آزادي

محب الله آرمل

له پاخه سړکه د کلي په خامه را وګرځېدم، په سړک دوړې او جمپونه زيات وو، وروتلم د پوليسو د موټر هارن مې پام ور واړاوه، په هنداره کې مې وکتل رېنجره تېزه را روانه وه ، څو شېبې وروسته مې په مخه کې  ودرېده عسکر ترې را کوز شول کلاشينکوفان يې راته سيخ کړل او چيغې يې کړې درېش ، ځای پر ځای ودرېدم پوليس راغلل ،ښکته شه دروازه مې خلاصه کړه څه خبره ده خيرت خودی…
جوپ خوله بنده کړه،کوم بل غږ  وکړ  لاسونه يې پرې وتړئ، لاس بند يې را واچول ، د رېنجر باډۍ ته يې پورته کړم .
حوضې ته ورسېدو درېيو څلورو پوليسو بدرګه يوکوټې ته ورسوولم  په کوټه کې چاغ برېتور سړی ناست و ويې ويل دې ځوان سړی وهلی عسکر په بيړه ځواب ورکړ هو آمر صيب ، حيران وم چې دا څه وايې ما خو نه څوک وهلي اونه مې  څه داسې پېښه مخکې کړې .
په ادب مې ورته وويل آمر صيب ما خو څوک ندي وهلي تاسې غلط ګمان کړی، عسکر رابړز وهل چوپ .
برېتور آمر په عسکر غږ وکړ ته درځه زه ورسره خبرې کوم ، عسکر پښه پر ځمکه ووهله لاس تندي ته يوړ او ژر له کوټې ووت .
آمر په نرمه راته وويل ځوانه ولې دې تېښته کړې وه ؟
نه پوهېدم ولې يې پرما شک کړی وو بيا مې په خواره خوله ورته وويل آمر صيب په بلا دې خبر شم ما څوک ندي وهلي او نه مې تېښته کړې تاسې اشتباه کوئ بل چا به دا کار کړی وي .
برېتور د مېز په سر د زنګ بټن ووهله عسکر راښکاره شو عطاعت آمرصيب .
آمر ورته وويل پدې ځوان پسې ور بند کړئ تر څو چې د پېښې د قيقه څېړنه کيږي هملته دې وي ، عسکر بيا سلامي وکړه ، زه يې له لاس ونيولم ،يوې نمجنې کوټې ته يې بوتلم لس دولس تنه نور هم وو ټول را غلل ځوانه خيرت دی ؟ولې يې راوستی ؟څه جرم دې کړی ؟ ټوله کيسه مې ورته وکړه يوه ډاډ راکړ ته خو غم مه کوه دومره سخته نده خدای (ج) به خيرکړي .
يوساعت به تېرشوی وو آخر ماهم له هر يوه بېله بېله پوښتنه وکړه چې ولې دلته راغلي ، يو ه راته  ويل ما څلېر (څلور) تنه پرين ډزولي … بل ته مې وويل ده هم جرم کړی وو… نږدې ټولو واقعي جر مونه در لودل .خو!  يوډېر ښايسته ځوان د کوټې په کونج کې ناست وو هېڅ يې نه ويل نږدې ورغلم ځوانه ته څه نومېږې ؟
ځوان لکه زما خبره يې چې نه وي اورېدلې هېڅ ونه ويل مناسب مې ونه بلله چې بياترې وپوښتم له خواسره يې غلی کېناستم ځوان سرپورته کړ ورو يې وويل بښنه غوړم څه د ويل ماوې ستانوم څه دی ؟  د ځوان شونډې وخوځېدې جهاد مې نوم دی ؟
څومره وخت دې کيږي چې دلته بندي يې ؟
درې مياشتې .
څه جرم د کړی وو ؟
جهاد څو شېبې غلی وو  له ځنډ وروسته يې وويل : زما کيسه اوږده ده څه يې کوې .
زه شله شوم  او کيسه مې تر وغوښته  ده وويل چې داسې ده نو غوږ شه .
جهاد ويل  مشرورو مې په عربو کې وو هغه ښې پيسې ګټلې يوه ورځ يې په ټليفون کې راته وويل يوه څه  پيسې در ليږم  يو تراکتور پرې واخله خپل کار پرې کوه ما ورته وويل سمه ده چې ته وايې همداسې به وکړم  څو ورځې وروسته مې تراکتور واخست کلي ته مې صحې اوبه راوړلې کار مې جوړ وو  په کور کې يو زه وم او يوه مې نازولې کشره خورکۍ  يوه بله خور مې واده وه ژوند مو ښه په مزه روان وو هر سهار مو اختر او ماښام مو له خوشالۍ ډک وو په کلي کې  تر نورو موږ شتمن وو .
درې کاله پس مې مشر ورور له عربو راغی يو سراچه موټر يې هم ورسره راوست  چې زه زيات ورته خوشاله وم يوه ورځ ملګرو راته ويل جهاده  نن خو دې يو چکر راباندې وهلی وای آخر ته خو موټر لرې … ورسره ومې منله په چکر ووتو ښه مېله مو وکړه مازديګر کور ته را روان شو کلي ته لنډ و چې مشر ورور مې په مخه راغی لاس يې راکړ موټر مې ورته بريک کړ ورښکته شوم لا لا چېرته پدې مازديګر روان يې لالا په غوسه وو[چې ګواکي موټر دولې اېستلی] کنځاوې يې وکړه خره … ته له کومه دومره نر شوې چې اوس پدې موټر کې چکر وهې که دومره نر وې بيا يې وګټه ،له ملګرو سره د ځوانۍ کوه … دموټر دروازه يې خلاصه کړه ټول يې له موټر ښکته کړل ، ښه څه يې وروکړل ، ماويل چې مړ وای خو همزولو ته کم نه وای راغلی لالامې موټر ته پورته شو له دروازې يې را چيغه کړه  که  بيادې په دې موټر کې پښه اېښې وه پښه در باندې ماتوم .
͙͙͙
کور راباندې تنګ شو په بکس کې مې څو جوړه جامې کېښودې بې ښه و بې بده له کوره راووتم ، د خوست تڼيو ته راغلم له يوتن سره مې مزدوري پيل کړه  د کال يې څلوېښت زره پاکستانې کلدارې راکولې ما هم له هېڅ کار مخ نه اړاوه هر کار مې ورته کاوه ، مالک ته مې  ويلي وو چې  ګواکي په کور کې هېڅ څوک نلرم او يوازې يم .
 لدې سړي سره مې څلور کاله تېرشول د خدای زور کارونه مې ورته وکړل  يوه ورځ په کومه خبره راته غوسه شو بدې خبرې يې وکړې له ده سره مې هم زړه تنګ شو يو بېګامې ورته وويل چې زه ځم هغه روپۍ مې راکړه ؟
مالک وويل د څه شي روپې؟
 دا څلور کال کارمې چې درسره کړی .
 ده راته وويل روپۍ مو پۍ نشته لاس د خلاص توره د تېره …
لس زره يې راکړې ويل که يې اخلې هغه دي کنه نو چې بيادې دلته ونه وينم  ، و مې وويل چې په ياديې لره ، په  شپه کې يې له کوره راووتم د کلي په جومات کې مې شپه تېره کړه سباکابل ته روان شوم هلته مې کار و بار پيدا نکړ د ننګرهار لار مې ونيوله او له هغه ځايه د پېښور په وموټر کې وختم له پېښوره کوټې ته لاړم هلته مې څو شپې ورځې ووتې پيسې راسره خلاصې شوې خو کار بار نه وو حيران وم چې څه وکړم دومه ورځ هم په پوره کېدو وه چې ډوډۍ مې نه وه خوړلې د شپې ځای راباندې ورک شو د سړک پر غاړه روان وم شاوخوا دنګې ودانۍ او هوټلونه معلومېدل په هره ودانۍ کې د خلکو ګڼه ګونه وه خو ماته جېب اجازه نه راکوله ، د شپې دولس بجې وې د تېلو د يوه ټانک مخې ته په غولي پرېوتم څو شېبې وروسته ټانکوال راغی راته ويې يل دلته څه کوې ؟ څه کاره يې ؟ ځه له دې ځايه …
ماورته وويل مسافر يم  دوه ورځې کيږي ډوډۍ مې نده خوړلې که څه راکړې  ټانکواله په غوسه وويل ځې که تاڼې ته خبر ورکړم ، ډېرې زارۍ مې ورته وکړې او ټوله کيسه مې ورته تېره کړه د سړي زړه نرم شو کوټې ته يې ورسره بوتلم وچه ډوډۍ او چای يې راکړل .
پوښتنه يې وکړه نوم د څه دی ؟
ماورته وويل جهاد نومېږم
ده زياته کړه زما نوم عبدالله خان دی داسې دوه درې نور دتېلو ټاکنونه لرم کار بارمې جوړدی … د عبدالله خان غږ ټيټ شو له ځنډ وروسته يې وويل  خو! زوی نلرم .
ګلاس مې را پورته کړ زړه مې وو چې ورته ووايم ماته به کوم ځای مزدورۍ پيدانکړې له ځان سر ه مې وويل اوس يې وخت ندی بيا به ګورو .
د عبد الله خان بيا وپوښتل جهاده له افغانستانه د کار په تمه دلته راغلی يې ؟
ما ورته وويل هو .
ده زياته کړه کوم کار ښه کولای شې ؟
ورته ومې هر کار کولای شم خو د نورو کارونو تر څنګ موټر هم چلوی شم. د عبدالله ټنډه و غوړېده په خونديې راته وويل بيانو له ماسره کار بار شروع کړه زوی مې نشته د يوه نازولی زوی چلند به درسره کوم .
ورسره آمين مې کړه شکر مې ويست چې کار  او مزدوري مې ومونده ، د وفاع دارۍ ډاډ مې ورکړ پښتومې ياده کړه .
خان وويل بچيه چې داسې ده نو سر له اوسه په همدې ټانک کې مقرر شوې نور به زه دلته نه وم ددې ټانک کارونه ستاپه غاړه شول ماورته وويل چې سمه ده يوازې يوڅو شپې ورځې راسره تېرې کړه ترڅو لږ و ډېر بلد شم بيا خلاص يې ، ده وويل ولې نه په ټول کار بار بدې پوه کړم . 
عبدالله خان نهه لس ورځې راسره تېرې کړې  د ټانک اړوند ټولې چارې يې راوښودې چې بلد شوم رانه لاړو، عبدالله خان څه کم شل ور ځې وروسته راغی د شلو ورځو حساب مې ورکړ .
خان کالدارې واخستې پوره لس لکه وې راته ويل يې آفرين د کار سړی يې  نور يې هم ډېر وهڅولم  ورځ يې راسره تېره کړه په سبا بيالاړو څو ورځې ووتې  په ټانک کې د ډيزلو پمپ خالي شو ماويل چې يوځل خو راغلی وای  چې څنګه وکړم که ګورم لوړ ماښام راپيداشو  مخکې له دې چې زه ورته ووايم ډيزل ختم دي ده راته وويل نن خو به د ډيزلو ګاډی نه وي راغلی ؟ ماورته وويل چې نه تر اوسه  خو ندی راغلی ، په همدې خبرو لګيا وو چې  د ټانک په مخه کې لوی ګاډی بريک شو ور ووتو ډيزل مو ذخيري ته واچول .
له خان سره مې شپږ اووه مياشتې پوره شوې هره مياشت مې لس پنځلس لکه روپۍ ورته جمع کولې  او خان به په مياشت دوه مياشتو کې يوځل راغی حساب به يې يو وړ بيابه ورک وو .
͙͙͙
وخت په بيړه روان وو دوه درې کلونه مې ووتل کور رانه هېر وو په دا دومره وخت کې مې يوازې کشره خورکۍ يادېده ،پدې سوچ کې به وم چې زه به يې څومره يادېږم  څومره او ښکې به يې را پسې تويي کړې وي ، بيابه مې ويل خدايه  چې کور به وي که به واده شوې وي ؟نوی ژوند به يې څنګه وي ؟ خوشاله به وي او که به خپه وي … دا او دې ورته په لسګونو پوښتنې به مې په ذهن کې را وګرځېدې خو د لا لا چلند به چې راياد شوله کوره به موړ شوم .
ګړۍ ته مې وکتل د شپې دولس بجې وې ماويل چې ويده شم ناوخته ده سره مې نه وو اېښی چې موټر هارن وکړ  ورووتم ډرېور وويل  پندره لېټره واچوه ؛ پنځلس پوره شول کالدارې يې له ښېښې راته ونېوې او روان شو ، يو خو د تېلو د ټانک هم لکه د ډاکټرۍ داسې دنده ده د شپې په دوه بجو به هم  ورته جګيږي  ډېر کم خوب به کوې …
سرمې کېښود خوب وړی وم  چې ډب ډوب شو ژر پاڅېدم که ګورم چې  تاڼې واله راغلي او د کوټې ور ډبوي ماوويل صبر درغلم  ور مې ورته خلاص کړ بې سواله بې ځوابه يې لاس بند راواچول ماورته وويل تاڼه دار صېب څه خبره ده خيرت خودی عسکر راته وويل ځه تاڼې ته .
ما ويل ولې څه خبره ده؟  ولې لاړشم ؟
تاڼه دار ويل  نور نه پو هېږم خو اډر شوی  مخکې شه .
مخکې شوم تاڼې ته ورسېدو د تنګې بوينې کوټې ور يې راپسې بند کړ ،عسکر لاړل يوه ګړۍ به وتلې وه چې يو آشنا غږ مې واورېد په غږونو مې باور رانه غی  چې بيا مې تر غوږ شول جهاده پوشوم چې عبدالله خان دی ماورته وويل دلته څه کوې ده راته وويل نورې  خبرې مه کوه او تاڼه دار ته يوازې همدا وايه چې زه داسړی (عبدالله خان ) نه پېژنم ما ورته وويل سمه ده .
سهار څوتنه دال خواره راغلل ويې ګواښلم چې مالک دې څه کاره دی ؟ماورته وويل زه يې نه پېژنم ؟
له وهلو ټکولو يې شروع وکړه چې هر څومره يې ووهلم حال مې ونه وې لنډه داچې په موږ يې کوم جرم ثابت نکړ خو په وهلو وهلو يې له سېکه وغورځولم ، څلورمه يې دواړه راخوشي کړو ، [زه بيا ډېر وروسته خبر شوم چې عبدالله خان تېل په قاچاقي ډول راوړل .]د تېلوټانک ته راغلو عبدالله خان ډېر منندوی ووچې  له لوی جنجاله مې خلاص کړ، دوه درې ورځې نورې هم ووتې.
يوه ورځ مې په بکس کې څه لټول چې يو وړکی کاغذ مې ګوتو ته راغی په کاغذ کې زموږ د کور نمبر ليکل شوی وو ژر مې ټليفون راواخست شمېر مې پکې ووهله څو زنګونه يې تېرکړل خو چا ګوشي پورته نکړه . خوشاله شوم چې ځه هغه نمبر پس له دومره ډېر وخت هم فعال دی خو تر سهار مې کوم پنځوس وارې شماره ‌ډايل کړه په آخري ځل مې د خور کۍ غږ واورېد څوک يې ؟ ماورته وويل هما زه يم جهاد.
 د هما له خولې چيغه ووته ته چېرته يې ولې نه راځې ؟
بيا مې زياته کړه دا ټولې خبرې به بيا درته وکړم خو اوس داراته وايه چې په کور کې څه حال دی او ته چېرته يې ؟
هما وويل زه واده يم خو تاچې په تڼيو له چاسره کار کړی د هغه سړي زوی چا تښتولی  اوس يې عريضه کړې دا څو ورځې دې مشر ورور بندي دی چې ګواګي دا کار تا کړی .
ومې ويل چې داسې چل دی نوزه درځم بيابه ګورو اوس د الله مل شه ټليفون بند شو.
مالک ته مې وويل زه بايد يوځل افغانستان ته لاړشم ،بهانه مې وکړه  چې د خور واده مې دی هغه چې تېرشي ژر به راشم عبدالله خان نه منله  په ډېره خوارۍ مې راضي کړ، حساب يې وکړ شل لکه کلدارې مزدوري مې شوې وه يولک يې راکړې ، راته ويل يې  که ټولې درکړم بيانه راځې ماورسره ومنله او ترې را روان شوم درېيمه ورځ مې خوست ته راورسوله نيغ حوضې ته ورغلم ورته ومې ويل زما ورور مو نيولی ؟
د حوضې آمر پوښتنه وکړه نوم د څه دی ؟
جهاد .
ښه ته جهاد يې ماورته سر وخو ځاوه .
بيايې وپوښتل هلک تا تښتولی زه حيران شوم ، بله چاره نه وه چې مشر ورور مې خوشی شي هو مې ورته وويل ، آمر عسکر راوغښتل قومانده يې ورکړه چې حاجي داود خوشی کړي او جهاد چې اصلي مجرم دی بندي کړي ، عسکر وويل عطاعت آمر صيب .
لاسونه او سترګې يې را وتړل او د بندخونې خواته يې روان کړم د کوټې ور يې خلاص کړ عسکر غږ وکړ حاجي داود دورور غږ مې راغی هه صيب عسکر  وويل :ته آزاد يې ستاورور مې دستګير کړ ، ورومې راغی لاړې يې راتوکړې ما يې څېره هم ونه ليده عسکر ته مې وويل سترګې مې خلاصې کړه ؟ عسکر له ځندوروسته لاس رواوړ او له سترګومې يې جنډه لرې کړه ورومې تللی وو … او اوس دادي څلور مياشتې ووتې چې دلته بندي يم نه مې څوک پوښتنه کوي او…. جهاد سلګيو واخست …
عسکر غږ راوکړ وحيد څوک دی؟
ماويل زه .
عسکر: ته آزاد يي
جهاد ته مې وکتل لايې ژړل غېږ مې  ورکړه ترې راووتم ،د سهار لمر مې سترګې وبرېښولې دسړک پر څنډو په ولاړو ونو کې د مرغيو نغمې خوږې را باندې ولګېدې په آزادۍ مې شکر ويست .
پاي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button