اداري اصلاحات، که اداري فساد؟

زما تر ټولو نیږدې انډیوال، زما تر ټولو خوږ دوست او زما نابغه ملګری چې کليلوال هم ورته د نابغه څخه وايي، پرون مې چې د خپلو زده کړو د سندونو د سوزولو په وخت ولید، خدای شته چې زما زړه يې دومره وسوزوه، دده بیچاره به څه حال وو. د خپل کور مخې ته ناست زلمی چې مې هر څومره وپوښتلو، هیڅ يې راته نه ویل، یوازې دا یوه خبره يې کوله چې زه به مړ شم خو واجد شرایط به نه شم. ورځ تیره شوه، د مازدیګر لمانځه وروسته مې په خپله ټوله خواری ایله دومره وکړل چې په خپل ځیرک تیلفون کې يې راته هغه بریښنالیک پرانیستلو چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه ورته راغلی وو.

څو شیبې غلی له ځانه سره پاتې شوم، هیڅ چاره نه وه راپاتې چې قانع يي کړم. ځکه همدا یو دوست مې دی چې له ماشومتوبه سره پیژنو، د ده په ټولو کارنامو، د ده په تعلیمي سطحه، خلاصه ده چې په هر څه خبر یم. زه يې له دې نه وم خبر کړی چې څو اونی وړاندې يې د خوست ولایت د کرنې ریاست خالي پوست ته ځان کاندید کړی دی. چې مې په دې اړه وپوښتلو، راته ويې ویل چې زه پوره ډاډه وم چې دا ځل خو مې کار حتمي کیدونکی دی، ځکه په نوم کې يې د اداري اصلاحاتو توري راغلي دي. ویل يي چې له ځانه سره مې وعده کړي وه چې پر دنده وګومارل شم، لومړی زیری به پر تا کوم.

دا تر ټولو خوشحال او تکره ځوان چې نن تر ټولو خوار او کمزوری مالومیده، د پوهنتون څخه په ډیرو لوړو نمرو فارغ شوی وو. د لیسانس دورې تر ختمیدو وروسته يې راته ویل چې زه لا تر اوسه په مکمله توګه د یوې ستونزې تشحیص نه شم کولای، باید ماسټري ته ادامه ورکړم. هغه وو چې ماسټري دوره يې هم د نړی په پرمحتللي پوهنتون کې په لوړو نمرو سره پای ته ورسوله. ده له پنځو کالنو زیات د نړیوالو موسساتو سره کار کړی دی. د دې څخه علاوه اته، نهه کاله کیږي چې د دولت مامور دی، چې دا ټوله شوه له ۱۳-۱۵ کاله کاري تجربه. ما به ټوکې ورسره کولې چې هلکه ته د وزارت لایق يې، د کرنې وزیر هم همدا د ماسټري تر کچې زده کړې کړي دي، د خوست نوی والي هم همداسې وبوله، دوی هم ستا غوندې ځوانان دي. مانا دا چې په کاري تجربه کې هم ستا همځولي دي. ځینې وختونه به مې ورته ویل چې راځه همداسې شخصي کار و بار به شروع کړو چې څه مال جایداد تر لاسه کړو، را ته به موسک شو. نور به يې څه نه ویل د رحمان بابا دا لاندې بیت به يې راته ویلو.

دا دنــــیا په احمقانو ده ودانه

دانا نه کا په دنیا باندي غرض

له ډیر بحث وروسته مې ورته وویل چې هلکه له تا به د نورو کاندیدانو تعلیمي سویه پورته وي، نو ځکه به يې په ابتدايي لیست کې نه وې نیولی. را سره ويې منله، ویل، سمه ده. په تمه به پاتې شو. دا نوی په کار ګارل شوی کس که د کرنې په برخه کې تر دوکتورا پورې زده کړې درلودلې، د اداري فساد کمیسیون (د اداري اصلاحاتو کمیسیون يې یادوه) به زما په حق کې سمه پریکړه کړي وي. ده ویل چې دا خو به سمه معجزه وي چې تر ننه پورې یا د دولسم ټولګي فارغ او یا لیسانس پر همدې پوست باندې کار کوي او اوس یو ناڅاپه د دوکتورا خاوند!. دا يې هم راته وویل چې یو چا ورته تیلفون کړی وو، ورته ويلي يې وو چې که د خپل معاش پوره څلویښت سلنه په هره میاشت کې ورکړي، نو دنده اخیستل يي په زمه دي. ده په ځواب کې ورته ویلي وو چې، داسې ده نو دا پاتې شپیته سلنه به هم درکوم او بس تا نیکه له به کار کوم.

ما يې زړه ور ډاډه کړو چې زما په وس هر څه پوره وي، تر سره به يې کړم. دا مې له ده سره لومړی ژمنه ده چې له نوي رییس صاحب سره به زه په خپله مرکه کوم او د ټولو تحصیلي اسنادو پورې به يې څیړم. په تمه اوسی.

ریښتیا په بریښنالیک کې د شکایت کولو یادونه هم شوي وه. لیکلي يې دي چې که تاسې راضي نه یاستی، مهرباني وکړی په کابل کې د اداري اصلاحاتو د شکایاتو بورډ کې شکایت درج کړی. دې بیچاره راته ویل چې له خوسته به په یو شکایت درج کولو پسې ځم؟ ما ور سره دا ژمنه هم وکړه چې شکایت به زه ستا په نوم ثبت کړم. اول خو ته دې ناروا ته وګوره چې د اداري اصلاحاتو د شکایاتو بورډ ته به کابل ته ورځې. ولې په ولایتونو کې خوار ولس د شکایت کولو حق نه لري؟ یوازې هغه څوک چې د دې وس لري، بس تر کابله به ورپسې ځغلي؟ بیا يې هلته یوازې دوه کاري ورځې موده ښودلي ده چې د دوو ورځو په موده کې مو که شکایت ثبت نه کړو، بیا مو شکایت تر غور لاندې نه نیول کیږي. زما يې لاره ورکه کړه. که هر څوک مرسته کولای شی، راسره اړیکه ونیسی. یو څوک باید د خپل حق غوښتلو لپاره راپورته شي، تر څو نورو ته هم لاره پرانیستل شي او دا د فساد کمیسیون په ریښتوني بڼه د سمولو په کمیسیون واړول شي.

 

په درنښت

ایمل ولي

د ۲۰۱۵ م کال د سپتمبر دویمه

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button