کی چوپه خوله پاتی نشو،او دخپل قوم په راغوښتلوکی یی پیل وکړ ، ترڅو چی بی له خدایه او یوازی دیوه الله په یوالې او وجود اوقدرت باندی په بل څه ایمان رانه وړې ،ا وبی دالله عبادت کولو څخه د نورو شیانو عبادت پریږ دی ، مګر دهغه قوم هم د حق ویناوی ترخی ګڼلې ا ونه به یی اوریدلی ، ترهغی پورې چی ابراهیم(ع) پو شو چه دخبرو له پړاونه با ید عملی او دکار کولو په پړاوباندی پیل وکړې، هغه دا چی ددوی بوتان مات او دوی ته دقنا عت ورکولو دلیل پیداکړی ،او دوی په دی ناندی وُپوهوی چی بوتان دخپل ځان سا تنه هم نشی کولاې ،نو بیا به څنګه دوی لره کومه ګټه ورواړوې .

   کله چی یوه ورځ دوی له خپل کلی نه دباندی دمیلی کولو لپاره وُوتل ، نوبوتان او بوتخانه یی یوازی پریښودل،دوی په دباندې پوهیدل چه ابراهیم ددوې دخدایانو دښمن ده، مګردافکرئی نه کاوه چه هغه به ددوی بوتان ماتوی،اوس نوپه کلی کی بی له ابراهیم(ع) نورهیڅوک نشته ، کله چه دشپې تیاره راخپره شوله ، ابراهیم تبر په لاس دبوتخانی لورته وروان شو،په لاری کی یی ستوروته وکتل وُیی ویل چه زه ماتونکی یم،[ فنظر نظرة فی النجوم – فقال انی سقیم ] الصافا ت:88

   هغه بُتخانی ته ورننوت بوتانوته یی خواړه وروړاندی کړل،تاسو خواړه نخوری- تاسولره څه دی ولی خبری نکوی؟ [ آلا تأ کلون- مالکم لاتنطقون]91/92  ورسته ترد نه یی خپل-  تبر- پوسی راپورته کړو ټول بوتان یی ټوټی ټوټی کړل اوپه هره خواکی یی ډړی وړې واچول ،یوازی له هغوی څخه یی لوی بوت پریښود اوتبر یی دهغه  په غاړه ور ځوړند کړواوله بُتخانی نه وُوُت .

   کله چه دوې له خپلو لوبو اومیلو څخه بیرته را وګرځیدل ا و دخپلی بُتخان لورته یی سترګی واچولی ویی لیدل چه بوتان یی ټول په ځمکه رانسکور شوی دې، او یوبل ته یی په چیغو وناروپیل وکړو چه کوم ظالم زموږپه بوتانوداسې لوبه کړی ده، ددوې د ګڼی ګوڼی په ترس- حال- کی داتهام ګوتې ابراهیم (ع)ته وُنیول شوې،ورسته په دی باندی پریکړه وشه چه ابراهیم (ع) دتحقیق میدان ته را وغواړی،ترڅوچه ځنی پوښتنی ورڅخه وکړی ، ورته وُیی ویل چه: تاداکارکړی  ده یا ابراهیم(ع)؟ هغه ورته وُویل چه تاسو ولی دهغه لوی بوت څخه تپوس نه کوی ،کوم چه تبر یی په غاړه کی ده؟  بیایی ورته وُویل چه دهغوی لوی بوت      

داکار کړې ده پوښتنه ورڅخه وکړې، دوی  خپل سرونه ګریوانوته کړل او دا قناعت ورته وشو ,چه دوی ظالمان دی او په غلطه لار باندی روان دی ، خوسره له دی بیاهم خپله غلطی یی په سرو کی راتاوکړه ،  وُیی ویل چه ته– ا برهیم(ع) – په دی پویی چه دوی ـ بوتان– خبری نه کوی ،ابراهیم(ع) ورته وُویل چه ایا تاسوبی له الله څخه دهغو شیانو عبادت کوی چه نه پایده اونه ضرر تاسو ته دررسوې ؟ ستاسو لره دبدبختی او تأسف ځای ده ،ولی بی له خدایه دبل څه عبادت کوی ،ایا تاسو خپل عقلونه په کار باندی نه  اچوې ؟ [ قالو آانتَ فعلتَ هذا بآلهتنا یا ابراهیم – قال بل فعله کبیرهم هذافا سألوهم ان کانو ینظقون – فرجعو الی انفسهم فقالو انکم انتم الظالمون- ثم نُکسواعلی رؤسهم لقد علمت ما هولاء ینطقون –اتعبدون من دون الله ما لا ینفعکم شیئا ولا یضرکم –  أ فٍ  لکم ولما تعبدون من دون الله آفلا تعقلون] الانبیاءک62،66.

   سره له دینه چه کافرانوته داڅرګنده شوه چه ابراهیم(ع) دحق په لاره اودوی په بــا طله لاره باندی روان دی، خو بیا هم ظالمان په هروخت کی په مظلومانو باندی خپله ارا ده تطبیق کوی، نوداغوښتنه وشوه چه ابراهیم (ع) په سزا باندی ورسوی، او په هغه باندی یی داسی حکم وکړو چه هغه په اور کی وُسوزول شې هغه وه چه خورا لرګی یی په لویه ژوره کنده کی راټول کړل ،بیا یی ابراهیم(ع) راوست دمنجنیق په وُرغوې – دتیږودویشتلو ځای ـ کی یی وتاړه او په هغه لوی اور کی یی ور ګزارکړلو کوم چه په کنده کی یی لمنبی وهلې ، او ابــراهیم(ع) به ویل چـه : [حسبنا الله ونعم الوکیل] مخکی له دې نه چه ابراهیم(ع) اورته ورورسیږی پاک الله اورته وُویل :  (یا اوره ساړه و سلام شه )  وایی چه جبریل(ع) له هغه سره ناست وه او خولي به یی وروچولي ، خود آزر پلارنۍ مینه دهغه په دی خبره کی ښکاره کیږی کله چه ابراهیم اورته غور زیږی اوهغه ورته وایی :- بهترین خدای ستا خدای ده یا ابراهیم – .

   کله چه پاک الله ابراهیم (ع) په بوت پرستانوبریالی کړ اوله اورڅخه یی روغ وجوړ راوُویست ،نور نو چا نه غوشتل چی له ابراهیم (ع ) سره سروُوهی او خپل مغاغزه خراب کړی ، یوازی یو لوی ظالم انسان چه: نمرود بن کوش بن کنعان – ورته  ویل کیده او خدای ورته خورا ډیر ملک ومال ورکړی وه ، غوښتل یی چه له ابراهیم(ع) سره خپل زور وعقل وُازمایی، مګر دی هم دالله په قدرت دابراهیم (ع) په مخکی بی ځوابه باتی شو- نمرود- له ابراهیم(ع) دخدای په هکله پوښتنه وکړه ، ابراهیم(ع) ورته وُویل چه زما خدای هغه ده چه ټول شیان  

مړه کوی یی او ږوندی کوی یی ، -نمرود- ورته وُویل چه داکار خو زه هم کولای شم که وغواړم چه څوک مړکړم نومړبه یی کړم او که وغواړم چه څوک ژوندی پریدم نو ژوندی به وی ، ابراهیم ورته وویل چه پاک الله لمرله ختیځ نه راپورته کوی، ته یی له لویدیزڅخه راپورته کړه، -نمرود- په دې خبره کی بی  ځوابه پاتی شو ځکه داشې بی الله پا ک څخه بل هیڅوک نشی کولای، خوسره له دی قوی دلیل نه هم  په خپل عناد کی   پا تی شو، او پاک الله ظا لما نوته هدایت نکوې،په دې هکله پاک الله داسی وایی :[ “ألم تر إلى الّذي حاج إبراهيم في ربه أن آتا ه الله الملك إذ قال إبراهيم ربى الّذي يحيي و يميت قال أنا أحيي و أميت قال إبراهيم فإن الله يأتي بالشمس من المشرق فأْت بها من المغرب فبهُت الذي كفر و الله لا يهدى القوم الظالمين “]:البقره:258.

   کله چه ابراهیم(ع)دپاک الله په فضل دخپلی کورنی له اور نه خلاصون پیداکړو او –نمرود- ته یی په مناظره کی ماتی ورکړه، نوپه دی فکرکی شو چه نور بابل پریدی دشام لورته لاړشی، ترهغی ځمکی پوری چه دخدای پاک ډیر برکتونه  دنړیوالو لپاره  پکشی شوی دې ،[ الی الارض التی بارکنا فیها للعا لمین] الانبیاء:71.

   له ده سره دې ده ښځه  – ساره – چی شنډه وه زامن او لورانی به یی نه     زیږولې اولوط(ع)  چی دې ده وراره وه په دی پردیسی کی ملګری وُه،دوی په شام کی مشت شول ،اودبیت المقدس په ختیزه برخه کی یی خپل ټاټوبی جوړ کړ، خوکله چه  لوږه وقیمتی ډیره شوله دوی د – مصر- لورته روان شول، کله چه مصر ته ورسیدل ، ګوری چه په هغه باندی ډیرلوی ظا لم چـه – سناد بن علوان ـ ورته ویل کیده حکم کاوه ، -سناد- ته دابراهیم(ع) درسیدو خبرورسیده ، چه له هغه سره یوه ډیره ښکلی ښایسته ښځه هم وجود لری چه نامه یی – ساره – ده ،  وایی  چی ظالم ملک امروکړ چه هغه دې دِ ده حضور ته راوستل شی، خو ابراهیم(ع) هغی ته وُویل چی ته به هغه – ملک – ته وایی چی ته زما خور یی – په دین کی ـ کله چی ساره دظالم په منګلو کی وُلویده، نوخپل خدای ته یی مخ کړ وُیی ویل: ای زما خدای که  چیری ته پو هیږی چی ما پر تا او ستا په پیغمبرباندی ایمان راوړی ده ،اوخپل دشرم ځای می یوازی دخپل میړه لپاره له نوروڅخه ساتلی ده نودا کافر پر ما باندی مه بریالی کوه .

   پاک الله(ج) دهغی دوعا ومنله او دظالم ملک له شر څخه یی وساتله او- سناد- به کله چي غوښتل په هغي باندي تیری وکړي،  – سا را – به لوی څښتن څخه  د-سناد- له شره څخ به خلاصون وغوښته ،او پاک الله(ج) به د –سناد- په ورنوکي شلل را پیداکړ،او په داسی بریښونو، دردونو،او خوږیدو با ندی به  یي اخته کړ، چي ته به وایي ږوند یي ختم کیږي،او له – سارا – څخه یي هیله وکړه چي لوی څښتن ورته روغتیا وجوړتیا ورکړي ،او هغي به ورته دوعاګاني کولي ،که چیری د– ساری– دوعا ګانی نه وای ،شاید چی مړ شوی به وه، د-سارا دوعاګاني خو هغه ته ددي لپاره ويي که چیري دِدي په وجود له هغه سره  هغه مړشي ،امکان لري چي خلک به سارا- ته – دسناد- وژونکي او قاتله وُوایي ، نوځکه به یي ویل لویه خدایه ما د – سناد – له شره وساتي اوهغه ته له رنځ څخه روغتیا ورکړي .

   کله چي  ـ سناد –  ته د هغي پاکي اولویي اوله خداي سره نږدی والي ښکاره شو،امریي وکړ چی هغی لره یوه ښکلی مینزه – خد مت کونکی –  چي .هاجر.نومیده او ډیری پیسی، اوټول ضروری شیان ورته ورکړی ،او بیرته یی ابراهیم(ع) ته په درناوی سره وروسپاری .

   واپس ابراهیم(ع) له ډیری شتمنی سره د تیمن – بیت المقدس –  خاوری ته را وګرځید، او خپل وراره یی لوط(ع) د- سدوم- کلی ته چی دفلسطین په خاوره کی دمړه سمندر په غاړه پرته ده ورولیږه ، چی دلوط کلی هم ورته ویل کیده .

   وایي چي دِدې کلي خلک ډیر ظالمان اوخورا بد کاران وه، چی ځینو داړه مارانواوډاکوګانو دلوط(ع) ټوله شتمنی ورڅخه ټالارکړله، خو ابراهیم (ع)له 380 سړیو سره دهغوی د شکنجی کولو لپاره ورغلل ،اوهغوی ته یی سخته سزا ورکړله ، اوټول اخستل شو ی مالونه یی بیرته ورنه لوط (ع) ته را وګرځول، او په خپله ابراهیم(ع) بیرته بیت المقدس ته راوګرځید ، چي تردینه ورسته دې دوی نور پاتی ږوند په ارامی وپه درناوی سره په تیریدووه.

   داچی ابراهیم(ع) او – ساری – کوم ماشومان نه درلودل ،اود دوا ړود-عمر- ډیره برخه هم پري تیره شوی وه،او –هاجر- چی دې دوې مینزه وه دځوانی په دوران کی وه ،نو- ساری – داسوچ وکړو چی که چیری د هغی میړه – ابراهیم(ع) له- هاجر- سره واده وکړی شاید چی الله پاک به ورته ماشومان ورکړی، نو له ابراهیم(ع) څخه یی غوښتنه وکړه چی په هغی باندی ورننوزی، کله چی ابراهیم (ع) له هغی سره یو  ځای کیدل وکړل ، پا ک الله(ج) له هغی څخه دوی ته ماشوم – اسماعیل(ع) – وکړ  .

   دوی دماشوم په راتګ باندی ډیرخوشال شول، خوداخوشالی لا پوره شوی نه وه چی پاک الله(ج) ابراهیم (ع)ته امر وکړو چی له – هاجر – اوخپل نازولی ځوی سره    ـ مکی – ته لاړشی ،او په هغه بیدیاکی هغوی دواړه پریدی ، چی نه پکشی اوبه   اونه پکشی واښه شته ،اونه پکشی انسان لیدل کیږې اونه پکشی خواړه شته .

   کله چی ابراهیم (ع)- هاجر– اودهغی شدې رودونکی زوی په داسی ویرونکی بیدیا کی بریښودل او ورڅخه جداکیده ، نو-هاجر- ورته وُویل چی اې ابراهیمَ چیرته  روان یی؟ او موږ چالره دلته پریدې؟ ابراهیم(ع) نه دوی ته کتنه کوله اونه یی ځواب ورته ورکاوه، ترهغی پوری چی – هاجر- ورته ،ُوویل :ایا پاک الله(ع) دا امر درباندی کړی؟ ابراهیم(ع) ورته وُویل: هوکي داټیک ده اودا دپاک الله(ج) امرده، – هاجر-  په ډیر صبرناک اوازکی ورته وُویل :- سمه ده هغه زموږ ساتونکی ده ،او موږ به نه ورکوی-،زموږ په هغه باندی توکل ده ، څوک چی په هغه باندی توکل  کوی هغه ورته کا فی ده ،لکه څنګه چی وایی:[ ومن یتوکل علی الله فهو حسبه ].

   په داسی سخت بیلتون کی ابرهیم (ع) خپل مخ – دبیت المحرم – په لور ورواړاوه ،او دزړه له جوشه یی داسی وویل: اِې زموږ خدایه ماخپله اولاده        – کورنی – ستابیت المحرم ته نږدی په داسی بید یا- دره – کی مشت کړل چی کرونده –هم – پکشی نشته ،ددی لپاره چی دوی ستا عبادت – لمونځ – وُکوې، نودخلکو په زړونوکی دې دوې لورته مینه راپیداکړه،او له میوُو- خوړو- څخه  ور ته وَرکړه وُکْړه ، شاید چی مننه وُکوی- اِې زموږه خدایه تاته څرګنده ده کوم شی چی موږ پُټوواوکوم شی چی موږ ښکاره کوو،او له خدای څخه هیڅ شی نه په ځمکه او نه په آسمان کی پوټیدلې شې،[ربنا اني أسكنت من ذريتي بواد غير ذي زرع عند بيتك المحرم ربنا ليقيموا الصلاة فاجعل أفئدة من الناس تهوي إليهم وارزقهم من الثمرات لعلهم يشكرون ربنا إنك تعلم ما نخفي وما نعلن وما يخفى على الله من شيء في الأرض ولا في السماء] ابراهيم: 37..

 

   تردوعانه ورسته ابراهیم (ع) روان شو ،له ستر ګونه ورک شو، هاجرله خپل واړه ماشوم –اسماعیل(ع)- سره په ویروُنکی بیدیا کی یوازی پاتی شول،هاجر اسماعیل ته په کتلو شوله، ته به وایی چی هغه خبره ورته کوی کومه چی زموږپاک رسول  (ص) خپل ملګری ابوبکر الصدیق ته کړی ده چی :مه خفه کیږه خدای له موږ سره ده (لاتحزن ان الله معنا) ،ډیر وخت تیر نشو چی دې دوی خواړه واوبه ختم شول، هاجر دخوړاو ابو دپیداکولو لپاره هلی ځلی کولی د- الصفاء او المروة- ترمنځ به تله وراتله چی ګوندی اوبه به پیداکړی، همدا تګ وراتګ دهغی دې دُووغونډیو تر منځ نن د مسلمانانو دحج دپوره کولولوی رکن –ستنه- اساس ګڼل کیږې.

   له ابن عباس نه روایت شوی ده چی زموږ د پاک الله(ج) نبی(ص)په دې مانا سره وایی: کله چی  – هاجر- په المروه باندی وروختله اواز یی واوریده  ، چی لاندی یی وکتل ګوری چی جبریل(ع) په خپل وزر باندی د ځمکی خاوری راپَلټې تر هغه پوری چی تر وزر لاندې یی د زمزم اوبه را ښکاره شولی ،هاجر چی اوبه ولیدلی په منډه ورته راغلله او له هرلوری نه به یی په لپوکی راټولولې او ویل به یی زم زم – راټولې شې راټولې شې- چی تراوسه پورې په همدی نوم باندی یادیږې چی په ټوله نړې کی سارې نه لرې ،او طبی تجربواوعلمي څیړنو دا حقیقت ثا بت کړې ده چي دډیرو ناروغیو درمل ګڼل کیږي,له عباس (ض)داسې راغلی دی چی رسول دخدای ویلې دې چې:  خدای دې داسماعیل مور وُ بخښی که چیری زمزم یی پرییښی وای نوروانه سترګه به وه.(یرحم الله ام اسماعیل لو ترکت زمزم کانت عینا معینا).

   هغه وخت چی ابراهیم(ع) له خپل هیواد و خپل قوم نه وُوت، له خپل خدای څخه یی په دوعاکی دنیکی او لادی غوښته وکړه، خدای پاک دهغه دوعاومنله او هغه ته یی له هاجر څخه اسماعیل(ع) ورکړو، په داسی حال کی چی دهغه اُمر-عمر- شپږ اتیا -86-کلوته رسیدلی وه،خو کله یی چی اسماعیل(ع) له –هاجر- سره په بی خوړواوبی اوبوـ میو –   بیدیا کی پریښودل، دادې دې ماناوه چی ده دخپل خدای امر پر ځای کړ.

   کله چی ـ هاجر- ته پاک الله(ج( په هغه بی اوبو ځای کی اوبه او بي خوړو ځاي کي خواړه ورکړل،نو په ژوند کی یی څه ناڅه ارامی راغلله .

   څرنګه چی په مکې باندی به دمسافرو کاروانونه تیردل راتیردل، یوله هغوی څخه د- جرهم- دکورنی کروان وه  چی د- مکی- په لاندینۍ برخه کی یی دمه –راحت- اخستله، ګوری چی په اسمان کی د زمزم په سر باندی  هغه مرغان تاویږی کوم چی  بی دابو له وجود نه نه ښکاره کیږی، سره له دی چی د- جرهم – وګړی پو هیږی چی په هغی درې کی کومی اوبه نشته، خوبیاهم د پخلی –تأکید- لپاره هلته ورغلل،اوبه او هاجر یی ولیدل،اوله هغی څخه یی اجازت وغوشته چی له هغی سره مشت شی –هاجر – ورته وویل بده نه ده خو په دی شرط چی په ابوکی به ځانونه نه راسه حقداران کوی، هغوی ومنله،دوی سره ګاونډیان شول، اسماعیل(ع)ددوی په منځ کي لویده ترهغي چي ځوان شو،او د –جرهم – له کورنی څخه یی واده وکړ ،لکه څنګه چی الله(ج) ته دوی ځانونه سپارلی وه، نو الله(ج) دوی وساتل ورک نه شول.

   دابراهیم (ع) أومر-ژوند- ټول دپا ک الله(ج) په لاره کی په مبارزو، سفرو پردیسیو او کړاوُنو کی تیرشو ، په خپله بوډایی کی دَی دِ- هاجر- واسماعیل(ع) کلی ته ورغی، دخپل زوی کور یی پیداکړ، دروازه یی وروټکوله، داسماعیل(ع) ښځی وربیرته کړ،ابراهیم(ع) پوښتنه وکړه چی دا داسماعیل کورده ؟ هغی ځواب ورکړچی هوکي – مګرهغه په کورکی نشته ، ابراهیم(ع) تپوس وکړ چی ږوند موځنګه تیریږی ؟ هغی دږوند له سختیو اوکړاوُنوڅخه ورته یادونه وکړله ، ابراهیم(ع) ورته وُویل کله چی  اسماعیل راشی زماسلام به پری وایی او ورته وُوایه چی دکور دې دروازی بنسټ دې بدل کړه،کوم وخت چی اسماعیل(ع) کورته راغی پښتنه یی وکړه چی  چا خوبه زما پوښتنه نوې کړې؟ ښځې یی ورته ،وُویل چی یوزوړ بوډادلته راغې –صفتونه یی ورته بیاکړل- ویل یی چی په اسماعیل باندی می سلام وایه او ورته وُوای چی د کوردې دروازې بنست بدل کړی،اسماعیل(ع) وُویل چی هغه زما پلارده دخبرو مانا یی داده چی زه به له تاسر پریکړه- طلاق- وکړم، اسماعیل(ع) هغه ازاده کړله او بل واده یی وکړ،ترڅه وخته ورسته ابراهیم(ع) بیا یوځل دخپل زوی کورته ورغی، دروازه یی وُټکوله،داسماعیل(ع) دهمې ښځې وربیرته کړ،بوډا پوښتنه وکړه،چی اسماعیل چیری اوږوند مو څنګه تیریږې؟هغی ورته وُویل چی هغه په کورکی نشته ، اوږوند موبد نه ده دخدای فضل ده  ګزاره کیږې، بوډا ورته وُویل چی اسماعیل راشې زما سلام به ورته وایی، ورته وُوایه چی دکور دې دروازې بنسټ دې ټینګ وسا ته، کله چي اسماعیل (ع) کورته راغي ښځي یي دبوډاکیسه ورته وکړه هغه ورته وُویل چی هغه زما پلارده دخبرو مانایی داده چی زه به تا ټینګه وساتم بی له پری کړې اوطلاق نه .

   تردینه ورسته بیا دابراهیم(ع) اواسماعیل(ع) ترمنځ مخامخې وشوه،چی پاک الله(ج) په دې مانا داسې وایی:- کله چي ابراهیم(ع)- وویل چی زه ترخپل خدایه پوری ورځم چی هغه به لار ښوونه راته کوی، زما خدایه ماته نیک کاران راکړه،نوځکه مو دنیک ماشوم خبر ورته ورکړلو، چي نوم یي – اسحاق(ع)- وه.

کله چی اسمعیل(ع) ځوان شو ابراهیم(ع) ورته وُویل چی :اِې زما بچیه ما په خوب کی لیدلي چی زه تا الاله وم، اوغاړه دې په چاړه باندي پري کوم، وګوره ته په دې کی څه وایي او څه وینی؟ اسماعیل (ع) په ډیرډاډه ړزه سره ورته وویل:اِی زما پلاره کوم شی چی د هغه په کولو پرتاباندی امر شوې ده هغه وکړه، که خدای کوی له صبرکونکو څخه به می وُمُومِې.

   کله چی پلار اوزوی دپاک الله(ج) امر ته تسلیم شولو،ابراهیم(ع) چاړه وپړي – رسي – را واخستل،او اسماعیل(ع) ورسره په څنګ کي دقراباني ځاي ته ورروان شولو، دقرباني په میدان کي ابراهیم (ع) دخپل زویلاسونه او پُشي تړل بیل کړل،چي اسماعیل به دخپل ځان په تړلو کي ورسره مرسته کوله،ترهغي چي دروستیو سلګیو وتلوته چمتو شول،او دږوند او مرګ تر منځ یوازي دويښته تار او درباب اوتارسره ښوریدل.

   اسماعیل(ع) خپل پلار ته وویل: زړه دې سخت کړه،چاړه دې په لاسونوکي ټینګه کړه، او زما غاړه په لوی زور وقوت سره پري کړه ،چي ددنیا په عذاب کي ډیرپاتي نشم .

   ابراهیم(ع)دخپل زوی ټنډې ته وکتل نورنوهیڅ پاتی نه شول یوازې دا چی چاړه یی پرغاړه با ندی را تیره کړې،او هرڅه ختم شي، په داسی تنګ وخت کی چي دچړي اوغاړي ترمنځ یوازي د-الله اکبر- اوازپه پیل کیدو وُه پاک الله پری غږ وکړچی: یا ابراهیمَ(ع) په رښیتیا سره چی تا په خپل خوب لیدوکی وفاداری وُکړله،او ستاقرباني موږ ته ورسید له ،او تاته پري ثواب درکول شو، واخله دا-پسه – داسماعبل په ځاي قربان کړه،په همدی رنګه موږ ښو کونکو ته جایزه ورکوُو، رښیتیا چی دا ډیره لویه بلاده، نوځکه پاک الله وایی چی موږ ابراهیم(ع) له غټ ګډ- پوسه- ورولیږه،چي داسماعیل (ع) په بدل باندي یي الال کړي ، او په راتلونکوایماندارانوباندي داقرباني واجب شوله ،زموږ سلام د په ابراهیم (ع)وې ، په همدی ډول موږ نیکارانوته ښیګڼی ورکوو،پاک الله ویلیی چی هغه زموږ له مؤ منانو عبادت کونکو څخه وه،او د اسحاق  په ږیږیدوموخبرور کړو،چی له نیکارانو څخه به نبی وې،موږ هغه لره او اسحاق لره برکت ورکړی او دهغوی له کورنی نه څوک نیکاران دی او څوک په خپلو ځانو باندی ډیر ظالمان دی.

چی په دی هکله باندی پاک الله داسی وایی:-

[وقــال إني ذاهـب إلى ربي سيهدين *رب هب لي من الصالحين*فــبشرناه بغلام حليم*فـلما بلغ معه السعي  قال يا بني إني أرى في المنام أني أذبحك فانـظر ماذا تــرى قـال يا أبـت افـعل ما تــؤمر ستجدني إن شــاء الله من الصابـرين *فلمّا أسلما وتلّه للجبين*وناديناه أن يا إبراهيم*قد صدقت الرءيا إنا كــذالك نـجزي المحسنين*إنّ هــذا لهو البـلاء المبين*وفديناه بذبح عظيم *وتــركنا عليه في الأخــرين*سلام على إبــراهيم*كــذالك نجــزى المحسنين*إنه من عبادنا المــؤمنين*وبشّرناه بإسـحاق نبيا من الصالحين *وباركنا عليه وعلى إسحاق ومن ذريتهما محسن وظالم لنفسه مبين] الصافات:99-113.

 

   کله چی ابراهیم (ع) په خورا لویه او سخته ازموینه کی دپاک الله(ج) په وړاندی بریالی شو، بیانو پاک الله(ج) ورته دځای ښودنه وکړه چی لمړنې کور اوجوما ت – مسجد- دنړې دټولو عبادت کونکو لپاره جوړ کړی ،ترڅو چی دټولو نړې والو لپاره یی دبرکت او لارښودنی ځای وُګرځوې،[ان اول بیت وُضیع للناس للذی ببکة مبارکا وهدی للعالمین]آلعمران:96.  ابوذر- ض- وایی چی له رسول دخدای څخه می پوښتنه وکړه چی:کوم جومات داول ځل لپاره په دنیا کی جوړ شوې ده ؟  هغه وُویل چی – المسجد الحرام – بیاورسته – المسجد الاقصی – او دې دواړو ترمنځ څلویښت -40-کلونه وخت ده.

   دکعبې په جوړولوکی به ابراهیم(ع) تیږې کیښودلې او اسماعیل (ع) به ورته راوړلې،ترهغه پورې چی دکور دیوال دې دوې ترونی لوړ شو ، په دې وخت کی اسماعیل(ع) یوه لویه تیږه راوړه او ابراهیم(ع) ترپښو لاندی یی کیښوده ترڅو چی پری لوړودریږې اوپه اسانۍ سره دبورنتی دیوال په سرباندی دپوره کیدلو لپاره نوری تیږې ورپورته کړې، چی هغې تیږی ته نن – مقام ابراهیم – وایی.

   ورسته تردېنه چی ابراهیم(ع) خپل ږوند دپاک الله(ج) په لاره کی په پرله پوسی جهاد کی تیرکړو، اونیکیوته یی راغوښتل او له بدیو نه یی منې – منع- کول وکړو،اود نړیوالو دعبادت لپاره یی دهغه کوراو مسجد ودانې سرته ورسوله کوم چی بنسټ یی ترابراهیم(ع) مخکی وجود درلود.. اوس نوددې وخت راغې چی دخپل خاوند غیږی ته په خوشحال اوارامی سره ورشې، اودخلیل په خاوره کي چي په نني فلسطین کي واقع ده  خاوروته وسپارل شې [..کل نفس دائقة الموت].

                                                                             صدق الله العظیم

لیکوال: استاذ علي خان صافي.

 

 

 

 

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ډېر لوستل شوي

د راتلونکي لنډمهاله حکومت مشر درانی بارکزی که کابلی؟؟؟

نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د راتلونکي لنډمهاله حکومت د مشر په اړه بحثونه او ځینې لیکنې کیږي،...

جنازو وتل نه، د جګړو نوغې ايستل غواړو.

عبدالوحيد وحيد د افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نيمګړتيا ده چې مونږ يې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکئ...

د سولې په مذاکراتو کې پښتانه چیرې دي؟

غازي اکبر افغانستان د وروڼو قومونو ګډ کور دی او پښتون د میرویس نیکه له وخته راپدې خوا د روسانو تر یرغل پورې د...

چرا پاكستان استقرار مجدد امارت اسلامى طالبان را نميخواهد ؟

میر عبدالواحد سادات كسانيكه مسايل افغانستان را بدقت تعقيب مينمايند ، بايد دريافته باشند كه : ديگر استقرار مجدد...

Recent Comments